افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
(last modified Sat, 23 Nov 2024 07:58:58 GMT )
Nov 23, 2024 12:28 Asia/Kabul
  • پاړه چنار
    پاړه چنار

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او حالاتو د څیړنې له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې

تیره اونۍ د افغانستان د ریلوی د پراختیا د کنسرسیوم عامل مدیر وویل: د تیرې یوې میاشتې په دوران کښې د خواف-هرات د په پتلۍ باندې هره اونۍ دریو مال ګاډو تګ راتګ کړی او شیان یې ځاې پرځاې کړي دي. مصطفی رضايي «د ایران او افغانستان د ریلي ټرانسپورټ د پراختیا فرصتونه او ننګونې» نومې غونډه کښې چې د خراسانِ رضويي په سوداګرۍ خونې کښې ترسره شوه، زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د ریلوی د نوي عامل مدیر له راتلو وروسته د خواف هرات د ریل لارې فعالیدو ته لومړیتوب ورکړی شوی او ټولې نیمګړتیاوې یې ترډیره لرې شوې دي.

د هغه په وینا، اوس د خواف هرات د ریل لارې لپاره په پوره اندازه لوکوموټیو یا ډبۍ شته او د سوداګرو شیان حتی یوه ورځ هم نه ځنډیږي، اوس د خواف هرات پاټلۍ روزنک سټیشن ته هره ورځ ۲ زره ټنه شیان راځي او همداشان ۲ زره ټنه سیمنټ ترې وړل کیږي. په دغه سټیشن کښې د بارولو او بار کوزولو امکان چمتو دی او ضمانت ورکوو چې هیڅ بار نه ځنډیږي.

ښاغلي رضايي وویل: همدا اوس د مزار شریف - هرات او د هرات - زرنج او قندهار د ریل پټلیو جوړول، له «میلک» سرحد سره د چابهار د ریلي اتصال سره هممهاله روان دي چې یوه ډیره مناسبه او زبردسته ریلي کړۍ جوړوي، په تیره بیا هغه کړۍ چښې له زرنج نه له میلک او چابهار سره نښلي او بیا د سرخس له لارې ترکمنستان او ازبکستان ته او اخر تاجکستان ته رسیږي.

د چابهار سرخس او خواف هرات پټلۍ، دوه موازي ریل لارې دي چې دواړه هیوادونه د اقتصادي او سیاسي او اجتماعي سیالیو له نظره یوځاې کوي، که په اقتصادي توګه فعال نه شي نو یوازې سیاسي اړخ به پيدا کړي. د دغه کنسرسیوم پام، له خواف څخه د روزنک سټیشن ته د بار د وړلو د تعرفې متناسب کولو ته دی چې که دغه لاره د سوداګرو لپاره اقتصادي توجیه پیدا کړي نو نوره لاره به هم اقتصادي توجیه ومومي.

*/*/*/*/

تیره اونۍ همداشان د افغانستان د فواید عامې وزارت مرستیال وویل: کوم سوداګر چې د خپلو شیانو د لیږد لپاره د خواف-هرات ریل لاره کاروي، داسې ځانګړي تخفیفات به ورکړی شي چې په راتلونکو ورځو کښې به په رسمي توګه اعلان شي.

مولوي اسحاق صاحبزاده «د ایران او افغانستان د ریلي ټرانسپورټ د پراختیا فرصتونه او ننګونې» نومې غونډې کښې چې د خراسان رضوي ولایت د سوداګرۍ په خونې کښې جوړه شوې وه، زیاته کړه: تهران او مشهد ته زمونږ په سفر او له اړوندو چارواکو سره په غونډو کښې، د دواړو هیوادونو ترمینځ د پراختیا په لړ کښې ښې ګټې ترلاسه شوې چې ښودنه کوي هدف یې د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت او ټرانزټ پراختیا او د پټلۍ د جوړلو او پراخولو له لارې د دواړو هیوادونو د اړتیا ختمول دي.

هغه وویل: افغانستان د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته امنیتي ستونزې ختمې کړې او په دغه هیواد کښې یې د ټولو سوداګرو، پانګه والو او اقتصادي فعالانو لپاره د کار روزګار ډیر فرصتونه رامینځته کړي دي، نو ځکه له ایران سره د ملګرتیا له فرصته او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د روانولو لپاره د اسانتیاو له رامینځته کولو به هرکلی وکړو.

د افغانستان د فواید عامه وزارت د مرستیال په وینا، د ریل لارې کارول له هغو موضوعاتو څخه دي چې کوې شي د دغه هیواد ترمینځ تجارت پراخ کړي او اروپايي هیوادونو ته د افغانستان د شیانو انتقال، صادرات او ټرانزټ اسان کړي.

هغه دوام ورکړ: د ایران او افغانستان ترمینځ د خواف هرات د ریل لارې دریمه برخه بشپړه شوې ده، څلورمه قطعه یې په دوو برخو مشتمله ده چې اوله برخه  یې ۸۰ فیصده بشپړه شوې او سږ کال به پاې ته ورسي.

صاحبزاده زیاته کړه: د خواف-هرات د ریل لارې د څلورمې قطعې د دویمې برخې اجرايي عملیات چې ۴۷ کیلومیټره اوږه ده او د هرات له ښار او هوايي ډګر او صنعتي ښارګي سره یې نښلي، د اجرايي عملیاتو قرارداد یې له ټیکه دار سره لاسلیک شوی او ډیر زر به یې په افغانستان کښې د پیلیدو مراسم ترسره شي.

د افغانستان د فوایدِ عامې وزارت مرستیال همداشان څرګنده کړه چې هرات د ریل پټلۍ، صنعتي ښارګي او هوايي ډګر د لرلو په برکت د افغانستان یو اقتصادي قطب دی او د ایراني او افغانستاني تاجرانو لپاره ښه فرصتونه رامینځته کولی شي.

*/*/*/*/

تیره اونۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو د مرکز مشر او د داخله وزیر صلاحکار ډینګار کړ چې د ناقانونه او بې مدرکه افغانانو د معلومولو او ایستلو کار دوام لري.

نادر یاراحمدي زیاته کړه: ځیني افغانان قانوني ته ورته مدارک لري چې غیرمجاز ګڼل کیږي او دغه ډله افغانان او نور غیرقانوني ښاریز له هیواده ایستل کیږي.

هغه وویل: د کوربه توب د منظم کولو او د قانوني بهرنیو کډوالو د منلو لپاره، د ناقانونه بهرنیانو ایستل په پرله پسې اجرا کیږي.

یاراحمدي زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا هر کال د افغانستان د خلکو لپاره له پنځو لاکو زیاتې ویزې صادریږي او هغوي له ضروري خدماتو برخور دي.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو د مرکز مشر یادونه وکړه چې په نړۍ کښې ۱۳۷ هیوادونه له ۶ میلیونو کم نفوس لري، او دا په داسې حال کښې دي چې په ایران کښې د افغان کډوالو شمیر، د دغو هیوادونو له ټولو نفوسو ډیر دی.

یاراحمدي په ایران کښې له بهرنیو ښاریزو سره د نړیوالو سازمانونو مرستې ته په اشارې سره وویل: د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د لوړې کمشنرۍ له خوا په ایران کښې د هر افغان وګړي په سر، په کال کښې پنځه ډالر ورکول کیږي چې په ایران کښې هغوي ته د ورکیدونکو عملیاتو په بدل کښې، هیڅ نه دي.

هغه زیاته کړه: په ایران کښې ټول افغانستاني ښاریز او بهرني کډوال په مختلفو برخو کښې له ضروري خدماتو برخمن دي.

*/*/*

تیره اونۍ پاکستان هم له مختلفو بدلونونو او پیښو سره مخ و چې یوه مهمه په کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له خوا د پاړه چنار د ترهګرې حملې غندنه وه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم په یو پيغام کښې، په پاکستان کښې د تهرګرو بریدونو په غندلو سره چې له امله یې ۵۰ تنه وژل شوي دي، وویل: له ترهګرۍ سره اغیزناکه مقابله، د ایران او پاکستان ګډ هدف دی.

د عراقچي په خبره، ترهګري د هغې په ټولو شکلونو او ډولونو، په ډاګ محکومه ده او مونږ د ترهګرۍ د مونډ ایستلو لپاره د دوه اړیزې او څواړخیزې غږملتیا او ملګرتیا د پياوړتیا لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوو.

د ویلو ده چې د پيښور پاړه چنار په لویه لاره په څو مسافري ګاډو باندې د شوې ترهګرې حملې له مله د ښځو او ماشومانو په شمول په ګاډو کښې سپاره ډیر کسان مړه او ژوبل شول.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په کرمه سیمه کښې د دغې ترهګرې حملې په غندنه کښې خلک سړکونو ته راووتل او د امنیت په تامین کښې د اسلام آباد د حکومت په لټۍ یې اعتراض وکړ. دغه اعتراضونه تیره جمعه، د قربانیانو د جنازو د انتقال په وخت رامینځته شول. معترضانو د حکومت خلاف شعارونه ورکړل او د یادې ترهګرې حملې د عاملانو د معلومولو او نیولو غوښتنه یې وکړه.

صوبايي چارواکو تاییده کړه چې دغه حمله په کرمې سیمې کښې شوې او له امله یې ۵۰ تنه شهیدان شوي او کابو ۳۰ نور زخمي شوي دي.

قهریدلو معترضانو د پاړه چنار اصلي بازارونه، روزنیز مرکزونه او ټرانسپورټي لارې بندې کړې. په پاړه چنار کښې چې د افغانستان پولې ته څیرمه پروت دی، د شیعیانو خلاف د ترهګرو د بریدونو مخینه لري.

د ټي ټي پي په نامه پاکستاني طالبان په دغې سیمې کښې فعالیت لري او مخکښې یې هم په شیعه مسلمانانو حملې کړې دي. په ع ین حال کښې د دې حملې پړه تراوسه چا نه ده منلې.

*/*/*

تیره اونۍ د پاکستان د دفاع وزارت قائم مقام له ګواښونو سره د مقابلې لپاره په دفاعي او جنګي ډګر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په توانمنیو باندې په اعتراف سره وویل: په سیمه کښې د ایران صلحه غواړې کړنلاره د ستاینې وړ ده.

جنرال محمد علي د کراچۍ په بندري ښار کښې د «آیډیاز ۲۰۲۴» په نامه د پاکستان د وسلو په دولسم نړیوال نندارتون کښې د ایران برخې ته په ورتګ سره، د ایران د پوځي پلاوي له مشر جنرال مجتبی رمضان زاده سره وکتل او په امنیتي او دفاعي برخو کښې د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

په دغې غونډې کښې د ایراني پلاوي غړو او همداشان په پاکستان کښې د ایران پوځي استازي جنرال محمد محسن شهابي هم شتون درلود.

جنرال محمد علي د کراچۍ د سږ کال د آیډیاز په نړیوال نندارتون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له فعال ګډونه د خوشالۍ په څرګندولو سره وویل چې دا زمونږ د ورور او دوست هیواد ایران لپاره یو ښه فرصت دی چې خپلې لاسته راوړنې پاکستان ته او په دې پوځي نظام کښې حاضرو نورو هیوادونو ته معرفي کړي.

هغه ټینګار وکړ: اسلام آباد په سیمه کښې د ایران صلحه غواړي اقدامات او همداشان له ګواښونو سره د مقابلې لپاره یې توانمنۍ د ستاینې وړ ګڼي او وايو چې زمونږ زړه له ایران سره دی.

په دغې کتنې کښې د ایران د پوځي پلاوي مشر جنرال رمضان زاده هم د ایران او پاکستان د د حکومتونو او هیوادونو په لازیات تعامل باندې ټینګار وکړ.

*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی