نوښتونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i101494-نوښتونه
ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د نوښتونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن هم غواړو چې په ایران کښې ځینې نوې علمي، کلتوري، هنري، اقتصادي او پوځي لاسته راوړنې او پيښې درسره شریکې کړو. 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2021 00:02 Asia/Kabul
  • نوښتونه

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د نوښتونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن هم غواړو چې په ایران کښې ځینې نوې علمي، کلتوري، هنري، اقتصادي او پوځي لاسته راوړنې او پيښې درسره شریکې کړو. 

ښه ګرانو دوستانو، دا لیکنه د یوې علمي او ټیکنالوجیکي لاسته راوړنې په هکله معلوماتو سره پیلوو.

ایران په دې تیرو څو کلونو کښې د څلورم نسل د روباټ په جوړولو کښې کامیاب عمل کړی دی. د سورنا په نوم د ایران وړومبنې د انساني شکل روباټ په ۱۳۸۷ لمریز کال یعنې ۲۰۰۸ کال کښې په ۸ درجې آزادۍ سره او دویم نسل یې په ۱۳۸۹ لمریز کال کښې په ۲۲ درجې آزادۍ سره ډیزاین او جوړ شو. د دغه روباټ له دریم نسل سره په پرتله کښې چې ۳۱ درجې آزادي لري او په ۱۳۹۴ کال کښې یې مخ کتنه شوې ده، سورنا۴ روباټ چې په دې وروستیو کښې یې افتتاح وشوه، ۴۳ درجې آزادي لري. دغه روباټ د لاس د طراحۍ په پرمختګ سره د مختلفو شکلونو د بیلابیلو شیانو د نیولو وړتیا برابر کړې ده.

سورنا۴ په ۱۳۹۸ شمسي یعنې ۲۰۱۹ میلادي کال کښې د بریښنا او الیکټرانک د انجنیئرانو د نړیوال تنظیم IEEE له خوا د رسنیو د پام وړ وګرځیده او په دې وروستیو کښې د امریکې د مکینکل انجنیرانو د تنظیم ASME له خوا د ۲۰۲۰ کال په لسو غوره انسان ډوله روباټونو کښې یاد شو.

*/*/*/*/*/*/*

د دغه روباټ یوه بله ځانګړنه دا ده چې د ډیزایننګ په پروموټ کولو سره د ځايي ډیزایننګ او آپریټر او د درې اړخیز یا 3D چاپ په ټیکنالوجۍ او په ۱.۷ میټره قد او ۶۸ کیلوګرامه وزن سره یې د خپل تیر نسل په پرتله کموالی موندلی او روباټ یې د پوهنتوني تحقیقاتو لپاره په یوې مناسبې زمینې بدل کړی دی. په داسې حال کښې چې د تګ په وخت د سورنا۳ روباټ اوسط چټکتیا په یو ساعت کښې ۰.۳ کیلومیټره ده، سورنا۴ روباټ د ډاینامیکي لارې په طراحۍ او د آنلاین کنټرول په مرستې سره په یو ساعت کښې د ۰.۷ کیلومیټرو په ګړندي والي سره د پرله پسې تګ وړتیا او قابلیت لري. د تهران پوهنتون د پرمختللو ټیکنالوجیو او سیسټمونو په مرکز کښې له جوړ شویو ماډرن تماسي سینسرونو په کارولو سره سورنا۴ روباټ د هوارې ځمکې نه علاوه په ناهموراې سطحې هم تګ کوې شي.

دا نوی روباټ هم داشان د انسان د مخ د پیژندلو او د هغو د شمیرلو، د شیانو د پیژندلو او د هغو د موقعیت د معلومولو، د انسان د حرکت د معلومو او د هغه د خبرو د پیژندلو او ورته د ځواب ورکولو وړتیاوې لري. هم داشان د روباټ د ټول وجود د حرکاتو په ترکیب او مصنوعي پوهې سره روباټ د شیانو د اوچتولو، د شیانو او کسانو  د مخ د تعقیبولو او د انسان د حرکاتو د تقلید قابلیت لري.

*/*/*/*/*/*/

د ایراني محققانو په یوې بلې علمي لاسته راوړنې کښې د سیمرغ په نامه د ډیر پرمختللي او چټک ملي کمپیوټر مخ کتنه وشوه. د دغه کمپیوټر د پراسِس وړتیا په دې دویمې مرحلې کښې له موجوده بیخ بینا په استفادې سره ۵ پیټافلاپس ده او په راتلونکو مرحلو کښې به تر ۱۰ پټافلاپس ورسیږي چې له ډیرو پرمختللو معمولي کمپیوټرونو به څو زره چنده چټک وي.

د ویلو وړ ده دا غوره کمپیوټر چې د افتتاح په وړومبي فاز کښې د ایران له ترټولو پياوړي سیسټم څخه چې په ۱۳۹۰ کال کښې د هم دغه ټیم له خوا افتتاح شو، ۱۲ برابره چټک کار کوي. د سیمرغ کمپیوټر محاسباتي اډانه د مجازي سازۍ او  Cloud computing د ټیکنالوجۍ په بنیاد ډیزاین شوې، مجازي سازي یې له موجودو سرچینو د ګټه پورته کونې د زیاتیدو او د ډول ډول خدماتو په وړاندې کولو کښې نرمښت سبب شوې او هم داشان د ډیټاؤ امنیت دوه چنده کوي. د دغه ستر کمپیوټر په پراسس کښې د دنیا وروستۍ هارډ ویري او سافټ ویري ټیکنالوجۍ استعمال شوې دي چې د ایران د ترټولو غوره او ترټولو پياوړي کمپیوټر باندې یې د بدلیدو سبب شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/

د وورستي نسل د ګرافیکي  پروسیسرونو Graphics Processors استعمال دا امکان ورکوي چې د ډیټا ستر تحلیلي استعمال Big Data Analytics او مصنوعي پوهه په ډیرې زیاتې چټکتیا سره او په منطقي مقیاس کښې رامینځته کوي. سیمرغ پرمختللی کمپیوټر د مصنوعي پوهې، د ډیټا په سترو تحلیلونو، د شیانو په انتخابونو، تصویر جوړونې، ګیم جوړونې، علمي شبیه سازیو یا simolators، موسمیاتو، د جینیټک ډیټا په څیړنې او داسې نورو علمي استعمالاتو کښې چې ډیر چټک پراسسنګ ته اړتیا لري، ګټه پورته کیدې شي.

په اوسني پړاؤ کښې پیل شوي پراسیسي وړتیا سره به ایران په هغو دیرشو هیوادونو کښې شامل شي چې د پیټافلاپسي وړتیا لرونکي کمپیوټر خاوندان دي. د دغه کمپیوټر هدف ټولنه د تحقیقاتي او پوهنتونو مرکزونو ټول محققان، انجنیئران، پوه بنسټه شرکتونه، سټارټ اپس او هم داشان د بینکونو، روغتونونو، ښاروالیو او داسې نورو ارګانونو په شمول دولتي او پرائیویټ ادارې دي چې د تحقیقاتو د ترسره کولو یا د هیواد په مهمو او سټراټیجکو کارکردګیو کښې د دیټا په څیړنې سره پراسیسنګ سیسټم ته ضرورت لري.

*/*/*/*/*/*/*

د کرونا ناروغۍ د خپریدو په دوران کښې په ادارې معاملاتو کښې د کسانو یوه اندیښنه د کاغذ د ککړتیا امکان و. خو دغه ستونزه د ایران د یو پوه بنسټه Knowledge enterprise شرکت د محققانو په لاس هواره شوه. دغه محققان په ادارو کښې د استعمالیدونکو کاغذونو د وایرس، مایکروب او بیکټیریا د ختمونکي مشین په جوړولو کښې کامیاب شول. د دغه پوه بنسټه شرکت د عامل مدیر په وینا، دغه مشین د هر ډول کاغذ د ککړتیا د ختمولو وړتیا لري او دغه کار په ډیر لږ وخت کښې ترسره کوي څو د کارکونکو له خوا د ځاې پرځاې شویو کاغذونو په ذریعه د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوی وشي.

دغه مشین د مایکرو ویو په شان دی چې په مینځني ختیځ او آسیا کښې په وړومبي ځل د هم دغه ایراني شرکت له خوا ډیزاین شوی او جوړ شوی دی. د دغه شرکت مدیر وايي: دا مشین چې اوس ترې کار اخیستل کیږي، د وایرس د ختمولو ټولو آیټمونه لري او سره له دې چې د باکټیریا له مینځه وړل له وایرسه ګران کار دی، دا مشین د باکټیریا د ختمولو وړتیا هم لري او ورسره له کاغذه تر ۹۸ فیصدو پورې وایرس، باکټیریا او مایکروب پاکیږي او یوازې په پنځو دقیقو کښې ډیر کاغذ له دغو شیانو پاکوي.

روسیې، ترکیې، جارجیا او د ختیځې آسیا هیوادونو ته د دغه مشین د صادرولو په لړ کښې خبرې اترې هم شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی