ورځپاڼو ته کتنه 6-2-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو او بيا به نورې بهرنۍ ورځپاڼې:
نور له هر څه مخکښې د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو چې يې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د قطر له امیر سره خپله کتنه ښه وبلله او تاکيد یې وکړ ګاونډي هیوادونه د ایران له ترجيحاتو څخه دي.
محمد جواد ظریف په دوحه کښې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره له کتنې وروسته وویل له خپل ورور شیخ تمیم سره مو ښې سلامشورې وکړې .جواد ظریف په دې خبرې سره چې په دغه کتنه کښې مو د نړیوالو او سیمه یزو مسائلو په هکله د غږملتیا د پیاوړتیا او د تعلقاتو د پراختیا او د دوه اړخیزه موضوع ګانو په هکله سلامشورې کړي دي وویل د هیلو نوښت د سیمې په هکله د ایران کړچار دے او ګاونډیان زمونږ له ترجيحاتو څخه دي .
--------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د ايران د خارجه وزير د سياسي او بهرنيو چارو مرستيال له قوله وليکل: امريکه پکار دے د ايران په خلاف بائيکاټونه زر تر زره او په بشپړه توګه ختم کړي. سيدعباس عراقچي پرون د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمېشن د غونډې ترڅنګه وویل په خبرو کښې چیلنجونه شته البته په داسې لاره کښې یوو چې نتیجې ته رسیدې شوو .
عراقچي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده دریځونه کاملا روښانه او معلوم دي، بایکاټونه باید ختم کړې شي او د بندیزونو د ختمیدو حقیقت معلوم شي او ورپسې به ایران خپلو ژمنوته بیرته ستون شي.
هغه زياته کړه: په پریکنده توګه د خبرو اترو موده نشو اټکل کولای خو اجازه به ورنکړو چې خبرې اترې ورستې او ستومانه شي .
---------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا د وزير له قوله وليکل: ایران له هندوستان سره مرستې ته چمتو دے.
هغه پرون د هندوستان د روغتیا وزیر هاراش واردهان ته په یو لیک کښې په دې خبرې باندې تاکيد سره چې د کورونا وائرسو مدیریت د ټولو هیوادونو له ملګرتیا او پیوستونه بغېر امکان نه لري د کورونا بيمارۍ د کنټرولولو لپاره نوي ډيلي ته د فني ، کارپیژاندنې او تجهیزاتي مرستو د وړاندې کولو لپاره د ایران چمتووالے اعلان کړ .
ورځپاڼې بيا وليکل: له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير شروع شوے دے.
د ورځپاڼې دخبر له مخې امریکې او نېټو غړیو هیوادونو له افغانستان څخه خپل نور فوځیان هم وېستلي دي خو شمیر یې نه دے اعلان کړے .
په افغانستان کښې د امریکې او نېټو د عسکرو قومندان جنرل سکاټ میلر وویل خارجي عسکر له افغانستان څخه وتلو ته چمتو دي او دغه کار پیل شوے دے.
--------
اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د دغه هېواد د وزير اعظم په حوالې سره وليکل: زۀ په خپله کارکردګۍ فخرکوم. وزيراعظم عمران خان وويل: قامونه په بمباريو او کمو وسائلو سره نه تباه کيږي بلکه په کرپشن او مالي فساد سره تباه کيږي. هغه وويل نن ټول کرپټ کسان زما په مقابل کښې ولاړ دي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، په پاکستان کښې د کورونا په زياتېدو سره په صوبو کښې فوځ مرستې ته راوبلل شو. په خبر کښې د دغه هېواد د کورنيو چارو د وزير شېخ رشيد له قوله زياته کړه په احتياطي تدابيرو باندې د خلقو نه عمل کول په هېواد کښې د کورونا بيمارۍ د زياتېدو سبب شوي دي.
----------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل، ايران خپل هېواد ته د پاکستان او هندوستان د خلقو داخله بنده کړه، د خبر له مخې له دې مخکې سعودي، کېنېډا او برطانيې هم دغه شان اقدام اعلان کړے دے.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې په هر کتابتون کښې د اسلامي او ختم نبوت د برخو قائمولو فېصله وکړه. د خبر له مخې د صوبائي حکومت وياند کامران بنګش د پېښور په آرمي پبلک سکول کښې د اسلامي برخې د پرانېستې په موقع وويل، د حکومت دغه اقدام د وزيراعظم عمران خان لخوا د هېواد رياست مدينه ماډل جوړولو په لور يو قدم وبلۀ.
--------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې مسير ورځپاڼه رااخلو. ورځپاڼې وليکل؛ د کرونا نوې څپه د افغانستان څنډو ته رارسېدلې ده، خو په افغانستان کې تدابیر په نشت حساب دي.
ورځپاڼې سپارښتنه کړې، مخکې له دې چې کرونا خوره شي، باید حکومت ټول تدابیر ونیسي چې نوې څپه افغانستان ته رانهشي.
خو لیکوال خبردارے ورکړے، که د کرونا نوې څپه راغله او خپره شوه، نو بیا یې نه په قرنطين مخه نیول کېږي او نه هم زموږ روغتونونه او روغتیايي سیستم دا وړتیا لري چې لازمه درملنهیې وکړي.
ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ل د یوې خبرپاڼې له قوله وليکل طالبانو د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې له ۲۵مې څخه د غویي میاشتې تر ۵مې پورې په شپږو ځان وژونکو بریدونو، ۶۲ ماین چاودنو او دغه رنګ غلچکي بریدونو کښې ملکي وګړو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ورځپاڼې په خپل وېبسائيټ کښې په يو خبر کښې وليکل: پاکستاني چارواکو له افغان لوري سره په بيله بېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د ولسمشر ځانګړی استازے صادق خان په کابل کې دے او له ګڼو افغان چارواکو سره یې کتلي دي. نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړے چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکاري کوي. هغه همدا رنګ په دې لیدنه کې له افغانستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي تعلقاتو په پراختیا خبرې کړې دي.
------------
د کابل چاپ هېواد ورځپاڼې بیا وليکل: په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۷۰ سلنه زیاتې شوې دي.
د ورځپاڼې د انټرنټي صفحې له مخې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په دغه هېواد کې د کورونا وائرسو مثبتې پېښې په بېساری ډول د زیاتېدو په حال کې دي. دعامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي پرون وويل: (( د کورونا وائرسو مثبتې پېښې په دې وورستیو کې زیاتې شوی دي،که چرې پېښې مقایسه کړو، نسبت مخکې درې اوونیو ته، تقریباً د کورونا مثبتې پېښې ۷۰ سلنه زیاتې شوی دي.)) علیزی وویل: تیره اوونۍ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د کورونا وائرسو د نوې بڼې ۲۰۷ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دی.د نوموړی د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس د نوې بڼې پېښې ۱۲۴ یې په ننګرهار او ۳۱ نورې په هرات کې ثبت شوی دی.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل:
د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۴زره ټنه توکی صادر شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر څلور لکه ټنه ډېر بېلابېل توکی صادر شوی دی.دغه ادارې په اعلامیه کې ویلی، چې حیرتان ـ مزارشریف، تورغندۍ او آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې هره ورځ په منظم ډول د تجارتې مالونو لېږد روان دی.دغه اداره دا هم وایی ،چې په وروستۍ میاشت کې ۵ زره او ١۶٨ سوه واګونه چې سوداګریزو مالونو باندې بار وو، دغه هېواد ته وارد شوی دی.اعلامیه زیاتوی ،چې د صادراتو او وراداتو زیاته برخه خوراکی توکی، نفت او ساختمانی مواد جوړوی.افغانستان په دې وروستیو کې له منځنۍ آسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره کړې او افغانی توکی ډېر ازبېکستان ، روسیې او قزاقستان ته استول کېږی.
هېواد ورځپاڼې همدارنګ په يو بل خبر کښې وليکل:
جمهوررییس محمد اشرف غنی په کندهار کې مهمند نړیوال روغتون پرانیست.
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار، د چارو ادارې عمومی رییس، د کابینې یو شمېر غړو، د کندهار والی او په ملی شورا کې د یاد ولایت استازو د جمهوررییس ملتیا کوله، جمهوررییس غنی د پردې په لرې کولو سره مهمند دوه سوه بستریز روغتون پرانیست او د هغه له روغتیایی مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون وکړ.د غونډې په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند وویل: سوداګرو ته د دولت له لوری د آسانتیاوو رامنځته کول دوی په هېواد کې پانګونې ته هڅوی او دې برخې ته یې د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
------------