د سباوون لسیزه (اتمه برخه)
(last modified Wed, 08 Feb 2023 09:54:33 GMT )
Feb 08, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • د سباوون لسیزه (اتمه برخه)

له انقلاب وروسته د ایران علمي بریاوې

ګرانو او قدرمنولوستونکو په نننۍ لیکنه کښې د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته د ایران د علمي بریاؤ او لاسته راوړنو جاج اخلو

دوستانو د سباوون لسیزه د ایران د سترو علمي لاسته راړنو د بیانولو یو ښه فرصت دی. اسلامي انقلاب د هیواد د بدلون او ودې لاره هواره کړه او د عمراني پروژو بشپړول او پرمختللو ټیکنالوجیو ته لاسرسې د ایران د علمي، اقتصادي او ټیکنالوجیکي پراختیا له مصداقونو ګڼل کیږي.

په دې ځانګړي پروګرام کښې پّ سیمه او نړۍ کښې د ایران علمي مقام او پرمختګونو ته پاملرنه کوو او په ورپسې پروګرامونو کښې به د نانو ټیکنالوجۍ، هوا فضا، طب او د بنیادي او ایټمي حجراتو په شان برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت لاسته راوړنې درته بیان کړو.

د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران یو ویاړ په علمي ډګرونو کښې د هیواد ورځ تر بلې وده او فعال شتون دی چې نړیوالو ټولنو په ځلونو تایید کړی دی. ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ نه تر مخکښې پورې یو داسې صنعت درلود چې په بهر پورې سخت پيئلی و. په هم دې وجه د انقلاب له بریالیتوب وروسته د اقتصادي محاصرې او د ابتدايي موادو د نه تامینیدو په وجه له سخت زوال سره مخامخ شو خو ایران وتوانیده چې له اسلامي انقلاب وروسته په ابتدايي وارداتي موادو، بهرنیو شیانو او تخنیکي پوهې پورې پيئلتیا چې د صنعت لپاره یو ګواښ ګڼل کیده، د پام وړ اقدامات ترسره کړي.

په مختلفو صنعتي، پوځي او علمي برخو کښې د ایران پرمختګونو ته یوه کتنه هم ښودنه کوي چې د اسلامي ایران د قدرت په پیزواني کولو کښې د دښمن هراړخیز سیاسي، اقتصادي او پوځي دباؤنه ناکام پاتې شوې دي. په نانو، ایرو سپيس یعنې هوا فضا او په بنیادي او ایټمي سلولونو کښې پرمختللو ټیکنالوجیو ته رسیدل ساینسي، اقتصادي او ټیکنالوجۍ د برخې د پراختیا لپاره یولړ مصداقونه ګڼل کیږي چې ټول د بندیز په حالاتو کښې ترلاسه شوي دي.

*/*/*/*

د اسلامي انقلاب له بریالیتوب نه په وروسته پړاؤ کښې د دنیا د علمي په تولید کښې د ایران ونډې ۱۸۰ چنده زیاتوالی لرلی دی. د انقلاب له کامیابۍ په وروسته کلونو کښې د ایراني محققانو له خوا د مقالو تولید هم ۵۵ چنده وده کړې ده. د هغه رپورټ له مخې چې Web of Science» نومې نړیوال ویب سایټ له خوا خپور شو، ایران په ۲۰۱۹ کال کښې په ۱۰.۴ فیصدي علمي ودې سره، د نړۍ د ۲۵ غوره هیوادونو ترمینځ دویم مقام ترلاسه کړ.

هم داشان د New Scientist او Metrix Science دوو معتبرو علمي سایټونو د رپورټ له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د اوسط اندازې په ۱۱ چنده ودې سره، له ۱۹۸۰ نه تر ۲۰۰۹ کلونو ترمینځ موده ښې د علمي ودې وړومبۍ رتبه لرلې ده. دا احصائیې ښودنه کوي چې ایران د دنیا له بل هر هیواده په ډیرې چټکتیا سره د علم او ټیکنالوجۍ د پرمختګ لاره وهي، داشان چې د دنیا د علم په تولید کښې د ایران ونډه، په ۱۹۹۷ کال کښې له ۰.۰۷ فیصدو نه په ۲۰۲۰ کال کښې ۲ فیصدو ته ورسیدله. یعنې د هیواد د نفوسو په پرتله د دنیا د علم له تولید څخه د ایران برخه، څه باندې دوه چنده شوې ده.

هم داشان د هغو نتایجو مطابق چې د SCImago استنادي سایټ خپاره کړي دي، په ۱۹۹۶ کال کښې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ثبت شویو علمي مدارکو شمیر په ۸۵۰ مواردو سره، د نړۍ په ۵۴ رتبه کښې و خو په ۲۰۲۰ کال کښې د هیواد د علمي مدارکو او مستنداتو شمیر ۷۴ زره ، ۴ یوه او ۴۴ ته ورسیده چې د ۱۹۹۶ کال په پرتله یې ۵۷.۸۶ فیصده وده کړې ده او په دغه کال په دنیا کښې د ایران مقام، ۱۶ نمبر ته لوړ شوی دی.

*/*/*/

د ملګرو ملتو د روزنیز، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) د احصائیو له مخې، د پنځوسمې لمریزې لسیزې په نیمايي کښې په ایران کښې د تحصیل کړو کسانو اندازه کابو ۳۰ فیصده وه خو د همدغو احصائیو له مخې تر ۱۳۸۶ کاله د ایران څه باندې ۷۵ فیصده وګړي، تعلیم یافته شول او په ۲۰۱۶ میلادي یعنې ۱۳۹۵ لمریز کال کښې ۹۰ فیصدو ته کابو شول، یعنې ایران د شاه د پړاؤ په وروستیو کښې له یو نیمه بې تعلیمه هیواد څخه، له انقلاب نه په وروسته کلونو کښې په یو باسواده او تحصیل کړي هیواد بدل شو.

د اسلامي انقلاب له راتلو لږ مخکښې یعنې د ۱۳۵۰ کال خواوشا، په هیواد کښې د لوړو استعدادونو د روزنې دوو مرکزونو کار کوه خو دغه شمیر په ۱۳۹۰ کال کښې ۶۷۰ مرکزونو ته ورسیده. له بلې خوا په کال ۱۳۵۵ کښې د هیواد په ۲۲۳ پوهنتوني مرکزونو کښې ۱ لاک ۷۰ زره محصلینو زده کړې کولې چې دا اندازه په ۱۳۹۰ کال کښې ۴ میلیون محصلینو او ۲ زره ۵ سوه ۴۰ پوهنتوني یونټونو ته رسیدلې ده.

د پوهنتونو مرکزونو او د غوره وړتیاؤ د لرونکو کسانو پراختیا او د بااستعداده کسانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه د اسلامي انقلاب ګټه وه چې په برکت یې، ایران نن سبا په ډیرو علمي برخو کښې په تیره بیا د سیمې د هیوادونو مخکښ دی. په حقیقت کښې د ماډرن علومو په ډګر کښې ایراني پوهان توانیدلي چې د ماډرن علومو پّ ډګر کښې ایراني پوهان توانیدلي چې د انساني پوهې تر نویو سرحدونو لاړ شي. ایراني پوهانو خپل پرمختګونه او تحقیقات یو داسې حد ته رسولي دي چې د دنیا زیاتره محققان پرې استناد کوي او تیار دي چې پّ ګډو تحقیقاتي پروژو کښې له ایرانیانو سره ملګري شي.

له انقلابه مخکښې ایران په نړیواله سویه هیڅ ستر او غوره پوه نه درلود خو په ۱۳۹۵ کال کښې د وب آف ساینس معتبر نړیوال سایټ د اعلان له مخې، ایران څه باندې ۲۰۰ غوره پوهان لري چې د دنیا په یوفیصد غوره پوهانو کښې راځي. */*/*/*/*/

په دې هکله د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي چې تل د هیواد په علمي پرمختګونو باندې ټینګار کوي، فرمایلي دي: په هغه وخت کښې زمونږ د پام وړ علمي پرمختګ، د علمي کار له نظره په رښتیا چې هیڅ د ویاړ وړ څیز نه درلود. واقعاً همداسې ده، اوس ممکنه ده یو وخت یو پوه ځوان مثلاٌ په یو ګوټ کښې یو فکر یا یو کار ترسره کړی و چې شاید مونږ پرې خبر نه یو خو پوهنتون د یو کُل په توګه، د یوې ټولګې په توګه هیڅ د پام وړ علمي خوځښت نه درلود. نن سبا د خدای په فصل او په الهي توفیق، په پوهنتون کښې د پام وړ علمي کارونه ترسره شوي دي او لاهم د استادانو او د روزنیزو ورکشاپونو او د پوه محصلینو په لاس ترسره کیږي.

ټایمز خپرندویه، هر کال د نړۍ د غوره پوهنتونونو کلنزه رتبه بندي خپروي. دغې خپرندوې په ۲۰۲۱ کال پورې اړونده خپل نوي رپورټ کښې ۴۷ ایراني پوهنتونونه د نړۍ د غوره پوهنتونونو په لسټ کښې بللي دي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله په کښې ۷ پوهنتونونه زیات شوي دي. ایران د نړۍ د ۹۳ هیوادونو د ۱۵۲۷ پوهنتونونو ترمینځ د ۴۷ ایراني پوهنتونونو په رتبه بندۍ سره، د ۲۰۲۱ کال په رتبه بندۍ کښې په پوهنتوني ډګر کښې ډیر پرمختګ کړی دی. هم داشان د شانګهايي د نړیوالو پوهنتونونو د ربته بندۍ ARWU له مخې، ایران په سیمه کښې د پوهنتونونو د شمیر له نظره، په اسلامي هیوادونو کښې اول مقام لري. دا په داسې حال کښې دي چې له انقلابه مخکښې د هیواد د پوهنتونونو شمیر ۲۰ ته هم نه رسیده.

*/*/*/*/

د دنیا د مقالو د کیفیت د سنجولو یو معیار هغه ځانګړنه ده چې Clarivate Analytics د علمي اطلاعاتو سایټ یا هم هغه ISI  تنظیم کړې ده. په ۲۰۰۷ کال کښې د دغې ځانګړنې له مخې، د نړۍ له ټولو غوره مقالو څخه ۵۶ مقالې د ایران وې خو په ۲۰۱۹ کا لکښې دغه شمیر ۴۷۳ مقالو ته رسیدلی دی یعنې نزدې اته چنده شوی دی. هم داشان په دې برخه کښې د ایران رتبه، په ۲۰۱۱ کال کښې له ۳۸ څخه په ۲۰۱۹ کال کښې ۱۷ ته رسیدلې ده چې د زیات استناد کونکو مقالو په نوملړ کښې د ایارني مقالو د کیفي ودې ښودونکې دي.

په تیرو څلورو لسیزو کښې د اران د علمي پرمختګونو بهیر دومره ګړندی و چې ځینو لویدیځو ټ،لنو حتی د دغه بهیر د دوام د مخنیوي لپاره یولړ وړاندیزونه کړي دي. د مثال په توګه نیچر nature نومې مشهورې مجلې په ۲۰۰۵ کال کښې «د ایرانیانو ستر پریډ» نومې مقاله خپره کړه او په کښې یې د بندیزونو د لګولو یا د بلواؤ د جوړولو له لارې د ایران د علمي پرمختګونو د مخنیوي وړاندیز وکړ.په دغې مقالې کښې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره راغلي دي: «په ایرن کښې علمي وده دوباره به برابریدو ده مګر دا چې په بلواؤ یا لاډیر بندیزونو سره یې مخه ونیوی شي... او ایرانیان پوهیږي چې څوک دي او په خپل تمدن او علمي مخینې باندې ښه خبر دي. په تیرو څو کلونو کښې دغه هیواد په علم کښې ډیره پانګونه کړې ده. حتی معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي چې په اغیزناکه توګه د دې هیواد مسئولیت په غاړه لري، د علم په ترلاسه کولو یې ټینګار کړی او له خپل هیواد څخه یې غوښتي دي چې په ټولو علمي برخو کښې په ځان باندې باور او اعتماد زیات کړي.                

    */*/*/*/

     د تهران راډیو مینه والو د سباوون لسیزې په مناسبت د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ په راتلونکې برخه کښې به، د نانو ټیکنالوجۍ او د ایټمي، هوافضا، طب او د بنیادي حجراتو په برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پرمختګونو جاج واخلو، نو تر هغې درنه اجازه غواړو...

 

ټیګونه