په ایران کښې پوه بنسټه اقتصاد ۱۵
(last modified Tue, 16 Nov 2021 03:25:53 GMT )
Nov 16, 2021 07:55 Asia/Kabul
  • په ایران کښې پوه بنسټه اقتصاد ۱۵

​نن سبا (منابع او سرچینې) د صنعتي اقتصادونو بیخ بیناوې نه ګڼل کیږي بلکې د هغو ځاې فکري پانګو نیولی دی. په هم دې وجه هغه ادارې او مرکزونه چې د (پوهې) په بنیاد فعالیت کوي او پوه بنسټه شرکتونه نومول کیږي، د یو هیواد د اقتصادي پراختیا مهم لامل ګڼل کیږي.

ګرانو اوریدونکو، د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې په ایران کښې د څو پوه بنسټه شرکتونو له فعالیتونو سره اشنا او بلد شولو. په دې ننني پروګرام کښې درته د (شرکتِ بُعد نګار ایرانیان) او (شرکتِ خدماتِ صنعتي کرمان) په نامه د دوو پوه بنسټه شرکتونو پیژندګلوي کوو.

"شرکتِ بُعد نگار ایرانیان یا ایران هولوگرام"، (Bo'd Negar Iranian Company (Iran Hologram))  شرکت په ۱۳۸۷ شمسي یا ۲۰۰۸ میلادي کال کښې د هولوګرام صنعت د نړیوالو معیارونو په سویه د کورني بازار د اړتیاؤ د پوره کولو په موخه جوړ شو او اوس په څه باندې دیارلس کلنې مخینې سره ډول ډول هولوګرامي محصولات وارداتو ته له اړتیا پرته جوړوي او بازار ته یې ورکوي.

دغه شرکت د دنیا له ماډرن پوهې نه په ګټه اخیستو او د هولوګرام صنعت له پرمختګ سره مل په هیواد کښې د مختلفو مشتریانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د پټو او ښکاره امنیتي ځانګړتیاؤ د لیکلو په امکان سره ډول ډول سټیکري هولوګرامونه جوړوي. دغه سټیکرونه (برجسبونه) د مشتریانو ضرورت او د سلیقو او خوښې ډول والي ته په پام سره د هنر او صنعت په سمون سره د د پرمختللو مشینونو په وسیله جوړیږي.

(ایرانیان بُعد نګار شرکت) هم داشان  د هولوګرام د تولیدونکو د نړیوالې اتحادیې IHMA، غړی او د ایران د چاپ د صنعت د صادرونکو د اتحادیې او هم داشان د ایران د چاپخانه لرونکو د اتحادیې غړی دی او ISO9001/2015 سرټیفیکیټ لري. دغه شرکت هم داشان وتوانیده چې په ۱۳۹۶ لمریزکال کښې د دویم ډول د تولیدي پوه بنسټه شرکت په توګه په دې لړ کښې د خپل فعالیت مجوز ترلاسه کړي.

د ایران هولوګرام شرکت په محصولاتو کښې سټیکرونه او فویل (foil) یا ورق شامل دي. د هولوګرام کارنده والی تر صنعتي او امنیتي استعماله نه محدودیږي بلکې هولوګرام د ښکلا په برخه کښې هم ډیر کارنده توب لرلی شي. دغه شرکت د هولوګرام د تجاري سازۍ په کړنلارې او له هولوګرامي محصولاتو څخه د صنایعو او خدماتو د عامې استفادې لپاره په اران کښې له اقتصادي سپما او بچت سره مل د نړیوال معیار په سویه د دغه محصول د تولیدولو هڅه کړې ده.

غلا ضده هولوګرام، د شفاف یا بې رنګه هولوګرام سټیکر، د پي، وي، سي، کارډ هولوګرام، د رنګي هولوګرام سټیکرونه، د شیانو د پیکنګ لپاره هولوګرامي پټۍ، UV  هولوګرام او داسې نور د دغه شرکت محصولات دي.

له UV رڼا لاندې د لیدو وړ نه ښکاریدونکو تصویرونو یا متنونو ورزیاتول د یو، وي هولوګرام سټیکرونو له امنیتي امکاناتو څخه دي. په سټیکر کښې موجود له لیدل کیدونکي شیان د UV یا الټرا وایلټ رڼا په کارولو سره د لیدو وړ دي. په هولوګرام کښې د امنیتي ځانګړې د زیاتولو لپاره له پټو المانونو استفادي کیدې شي چې په یو، وي یعنې Ultraviolet رڼا کښې لیدل کیدې شي. دغه ځانګړنه د هولوګرام د ټولو امنیتي آیټمونو پر لرلو سربیره، یوازې د Ultraviolet رڼا لاندې تصویر یا لیکنه ښکاره کوي. دغه تکنیک یوازې هغه اوزار ته ضرورت لري چې په هولوګرام باندې یو، وي یعنې Ultraviolet رڼا واچوي. دغه سیسټم د طراحۍ یعنې ډیزایننګ په بهیر کښې خیال ساتنې ته ضرورت لري او د ملزوماتو د تولیدولو لپاره خپلو خاصو موادو ته ضرورت لري.دغه اِفیکټ په اسنادو، شخصي او مسافرتي مدارکو او حتی د برانډ د ساتنې په بحث کښې د استفادې وړ دی او د نیمه پټو امنیتي آیټمونو کښې په برخه کښې راځي.

فویلونه یا ورقونه د ایران هولوګرام شرکت یو بل محصول دی. د بعد نګارِ ایرانیان شرکت د ډول ډول هولوګرامي سټیکرونو پر تولیدولو سربیره د ډول ډول فویلونو د خرڅون په لړ کښې د مټالایزډ یا فلزي شویو فویلونو د تولید په برخه کښې د ځینو معتبرو شرکتونو رسمي نمایندګي په غاړه لري. د هولوګرام په صنعت کښې دغه فویلونه د تبلیغاتو د چاپ او پیکنګ او د غیرفلزي پایپونو او کیبلونو  په صنایعو کښې کارول کیږي. د غلا ضده هولوګرام فویل، ګرم فلزي شوی فویل او د امنیتي ځانګړنو لرونکي فویلونه د دغه شرکت ډول ډول تولیدي فویلونه ګڼل کیږي.

د غلا ضده هولوګرام د فویل ځانګړنه دا ده چې له لګولو یعنې چسبولو وروسته په بلې سطحې باندې نه شي لګول کیدې او له دې امله چې له یوې لګیدلې سطحې څخه یې د نړولو کوشش د خرابیدو سبب کیږي، د هولوګرام یو ډیر استعمالیدونکی ډول دی. دغه هولوګرام زیاتره د پلمپ سا سیل کولو لپاره مناسب دی.

"شرکت خدمات صنعتی کرمان KSK"، د ایران یو بل پوه بنسټه شرکت دی چې د پروګرام په دوام کښې له یې فعالیتونو سره اشنا کیږو.

KSK شرکت په کال ۱۳۶۷ لمریز (۱۹۸۸ میلادي) کښې په اوو کارکونکو سره جوړ شو. د دغه شرکت محصول د PEX, HD, MD, LD په شان ډول ډول پي، اي یا پُلي اِتیلین Polyethylene، پلي پروپیلین  او پي، وي، سي جوړول دي چې د ګیس او د ګرمو او سړو اوبو د انتقال لپاره په مختلف قِسمه پایپونو کښې استعمالیږي.

هم داشان د کی، ایس، کی شرکت تولید شوي یوشمیر ایکسټروډرونه Extruders د کیبل جوړونې په صنعت کښې استعمالیږي.  نن سبا په دغه شرکت کښې څه باندې ۷۰ کسان کار کوي چې په کښې تجربه کاره الیکټریکل او میکینکل انجنیئران او ټیکنیشنان شامل دي. د کرمان د صنعتي خدماتو د شرکتو د انجنیئرانو او ټیکنیشنانو دیرش کلنې تجربې دغه شرکت د ایران د پایپونو د تولید د مشینونو په ډیر غوره صلاحکار او سروس ورکونکي شرکت باندې بدل کړی دی داشان چې زیاتره هغه مشتریان چې خپله مشینري یې د ډیرو معتبرو اروپايي هیوادونو اخیستې ده، په ایران کښې د بهرنیو تولیدونکو د مناسب سروس د نشتوالي په وجه له دغه شرکت څخه د خپلو مشینریو د سروس او تعمیراتو غوښتنه کوي.

دغه شرکت خپل وړومبنې ایکسټروډر Extruder د پایپ د تولید لپاره د کرمان په پلي ایتلین شرکت وپلورل شو. د دغه ایکسټروډر د بیچ قُطر ۵۰ میلیمیټره او د موټر یا انجڼ قدرت یې په ساعت کښې په ۶۵ کیلوګرامه خروجۍ سره ۲۲ کیلوواټه و او اوس هم په دغه شرکت کښې کار کوي.

په ټولې نړۍ کښې د پایپ د تولید د مشینرۍ په ورځ تربلې پرمختګ سره، د دې شرکت مهندسانو هم د خپلو جوړو مشینونو په اپ ګریډ کولو سره له خپلو اروپايي رقیبانو سره سیالي پيل کړې ده داشان چې اوس د دغه شرکت د مشینونو خروجي یا آوټ پُټ، په ساعت کښې تر یو ټنه رسیدلی دی. دغه شرکت وتوانیده چې په ۱۳۹۶ کال کښې د دویم ډول د یو پوه بنسټه تولیدي شرکت په توګه په دې برخه کښې د خپل فعالیت مجوز یا لایسنس ترلاسه کړي.

د KSK کواکسټروډر، د دغه شرکت یو محصول دی چې د اوبو او ګیس په پایپونو باندې د رنګي کرښو د کښلو لپاره کارول کیږي. د دغې دستګاه یوه ګټه د هغې مفصلي سټینډ دی چې کواکستروډر د ایکسټروډر په نسبت د خپلې خوښې په زاویې باندې تنظیمیدې شي او د سټینډ په وسیله یې لوړوالی هم کمیدې او زیاتیدې شي. داشان له هر ډول ایکسټروډر سره کارول کیدې شي او هم داشان له مختلف قِسمه ایکسټروډرونو Extruders سره په اسانه د سنکرون یعنې همغږه کیدو امکان لري.

د دغه شرکت په مشینونو کښې په تیرو شلو کالو کښې ډیر بدلونونه راغلي دي. په ایکسټروډرز کښې د DC پرځاې د AC موټر کارول په دغو بدلونونو کښې شامل دی. نن سبا د دنیا ټول مشهور ایکسټروډر جوړونکي د AC ګنټرولرونو د پام وړ پرمختګ ته او د هغو کم استهلاک ته په پام سره په خپلو ایکسټروډرونو کښې له دغه ډول موټرونو استفاده کوي. ویلې شو چې د کرمان د صنعتي خدماتو شرکت په ایکسټروډرونو کښې د AC انجڼونو د استفادې په لړ کښې مخکښې پاتې شوی دی.

هم داشان د ټیکنالوجۍ ورځ په ورځ زیاتیدو او د مشین امکاناتو ته د لاسرسۍ د اسانتیا په شمول د مشتریانو د توقعاتو زیاتیدو ته او هم داشان د شرکت د انجنیئرانو توانمنۍ ته په پام سره، دغه شرکت د پخوانیو ساین بورډونو ځاې، کمپیوټري ساین بورډونو ته ورکړی دی.

د کرمان د صنعتي خدماتو شرکت له مختلفو برخو جوړ شوی دی. د ډیزاننګ او تخنیک په برخه کښې الیکټریکل او میکینکل انجنیئران د پایپ د تولید په برخه کښې په شل کلنې تجربې سره د کی، ایس، کی په جوړو مشینونو کښې د دنیا د ماډرن ټینکنالوجۍ د کارولو هڅه کوي.

د کرمان د صنعتي خدماتو شرکت د آيي، ایس، او ۹۰۰۱ سرټیفیکیټ لري چې د دغه شرکت د اصولي مدیریت او نظم نښه ده او هڅه شوې ده چې له فني پرمختګونو سره مل، د تولید او مشتریانو ته د مناسبو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کښې هم ځینو پرمختګونو ته ورسیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

Translated by: Abdul Majid Durrani