-
د ټرمپ په دویمه دوره کې د امریکا په توقیفخونو کې د کډوالو مړینه زیاته شوې
Jun 27, 2026 14:40پارس ټوډی – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د کډوالو په توقیفخونو کې د مړینو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د خپلواکو څېړنو غوښتنه یې کړې ده.
-
ایران او د ایکو تعلیمي بنسټ د علمي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Jun 27, 2026 13:11پارس ټوډی – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر او د ایکو (ECO) د تعلیمي بنسټ رئیس د ترکیې د تعلیمي ټکنالوژیو غونډې په څنډه کې د ایران او د ایکو د تعلیمي بنسټ ترمنځ د علمي او پوهنتوني همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ایټالیا لومړۍ وزیره: د ایران پر ضد جګړه کې مو ګډون نه دی کړی
Jun 26, 2026 13:52پارس ټوډی – د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ټینګار کړی چې هېواد یې د ایران پر ضد جګړه کې هېڅ ګډون نه دی کړی.
-
د تهران او واشنګټن د مذاکراتو په اړه د عربستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې
Jun 26, 2026 07:49د فارس خلیج د همکارۍ شورا د غړو او د امریکا تر مینځ د وزیرانو د غونډې په څنډه کې د امریکا او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې په وروستي بدلونونو، د واشنګټن او تهران ترمنځ د مذاکراتو په بهیر، په هرمز تنګي کې د نړیوالې کښتۍچلونې په امنیت، او د لبنان او غزې په وضعیت بحث وکړ.
-
ایران سره د مستقیم پوځي اړیکې د جوړولو په اړه د ونس ادعاوې
Jun 26, 2026 07:48د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس، له «اَنهرد» سره په یوې مرکې کې ادعا وکړه چې د سویس د مذاکراتو له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه دا وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د شخړو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د مستقیمې پوځي اړیکې د جوړولو په اړه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي.
-
د کاناډا لومړی وزیر: په ایران او وینزویلا کې باید خپلې سفارتخانې بیرته پرانیزو
Jun 26, 2026 07:40د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني، ویلي چې کاناډا باید خپلې تړل شوې سفارتخانې په ایران او وینزویلا کې بېرته پرانیزي.
-
په وینزویلا کې زورورو زلزلو پراخ زیانونه اړولي
Jun 25, 2026 13:52د سویلي امریکا په هېواد وینزویلا کې دوو پرلهپسې زورورو زلزلو پراخه مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
-
د بوسنیا د فوټبال مینهوالو یو ځل بیا د فلسطین ملاتړ وکړ
Jun 25, 2026 13:41پارس ټوډی – د بوسنیا او هرزګوینا د فوټبال ملي لوبډلې مینهوالو یو ځل بیا له فلسطیني ولس سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
-
ولې په امریکا کې د صهیونیستي رژیم پر ضد د مخالفت څپه پراخېږي؟
Jun 24, 2026 14:11د امریکا خپلواک سناتوربرني سندرز، د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت وزیر ایتمار بنګویر د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې د لبنان د بشپړ سوځولو په اړه یې کړې وې، وویل: دا د یو جنګي مجرم خبرې دي او د اسرائیلو توکم پال رژیم د امریکا د ملاتړ وړ نه دی.
-
د امریکا یو بل لوړپوړی پوځي قومندان له پنتاګونه استعفا وکړه
Jun 24, 2026 13:51د امریکا د پوځ د اروپا او افریقا د ځواکونو قومندان، کریس ډوناهو، له خپلې دندې د استعفا پرېکړه کړې ده. امریکايي رسنیو د پنتاګون د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ډوناهو د دفاع وزیر پیټ هیګسټ سره د اختلافاتو او شخړو له امله له خپلې دندې ګوښه شوی دی.