مقاومتي ځواک د امریکا درست خوبونه او سیاستونه ناکام کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99910-مقاومتي_ځواک_د_امریکا_درست_خوبونه_او_سیاستونه_ناکام_کړي
 د سردار سلامي په وینا ، امریکا مجبوره ده چې سوکه سوکه  له لویدیځي آسیا سیمې  ووځي  او  اوس  له افغانستانه  د امریکا دترهه ګرپوځ یونټونو ځيني برخې په وتلو دي  چې  دغه بهیر،  دملتونو د ارادې  د زغم او صبر نتیجه شمیرلکیږي  
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 06, 2021 11:46 Asia/Kabul
  • مقاومتي ځواک د امریکا درست خوبونه او سیاستونه ناکام کړي

 د سردار سلامي په وینا ، امریکا مجبوره ده چې سوکه سوکه  له لویدیځي آسیا سیمې  ووځي  او  اوس  له افغانستانه  د امریکا دترهه ګرپوځ یونټونو ځيني برخې په وتلو دي  چې  دغه بهیر،  دملتونو د ارادې  د زغم او صبر نتیجه شمیرلکیږي  

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان سردار حسین سلامي بیګا د ایران دوهم ټيلیویژني چینل په یوه پروګرام کې  وئیلي ، دقدس د نړیوالې ورځې په درشل کې یوو او  جنرال قاسم سلیماني شهید په درستو اسلامی ټاټوبو کې  د مقاومت د روح مشال او  د قدس د آزادۍ بیرغوال او لوي میړنی قوماندان ؤ . 

سردار سلامي  وئيلي دي ، د سپاه قدس ځواک هنر ، د امریکا د قدرت ناکامول او  په سیمې کې ددغه هیواد په مقابل کې غږملتیا رامینځةکول دي.

 د سردار سلامي په وینا ، امریکا مجبوره ده چې سوکه سوکه  له لویدیځي آسیا سیمې  ووځي  او  اوس  له افغانستانه  د امریکا دترهه ګرپوځ یونټونو ځيني برخې په وتلو دي  چې  دغه بهیر،  دملتونو د ارادې  د زغم او صبر نتیجه شمیرلکیږي  

سردار سلامي  همدناراز  وئیلي دي ،امریکایان د مقاومتي ډلو  او بهیرونو او دعمومي افکارو او سیاسی دباؤ سره  لاس او ګریوان دي ، هغه پیوستون چې د نړیوال استکبار  او شیطانانو  په ائيتلافي جبهې کې مو لید، د دړې وړې کیدا په  حال کې دی .

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان  وئيلي ، امریکا  دسعودي عربستان   او له یوه ښکاره شکسته  د دوي دنجات لپاره هیڅ   اقدام نشي کولی  او د یمن والو مجاهدانو په  مقابل کې د  عربستان د ناکامۍ خنډ نشي کیدلی .  همداراز وینو چې  د وحشي صهیونیسټي رژيم  دملی امنیت په سسټم کې  دړې وړې کیدا او تاواني کیدا رابرسیره شوي ، خو امریکا له دغه نیواکګر او جنایتکار رژيم سره  هیڅ مرسته نشي کولی ږ