ایران د اونۍ په هینداره کې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i110426-ایران_د_اونۍ_په_هینداره_کې
د ایران خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان له ۴+۱ ډلې سره د خبرو اترو د بهیر په اړه وویل خبرې اترې په ښې لارې کې دي او مهمه دا ده چی مشترک او واحد متن لرو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2022 08:59 Asia/Kabul
  •  ایران د اونۍ په هینداره کې

د ایران خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان له ۴+۱ ډلې سره د خبرو اترو د بهیر په اړه وویل خبرې اترې په ښې لارې کې دي او مهمه دا ده چی مشترک او واحد متن لرو

 

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي په پیغامونو کې د حضرت مسیح (ع) د زوکړې د مبارکی ویلو په ترڅ کې هیله څرګنده کړه په نوی میلادی کال کې د ابراهمی دینونو په اخلاقی فضاییلو په تمسک او د دولتونو د ګډو هلوځلو په رڼا کې له نړۍ سختیانې او مصیبتونه ختم شي ، د خپلو حقوقو په احقاق کې د ملتونو مقاومت او پایداری نتیجه ورکړي او د مسیح د ژمنې او ځیری په اساس په مځکه د پالونکی د صالحو بندګانو حکومت په اړه الهی مشییت واکمن اوبشریت وژغورل شی .

تیره اونۍ زیات ورځ د ۱۳۸۸ کال د مرغومې د نهمې په لاریون کې د ایرانی ولس د خودجوشه او حماسی شتون ورځې سره برابره وه .

د مرغومې ۹ د ولسی بصیرت ، خپلواکۍ او عزت سمبول ده چی د انقلاب د ایډیالونو او اسلام د اصولو د ساتلو لپاره تر خپل ځانه دریدلي دي .ویلې شو چی د مرغومې نهمه په شیطانی جنود د الهی جنود د غلبې ورځ ده .د شواهد او مستندات ښی ځینو سفارتونو او رسندویو د بلواګانو په هدایتولو او ملاتړ کې رول درلوده . خو د مرغومې د نهمې په لاریون کې د خلکو عاشورایی شتون د ایرانی ملت د بصیرت ، خپلواکۍ او عزت په سمبول بدل شو .

تیره اونۍ په ویانا کې د مزاکراتو اتم پړاو ترسره شو .

د ایران خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان  له ۴+۱ ډلې سره د خبرو اترو د بهیر په اړه وویل خبرې اترې په ښې لارې کې دي او مهمه دا ده چی مشترک او واحد متن لرو . د ایران خارجه وزیر زیاته کړه د ایران خبرواتروکونکی ټیم په دغه متن تمرکز کړې دې او مقابلو لورو هم د هغو موضوګانو په اړه چی اختلافي دي ، تمرکز کړې دې .

د ایران خارجه وزیر جوته کړه که مقابل لوری په اوسنی پړاو کې خبرو اترو ته په ښه نیت سره دوام ورکړی ، نو ښې موافقې ته رسیدا د ټولو لورو لپاره شونی ده او دا هدف پوره کولې  شو .

د ایران د قضاییه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادی د سردار سلیمانی د ترور د دوهمې کلیزې په درشل کې جوته کړه په عراق کی د جرم د ترسره کیدا د هیواد په توګه قضایی دوسیه جوړه شوی ده او د تهران د انقلاب او عمومی څارنوالۍ د نړیوالو چارو په محکمې کې هم یوه بله کیفری دوسیه جوړه شوی ده او دوهیوادونو په دغه جنایت د رسیدګۍ لپاره د ګډ تحقیق کمیټۍ جوړه کړی ده .

سردار سلیمانی د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه  په داسې حال کی چی د عراق د رسمي چارواکو په رسمی بلنه دغه هیواد ته سفر کړی وو ، د بغداد هوتایی ډګر ته نږدې  د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو ځواکونو په هوایی حمله کې  د عراق د الحشد الشعبی د ولسی ځواک له مرستیال مشر ابومهدی المهندس سره د اتو نوروکسانوشهید کړی شو .

کاظم غریب ابادی همداراز  وویل په بغداو او تهران کې د عراق او ایران ترمینځ دوې ګډی حقوقی غونډې ترسره شوی دي . ده وویل له دریمې غونډې وروسته به چی په بغداد کې به ترسره شی د دوسیه به د تهران محکمې ته ولیږل شی .

د غریب ابادی په وینا د دغه بهیر په تعقیبولو کې تازه درې پاڼیز مستندات د دوسیې د شکمنو او تورنو معلومات پکې شامل دي عراق لوری ته ورکړل شوی او عراقی لوری هم د وسیې د تورنو په اړه معلومات ایران ته ورکړی دي .

ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی درې هیوادونه په سیمه کې او درې هیوادونه هم له سیمې بهر د شهید سلیمانی او ابومهدی المهندس د ترور په دوسیه کې ښکیل دی زیاته کړه د دغه ترهه ګر اقدام بیرغوال د امریکا رژیم دې چی باعث شوی د دوسیې د تورنو زیات شمیر امریکایان وی .

د ایران خارجه وزارت هم د شهید قاسم سلیمانی د شهادت د دوهمې کلیزې په درشل کې په خپله ټویټر پاڼه د یوه فیلم په خپرولو سره جوته کړی ده د امریکا د ولسمشر په نیغ په نیغه حکم سره  د سردار سلیمانی ترور د دولتی ترهه ګرۍ ښکاره بیلګه ده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده هم د ګل په ورځ  په خپلو اونیز کانفرنس کې د سردار سلیمانی د ترور د دوسیې کې د ترسره شویو اقداماتو په سپړلو سره وویل په هغه کس ترهه ګره حمله چی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لومړنۍ کرښه کې وو و دوه ګوڼې معیار او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د مدعیانو د دروغ ویونکیو یوه نښه بلل کیږی .

د عراق د بصرې اوایران شلمچې اورګاډی کرښې د اجرا تفاهم لیک لاسلیک کیدا هغه خبر وو چی تیره اونۍ بغداد ته په خپل لومړی سفر کې د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر رستم قاسمی لخوا اعلان شو . دغه د تفاهم یادښت د عراق د ولسمشر و لومړی وزیر او ټرانسپورټ وزیر سره له کتنې وروسته لاسلیک شوه .

دغه تفاهم لیک یومشخص وخت لري او د دغې موافقې یوه ماده دا ده چی مونږه  به په راتلونکی یوه میاشت کې عملااجرایی عملیات پیل کړو .

د اسلامی ایران د اورګادی شرکت او د عراق د اورګاډی شرکت په ګډه دغه پروژه اجرا کوی او په دو میاشتو کې به ګډ شرکت جوړ کړی  .

د دغه تفاهم لیک په اساس ایران په اروند سین د یوه پل د جوړولو او عراقی لورې هم له شلمچې پولې تر د بصرې د اورګاډی اډې پورې د یوه ۳۲ کلومیټره اورګاډی په جوړولو ژمن شوی دی .

دغه پروژه به یو ستر بدلون وی . د شلمچې او بصرې د اورګاډی د کرښې په تکمیل سره به د ختیځ او لویدیځ د ریلی ټرانزیټ  یو کوریډور رامینځته شی چی د مدیترانه سمندر تر غاړو اوږدیږی او له عراقه له تیریدا وروسته سوریې او لاذقیه بندر ته رسی .

تیره اونۍ په تهران کې د ایران او عمان د ستراتیجیکو سلاومشورود ګډې کمیټۍ د غونډې اتم پړاو ترسره شو .

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال علی باقری او د عمان د خارجه وزارت د ډیپلوماټیکو چارو مرستیال شیخ خلیفه الحارثی په دغه غونډه کې  په دوه اړوخیزه موضوګانو سربیره د ویانا د خبرو اترو په شمول د بیلا بیلو نړیوالو او سیمه ایزو موضوګانو اړو په یمن کی د کړکیچ د سیاسی حل په ضرورت خبرې اترې وکړې .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم له الحارثی سره په کتنه کې  له ګاونډیانو سره د اړیګو پراختیا د ایران دولت د بهرنی سیاست لومړیتوب وباله . امیر عبداللهیان د ایران د ګاونډیانو ترمینځ د عمان د ځانګړی ځای په یادولو سره د خپلو اړیکو په سویه کې د تجارتی اړیکو د اندازې د لوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو په هلوځلو ټینګار وکړ .

ايران خارجه وزير هيله څرګنده کړه چې د سيمې د ټولو هېوادونو په تېره بيا د ايران او عمان په هلوځلو سره به د يمن د بحران ختمېدو لپاره ضروري زمينه برابره شي.

د عمان د خارجه وزارت مرستيال هم د يمن د بحران زرترزره ختمېدو لپاره د هيله منۍ په څرګندولو سره وويل: عمان د سيمه ايزو مشکلاتو د کمېدو لپاره له سوله ایزوا آئيډياګانو او خبرو اترو څخه ملاتړ کوي.

ایران او عمان په دغه موضوع کی ګډ نظر لری چی په نویو نړیوالو شرایطوکې د سیمې د مساییلو په اړه خبرې اترې او سلاومشورې د سیمې د هیوادونو ترمینځ د تفاهم له رامینځته کولو سره مرسته کوی .

پای