د صهونیسټانو په جنایتونوسره د فلسطیني ملت هوډ اواراده نه کمیږي
حفیظ چوهدري د فلسطین له ولسه په ملاتړ کې د پاکستان دحکومت او خلکو په ژمنتیا په ټینګار سره زیاته کړې ده ، فلسطین دهرپاکستاني په زړه کې ځاي لري او د اسلام اباد د حکومت دبهرني سیاست په لومړیتوب کې دی .
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوي زاهد حفیظ چوهدري پرون د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کې په اسلام اباد کې د سیاسی مطالعاتو د اکاډمۍ په ویډیو ئي کنفرانس کې د فلسطینو مسلمانانو په نسل وژنې او په نیواکي ټاټوبي کې د صهونیسټي رژيم په جنایتونو داندیښنې په څرګندولو سره وئیلي دي ، د صهیونیسټانو په جنایتونو سره دفلسطین د ملت هوډ او شجاعت نه لړزانه کیږي ا و بلاخره بریالیتوب به د فلسطینو په نصیب وي .
حفیظ چوهدري د فلسطین له ولسه په ملاتړ کې د پاکستان دحکومت او خلکو په ژمنتیا په ټینګار سره زیاته کړې ده ، فلسطین دهرپاکستاني په زړه کې ځاي لري او د اسلام اباد د حکومت دبهرني سیاست په لومړیتوب کې دی .
د پاکستان دغه ډيپلوماټ روښانه کړې ده ، د دغه هیواد اصولي دریځ روښانه دی ، اسلام اباد دفلسطیني ولس د برخلیک د ټاکنې له مسلم حقه چورلټ ملاتړ کوي او باؤري دی ، چې د عادلانه او تل پاتې سولې لپاره ددغې موضوع حل ، د ملګروملتو او داسلامی ملګرتیا موسیسې سره د اړونده پریکړه لیکونو په اساس د فلسطین د خپلواکه هیواد دپلازمینې په توګه د قدس شریف واقع کیدا ضروري ده .