د ۱۴۰۲کال شعار؛د انفلیّشن پيزواني کول او د تولید وده
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د کال د شعار یعني د انفلیّشن د کنټرولولو او د تولید د ودې په مناسبت د لړۍ له ننني اتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ۱۴۰۲لمریز کال شعار د تولید وده او د انفلیّشن کنټرولول نومولی دی . انفلیّشین د ایران پر اقتصادی مشکلاتو یو ا غیزشیندونکی عامل دی .
دوستانو په تیر مطلب کې مو د پیسو د پرسوب یا انفلیّشن د مفهوم ،د ایران په اقتصاد کې دانفلیّشن د اوج په باب درسره وغږیدو،په هغه مطلب کې د ایران په اقتصاد کې انفلیّشن له ۱۳۱۰ څخه تر ۱۳۳۰ کال پورې په مودې کې په مختصر توګه وارزول شو، او په دغه ننني مطلب کې هم له ۱۳۳۰لمریزکال څخه د اسلامی انقلاب تر بریالیتوب پورې انفلیشن ارزوو.
د ایران د اقتصاد د انفلیّشن پنځم پړاؤ له ۱۳۳۱کاله تر ۱۳۵۰لمریز کال پورې شمیرل کیږي. ددغه پړاؤ په لومړنیو کې بیا بیّې د کوریا دجنګ او د تیلو د صنعت دملی کیدا او د ایران د بندیزونو له امله د اسعاري مشکلاتو او ترینګلتیاؤ له امله د نړیوال انفلیّشن تر اغیزو لاندې زیاتې شوې. په دوام کې د امریکا په مالی مرستو پسې،هیواد ته دتیلی عایداتو پپچکاري کیدا،د نوټونو خپریدا،د تازه تاسیس شوي بانکونو مقابله او د کریډیټونو پراختیا، د پانګونې او د پانګې د بیرته اخستو ترمینځ وخت یا موده ، او داقتصادي مدیریت کمزورتیا ددې لامل شوي چې د پرانیستو دروازو د سیاست له اعمالیدا سره سره،د بیّیو دزیاتیدا بهیر دوام وموند. له ۱۳۳۹کاله تر ۱۳۳۸ کال په پړاؤ کې د کریډيټونو په محدودیټ، دناانډوله بودجې په منظمونې او د وارداتو په کونې مشتمل اقتصاد دتثبیتونې سیاست اعمال شو چې نتیجه ئې د هیواد پر اقتصاد د بحران او ځوړتیا واکمنتیا وه . داقتصادي تثبیت پروګرام موخه ، دبانکي کریډيټونو د ودې زر کمیدا او د خلکو د پیرودنې د قدرت محدودوولو او په نتیجې کې د بیّیو د ودې او دغوښتو د زیاتیدا مخنیوي ؤ.
د ۱۳۴۱کاله تر ۱۳۵۰ کال پورې موده، د بیّو د نسبي ثبات او داقتصادي روڼتیا د بیرته ستنیدا پړاؤ دی. له ۱۳۴۲لمریز کال څخه پانګونې وهڅول او بانکي کریډيټونه هم پراخ شول او د اقتاصدي فعالیتونو د رونټیا لازیاتې زمینې برابرې شوې . له ۱۳۴۷کاله تر ۱۳۵۱پورې په کلونو کې یعني د څلوم عمراني پروګرام د اجرا پړاؤ،د بیّیو ډيریدا لازیاته شوه چې غوره دلیلونه ئې دتولید او وچکالۍله امله د کرهڼيزو محصولاتو د وړاندې کولو کمښت، د مهاجرت د چټکتیا له امله د هستوګنې د ځایونو کمښت او دهستوګنې د ځایونو بده وضع، او د حکومت د عایداتو دتامینولو د رودې او د حکومت د انبساطي کریډیټ او د پیسو سیاستونه دي .
شپږم پړاؤ هم له ۱۳۵۱کاله تر ۱۳۵۷لمریز کال پورې پړاؤ دی . په ایران کې په دغه پړاؤ کې د انفلیّشن د اندازې زیاتیدا چې د ۱۳۴۰لسیزې له وروستیو څخه په محدود ډول پیل شوې وه، د ۱۳۵۰لمریزې لسیزې په لومړیو کې او په خاصه توګه له ۱۳۵۲کال څخه د هیواد دتیلی عایداتو په اوڅاره زیاتیدا سره زیاته شوه . تر دغه تاریخ پورې د اسعاري سرچینو کمښت، د هیواد عمراني پروګرانو په اجرا کې ترټولو مهم محدودیّت ګڼل کیدۀ. د حکومت د مالی امکاناتو د پراختیا او د تیلی عایداتو بې مخینې زیاتیدا، د هیواد د پراختیا ترټولو لوي محدودیّت ختم کړ او د هیواد د بیخ بینائيو د بیا رغاونې د شتمنیو او عایداتو د ویش د بیلګې د عادلانو کولو او دتولیداتو د لازیاتې ودې دترلاسه کولو لپاره یو مناسبب فرصت رامینځةکړ. خو د وخت حکومت د پنځم عمراني پروګرام په لور نیونې کې له اساسی بیا کتنې پرته ، یوازې د موخو په بدلولو سره ، دتیلو له پلورنې څخه د ترلاسه شوو زیاتو عایداتو په بې ځایه مصرف سره د پروګرام زیاتولو او کمیّت ته مخه کړه.د حکومت د بودجې دعمراني او روانو کریډیټونو چټکه وده،د بانکي سسټم د کریډیټ له زیاتیدا سره په یووخت،په یوې محدودې مودې کې اغیزشیندونکي غوښته ډ يره زیاته کړه. له بل بلوه د هیواد تولیدي امکاناتو او ظرفیّت د موجوده غوښتې دتامینولو توان نه درلود او په عین حال کې ئې د تخنیکي،بیخ بینائي او د وخت د محدودیتونو په علت د ټولنې د تولیدي قدرت د براختیا او په زیږؤنکو بانګو د تیلو د ډيرو زیاتو عایداتو دبدلولو امکان نه ؤ.پر دې داساس د غوښتې او وړاندې کونې ترمینځ نا انډولتیاد انفلّیشن د ډيرو دباؤنو د پڼځیدا او د بیّو د عموي سوئې د زیاتیدا سبب شوه.
د شیانو او خدماتو لپاره دغوښتې چټکه وده پانګونې د هڅونې لامل شوې او د تولید د عواملو لپاره د غوښتنې زیاتیدا د تولید دلګښتونو دزیاتیدا سبب شوه او په دې توګه غوښتې د دباؤ له امله په انفلیّشن د لګښت د فشار په علت انفلیّشن زیات شو . د وخت حکومت د پیسو له پړسوب یا انفلّیشن سره د مقابلې لپاره او د بیّو د دوامدارې زیاتیدا د بدلولو لپاره ، د متضاد پيسو او مالي پالیسیو د نشتوالي له امله،پالیسۍ لکه د اړتیا وړ توکو او خدماتو واردات،د مصرف سبسیډي ورکول،او د قیمتونو جبري کنټرول او ثبات ته مخه کړه چې طبعا د هیواد د ریشه اي او بنیادی انفلیّشن دکنټرولولو جوګه نه وه.په دغه پړاؤ کې د وارداتو له ډيرې زیاتیدا سره سره،رامینځةشوي اضافی غوښتې جبران نه شوې او د لازیاتو وارداتو له لارې د وړاندې کونې د زیاتیدا امکان هم د بندرونو د ظرفیّت،د ترانسپورټي چینلونو او د هیواد د ارتباطي امکاناتو د محدودیّت په دلیل
موجود نه وو.له هیواده د هیواد داړتیاوړ مصرفی او واسطه اي شیانو غوره برخې پر تامینولو او د هیواد داقتصاد پر اړوندوالری سربیره سبب شوی څوپه نړیوالو بازارونو کې د بیّو تر زیاتیدا پورې ئې ایران ه د وارداتي انفلیّشن په بڼه غزیدلی او د پړسوب دباؤنه زیاتوي .
د صنعتی محصولاتو په تولید او ویش کې د صنعتي محصولاتو په تولید او ویش کې د انحصار او نیمه انحصارونو شتون،د ویش ناخوښ وضعیّت،له انساني ځواک،د ارتباطي چینلونو،ارنژۍ او ناانډوله ویش او د ودانیو له موادو او مصالوسره سره اړونده تنګڅې او د بیخ بینائي تاسیساتو محدودیّت، په دغه پړاؤ کې د انفلیّشن په زیاتیدا کې نور اغیزشیندونکي عوامل وو.که څه هم په ۱۳۵۴لمریز کال کې د بیّو د کنټرولونکي سیاست اعمالولو تر یوه حده د انفلّیشن ډیروالی کم کړ،خو د بیّیو د کنټرول د دباؤپه کمیدا سره،بیا د بیّیو د زیاتیدا بهیر ډير زیات شو، داسې چې به ۱۳۵۵ لمریزکال کې د پیسو او مالی پراختیائي سیاستونو او د حکومت د انفلّیشن ضده اقداماتو له کمیدا سره سره د بیّیو ګرافونه په اوڅاره توګه زیات شول . د ۱۳۵۶لمریز کال په لومړیو کې د بیّیو د ډيرې زیاتیدا شاهدان وو او د کال له مینځیو څخه دلومړنۍ ځوړتیا اغیزې ، ښکاره او د کال تر وروستیو پورې لازیاتې شوې . په ۱۳۵۷لمریز کال کې اقتصادي ځوړتیا لا زیات اړخونه غوره کړل او د اسلامی انقلاب په اوج سره ، پانګونې او او تولید ډير کم شو او اقتصادي ځوړتیا هم ډیره زیاته شوه.
په کلي توګه، له ۱۳۳۹کاله تر ۱۳۴۸ کال پورې په پړاؤ کې په متوسط ډول یعني د وارداتو په ځاي دسټراټژۍ دغوره کولو پړاؤ یو رقمي دی. له ۱۳۴۹کاله تر ۱۳۵۷کال پورې په مودې کې دتیلو دعایداتو زیاتیدا او د تیلو د بیّو لوړتیا سره په یووخت شوه. دغه کلونه کارو بار ته دحکومت په پراخې واریدیدا سره اوله دې سره په یووخت د حکومت د بودجې د خسارت زیاتیدا هم رابرسیره شوه. په دې مودې کې د انفلّیشن مینځنۍ کچه 12فیصده ده؛ که څه هم د 1356 لمریز کال انفلّیشن د ایران په تاریخي پړاؤنو کې د انفلّیشن یو اوج دی.
دوستانو په ورپسې مطلبونو کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د انفلیشن او دهغو د علتونوپه باب درسره غږیږو،نو ددغه نننی مطلب وخت هم همدومره ؤاو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپاروو......
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************