نړیوال به د قدس د آزادۍ نندارچیان شي
د ایران ددفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، دفلسطین آرمان هیڅکله هم نه زوړ شوی او نه ئې هم رنګ پیکه شوی دی او د قدس دنیواکګر رژيم د ناروا عمر شیشه ای کور د تیر وخت په نسبت لازیات ړنګیدونکی دی .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، د ایران داسلامی جمهوریت د دفاع وزارت په نننۍ اعلامیې کې قدس نړیواله ورځ د غاصب صهیونزم او استکباري نظام په وړاندې د اسلامی نړۍ د قدرت دنندارې لپاره یو لوي فرصت بلل شوی او وئيل شوي دي ، په نزدې راتلونکي کې به د قدس شریف د آزادۍ د جشن نندارچیان وي .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،د فلسطین دمظلوم ولس د آرمان په ژوندي ساتلو او د نیواکګر صهیونیسټي رژيم دنیواکګرۍ دمحکومیّت په موخې سره ، د حضرت امام خمیني په حکیمانه تدبیر سره د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس نړیواله ورځ نومول شوي ، چې اسلامی نړۍ ئې په دغې ورځې د اسرائيلو د ناروا رژیم په ضد یوموټي کیدا ته بللي او نن سبا همدغه اسلامی امت دی چې دقدس شریف د آ زادۍ چغه ئې پورته کړې ده .
د ایران ددفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، دفلسطین آرمان هیڅکله هم نه زوړ شوی او نه ئې هم رنګ پیکه شوی دی او د قدس دنیواکګر رژيم د ناروا عمر شیشه ای کور د تیر وخت په نسبت لازیات ړنګیدونکی دی .
په دغې اعلامیې کې همداراز زیاته شوې ده ، د قدس په ورځ نه یوازې دایران اسلامی جمهوریت داسلامی نړۍ د لومړنۍ موضوع په توګه د قدس شریف له آئيډیا څخه په ملاتړ او د فلسطین په موضوع کې خپل یووالی او وحدت نندارې ته وړاندې کوي ، بلکې درسته اسلامی نړۍ او نور عدالت او آزادي غواړي ملتونه هم په دغه ورځ له صهیونیسټي رژيم سره د مبارزې او مقاومت بیرغ په پرتم سره لوړوي . همداراز په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،د سیمې د ځينو هیوادونو ویریدل او دقدس له نیواکګر او جنایتکار رژيم سره د دوي دوستي او ښکاره تړونونه ، د فلسطین له آئيډئيل او دآزادي غواړو امتونو سره نه بخښونکی خیانت دی ، خو دغه خیانتکار خوځښتونه به ونه توانیږي ،د فلسطین آرمان او ددغه هیواد آزادي هیریدیدا ته وسپاري .