د قدس نړیواله ورځ د اسلامي امت د پیوستون ورځ ده
ایرنا خبري اژانس وايي په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید محمد علي حسیني د قدس نړیواله ورځ د نړۍ له مظومو خلکو سره په مرسته کولو کښې د اسلامي امت د پیوستون او د هغوې د اتحاد ورځ وبلله .
هغه پرون د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کښې وویل د روژې د مبارکې میاشتې په اخري جمعې ورځ یوځل بیا د نړۍ مسلمانانو او ازادي غواړو خپل زړونه د فلسطین د سپیڅلي ټاټوبي په لور روانه کړي دي او د صهیونیسټ منحوس رژیم له نیواک او ظلم څخه د فلسطین د خلکو د ژغورنې او د قدس شریف د ازادولو لپاره د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه غږ ته لبیک وايي .
دغه راز د پاکستان په لاهور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول محمد رضا ناظري هم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په وړاندې د مسلمانانو په هوښتیارتیا ټینګار وکړ او ویې ویل د قدس له نیواکګر رژيم سره د اړیکو د ټینګولو د پلان مخه نیول باید د اسلامي حکومتونو د خارجي سیاست په اجنډا کښې شامل شي .
د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعې ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوي ده .