درست خلک دې د امریکائي او صهیونیسټي شیانو بایکاټ وکړي 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99962-درست_خلک_دې_د_امریکائي_او_صهیونیسټي_شیانو_بایکاټ_وکړي
د دښمن د تالی څټو او ګوډاګیانو  کړچار یو ماته خوړلی کړچار دی او  د فلسطین دموضوع په باب ئې منزوي کیداد دښمنانو توامنیدا او دوي ته دتسلیمیدا او   اسلامی امت ته د ګوزار ورکولو په معنا ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 07, 2021 06:30 Asia/Kabul
  • درست خلک دې د امریکائي او صهیونیسټي شیانو بایکاټ وکړي 

د دښمن د تالی څټو او ګوډاګیانو  کړچار یو ماته خوړلی کړچار دی او  د فلسطین دموضوع په باب ئې منزوي کیداد دښمنانو توامنیدا او دوي ته دتسلیمیدا او   اسلامی امت ته د ګوزار ورکولو په معنا ده .

 المسیره خبری چینل راپور ورکړ ،  دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثی  وړاندیز کړی ، چې د فلسطین له ملت سره دمرستې لپاره دې  درست خلک  د امریکا اوصهیونیسټ رژيم جوړ شوي شیان بائيکاټ کړي .

 الحوثي چې د  قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت  ئې وینا کوله ، روښانه کړې ده ،  امریکایی  اوصهیونیسټي شیانو بایکاټول یوه اغیزشیندونکي وسله ده  او  هر هوښیار انسان باید  دغه کار وکړي .

 دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  زیاته کړې ده ، دروژې دمبارکې میاشتې  په وروستۍ جمعې  د قدس دنړیوالې ورځې ټاکل کیدل  ددې موضو ع ښودنه کوي ، چې قدس  داسلامی ملتونو لپاره ځيني مسئولیتونه په ځان پسې لري  او  یوه ئې د مسلمانانو ایماني ژمنتیا ده .

 هغه په دوام کې وئیلی دي ،د یمن ملت  پخپلو کړنو  او دریځونو کې صادق او جدي دی  او  دقدس په ورځې  به ولولناک او اوڅاره  شتون ولري .

 هغه زیاته کړې ،د دښمن د تالی څټو او ګوډاګیانو  کړچار یو ماته خوړلی کړچار دی او  د فلسطین دموضوع په باب ئې منزوي کیداد دښمنانو توامنیدا او دوي ته دتسلیمیدا او   اسلامی امت ته د ګوزار ورکولو په معنا ده .

 الحوثي  دیمن والو په پوځي پرمختګونو دصهیونیسټي رژيم غوسه کیدا ته  اشاره کړې او زیاته ئې کړې ده ،  دمونږ ملت اسرائيلی دښمن  ته ډير  دردونه رسولي دي او  دوي د مونږ د  پوځي توان  په پراختیا  ډير غوسه دي، خو هیڅ به په لاس ورنشي  او نور د دوي عمر په ختمیدا دی .