تلپاتې وږمې
خداوند متعال فرمایی وَكَذٰلِكَ جَعَلنا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَياطينَ الإِنسِ وَالجِنِّ يوحي بَعضُهُم إِلىٰ بَعضٍ زُخرُفَ القَولِ غُرورًا ۚ
په دې لړۍ کښې درته د مختلفو معارفي او مذهبي موضوعاتو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د ویناؤ ځینې برخې وړاندې کوو.
هغود دغې ټولګې په ۹۶ پروګرام کې مسلمانان د جنی او انسی غلیمانو په نسبت اګاه کوي او ددښمنانو په وړاندې د مقاومت په شرط دمسلمانانو د ایمان د زیاتیدا او خدای تعالی د ژمنې تحقق ته اشاره کوی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
خداوند متعال فرمایی وَكَذٰلِكَ جَعَلنا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَياطينَ الإِنسِ وَالجِنِّ يوحي بَعضُهُم إِلىٰ بَعضٍ زُخرُفَ القَولِ غُرورًا ۚ
هم جنی دښمنان او هم انسی دښمنان وجود لري او دوی له یوه بل سره مرسته کوي ، د ډیرو هیوادونو استخباراتي سیسټمونه زمونږ پرضد له یوه بل سره مرسته کوي . يوحي بَعضُهُم إِلىٰ بَعضٍ زُخرُفَ القَولِ غُرورًا
نو ځکه وو چی د اسلام په لومړنیو ټول غلیمان له ډول ډول قباییلو چی په مکې کې وو ، طایف کې وو ، په نورو ځایونو کې وو ، راغونډ شول ، له یوه بل سره یو لاس شول ، یهودیان هم چی مدینې ته نږدې ووله ځان سره یو ځای کړل ، دا مسلمانانو لپاره عجیبه پیښه وه خو مسلمانانو تعجب ونکړ .
قران کریم فرمایی وَلَمَّا رَءَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْأَحْزَابَ قَالُواْ هَٰذَا مَا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَصَدَقَ ٱللَّهُ و رسوله ، یعنی کله یې چی ولیدل دښمنان چی دغه ډول هغو پرضد حرکت کوی ، ویې ویل خدای تعالی همدغه وعده ورکړی وه چی تاسو به دښمنان ولرلئ او راځی به په تاسوحمله کوی ، اوس راغلي دي ، پس د غلیم دغه حرکت سبب شو چی زمونږ اعتقاد زیات شي ځکه چی صَدَقَ اللَّهُ و رَسُولَهُ ، د خداوند متعال او د خدای د پیغمبر دغه وړاندوینې تحقق پیدا کړ ، وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا .
پای