په اسلامي هیوادونو کې د پوه بنسټه اقتصاد ځای
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i122264-په_اسلامي_هیوادونو_کې_د_پوه_بنسټه_اقتصاد_ځای
د نړۍ د هیوادونو په اقتصاد کې د نوی کړچار په توګه پوه بنسټه اقتصاد د صنعتی او کرهڼریزواقتصادونو لازم او مناسب بدیل معرفی شویدی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2022 12:21 Asia/Kabul
  • په اسلامي هیوادونو کې د پوه بنسټه اقتصاد ځای

د نړۍ د هیوادونو په اقتصاد کې د نوی کړچار په توګه پوه بنسټه اقتصاد د صنعتی او کرهڼریزواقتصادونو لازم او مناسب بدیل معرفی شویدی .

نن سبا نړۍ په دې ډیره ښه پوهه شوی ده چی د اقتصاد نوې ډول په رامینځته کیدا دې چی د هیوادونود اقتصادي پراختیا او ودې لپاره متفاوت اساس وړاندی کوي .دغه اقتصاد چی په پوه بنسټه اقتصاد مشهور دی د پوهې د بدلون او پراختیا د نړیوالیدا د تعامل نتیجه ده . د پوه بنسټه ټولنې ځینې مهمې ځانګړنې پوهې ته د لاس رسۍ تنوع ، د پوهې په ټولو اشکالو ټینګار ، ټولو نسلونو ته پام ، په ټولنه کې د یادولو د حس سیسټماټیک کیدا ،د یوه دایمي کلتور په توګه د نوښت بدلیدا ، د اطلاعاتی ټیکنالوجیو پراختیا او نوی ارتباطات دي . پوه بنسټه اقتصاد څلور اساسی ارکان لري چی زده کړه او انساني سرچینو پراختیا ، نوښتونه او اختراعات ، غوړیدلی معلوماتی بیخ بینا او اقتصادی محرکات  دي .

د نړۍ د هیوادونو په اقتصاد کې د نوی کړچار په توګه پوه بنسټه اقتصاد د صنعتی او کرهڼریزواقتصادونو لازم او مناسب بدیل معرفی شویدی . د تحقیقاتو نتیجې ښی چی پوه بنسټه اقتصاد د سیمه ایزو هیوادونو ترمینځ د تجارتی ودې په پراختیا او همداراز په هیوادونو کې د ارزش افزوده تولیدپه بهیر په مثبتې اغیزشیندنې سره داسلامي هیوادونو د پرمختګ او اقتصادي ودې سره د مرستې لپاره لوړ قابلیت او وړتیا بلل کیږی .

د پوه بنسټه اقتصاد په زمینه کې سرخیل اسلامي هیوادونه په ترتیب سره ملایشیا ، ترکیه ، ایران او لبنان .

ترکیې او ایران ورو ورو په دغه لاره کی ګام پورته کړی دی او ډیرپرمختګونه یې کړي دي . هر یو یاد شوی هیواد په مختلفو حوزوکې اجرایی اقدامات ترسره کړي دی ، په اموزشی او څیړنیزو ادارو کې له بدلون نیولی تر په ای ټی ، ارتباطاتو اړخ کې د ضروری بیخ بیناییو او د سټراټیجیکې نقشې په توګه د اسنادو د برابرولو په زمینه کی

««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پوه بنسټه اقتصاد په لاره کې د ګام کیښودلو لومړنې شرط سیاسی اراده او غوښتنه ده . د دغو ټولو هیوادونو په تجروبه کې مشری او سیاسی ارادې پوه بنسټه اقتصاد چوکاټونو ته د رسیدا لپاره د اصلاحاتو په پیلولو کې مهم رول درلودلی دې . د زیاتره پراختیایی هیوادونو تجروبه ښی چی حکومت د پوه بنسټه اقتصاد په لور د حرکتونو په پیلولو کې اساسی رول درلودلی دی . همداراز حکومتونه د پوه بنسټه اقتصادپه زمینو کې تل له خصوصی برخې سره د خپلو ارتباطاتو په پیاوړتیا پسې دی ، ځکه چی پوه بنسټه اقتصاد د خصوصی برخې پراخ شتون ته اړتیا لری .

اسلامی هیوادونه اقتصادي ، جغرافیایی ، جیوپولیټیکی ، جیوسټراټجیک ، جیو اکانمیک  او جیو کلچریک امتیازاتو برخمن دي . د اسلامي هیوادونو مهم پوټنشلونه په نړۍ کې د ځوانو نفوسو ستره ونډه ، د معدنی موادو ، ګازو ، تیلو ، سرو زرو په شمول د ګران بیه زیرمو ورزیاتیدا ، د کرهڼړیزومحصولاتو په تولید کې نسبی برتری ، د فکری او کلتوری میراث بډایه توب دي .

د پوه بنسټه اقتصاد اهمیت او همداراز هغو مشکلاتو په په پام سره چی اسلامي هیوادونه ورسره په اقتصادی حوزه کې مخامخ دي ، دغو شرکتونو ته توجه په ایجنډا کې شامله شوه ، خو تراوسه دغه زیاتره هیوادونه د لارې په سر کې دي .

هغه څه چی سبب کیږی پوه بنسټه اقتصاد ته د یوه لومړیتوب په توګه وکتل شی ، د اسلامی هیوادونو ذکر شوي برلاسی توبونه دي . دغه هیوادونه په تیره بیا په پیټروکیمیکل صنایعو کی د پوه بنسټه اقتصاد له ظرفیتونو ګټه پورته کولې شی ځکه چی زیاتره اسلامي هیوادونه د انرژۍ له بډایه سرچینو برخمن دي او په دنیا کې د انرژۍ د تولید او صادراتو په زیاتو درلودونکیو هیوادونو کې بلل کیږی .

په عین حال کی اسلامي هیوادونو په تیره بیا وروستیو دو لسیزو کې د ښار جوړونې ، ټوریسټی  او تخنیکی حوزو کې زیاتې پانګونې کړي دي  اوهڅه یې کړی ده چی خپلې اقتصادي سرچینې متنوع کړي او  د انرژۍ له یوازنی عایدو واټن ونیسي . اماراتو او قطر په دې زمینه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي اوبریالي شوی دی بهرنی پانګونه جذب کړې شي . په عربستان کې هم سعودیانو د ۲۰۳۰ اقتصادی لرلید د سند په لړ کې د نیوم پروژې په پرانستولو سره پوه بنسټه اقتصاد ته خپله ګروهنه ښودلی ده . نیوم ستره پروژه ده چی پکې هوشمند ښارونه جوړول کیږی چی له پاکې سره تړلي دي او د نورو پراعظمونو لپاره پانګونه برابروی .

په تلپاتی اقتصاد سره په یوه پرمختللی هیواد د بدلیدا لپاره د اماراتو خوب په لړکې د دغه هیواد مشران په دوامداره توګه  په  پوه بنسټه شرکتونوکې د تولید د خنډونو د لیری کولو لپاره  طرحې او اصلاحات  اجرا کوي . په ۲۰۱۹ کال کې دغه هیواد په دې زمینه کې پینځه قوانین وضع کړل . د اماراتو د اقتصاد وزارت د ۲۰۱۹ کال د جولای له لومړۍ نیټې د ۱۵۰۰ حکومتي خدماتو د لګښتونو د ۵۰ فیصده کمولو خبر ورکړ .  

««««««««««««««««««««««

 

عربی هیوادونو همدارازد نوښت ، پراختیا ، علمی تحقیقاتو او روزنې په حوزه کې د پوه بنسټه اقتصاد د جوړښت د بدلون لپاره د مناسبې زمینې د رامینځته کولو ، سیالۍ منلو ، د ګټه پورته کونې سویې د دوامداره لوړتیا په هدف خپله ګروهنه ښودلی ده . دغه هیوادونه دغې ډل بندۍ ته رسیدلي دي چی په عربی هیوادونو کې له پوه بنسټه اقتصاد ملاتړ د علمي او اقتصادي ځای د لوړتیا زمینې برابروي او سبب کیږی چی محصلین او د ټولنې خلک هغو تحصیلي څانګو سره په چلند کې چی هغو علومو ته ځانګړې پام لری چی د خپل هیواد اقتصادي وده تضمینوي .

پای