د وږي اتمه نیټه، له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ-۳
د وږي د میاشتې اتمه نیټه په ایران کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ نوموله شوې ده. دا پیښه په ۱۳۶۰ لمریز کال کښې د ایران د ولس د یوشمیر منتخبانو او د نظام د مسئولانو د وژلې د پیښې رایادونکې ده.
د تیرې نیمې پیړۍ د ترهګرو پیشو تجربه ښودنه کوي چې امریکا او له ترهګرۍ سره د مبارزې مدعي یوشمیر اروپايي هیوادونه له دې ښکارندې سره د خپلو ګټو په اساس چلند کوي.
د ترهګرۍ په چارو کښې د (هابیلیان) فاونډیشن محقق سید رضا قزویني غرابي په دې لړ کښې د نمونې په توګه د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ څخه د لویدیځ ملاتړونو ته اشاره کوي او وايي: کومه ډله چې کلونه کلونه د لویدیځو هیوادونو د ترهګرۍ په لیسټ کښې وه، ناڅاپه له دغه لسټه وځي ګواکې هیڅ نه دي شوې. حتی ممکنه ده چې مالي امکانات هم ورکړې شي. تاسو وګورئ منافقین له کلونو راهیسې د امریکې د خارجه وزارت د ترهګرۍ په لسټ کښې وو خو دغه ډله اوس په واشنګټن کښې د لابي ګرۍ دفتر لري. کومو بیلتون غواړو ترهګرو ډلو چې په اتیایمې شمسي لسیزې کښې په خوزستان کښې د پام وړ ترهګر اقدامات درلودل او لاهم د هیواد په دغې سیمې کښې ورانکارو او ترهګرو اقداماتو او ناامنۍ ته لاس اچوي، هغه په هالینډ او ډنمارک کښې په رسمي توګه دفترونه لري. */*/*/*/*/*/*/
د منافقینو تورې کارنامې ته یوه کتنه ښودنه کوي چې دغې ترهګرې ډلګۍ له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۱ کلونو پورې د ایران د ډیرو چارواکو، انقلابي ځواکونو او د مختلفو پرګنو د خلکو د وژلې پړه منلې ده.
د ۱۳۶۰ لمریز کال د چنګاښ په شپږمه نیټه حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د تهران په ابوذر جومات کښې د وینا پر مهال له یوې ترهګرې حملې سره مخامخ شو. له دغې پيښې یوه ورځ وروسته یعنې د هم دغه کال د چنګاښ په اوومه نیټه په یوې ترهګرې چاودنې سره د ترهګرو جنایتونه یوې نوې مرحلې ته داخل شول. په دغه ورځ په تهران کښې د جمهوري اسلامي ګوند د غونډو په هال کښې د منافقینو له خوا پلان شوې د یوې زورورې بم چاودنې له امله د هیواد د سترې محکمې مشر آیت ا... سید محمد حسیني بهشتي د هیواد د څلورو وزیرانو، دولسو مرستیال وزیرانو او د پارلیمان د تقریباً دیرشو استازو په شمول له ۷۲ کسانو سره یوځاې شهید شو.
دوه میاشتې وروسته یعنې د هم هغه ۱۳۶۰ کال د وږي د میاشتې په شپږمه نیټه په یوه ترهګره چاودونه کښې د ایران د هغه وخت ولسمشر محمد علي رجايي او وزیراعظم محمد جواد باهنر یې شهیدان کړل.
دغې ترهګرې ډلې په خپلې رسمي خپرندوې کښې د ۱۳۶۰ کال له غبرګولي میاشتې نه تر ۶۱ کاله پورې د خپلې یو کلنې کارنامې په رپورټ کښې یعنې د وسله والو اقداماتو د پیل په وړومبي یو کال کښې د ترورونو شمیر ۱۲ زره کسان او په دویم کال یعنې له ۶۱ نه تر ۶۲ کاله پورې یې د ټرورونو شمیر ۷ زره تنه اعلان کړی دی.
دغې تورې کارنامې وښودله چې منافقین خپلو سپیرو موخو ته د رسیدو لپاره له هیڅ جنایته مخ نه اړوي.
*/*/*/*/*/*/*/
د موساد او سي، آيي، ای د جاسوسي ادارو او د انګلستان د استخباراتي سروسونو د فعالیت مخینه ښودنه کوي چې د هیوادونو د سیاسي شخصیتونو او پوهانو وژله هم د امریکې، اسرائيلو، عربستان او منافقینو د ګډو اهدافو یوه برخه پاتې شوې ده.
مجید شهریاري، مصطفی احمدي روشن، مسعود علي محمدي او داریوش رضايي نژاد د ایران هغه ایټمي پوهان وو چې د دغو ترهګرو په لاس شهیدان شول.
اسناد او شواهد ښودنه کوي چې دغې ترهګرې ډلګۍ هم داشان د ایران د ایټمي او دفاعي صنعت د ستر پوهاند ډاکټر محسن فخري زاده په ټرور کښې هم لاس لرلی دی.
مشهور امریکايي محقق او جرنلسټ سیمور هرش په هغه مقاله کښې چې نیویارکر خپرندوې د ۲۰۱۵ کال په اپریل کښې (په ایران کښې زمونږ سړي) په عنوان سره خپره شوه، په ډاګه کړه چې د ایراني پوهانو وژل د امریکې او اسرائیلو ترمینځ یوه ګډه پروژه ده چې د منافقینو د ډلګۍ د کسانو په لاس اجرا کیږي.
هغه د اطلاعاتي سرچینو په حواله لیکلي و چې امریکې له ډیرې مودې مخکښې راهیسې د منافقینو یوه ډله غړو ته په (نواډا) صحرا کښې د ټرور او ترهګرو عملیاتو د ترسره کولو ټریننګ او روزنه ورکړې ده. دغه اسناد او شواهد ښودنه کوي چې د امریکې او فرانسې په شان هیوادونو هدف انساندوستانه کړچار او یا له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده. په حقیقت کښې په هر ځاې کښې چې د دوي د ګټو تقاضا وي هلته له ترهګرۍ څخه د خپلو ګټو په لړ کښې کار اخلي.
*/*/*/*/*/*/
امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره ترهګري په ښې او بدې ویشلې ده ترڅو د خپلو ګټو په لړ کښې له ترهګرو څخه ملاتړ توجیه کړي.
د دغه منافقت په څیړنه کښې دوه ټکي د غور وړ دي.
وړومبې هغه سیاسي ماهیت او غرضي اهداف دي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د لویدیځ د ادعا په جامه کښې پټ شوي دي. دغه ادعاوې په حقیقت کښې د نړیوالو ارګانونو له لارې په هیوادونو کښې د لاسوهنې د لارې د هوارولو لپره یو اوزار دی.
دویم ټکی، د ترهګرۍ په موضوع کښې د لویدیځ د دوه ډوله توب آثار او پایلې دي چې په نړۍ کښې له ترهګرۍ سره د اغیزناکې مبارزې د کمزورې کیدو سبب شوې دي. نن سبا هغه هیوادونه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدعي دي، په یو تاریخي او جدي ازمیښت کښې پریوتي دي. هغوي باید د ایران د ولس په وړاندې چې ۱۷ زره کسان یې د لویدیځ د ملاتړوړ ترهګرۍ قرباني شوي دي، ځواب ورکړي.
حقیقت دا دی چې کومې ترهګرې پیښې او انساني ضد جنایتونه چې په ایران کښې له اسلامي انقلاب په بریالیتوب پسې کلونو کښې او بیا وروسته رامینځته شول، که د امریکې یا د یو اروپايي هیواد د خلکو خلاف شوي وی نو لسګونه پریکړه لیکونه او خبرپاڼې به خپرې شوې وې او د جنایت کونکو خلاف به ډول ډول بندیزونه لګیدلي وو.
خو لویدیځې نړۍ دلته په کیدونکو څرګندو جنایتونو باندې سترګې پټې کړې دي او خپله د بشري حقوقو په ترټولو سترو خلاف ورزي کونکو بدل شوي دي حال دا چې خپلو سیاسي او غرضي اهدافو ته د رسیدو لپاره د نورو هیوادنو لپاره بیانیې صادروي.
د غرب دا کړچار له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د هغوي د ادعاؤ د دروغجن ماهیت او د هغو غرضي اهدافو نښه ده چې د لویدیځ د ترهګرۍ ضده ادعاؤ په جامه کښې پټ شوې دي.
هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یوه وینا کښې وفرمایل: کومه دنیا چې په دغو سپن سترګو جنایتونو باندې سترګې پټوي هغه ادعا نه شي کولې چې د بشري حقوقو پلوي ده او تمه ترې نه شي ساتل کیدې چې و به توانیږي په نړۍ کښې له مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ سره مبارزه وکړي ځکه چې په خپله د ترهګرۍ اور ته لمن وهونکي دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*