Jan 15, 2022 11:42 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هنداره کښې

د ایران د تیرې اونۍ د مهمو حالاتو په اړه څیړنیز پروګرام

د تیرې اونۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د  ۱۳۵۶ لمریز کال د مرغومې د نولسمې نیټې د پاڅون د کلیزې په مناسبت د قم د مختلفو پرګنو له خلکو سره په ویډیويي کتنه کښې، د سردار سلیماني شهیدول، د امریکایانو د غلطو محاسباتو د دوام یوه بله نمونه بلله.

دوي وفرمایل: ترهګرو غوښتل حاج قاسم د هغه ستر حرکت د سمبول په توګه چې هغه یې استازی و، له مینځه یوسي خو د سردار د شهادت په دویمې کلیزې کښې د ایران د ولس او د نورو هیوادونو د خلکو ستر حرکت او د مینې او ارادت څرګندونې، د خدای له قدرته د رامینځته شوي یو ستر خوځښت په توګه وښودله چې د امریکایانو محاسباتي سیسټم حقاً او انصافاُ معیوب او خراب دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مستکبر او زورویونکي دښمن په وړاندې نه تسلیمیدل د انقلاب له اصولو څخه وبلل او څرګنده یې کړه: دا چې په یو پړاؤ کښې له دښمن سره مذاکره، خبرې او تعامل وشي، معنا یې د هغه په وړاندې تسلیمیدل نه دي، لکه څنګه چې تراوسه نه یو تسلیم شوي او له دې وروسته به هم تسلیم نه شو.

*/*/*/*/*/*/

دوه کاله مخکښې د مرغومي په دیارلسمه نیټه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني او د عراق د ولسي ځواکونو الحشد الشعبي مرستیال ابو مهدي المهندس سره د خپلو اتو ملګرو د جمعې په شپه د امریکې د وخت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مستقیم حکم، د بغداد هوايي ډګر ته څیرمه په یو ترهګر اقدام کښې شهیدان شول.

د دغې ترهګرې حملې په وړومبني ځواب کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د هم دغې مرغومي د میاشتې په اوولسمه نیټه د عراق په الانبار ولایت کښې د (عین الاسد) په نامه د امریکې د ترهګر او تیري پوځ ترټولو ستره اډه په بالسټک توغندیو وویشتله او ویجاړه یې کړه.

امریکې د تپلي جنګ په دوران کښې دا عبث فکر کوه چې د ډیکټاټور او جنایتکار صدا له رژیمه په ملاتړ او تپلي جنګ سره کولې شي چې د ایران ولس په ګونډو کړي او اسلامي انقلاب له مینځه یوسي. خو د ایران ولس په خپل دیني بصیرت او غیرت سره او د تولو زور ویونکو قدرتونو په وړاندې په اودریدو سره، د دښمنانو ګواښونه او جنګ په یو فرصت بدل کړ او په بې سارې میړانې او یووالي سره یې د دښمن محاسبات ګډوډ کړل او د هغوي ډیرې دسیسې یې شنډې کړې او سره د ټولو خنډونو او کارړنګونو،  په ډیرو ډګرونو کښې کامیابیو او په نړیواله سویه ارزښتناکو موقعیتونو ته رسیدلی دی.

*/*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر تیره جمعه د چین له چارواکو سره د خبرواترو په موخه د یو لوړرتبه سیاسي پلاوي په مشرۍ، بیجنګ ته لاړه.

دغه سفر له دوو اړخونو د اهمیت وړ دی. وړومبې اړخ د اقتصادي ملګرتیاؤ په لړ کښې د تهران او بیجنګ ترمینځ د دوه اړخیزو موافقو تعقیبونه ده.

د دغه سفر د اهمیت دویم اړخ د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو د لغو کولو په موخه د ویانا د غونډو له دوام او د وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله صلاح مشورو سره د دغه سفر هم مهال والی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل سفر په پاې کښې وویل: دواړو لورو به دې سفر کښې موافقه وکړه چې له نن (جمعې) څخه د دواړو هیوادونو د سټراټیجکو ملګرتیاؤ د جامع موافقې د اجرا پیلول اعلان کړو.

*/*/*/*/*/*

له بلې خوا د ایټمي مذاکراتو د نوي بهیر له پيلیدو راهیسې ایراني پلاوي په مختلفو سویو په ګڼو غونډو کښې ګډون کړی او په ټولو پاتې موضوعاتو کښې یې د نوښتي لارو چارو او عملیاتي طریقو په وړاندې کولو سره هڅه کړې ده چې ښې موافقې ته د رسیدو په موخه د خبرواترو بهیر چټک او ګړندی شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د فرانسې د خارجه وزیر ژان ایو لوډریان په شمول ځینو لویدیځو چارواکو د ویانا د خبرواترو د ورو والي خبره کړې ده.

د اروپايي ټرائیکا د جګ پوړو مرکچیانو پرله پسې غیرحاضرۍ او د مذاکره کونکو بدلیدل هم په خبرواترو کښې د ځنډ راتلو او د هغې د چټکتیا د کمیدو سبب شول.

په عین حال کښې د چین جګ پوړي مرکچي وانګ کوان تیره اونۍ په ویانا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر له سیاسي مرستیال سره له کتنې وروسته وویل: ایران د تازه او هراړخیزو مشورو په وړاندې کولو سره  په خبرواترو کښې ډیر رغنده رول لوبوي.

خو په خبرواترو کښې له پرمختګ سره سره، د ځینو زیاته غواړو غوښتنو مطرح کیدل او حتی کله کله د متن د بیرته ستنولو لپاره هلې ځلې دوام لري او هم دا مسئله د خبرواترو د ورو والي یوه ستره وجه ده. دا په داسې حال کښې دي چې مقابل لوری باید په نظر کښې ولري چې نه شي کولې له یې خوا په رسنیو کښې پرله پسې د (الټي میټم)، (مهال ویش) او (محدود وخت) خبره وکړي او له بلې خوا د مذاکرې پر میز مدام بدلیدونکې کړچار خپل کړي او په ترلاسه شویو پرمختګونو کښې د بیاکتنې غوښتنه وکړي.

*/*/*/*/*/*/

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له بیجنګ مخکښې عمان او قطر ته هم سفر کړی و. دغه سفر له ګاونډیانو سره د اړیکو د پياوړتیا په موخه ترسره شو.

د ایران خارجه وزیر عمان ته په خپل سفر کښې، د ایران او عمان د سوداګري ملګرتیاؤ د پراختیا بهیر ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې له یو بل سره د سیمې د هیوادونو اقتصادي او تجارتي ملګرتیاوې د سیمې د صلحې او امنیت د پایدارۍ لپاره د یو سمبول په توګه وګڼلې شي.

د ایران خارجه وزیر امیر عبدللهیان دوحې ته هم په خپل سفر کښې، د قطر له امیر سره له کتنې وروسته د دغه هیواد له مرستیال وزیراعظم او خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره دوه ځلې ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ظالمانه بندیزونو د ختمولو په لړ کښې د ویانا د خبرواترو د وروستیو بدلونونو او په افغانستان او یمن پورې د اړوندو مسائلو څیړنه هم په دغو ملاقاتونو کښې د ایران د خارجه وزیر له خوا نور مطرح شوي موضوعات وو.

*/*//*/*/*/*/*

له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا، د سیمه ایزې ډیپلماسۍ په بهرني سیاست کښې د ایران د دیارلسم حکومت د پروګرامونو له اعلان کړو اهدافو څخه دي.

د دغه سیاست په چوکاټ کښې تهران تیره اونۍ د ترکمنستان د مرستیال ولسمشر سردار بردي محمد اف او د ترکمنستان د خارجه وزیر رشید مردوف کوربه و.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د تیر ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کښې د اکو د اقتصادي ملګرتیا د سازمان په سرمشریزه کښې د ګډون لپاره عشق آباد ته لاړه او د ترکمنستان له ولسمشر سره یې ملاقات وکړ.

د ایران اسلامي جمهوریت به ډیر زر د سیمه ایزو اړیکو د پراختیا او له ګاونډیانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د مناسباتو د پراختیا د سیاست په دوام کښې، د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمد اف کوربه و.

تیره اونۍ تهران هم داشان له تاجکستان سره د اړیکو په لړ کښې د یوې غونډې کوربه و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان (د ایران او تاجکستان د اړیکو پس منظر) نومې غونډې ته په خپل پيغام کښې چې د دواړو هیوادونو د سفارتي اړیکو د دیرشمې کلیزې په مناسبت تیره دوشنبه په تهران کښې ترسره شوه، ټینګار وکړ چې د ایران حکومت د ګاونډیتوب او له ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا سیاست د خپل بهرني سیاست ترټولو مهم وړومبیتوب ګڼي او په دې لړ کښې تاجکستان ځانګړی مقام او اهمیت لري.

*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه