Jan 17, 2024 15:34 Asia/Kabul
  •  داعش خراسان په افغانستان کې د امریکایی ترهه ګرۍ پیدایښت (۲)

د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیانو ته د داعش خراسان ډلې د حملو او تخریب او ترهه ګرو پروګرامونو په زیاتیدا سره له دغې ډلې سره د سیمه ایزې اجماع په چوکاټ کې د مقابلې ضرورت زیات شوی دی.

، په تېر پروګرام کې مو د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د جوړښت، کړنو او مشرانو په اړه خبرې وکړې. په دې پروګرام کې غواړو د دغې ډلې د ملاتړو او مالي سرچینو د پېژندلو او همداراز ګاونډیو هېوادونو ته په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې ګواښ ته کتنه وکړو.

  داعش لږ تر لږه تر ۲۰۲۰ کال پورې د نړۍ یو له بډایه ترهه ګرو سازمانونو وو. د القاعدې ترهګریز سازمان په څیرچې زیاتره  د نورو له مرستې  تغذیه کوي، د داعش مشرانو یوه نوې مالي ستراتیژي غوره کړه چې د ځان بسیاینې پر بنسټ ولاړه وه او په بهرنیو مالي سرچینو باندې هیڅ تکیه نه درلوده. البته، دا د ځینو بهرنیوملاتړو  مرستې نه ردوي چې په سوریه کې د داعش په ګډون فعالو ترهګرو سازمانونو ته ملیونونه ډالر ورکړل.

د داعش یوه له دغو مالي سرچینو د بانکونو لوټ کول دي. د داعش ترهګرې ډلې موصل ته له ننوتلو او د عراق د نینوا ولایت له نیولو وروسته په موصل کښې د سترو بانکونو مالونه  لوټ کړل او څه باندې ۴۳۰ میلیونه ډالره یې ترلاسه کړل. کله چې دغه ډله تکریت او فلوجه او دیارلس نورو عراقي ښارونو ته ننوتله، په ۶۲ دولتي او خصوصي بانکونو کې یې شتمنۍ غلا کړې.

په سوریه او عراق کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو د تیلو خرڅلاو هم په دې کلونو کې د داعش د عاید اصلي سرچینه وه. داعش ترهګرې ډلې له څو کلونو راهسې د سوریې په شمال کښې د تیلو زیرمې او په عراق کښې د تیلو د انتقال ځینې لارې کنټرولولې او له دغو پولو څخه ترکیې ته د تیلو د انتقال لپاره کار اخلی . شمیرنې  ښیي چې داعش هره ورځ لږ تر لږه یو میلیون ډالر تیل پلورلي دي .

  د داعش ترهګرو لخوا په عراق او سوریه کې د نیول شویو سیمو د تیلو یوه مهمه برخه د انرژۍ د نړیوال بازار د بیو په پرتله په ډیره ټیټه سیمه ایزو دلالانو پلورل شوي او د ترکیې له لارې د تیلو په لاریو سره بازار ته داخل شوي دي.

د نشه یي توکو تولید او پلور په تیرو کلونو کې د داعش لپاره د مالي سرچینو د ترلاسه کولو یوه بله لاره وه. داعش په افغانستان کې د نشه يي توکو له کښت څخه د ګټې اخیستو ترڅنګ، د موصل په جنوب کې په ځینو سیمو لکه «حمام العلیل» او «محلبیه» کې هم نشه يي توکي لکه اپین او چرس تولید او کرلي دي. په ورته وخت کې د مخدره توکو کښت او پلور سره ، د دې ډلې لیوالتیا چې رواني فعال مادې تولید کړي لکه کیپټاګون ګولۍ هم وده کړې. د عراق په حلب ښار کې د "آسیا" په نامه د درملو د فابریکو د څو فابریکو تر کنټرول وروسته، داعش له دغو فابریکو څخه د مخدره موادو د ګولیو تولید پیل کړ، چې تر ټولو خطرناک او قوي مصنوعي مخدره مواد دي.

د داعش د تمویل بل چینل د لرغونو اثارو پلورل دي. داعش ترهګرې ډلې لرغونې اثار ویجاړ او لوټ کړل او ادعا یې وکړه چې دا د شرک او بت پرستی یوه بیلګه ده. د ګارډین د راپور له مخې، د داعش ترهه ګرتوانیدلي چې په سوریه کې د کیندنې له لارې مهم اثار چې د سوریې د کلتوري میراثونو برخه وه، ضبط کړي. دا کیندنې په ځانګړې توګه د دمشق په لویدیځ کې د قلعمون غره په شاوخوا کې د "البک" په سیمه کې شوي. له دغو اثارو څخه ځینې یې اته زره کاله مخکې تاریخ لري او ښايي په ازاد بازار کې یې بیه ۳۶ میلیونه ډالرو ته ورسیږي.

دغه راز د فارس خلیج د عربو هیوادونو یو زیات شمیر شتمنو او شخصیتونو په عراق او سوریې کښې فعالو ترهګرو ډلو په تیره بیا داعش ته سترې مالی سرچینې ورکړی دی . د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور له مخې چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د داعش د واکمنۍ د اوج په کلونو کې خپور شوی، په دغو کسانو کې ۲۸ تنه د سعودي عربستان، ۱۲ تنه د عراق، ۵ تنه د کویټ او دغه راز د نورو هیوادونو متحده عربي امارات، بحرین او قطر یو شمېر کسانود  داعش ملاتړ کړی دی .

البته له  شرکتونوکلنګ او تښتونې هم د داعش ترهګرې ډلې د تمویل د سرچینو په لست کې شامل شی.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل، چې هیواد یې د اقتصادي ګډوډۍ په لاره اچولی دی، شاید د دې لامل شي چې طالب جنګیالي داعش ته مخه کړي. سربیره پردې، د افغانستان د استخباراتو او ځانګړو ځواکونو غړي چې د امریکا لخوا روزل شوي او وتلو ته اړ شوي ښايي له داعش سره یوځای شي. له همدې امله داسې ښکاري چې د داعش خراسان په همکارۍ د ځانګړو او روزل شویو ناراضه ځواکونو  شتون د قومي او مذهبي لږکیو په ځانګړې توګه د افغانستان د هزاره شیعه ټولنې لپاره اوږدمهاله ګواښ دی.

د افغانستان جغرافيايي موقعيت چې د منځنۍ اسيا، ايران، پاکستان او هند تر منځ د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره مناسبه زمینه  جوړه کړى، د داعش خراسان لپاره بې شمېره فرصتونه رامنځته کولى شي چې خپلو موخو ته ورسېږي او له دې لارې  د افغانستان پر ګاونډيانو فشار راوړي. خنډونه او محدودیتونه رامینځته کړي . د بېلګې په توګه، د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پروژې ګډوډول چې د سیمې د برېښنا د بازار یوه له مهمو بنسټیزو پروژو ده او افغانستان به په سیمه کې د انرژۍ د ترانزیت په یوه څلورلارې بدل کړي، د پاکستان لپاره به د ډېرو اندېښنو لامل شي. البته، دا به په پاکستان کې  د خراسانی  داعش د وران کارو اقداماتو لپاره زیات فرصت رامینځته کړی .

د تروهه ګرۍ په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور په ګوته کوي چې د 2020 کال تر نومبر پورې، د 66 پېژندل شوي هندي الاصله  جنګیالي له داعش سره تړاو لري، چې هیڅ یو یې بیرته هند ته نه دی رورستون شوی . هندي چارواکي د ترهګرو د استخدام لپاره د انټرنیټ کارولو او همدارنګه په هند کې د مذهبي اختلافاتو د زیاتولو په اړه اندیښمن دي.

پاکستان هم په قبایلي سیمو کې د خپلو "پوښل شویو سرحدونو" او "خوندي طبیعي پناه ځایونو" له امله د اورپکو ډلو اصلي مرکز دی، له همدې امله دا د پوځي عملیاتو د پراخولو لپاره  خراسانی  داعش لپاره د "لجستکی  مرکز" په توګه کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې چې شیعیان  پکې میشت دي، د داعش ترهګریز بریدونه پراخ دي.

  په هرحال د خراساني داعش وروستۍ هڅې چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ځان د بیا راژوندي کولو لپاره د فرصت غوښتونکو همکاریو لپاره ډیر ځای رامینځته کوي، ممکنه د پاکستان د شیعه ضد ډلو لکه لشکر جنګوي او سپاه صحابه او همدارنګه د مداخله پالومرستی   د پاکستان د ځمکنۍ ویش او د دولت ضد ځواکونو د پیاوړتیا لامل کیدی شي.

  خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د داعش ډلې د بریدونو ریکارډ ته په کتو، دا یو مهم ټکی دی چې د دغې ترهګرې ډلې تمرکز پر ایران زیات شوی دی. په ایران کې د داعش ډلې په خپل وروستي برید کې د شهید  ډګر جنرال قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د ګډون کوونکو له ډلې تر ۹۰ زیات کسان شهیدان  او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

په ایران کې د شیراز د شاهچراغ د زیارت او په کرمان کې د شهید سلیماني د تلین د مراسمو په ګډون د تیر کال او سږ کال د یو شمیر تروریستي بریدونو ترسره کیدل چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې، د دې ښودنه کوي چې دغې تکفیري ډلې خپل حرکتونه ګړندۍ کړي او د نورو عملیاتود  تنظیم کولو په لټه کې دي . داعش د لشکر جنګوي په څیر ډلو سره چې په پاکستان کې یوه سخت دریځه وسله واله ډله ده، په بلوچستان کې د ایران په جنوب ختیځو پولو کې د بیلتون غوښتونکو اهدافو لپاره ډیر عملیات ترسره کړي او د پام وړ شمیر خلک یې وهیدان کړي دي.

شنونکي په دې باور دي چې په ایران کې د داعش ترهګرې ډلې بریدونه په افغانستان کې د داعش شتون په سیمه کې د یوه نفوذي هیواد په توګه د ایران لپاره د فشار او ناامنۍ او ګواښ رامنځته کولو د یوې وسیلې په افراطي  ډلو او د هغوی د ملاتړو مرکز دی او هڅه کوي چې د ایران د ګاونډیو هیوادونو کې د خپلو فعالیتونو په پراخولو سره ایران ته نږدې او   ورته ګواښ زیات کړی .

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش د رامنځته کېدو یو لامل چې د امریکايي او صهیونیسټي پروګرامونو پر بنسټ پلان  شوی، له روسیې سره مقابله ده. په دې توګه په افغانستان او پاکستان کې د داعش د فعالیت موخه دا ده چې جګړه یوې نوې جبهې ته، یعنې منځنۍ اسیا ته انتقال کړي او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ناامني رامنځته کړي، څو روسیه په ډېرو محدودیتونو کې واچوي. ځکه چې په دې صورت کې به مسکو د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د ساتلو لپاره ستر امنیتي لګښتونه په غاړه واخلي او له اقتصادي اړخه به دا ډول وضعیت د امریکا په ګټه وي. له بلې خوا، د روسیې د ځان په وړاندې د امریکا د نفوذ د زیاتوالي کولای شي په اروپايي ټولنو کې د امریکا د نفوذ او په دې توګه په اروپا کې د خپلې خوښې سیاست دیکته کړي .

هغه څه چې ویل شوي دي او د د داعش د ګواښونو سیمه ایز و اړخونو او پراخوالي ته په پام سره داسې ښکاري چې د سیمې په هیوادونو کې د داعش د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي او د هغې د زیاتېدونکي ودې د مخنیوي لپاره تر ټولو ثابته حل لاره د یو ائتلاف رامنځته کول دي. د روسیې، چین ،  ایران ، هند، پاکستان او افغانستان  په څېر هېوادونه باید د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې په جدی توګه مبارزه وکړی، ځکه که دغې ترهګرې ډلې ته نور هم ځای ورکړل شی او د تروریستی فعالیتونو مخه ونه نیول شی، نو شونې ده چې ترهګری او ترور د داعش فعالیت به یو ځل بیا په نړۍ کې تود شي خو دا ځل په افغانستان او شاوخوا سیمو کې. پای

 

 

ټیګونه