په سیمه ایزې همپالنې کې د ایران رول
(last modified Wed, 12 Jan 2022 09:20:08 GMT )
Jan 12, 2022 13:50 Asia/Kabul
  • په سیمه ایزې همپالنې کې د ایران رول

د   تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د پاکستان،چین او افغانستان سیمه ایزې همپالنې کې د ایران د رول نومې لړۍ له ننني اوم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده  د استفادې وړ مو وګرځي .

 د سی پيک په نامې سره د پاکستان او چین اقتصادي کریډور او د وریښمو دلارې ون بیلټ  ون روډ  نومې د سترې پروژې  دیوې برخې په توګه د ایران او چین تفاهم لیک  به په آسیا،افریقا او اروپا لویو وچو کې  کابو شپږ پنځوس هیوادونه ولري .دغه پروژه به په زیات احتمال سره ،په یویشتمې پيړۍ کې د قدرت په سر د امریکا او چین ترمینځ د سیالۍ یوه برخه وي او ددغو د واړو هیوادونو سیالۍ  هند سمندر او فارس خلیج  سیمو ته غزولی شي . یوه داسې سیمه چې د تیلو او ګیسو د انرژۍ تر ټولو مهمه حوزه پکې ده او د هرمز تنګي او د عرب او عمان سمندرونو څخه دتیریدا  له لارې ،خپله  لار د ختیځ او لویدیځ دمصرف بازار ته پرانیزي  .ددغو مطلبونو په دغې لړۍ کې هڅه کوو،څو د ایران،پاکستان،چین او افغانستان د سیمه ایزې همپالنې اغیزې وارزوو .په تیر مطلب کې مو د سی پیک او دملګرتیا په پنځه ویشت کلنې  تفاهم نامې چوکاټ کې  له ایران او پاکستان سره  دچین د علمي ،تخنیکي ، امنیتي  او پوځي ملګرتیاؤ اهمیّت  او په سیمه ایزې همپالنې کې  د لارې د نقشې او سپي پيک اقتصادي کریډور  رول ارزولی  دی . په د غې نننۍ برخې کې  هم د سی پیک  او دا یران او چین د ملګرتیا د تفاهم نامې په چوکاټ کې د ټرانزیټي  او ارتباطي لارو  دپراختیا  پروګرام  سپړو  او تاسو ته بلنه درکوو ،چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ  او په دې اړه مو له خپلو نظرونو اووړاندیزونو هم خبر کړئ .

هغه لاره ې د شیانو دځاي په ځاي کولو ټرانسپورټ لپاره ورځینی استفاده کیږي او د هیواد،سیمه ایزې  او یا نړیوالې سوئې  کې د شیانو  دمنتقولولو او د ټریفک د چورلیز په توګه په نظر کې نیول کیږی،کریډور بلل کیږی . نړیوال کریډرونه،هغه نړیوال ټرانزیټي چینلونه دي چې به هغوکې د مسافرانو او د شیانو د وړو راوړو او نړیوال ټرانزیټ  لپاره له ریل پټلۍ ،سړکونو او سمندری لارو استفاده کیږي .د کریډورونو لاره داسې ده چې د شیانو ټرانزیټ او وړل راوړل پکې ډير لګښت لري .یوه ارتباطي پخوانۍ لاره او کریډور د چین د وریښمو لاره ده . په تیرو وختونو کې د وریښمو لار، له چینه مینځنۍ آسیا ،ایران ، آناتولي  ،بالکان  او اروپا ته  رسیدله ، خود وریښمو په نوي لارې یا د ون بیلټ ون روډ دنوښت په پروژې  کې، ټاکل شوې ده ، د اقتصادي او ټرانسپورټي  ملګرتیاؤ په چورلیزتوب سره د مینځنۍ آسیا ،ایران، لویدیځي آسیا ، روسیه ، اروپآ  او افریقا  ډيرې سیمې  سره وګنډل شي چې څه دپاسه  اویا هیوادونه پکې شاملیږي .

Image Caption
Image Caption

 

ایران ، پاکستان او افغانستان د ون بیلټ ون روډ  نومې پروژې  په اجرا کې د چینیانو د ملګرتیاؤ تر ټولو اصلي ټاکنې دي .په تیره بیا دا چې ایران د لویدیځي آسیا  او مینځنۍ آسیا له نورو هیوادونوس ره په پرتله کې ،اروپا ته د چین د لاس رسي لپاره د انرژۍ  او سړک له لارې د ټرانسپورت یوه ترټولو مناسبه بیخ بینائي لري . ایران د  شمال –جنوب، اکو، له تور سمندر سره د فارس خلیج ګډونکي  کریډورونو پشمول په څو سیمه ایزو او نړیوال ټرانزیټي  کریډورونو کې چورلیزي رول لري .د شمال جنوب دکریډور پشمول دغه  کریډورونه ، د ون بیلټ ون روډ د پروژې یو ډول بشپړونکي  دي  .

  د جنوب – شمال کریډور ،هندوستان د ایران له لارې له روسیې او ختیځي آروپا سره  ګنډي . دغه کریډور داسې کریډور دی ، چې د سمندر ، مځکنۍ او ریل پټلۍ سره یوځاي لري .ددغه کریډور لومړنۍ برخه یا پیلیدا د هندوستان دممبئ تجارتي بندر دی او دهند سمندر  له لارې  تجارتي کشتۍ، ځانونه د ایران په جنوب کې بندرعباس ته رسوي او هلته خپل بارونه خالی کوي.د وچې فاصله چې د ایران له مرکزه تیریږي،له دوو لارو،سړک او ایکسپریس وې او ریل پټلۍ په وسیله  لارې ته دوام ورکوي څو د ایران په شمال کې  انزلي بندر ته رسیږي او له هغه ځایه تجارتي شیان بیا د کشتۍ په وسیله ،د روسیې آستراخان بندر ته منتقلوي او بیا د وچې له لارې یا د ریل پټلۍ په وسیله او د سړک له لارې ماسکو ته رسیږي .دغه لاره ، مقصد ته د تجارتي شیانو درسیدا په وخت او لګښتونو کې د بچت  له پلوه ، د سیالو لارو په نسبت ډیره بچتي لاره ده.

د ټرانسپورټي چارو دکارپیژاندو له نظره،د شمال-جنوب کریډور،په مینځنۍ آسیا کې د واقع هیوادونو لپاره د امنیت او ټرانسپورټ د لګښتونو له پلوه تر ټولو بچتي  ارتباطي لاره حسابیږي،ځکه د ایران ارتباطي لارې ، په ترټولو کم لګښت او په ترټولوزیات امنیت سره، د فارس خلیج اوعمان سمندر له لارې د دوي ته ،واردات او صادرت  برابرولی او دهغو هیوادونو مشکلات چې  په وچې کې کلابند دي،کمولی شي . هماغه شان چې  که  شمال ته دجنوب کریډور بشبړشي او د ریل پټلۍ هم پخپلو کې سره وصل شي ،نو تمه کیږي،چې هند ته د اروپا تجارت د پام وړ روڼتیا برخمن شي او ددغه کریډور په لاره کې واقع درست هیوادونه ،ئې له امتیازونو څخه برخمنیدلی شي .

په واشنګټن کې د مینځني ختیځ موسیسې شناندي الکس وطنخواه ددې موضوع په اهمیّت کې  لیکلي دي،د شمال – جنوب او ختیځ – لویدیځ کریډور اهمیّت  ته په پام سره ، د روسیې له ؛لاګان ؛ ښارګي سره  نزدې  دیوه نوي بندر  جوړیدا،چې  په یو میلیارډ  شپږ  سوه میلیون  ډالرو په معادل لګښت سره تعقیبیږي،د روسیې،ایران او  هندوستان ترمینځ به د تجارت د روڼتیا سبب شي .

         د ون بیلټ  ون روډ پروژه ، د ختیځ – لویدیځ  ټرانزیټي ارتباط برابروي .دغه واقعیّت نه انکاریدونکی دی چې د تاریخ په اوږدو کې ،د ختیځ- لویدیځ  نړیوال  تجارتي او سوداګریزو مناسبات  ؤ  او د سمندر او سین په چورلیز سره  ئې د عملیاتی کیدا امکان ترلاسه کړی دی .د سترو قدرتونو سیالۍ ، اصولا د سمندرونو او آزادو اوبو باندې د سلطې په سر دي،څو پر سمندرونو  د کنټرولولو،په تیره بیا د سمندرونو ترمینځ د ارتباط ورکونکو تنګَیَو له لارې، پر نورو قدرتونو خپل برلاسی وتَپي. په دې لړ کې د چین ون بیلټ ون روډ نومې پروژه،په هغه نړیوال تجارت او سوداګرۍ  کې د یوه نوي سپرکي  پيلامه ده چې د نړیوال تجارت د ختیځي – لویدیځي  لارې په پياوړتیا سره ، د وریښمو دتاریخي لارې  د احیاء زمینه برابره کړي . د سی پيک په نامې سره  د  چین – پاکستان اقتصادي کریډور  هم ددغې سترې پروژې  یوه برخه ده چې د  نظر ځیني  خاوندان ئې په سیمه ایزو  جیوپولیټيک  خبرو او فعالیتونو کې د لوبې بدلول  یاد کړي د ي .

 چین په حقیقت کې د هغو موافقو له لارې چې  له ایران سره ئې د  ایران او چین د تفاهم نامو او له پاکستان سره ئې د سي پیک د اقتصادي کریډور په چوکاټ کې  ترسره کړي دي، د لومړي ځل لپاره  په نظر کې لري ، چې  ځان ، د هغو سمندري لارو له تنګڅو وژغوري ،چې دغه هیواد د مالاکا تنګي له لارې ،هند سمندر، عمان سمندر ، باب المندب،سرۀسمندر، سویز اوبلارې  او په نهایت کې د جبل الطارق څخه ستر سمندر او  شمالی اروبا ته رسیږي . نو ځکه  ئې ددې په ځاي داسې لاره په نظر کې نیولې ده،چې د چین او پاکستان اقتصادي کریډور او د ایران  لاره ددغې پیچلي او اوږدې لارې په ځاي  یوه ډیره  مهمه او اصلي برخه ده . د چین ددغې فیصلې اصلی علت  دا دی چې  دمالاکا تنګئ یا اوبلاره  له کافی امنیته برخمنه نه ده او دسمندري غلو د وخت په وخت  له یرغلونو او مزاحمتونو چې ورتیر شو ، دغه تنګئ یا اوبلاره   د چین د دوو اصلی سیالانو ،یعني هندوستان او دامریکا متحده ایالات کنټرولوي  او په خاصو شرائطو کې د چین د انرژۍ د ترلاسه کولو او د تجارت دغه  تنګه لاره بندولی شي .

            د وریښمو په لاره کې  یو سټراټژيکه مواصلاتي لاره ،د ریل پټلۍ ده . د چین ریل پټلۍ  له سین کیانګ صوبې څخه او په لامشخصه توګه  له کاشغره پیلیږي او د مینځنۍ آسیا څخه د ترکمنستان له لارې  د ایران اسلامی جمهوریت ته واریدیږي  او له ایرانه په تیریدا سره ، ترکیې ، عراق ، سورئې او مدیترانې سمندر ته رسیږي .دغه ریل پټلۍ په حقیقت کې د چین د ون بیلټ ون روژ د پروژې یوه برخه ده . دغه ریل پټلۍ  داسې عمومی پټلۍ ده چې د چین لویدیځ،له اورآسیا، جنوب لویدیځي آسیا  او  اروپاسره ګنډي  او پخپلې لارې کې ځیني فرعي څانګې هم لري ، چې هره یوه  ئې پخبلې خاصې لارې کې مختلف هیوادونه  ،ددغې پروژې  په ګډو ګټو کې شاملوي .لومړني اټکلونه ددې ښودنه کوي ،چې د چین – مینځنۍ آسیا ریل پټلۍ،  افغانستان چې  د ایران او ترکمنستان  له ګډې پولې څخه  دایران  ملی حدودو ته واردیږي ،پهنهایت کې   له ختیځي اروپا سره یو ځاي کیږي ، ختیځي آروپا ته دچین لاره تر نهه سوه کلومیټرو پورې کموي .  دغه لاره که د وخت د اوږدوالی له پلوه په نظر کې ونیول شي ،نو له اوو تر اتو ساعتونو پورې  ئې وخت هم کموي  چې له اقتصادي پلوه دپام وړ چاره ده . په  هرحال، د چین- ایران – اروپا عمومي ریل پټلۍ ، یوه لویه پروژه  اود چین د  ون بیلټ ون روډ نومې سترې پروژې  یوه برخه ده چې په اصطلاح سره ، دچین ، قرقیزستان ، تاجیکستان، افغانستان او ایران د پنځو هیوادونو ریل پټلۍ  نومیږي ، چې  په دوام کې بیا له ترکیې سره  وصل کیږي  او په نهایت کې  درسته سیمه له اروپاسره ګنډي .

        د تهران دپښتو خپرونې خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت همدلته پاي ته رسیږي،له دې مخکې چې له تاسو اجازت واخلو بای دووایو چې د تهران ریډیو د انټرنیټي سایټ درک PARSTODAY.COM/PS   هم درسره نوټ کړئ ،تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي ایډریس باندې تازه او نوي سیمه ایز او نړیوال خبرونه،راپورونه،تبصرې،مرکې او دغه راز روغتیائی، اقتصادي ، ټولنیز او سپورټي مطلبونه هم په ژوندۍ بڼه او هم په آرشیو کې  آوریدلی  او کتلی شئ،خپل هرکله راشه پروګرام آوریدل هم مه هیروئ،نوتر بله مطلب  پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ینکمرغه او سوکاله ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه