د ایران توغندوي برید صهیونیسټ دښمن ته محکم درس ورکړ
https://parstoday.ir/ps/radio/event-i152924
فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران د باندنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کښې وویل: صهیونیسټ رژیم ته د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوي ځواب وښودله چې د مقاومت چورلیز د دښمن په وړاندې د دفاع کولو جوګه دی.
(last modified 2024-10-06T00:41:17+00:00 )
Oct 06, 2024 05:07 Asia/Kabul
  • د ایران توغندوي برید صهیونیسټ دښمن ته محکم درس ورکړ

فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران د باندنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کښې وویل: صهیونیسټ رژیم ته د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوي ځواب وښودله چې د مقاومت چورلیز د دښمن په وړاندې د دفاع کولو جوګه دی.

د سوریې ولسمشر بشار اسد پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ په سټراټيژیکو اړیکو او سیمې او خلکو ته له ګواښ کونکو خطرونو او چیلنجونو سره په مقابلې کښې د دغه اړیکو په اهمیت ټینګار وکړ.

د سوریې ولسمشر بشار اسد د صهیونیسټ رژیم لخوا د مسلمانانو د ځمکو د نیواک دوام او په لبنان ، فلسطین او سوریې کښې د ملکي وګړو پرضد  بریدونو او د هرې ورځې وژلې او جنایتونو ته په اشارې سره وویل: مقاومت د هر ډول نیواک ، تیري او ډله ئیزې وژلې په مقابل کښې یو جایز حق دی او دغه مقاومت د ولسي ملاتړ او ایمان په سیوري کښې قدرتمن دی.

بشار اسد دغه راز د سیمې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو او د هیوادونو د واکمنۍ خلاف ورزیو ته د ایران توغندوي غچ اخیستونکی اقدام یو قوي ځواب وباله او یادونه یې وکړه د ایران دغه توغندوي برید نیواکګر رژيم ته محکم درس ورکړ او هغه دا چې د مقاومت چورلیز د دښمن په وړاندې  د دفاع کولو او د هغه د پلانونو ناکامولو ته چمتو دی او مقاومت به هماغه راز قدرتمن او پایداره پاتې شي.