-
دسوریې پوځ د الحزب الترکستانی ډلې حمله وتمبوله
Jan 13, 2018 02:27زمونږخبریال وایی دسوریې پوځ د الحزب الترکستانی په نوم د ترکیې د حکومت تر ملاتړ لاندې د ترهګرې ډلې د حملې په تمبولو سره د ادلب ولایت په خوا کښې له «خان شیخون» سیمې ددغه ډلې د شاتګ خبر ورکړ .
-
شمالی کوریا د بندیزونو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ .
Jan 13, 2018 02:00زمونږ خبریال وایی د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون (Kim Jong-Un)وویل که چیرې دپیانګ یانګ پرضد نړیوال بندیزونه سل(۱۰۰) کاله هم دوام ولری دغه هیواد به له هیڅ مشکل سره مخ نشی او په وړاندې به یې مقابله وکړی .
-
جرمنی د اټومی تړون په کامل ډول اجرا ته ژمنه ده
Jan 13, 2018 01:49ایرنا خبری اژانس وایی دجرمنی د باندنیو چارو وزارت داټومی موافقې په اړه د امریکا د حکومت بیانیې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ برلین هماغه راز له ایران سره د اټومی موافقې دکاملې اجرا دوام ته ژمن دی .
-
امریکا یوځل بیا د اټومی موافقې خلاف ورزۍ وکړه :
Jan 13, 2018 01:14ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه دوه(۲) ځله دایران پرضد د واشنګټن د اټومی بایکاټونو دځندولو مصوبه لاسلیک کړی ده او یوځل بیا یې دایران په اټومی موافقې د خپګان په څرګندولو سره دایران پرضد دغه بندیزونه تمدید کړل .
-
سعدحریری وایی حزب ا... د لبنان د حکومت غړې دې
Jan 12, 2018 13:00د لبنان لومړی وزیر سعد حریری وویل د لبنان په دولت کی د حزب ا... ګډون په دغه هیواد کی د سیاسی ثبات سبب شوی دی
-
د فرانسې او امریکې ولسمشرانو د برجام په هکله ټیلیفوني خبرې وکړې
Jan 12, 2018 04:12ماکرون او ټرمپ په داسې حال کښې ټیلیفوني خبرې وکړې چې ټاکل شوې د امریکې ولسمشر نن د ایران د بندیزونو د ځنډیدو په هکله فیصله وکړي.
-
د انقرې، تهران او بغداد په ملګرتیا سره د کردستان د بیلتون فتنه شنډه شوه
Jan 12, 2018 02:23د عراق د کردستان د غیرقانوني ټولپوښتنې له ترسره کیدو وروسته ایران، ترکیې او د عراق مرکزي حکومت د ګډو تابیاو په غوره کولو سره په سیمه کښې د حالاتو د لاخرابیدو مخه ونیوله.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، له خپل فرانسوی همرتبه سره وکتل
Jan 11, 2018 11:06د ایران خارجه وزیر«محمد جواد ظریف» نن پنجشنبه، په بروکسل کی د فرانسی له خارجه وزیر«ژان ایو لودریان» سره کتنه او خبری اترې وکړې.
-
د مرغومي د یویشتمې نیټې ورځپاڼې
Jan 11, 2018 09:57د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
-
سعودی عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی
Jan 11, 2018 02:23ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دتیریګر ائتلاف جنګی الوتکو بیګا د یمن په شمال لویدیځ کښې د صعده ولایت په خوا کښې په کتاف ولسوالۍ کښې په یوه(۱) بازار بمبارې وکړې او لس (۱۰)ملکیان یې ووژل او یو(۱)بل یې ژوبل کړ .