د ايران سېل (77)
(last modified Tue, 16 Nov 2021 09:15:54 GMT )
Nov 16, 2021 13:45 Asia/Kabul
  • د ايران سېل (77)

ګرانو او عزتمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره د ايران سېل نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. اود خپل تېر سفر په دوام کښې غواړوو د ايران د جنوبي خراسان صوبې د لوړو سرو او کاجو ونو ښکلي ښار بيرجند ته بيا ورشو، نو ښه ده په دې سفر کښې له مونږ ملۀ اوسئ.

له ډېر پخوا راهسې د دغه ښار اصلي نوم بيرجند دے چې مختلفو ليکنو او کلتورليکونو کښې د بيرجند، برجن، برکند او بيرګند په نومنو سره هم ياد شوےدے. د اقليمي حالت له لحاظه لوړ غرونه او ويړې سحراګانې د دغې سيمې په آب و هوا کښې ترټولو مهم تاثير کؤنکي عوامل ګڼل کيږي. د ايران له مرکزي رېګستان سره نزدې والے او د پراخو او ويړو سحراګانو شتون په دغه سيمه کښې د اوړي په ګرمو موسمونو کښې د بياباني او سحرائي آب و هوا د رامنځته کېدو سبب شوے دے. له بلې خوا د سيمې غرونه چې زياتره يې لويديځ او ختيځ اړخونو ته غزېدلي دي د دې سبب شوي دي چې د ګرمۍ سختوالے کم شي او سيمه د چاپېره سيمو په نسبت لا زيات اعتدال ولري. د ښار اوسيدونکي يې په بيرجندي لهجې خبرې کوي.

بيرجند ښار د سېل لپادره زياتې سيمې لري او دې ته په پام سره چې د ښار دننه فاصلې ډېرې کمې دي او ټول د سېل زړۀ راکښونکي ځايونه سره نزدې دي په اسانۍ سره په لږ وخت کښې د دغه ښار د ګڼ شمېر ښکليو سېل ځايونو کتنه کېدې شي.

بيرجند په تاريخي باغونو سره چې د ښار په مختلفو ځايونو کښې خوارۀ وارۀ دي له ګوتو شمېر سيمو څخه يوه سيمه ده چې د مختلفو دورانونو باغونه او د تاريخي قلاګانو او کورونو په شمول لرغونې ودانۍ لري. غواړوو چې د بيرجند سېل له ښکليو او په زړۀ پورې ځايونوڅخه اکبريه باغ او عمارت سره چې نړيوال اعتبار لري شروع وکړوو.

       «باغ و عمارت اکبريه» په تقريباً پينځۀ څلوېښت زره مربع ميټره پراختيا سره د بيرجند ښار يوه ترټولو مشهوره تاريخي وداني ده چې د ۲۰۱۱ کال د يونېسکو په پينځه دېرشمه غونډه کښې د يونېسکو د نړيوال ميراث په توګه ثبت شوه. البته باغ اکبريه د 1378 کال د غبرګولي په ۳۰ نېټه د ايران د ملي آثارو په لېسټ کښې ثبت شوے دے

د دغې ټولګې د جوړولو کار د قاجار د دورې له وړومبنيو وختونو نه تر آخرو وختونو پورې په څو مرحلو کښې ترسره شوے دے. په دغه ټولګه کښې څو ودانۍ شاملې دي چې ترټولو پخوانۍ يې د ختيځ په آخر کښې د حشمت المک له دوه چته عمارت سره اړونديږي چې د جوړېدو تاريخ يې د زنديه دورې وروستيو او د قاجاريه دورې وړومبنيو وختونو ته ګرځي.

زمکنۍ يا همسطحه طبقه يې نسبتاً دوه اوږدۀ دالانونه او لارې لري او د ټولګې د دريو مهمو برخو يعنې اصلي باغ، جنوبي باغ او طبيلې ترمېنځ ارتباط ټينګوي. مرکزي وداني د تشريفاتو په کارکردګۍ او د مېلمنو په مېلمستيا سره چې تقريباً د باغ د مرکزي برخې په توګه ګڼل کيږي ډېرې ښکلاوې او پس منظر لري.  د ودانۍ معماري په ترکي قالب او د  روسي معمارۍ په الهام سره چې د اسلامي معمارۍ په آميزش سره د نوې معمارۍ د سبک ښودنه کوي. په دغه ودانۍ کښې «تالار آئينه»، «گنبد کلاه فرنگي»، «تزئينات مقرنس لانه زنبوري» او رسمي والے يې شامل دي چې يوازې ترې د کورنيو او بهرنيو سياسي استازي د مېلمستيا لپاره استفاده کيږي.

د قاجار دورې په وړومبنيووختونو کښې جوړه شوې برخه يې د کتابتون په توګه فعاله ده. له مرکزي برخې څخه چې په قاجار دوره کښې جوړه شوې ده د لرغون پېژندنې او خلق پېژندنې ميوزيم په توګه استفاده کيږي.

د بيرجند د لرغون پېژندنې ميوزيم په 1371کال کښې د تشريفاتو د ودانۍ په وړومبني چت کښې جوړ شوے دے او په ورپسې کلونو کښې د ميوزيم د پراختيا له زياتولو نه علاوه يې په سازوسامانونو کښې اضافه وکړې شوه. همدا اوس په دغه ستر ميوزيم کښې پخوانۍ عتيقې، خاورينې کوزې، سيکې او وسلې چې په حقيقت کښې له ميلاده مخکښې له دريمې زريزې نه د قاجار تردورې پورې د سيمې تاريخ دے د خلقو د نندارې لپاره اېښودل شوي دي. په1372کال کښې هم د بيرجند موزه مردم شناسي يا د خلق پېژندنې ميوزيم په اکبريه نومې باغ کښې جوړ شو. په دغه ميوزيم کښې له هغو مشاغلو او وسائلو څخه چې په تېرو وختونو کښې به ترې د سيمې خلقو استفاده کوله خو نن سبا يې نمونې نه شي موندل کېدې ليدنه کېدې شي. موزه عروسک ، فرهنگ خراسان او موزه مشاهير هم د دغه ميوزيم نورې برخې دي. د خراسان د جنوبي  سيمې د معيشت، آدابو او رسوماتو، روزګارونو او پېشو برخه په دغه ميوزيم کښې د ليدو وړ ده.

په پهلوي دوره کښې جوړه شوې برخه د نګارخانې استعمال لري او بالاخره نورې برخې يې دوديزې سفره‌خانې او چائخانې ته بيلې کړې شوې دي.

د سړکونو دواړو لورو ته د کاج لوړو ونو او د مرکزي عمارت اصلي سړکونو ته د تلونکو لارو شتون د باغ په ښکلا او تازګۍ کښې اضافه کړې ده.

جنوبي باغ په جنوبي جبهه کښې او له شمالي باغ نه وړوکے. دغه باغ د خدماتي، مرکزي عمارت، لويديځ دېوال او طبيلې په شان فضاء ګانو په وسيلې سره برابر کړے شوے. يو مهم عنصر په مربع طرحې سره نسبتاً ستر سيومېنګ پول دے چې د باغ د مهمې برخې په توګه بيل کړے شوے دے. د سيومېنګ پول په مېنځ کښې مربع شکله جونتره جوړه ده.

اکبريه باغ څو خصوصيتونه لري چې په نړيوالې ثبتونه کښې موثره وو. باغ په ټيټه تلونکې زمکه کښې جوړ شوے دے د باغ په منصوبه کښې له نېغو کرښو استفاده شوې ده. وداني د باغ په ترټولولوړه برخه کښې جوړه شوې ده. يوه اصلي دائمي وياله او څو فرعي ويالې په باغ کښې په دا ډول پلان شوې او اجرا شوې دي چې د اوبو شور ترغوږو کيږي او له طبيعت سره يې نزدې تعلق پېدا کړے دے. د باغ او ودانۍ ترمېنځ فاصله موجوده نه ده او همدارنګ له زياتو او سيوري لرونکو ونو څخه استفاده او د باغ زياتره برخه د مېودارو ونو او درمليزو او سينګاري بوټو کر ته بيلول د باغ نورو زړۀ راکښونکو نظارو څخه دي. په دغه باغ کښې په موجودو ونو کښې د کاج، انارو او توتانو ونې شاملې دي او د باغ په ګوټونو کښې تاج خروس ګلونه په نظر راځي.

اکبريه نومې باغ او عمارت سره نزدې د «ارگ کلاه فرنگی» په نامه د بيرجند يوه بله تاريخي وداني موجوده ده. ارګ کلاه فرنګي يعنې د سرې خويلې قلا د زنديه دورې په وروستيو وختونو کښې جوړ شوه او وداني يې په کلي توګه د معمارۍ  د شکل له نظره د ښار له نورو ودانيو سره فرق لري.

د قلا وداني شپږ چتيزه جوړه شوې ده چې دوه چته يې فضا لري او باقي چتونه  د بهرنۍ برخې د تکميل لپاره د حوشخانې د ګنبد د پاسه جوړ شوي دي. د ارگ کلاه فرنگی همسطحه يا زمکنۍ برخه يې په مربع شکل کښې پلان سره په چاپېره ګڼ شمېر کوټو سره جوړه شوې ده.

حوضخانه په اته ګوټيزه پلان سره جوړه ده چې د هغې طاخونه او چونترې يې احاطه کړې دي او په مېنځ کښې يې په نقش و نګار او ښکليو رسمي بنديو او کاربنديو سره  يو حوض او ګنبد په شان و شوکت کښې اضافه کړې ده.

په حقيًت کښې د قلا دغه برخه د هغو ښکلاو په وجه چې جوړؤنکو هنرمندانو رامنځته کړې دي د بيرجند د قلا د ودانۍ يوه برخه معرفي کولې شوو. په حوضخانه کښې د آب نما شتون له ښکلا نه علاوه د قلا د دغې برخې هواداري هم غاړه لري.

همدارنګ د رڼا راتلو لپاره کېړکۍ چې  د کلاه فرنګي په ګنبدي برخه کښې جوړې کړې شوې دي د حوضخانې د فضا د ضرورت مطابق رڼا پوره کوي چې د ودانۍ رغؤنکو هنرمندانو په نورو سينګارونو سره چې د قلا په دغه برخه کښې يې رامنځته کړي دي د راتلونکو خلقو لپاره يوه ښګلې او د نندارې وړ فضا په يادګار پرېښودې ده.

دويم چت يې په يو اته ګوټيزه سطحې مشتمل دے چې څو کوټې پکښې جوړې شوې او پاس برخې يې يوازې سېبولېک او د ښکلا اړخ لري چې په وړو او کم پلنوالے لرونکو کېړکيږ سره د حوضخاني د رڼا د ضرورت پوره کولو لپاره برابر کړې شوې دي.

د بيرجند ارگ کلاه فرنگي په جوړښت کښې مهمې مصالحې خټه ، خښتې، ساروچ او چونه استعمال شوي دي. د قلا د ودانۍ په مرکز کښې هيڅ ډول ، هيټر، انګېټۍ او لوګے راکښونکے يا چمنۍ نه ليدل کيږي.د دغې ودانۍ د ماهرانه معمارۍ په صفت کښې چې هرڅومره خبرې وکړو قطعاً يې بې شمېره ښکلا ګانې نه شوو بيانولې او پکار دے چې انسان يې خپله له نزدې ننداره وکړي او زړۀ راکښنې يې وويني. ارگ کلاه فرنگي د ايران د ملي آثارو په لېسټ کښې په ۱۸۸ شميري سره ثبت شوي ده>

عزتمنو ملګرو غواړوو چې په دې پوه شئ چې د بيرجند په لرغوني جوړښت کښې د «مدرسه شوکتيه» په نامه د ايران يوه وړومبنۍ مدرسه شتون لري او د دغه ښار د نورو تاريخي ودانيو په شان دغه مدرسه هم د دغه ډېر ښکلي باغ په دننه جوړه شوې ده.

دغه مدرسه په ايران کښې په ماډرن توګه د تدريس دريمه مدرسه ده او د رېګستاني معمارۍ په سب سره جوړه شوې ده. د شوکتيه مدرسې وداني په 1312 قمري کال کښې د محرم د مياشتې د وير او ماتم د مراسمو د ادا کولو لپاره جوړه شوه او په 1326 ه.ق کال کښې پکښې د بيرجند وړومبنۍ نوې مدرسه تاسيس کړې شوه.

شوکتيه مدرسه د څلورو موسمونو لپاره جوړه ده او پکښې د انګڼ او په خپلو کښې چاپېره پېرلې برخې د مرکزي فضاء په توګه برابر کړې شوې دي.. انګڼ د ودانۍ مهمه برخه ده چې د خښتو فرش پکښې اچول شوے دے او په مېنځومان کښې يې يو حوض دے چې د هغه  حوض په مېنځ د تقريباً دېرشو سنټي ميټرو په اوچتوالي سره يوه چونتره شتون لري.

 

 

ټیګونه