نوښتونه
(last modified Sat, 23 Oct 2021 10:37:37 GMT )
Oct 23, 2021 15:07 Asia/Kabul
  • نوښتونه

د تهران د پشتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د نوښتونو نومې لړۍ له ننني څلورویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مووګرځي .

دوستانو د  نوښتونو نومې لړۍ نننی مطلب د ټيکنالوجۍ په حوزې کې  دپرمختګ له یوه مطلب سره پیلووو.  آلزایمر  ناروغي  یوه  عصبي ناروغي ده چې  دانسان دپيژندګلوۍ کړچارونه  له مینځه وړي او  د پرمختګ په مرحلو کې  د معلولیّت یا فلج کیدا سبب کیږي . آلزایمر  ناروغۍ یوازې د ورخې آسانه هیریدا نه ده ، بلکې  دا  ناروغي ، حافظه ، یادول ،  او د انسان د ژوند  ورځې مهارتونه  هم راګیروي . په همدې دلیل  د ایرانیو  څيړاندو یوۀ  ټیم د بوډاګانو لپاره د یوې داسې  موبایل لوبې په پلانونو کې بریالي شوي چې  د آلزایمر مخه نیوللی شي . د ایران دطبي علومو د پوهنتون د علمي پلاوي یوه مسئول  ډاکټر مصطفی الماسي په وینا ،لکه څنګه چې د پيژندګلوۍ  بیابیا ترسره کول  او د مغزو دسلامتیا  او  د آلزایمر ناروغۍ مخنیوي لپاره  د لوبو ترسره کیدا اغیزشیندونکي ده ، د پيژندګلوۍ مداخلت په بوډاګانو کې د پیژندګلوۍ  د توانمنیو  د زیاتیدا او  دپيژندګلوۍ دکړچار دکمیدا د مخنیوي سبب کیدلی شي .

ددغه څيړاندو د ټيم د یوه غړي په وینا،په آلزایمر له اخته کیدا وروسته ،د پيژندګلوۍ په بیا بیا تکرارولو سره پيژندګلوي زیاتیدالی او د ناروغۍ د ودې د بهیر کمیدلی شی.آلزایمر یوه داسې ناروغي ده چې دعمر په زیاتیدا سره د انسان دپیژندګلوۍ کړچار باندې اغیزې شیندي،خو په دغه پړاؤ کې انسان په طبیعي توګه د روزنې او یادونې داندازې په دلیل ،د خپلې پیژندګلوۍ په کړچارونو کې د توانمنۍ له کمیدا سره مخامخیږي ، چې  د کړچار دغه ځوړتیا  یا  کمزورتیا  د پيژندګلوۍ د ډول ډول تمریناتو په ترسره کولو سره  جبرانیدلی شی .

           د ایران د څيړاندو ددغه ټیم  د یوه غړي په وینا،په آلزایمر ناروغۍ ککړ ناروغ دخپلې پرمختګ په مرحلو کې شپه ورځ داسې خیال ساتنې ته اړتیا لري ، چې  د کورنۍ د غړو د وخت او سلامتیا په ښکیلولو سربیره ، پر کورنۍ زیات لګښت هم تپي  او له بده مرغه  دم ګړۍ  ددغه ناروغ لپاره چورلټ درملنه  نشته . په موقعې تشخیص او د لازم  سکرینینګ دترسره کولو لپاره  او د وارمخکې توانمنولو د پيلولو لپاره د ناروغۍ له امله د فلج کیدا یا په  دغې ناروغۍ  ککړتیا ځنډیدلی  او په آلزایمر ناروغۍ د انسان له ککړتیا وروسته،د پيژندګلوۍ د مشقونو په ترسره کولو  سره دغه بهیر چټکولی او  د ناروغۍ د ودې بهیر کمیدلی شی . له دې امله  د ایران د څیړاندو د اپلیکشن جوړونکي ټیم  کې مو یوه لوبه پلان کړې ده چې  د بوډاتوب په پړاؤ کې   د آلزایمر  مخه نیسي .

 دموبایل دغه لوبه ،  له حافظې سره اړونده یوه لوبه ده چې له پنځوسو کلونو زیات عمرلرونکي کسان ئې په څلویښتو مرحلو کې،د پيژندګلوۍ د مشقونو د یوې ټولګې دپيژندونکي کیلینکل نرم آوزارونو په بیلګه ګرځولو سره  د یوې ځاي سناریو  په زمینې کې  ترسره  کولی شی .  

           په یوې بلې بریا کې،د ایران د یوه پوه بنسټه شرکت یو څیړاند،د یوه  داسې اینټي بیکټرئيل خاصیّت لرونکي سجده ګاه په تولیدولو کې بریالی شوی چې   وینځل کیدلی هم شي . دغه سجده  یا مُهر دم ګړۍ  مارکیټ ته د پير پلور لپاره وړاندې شوی دی . ددغه سجده ګاه یا مهر خاوره ،له آرګنیک یا نامیاتی او معدني موادو ډکه ده   او د ناروغۍ رامینځةکونکو او مخنیونکو  میلیونونو میکروزګانزم د منتقلونې او ودې د ساتنې سرچینه وپيژندل شوې ده .د لمانځه لپاره د سجده څخه د مختلفو کسانو مشترکه استفاده او له لاسونو ، پوستکي  اوحتی له شونډو سره ئې مستقیم تماس،ددغې وسیلې د روغتیا او سلامتیا اهمیّت دوه چنده کړی دی.نوځکه دودیز سجده ګاه په لمونځ ګزارو کې د ډول ډول ناروغیو د لازیاتې خوریدا او منتقلیدا عامل  کیدلی شی.یوه تخنیکي،سالمه او له بچت سره سمون خوړونکي حل لاره،د نانو په مقیاس کې د خپلې خاورې د ځينو معدني ترکیباتو له کارونې څخه په استفادې سره په سجده ګاه کې د میکروب ضده خاصیّت زیاتول دي،چې ددغه پوه بنسټه شرکت څیړاند له نانو ټيکنالوجۍڅخه په استفادې سره په سجده ګاه کې ددغه  اینټي بیکټرئيل  خاصیّت په رامینځةکولو کې بریالي شوي دي .

         دوستانوددغه پوه بنسټه شرکت د عمومي مدیرپه وینا،دغه اینټي بیکټرئیل سجدګاوې نهه نوي اعشاره نهه نوی فیصده بیکټریاوې له مینځه وړلی شي او سلولونو او لابراتوارونو  ټسټونه هم دغه نتیجې تائيدوي .دغه سجده ګاه ته د خواړو او درملو له ادارې د  سلامتیا سند هم ورکړل شوی دی . دغه سجدګاوې  به دوو شکلونو کې  تولیدیدلی او وړاندې کولی شي،یعني  یو ډول ئې وینځل کیدلی شي  او یو ډول هم د ونیځلو وړ نه وي،چې هردواړه د دیني مراجعو له خوا هم د تائيد وړ دي .د مشهد دفردوسي پوهنتون د کیمسټرۍ د څانګې د لوړ پوړې کارپيژندنې د پړاؤددغه متخصص په وینا، په دغه سجده ګاه کې د کارول شوو ترکیباتو لومړني مواد، هماغه د خاورې خپل ترکیبات دي چې په نانو میټرۍ اړخونو کې بدل شوي دي .

 همداراز  تیره اونۍ د یوه ایراني پوه بنسټه شرکت  څیړاند د زړه د جوړښت  دتثبیتونکي آلې په تولیدولو کې بریالي  شوي چې دغوآلو باندې هم بندیز دی . دغه محصول د زړه په سطحه یا د زړه د پاسه په راکاږلو سره،د زړه د جوړښت د تثبیتیدا سبب کیږي .د زړه د جوړښت ثابت کونکي،له پمپ پرته د رګونو  په بائی پاس آپریشن کې  کې یو اصلي آوزار دی چې د حرکت د کمیدا او د زړه د نه خوځیدا سبب کیږي .دغه آله د زړه د پرانیستل کیدا او بندولو په اپریشنونو کې ورځيني استفاده کیږي.پردې سربیره په هغو موقعو کې چې د وینې جریان کافی نه وي،له دغه ډول آلو په موقته لګولو سره ورځیني استفاده کیدلی شی .دغه محصول  په سرو او آبي رنګونو کې کلمپ لري چې د وینې د  نښلولو او غوڅولو  لپاره  ورځیني استفاده کیدلی شي .

              په یوې هنري بریا کې،د امیر روئيني په ډایریکټری او پروډیوسرۍ سره د ؛ حفره ؛په نامې سره لنډ فلم د پولینډ د زوم فیلم څلورویشتمې نړیوالې جشنوارې یا فیسټوال د اصلي جایزې ګټونکی شو.دغه جشنواره داکتوبر له څلورمې تر لسمې نیټې پورې  ترسره شوه .

 ددغه اثر  د کیسې په خلاصې کې راغلی دي،دقبرستان د مرده خانې انجن یا کولینګ مشین او سسټم خراب شوی دی ،ټول باید  خپلې جنازې خاورو ته وسپاري. په دې مینځومیان کې یو لس کلن بچی  نیّت لري   په هر شکل سره وي ، د خپلې مور  جنازه  وساتي :::

**********************

=    خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو PARSTODAY.COM/PS انټرنیټي ایډریس هم درسره نوټ کړئ  او  له خپلو نورو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ . ستاسو د نیکمرغئ په هیله . بریالي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************