Jan 15, 2024 17:19 Asia/Kabul
  • جیش الظلم جنایتکاره ډله،تشکیلات او موخې ئې (وروستۍبرخه)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د جیش الظلم (جیش العدل)جنایتکارې ډلې د تشکیلاتو او سپيروموخو نومې لړۍ له ننني وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.ددغې لړۍ په مخکینۍ برخې کې مو ددغې ډلګۍ د جوښت او موخو په باب درسره وغږیدو،نو اوس هم په وروستۍ برخې کې په ایران کې دړ ځینو مرتجو عربو هیوادونو او امریکا د ملاتړ وړ دغې ډلګۍ د انسان ضده او تورتمې کارنامې ځيني برخې هم درسره شریکې کوو، هو هیله ده ترپایه راسره ملتیا و کړئ.

  دوستانو د  جیش الظلل یا تش په نامه جیش العدل نومې ترهه ګرې ډلګۍ  د پنځیدا له وخته تر دې دمه د ایران د اسلامی جمهوریت  د پولیسو او عامو خلکو په ضد ډير زیات ترهه ګر اقدامات کړي دي . دغې ترهې ګره ډلګۍ پخپل لومړني  شرغواړي او ترهه ګر اقدام کې د ۲۰۰۳کال په اکتوبر میاشت کې یعني د ۱۳۹۲لمریز کال د لړم یا عقب  د میاشتې  په دریمه نیټه   د ایران د سیستان  او بلوچستان  ولایت په سراوان سیمې کې د سرحدي ځواک په ضد په غلچکئ  حملې  کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتي ځواک  څوارلس  ماموران  شهیدان کړل. له دې وروسته د همدغه  کال په سلوغې میاشتې کې  هم دغې ډلګئ په جکیګور سیمې کې په یوې سرحدي پُستې باندې په حملې سره پنځه پوله ساتونکي ایرانیان وتښتول چې  په هغو کې یو ډګرمن جمشید دانائي فر د اسیر کیدا له ۳۶ ورځې وروسته د د ۱۳۹۳لمریز کال د وري  یا حمل  د میاشتې  په څلورمه نیټه  د  جیش الظلم جنایتکارې ډلې د  وحشي ډوله وګړو په لاس شهید شو. د هغه د شهادت خبر  چې  د هغه د بچي د زیږیدا یوازې شل ورځې تیرې وې ، ، د ایران په ولس کې ئې ددغې ترهه ګرې او جنایتکارې ډلګۍ  په ضد د کرکې او  او نفرت دغبرګونونو لویه څپه راولاړه کړه ،له نیکمرغه   له دغې تراخې پيښې یوازې څلور ورځې وروسته  د نور نیول شوي څلور ایراني پوله ساتونکي بیرته خپل هیواد ته راوګرځیدل.

یو کال وروسته یعني  د ۲۰۰۵کال په مارچ میاشت کې د ایران په پولو کې د جیش الظلم یا هماغه تش په نامه جیش العدل نومې ترهه ګرې ډلګۍ شرارتونه  د پاکستان له خاورې څخه په  استفادې سره  هماغه راز  روان وو او دې ځل  د اتو پوله ساتونکو مامورانو د شهادت سبب شول . په دغې پیښې کې د ایران  د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب کې  له جکیګور څخه تر یوه حده ورآخوا د پولې په ۲۳۹میله فاصلې ترحده د  نګور سیمې په حدودو کې د ایران پوله ساتي پولیس په ګزمه کوله  چې د ګزمې په وخت د ترهه ګرو  او  اشرارو د یوشمیر عواملو د پاکستان له پولې  ایران ته  واریدیدو ته  متوجه شوي وو، او پوله ساتونکو پرې ناتار  جوړ کړل چې یولړ مرګ ژوبلې ئې واړولې  او په دغې پيښې کې هم  اته ایراني پوله ساتونکي شهیدان شول.

             له یوه لنډې شان  وقفې وروسته د جیش الظلم  ترهه ګرې ډلې وګړو د ایران د  اسلامی جمهوریت  په ضد خپل شرارتونونه او ترهه ګر اقدامات نوره هم زیات کړل او په  په ۲۰۰۸، ۲۰۰۹ کلونو کې ئې د ایران  زیات شمیر پوله ساتونکي ماموران او عام خلک په وینو کې لیت  پیت کړل. د ۲۰۰۷کال په اپریل کې  په میرجاوې  سرحد کې پر ایرانیو پوله ساتونکو باندې  د پاکستان له خاورې  په ډزو سره  په یوه  ترهه ګر اقدام کې ۹  ایراني سرحدي ماموران شهیدان کړل. د پاکستان له خاورې د جیش الظلم  ترهه ګرو په دغه جنایت کې د میرجاوې د سرحدي  یونټ  د چاهندو  ګروهان څخه  په ایرانيو پوله ساتونکو چې د پُستې په سل میل فاصلې کې دیره وو،حمله وکړه او پوله ساتونکي ایرانیان ئې شهیدان کړل.

د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر میاشت کې ددغې ډلې وګړو د پاکستان له خاورې  د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د  میرجاوې ښار په ۵۰کلومیټرۍ کې په ریګ ملک برخې کې  په لولکدان سیمې ته نفوذ وکړ او په دغې سیمې کې ئې ۱۴ ایراني پوله ساتونکي  ونیول او پاکستان ته ئې له ځان سره منتقل کړل.ددغو جنایتونو  په دوام کې او څو میاشتې وروسته  د ۲۰۰۹ کال په فروروۍ کې  هم د جیش الظلم (جیش العدل) د  جنایتکارو په وسیله  په دوو بمي چاودنو کې چې په زاهدان کې ئې کړي دي ، څلور کسان ټپیان کړل. دغې ډلګۍ همداراز   د ۲۰۰۹ کال د فرورۍ په  ۱۴ نیټه  له چاودیدونکو موادو یوه ډک ګاډي څخه په استفادې سره  په خاش – زاهدان  سړک کې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  د قدس  غونډ ځ واک  او کارکونکو د بس په ضد ځان مرګي حمله وکړه  چې له بده مرغه  په دغه وحشي ډوله اقدام کې ۲۷کسان شهیدان او ۱۳ ټپیان شول .

             له دغو سپيرو او ترهه ګرو اقداماتو وروسته له دغې جنایتکارې ترهه ګرې ډلې  له اقداماتو سره پر جدي مقابلې د ایران د اسلامی جمهوریت   چارواکو  په ټينګار سره دغې ډلې تر یوې مودې لپاره د ایران د اسلامی جمهوری نظام  او ولس په ضد هیڅ  ډول ترهه ګرو اقداماتو د ترسره کولو امکان له لاسه ورکړ،داسې چې حتی  په ۱۹۹۷کال لمریز کال کې د سپاه پاسدارانو  په بس د  ځان مرګي حملې پلانونکی  دپاکستان په تربت سیمې کې هلاک شو. البته د ۱۴۰۰لمریز نوي کال په پيلیدا سره  یو ځل بیا ددغې ترهه ګرې او جنایتکارې ډلګۍ  ترهه ګراقدامات  بیرته پیل شول او د ۱۴۰۰  د  ورې د میاشتې  په لومړۍ نیټه یا ه ماغه د نوروز داختر په ورځ م د سیستان او بلوچستان  ولایت په یوه ختیځي ښار سراوان ښار یوه  چوک کې  د جیش الظلم د تور زړو ترهه ګرو  په وسیله په یوې ترهه ګرې  چاودنې کې یو کس شهید او درې نور  ایراني ښاریز ټپیان شول.

همدرااز د ۲۰۲۳کال په ا ګست میاشتې کې هم د  جیش الظلم  تور زړو اشرارو د تفتان خاش په  چورلیز کې  د ټریفک د پولیسو  د  ګزمې په یوه یونټ باندې په ناځوانمردانه  ترهه ګرې دحملې سره  د پولیسو  څلور ماموران شهیدان کړل .

د ۲۰۲۳کال په همدغه اګست میاشت کې بیا هم ددغه جنایتکارې ډلګۍتور زړو ترهه ګرو په یوه بل ناځوانمردانه  اقدام کې  په دروبین لرونکي وسلې  څخه په استفادې سره  د میرجاوې د سر حدي یونټ د ۸۴ میل پُستې په دوهم لمبر برَج په لور په ډزو سره په دندې ولاړ  عسکر محمد آتش زاي  شهید کړ.

               ددغې تور زړي او وحشي ډوله جنایتکارې ډلې جنایتونه او وحشیتوب  اقدامات او  فعالیتونه یو اوږد لیسټ  ته اړتیا لري  او بلاخره د پام و ړ ټکی چې  د  جیش الظلم  ترهه ګره ډلګۍ مشرانو به وسیله  داهل تسنن او بلوچ قوم لپاره د عدالت او برابرۍ  په تظاهر سره  او د اهل تسنن څخه د ملاتړ په باب  ددغې جنایتکارې ډلې  له  پوچو او چټي  ادعاګانو سره سره،ددغې تورزړي او جنایتکارې ډلې  په  حملو کې زیات شمیر شهیدان اهل تسنن  دي. دمثال په توګه  په پوله ساتونکي ځواکونو کې چې ددغو تور زړو په لاس شهیدان شوي دي ،یوشمیر  اهل تسنن  ایراني ماموران هم ترسترګو کیږي . همدرااز د ایران اهل تسنن  تل  دجیش الظلم  د بشری ضد  جنایتونو په محکومولو سره ، له دغو ترهه ګرو سره د پریکنده قضائي   چلند غوښتونکي شوي دي.  او دا غوښتې په زیاتره وختونو کې د اهل تسنن  مسلمانانو دجمعې لمانځه په وخت شوي دي .

د خاش  داهل تسنن  الخلیل جامع جومات  دجمعې امام مولوي محمد عثمان قلندرزهي،د خاش د جمعې  امام مولوي محمد علی شهنوازي ، د هامون  د اهل تسنن  دجمعې امام مولوي عبدا... حسن زهي  او  همداراز د اهل تسنن داسې نورو ډیرو  د جمعې لمانځه  امامانو په زغره وئيلی دي، چې باید قضائي محکمه  تور زړو  ترهه ګرو سره هیڅکله هم نرمښت ونه کړي  او د  وطن د سربازانو  او د امنیت د حافظانو په ضد ناځوانمردانه  او غلچکئ بریدونه غیرشرعي،غیراسلامي او غیر اخلاقي او انساني اقدام دی او په زغرده محکوم دي.

               د ایران د  اهل تسنن د جمعې لمانځه امامان وائي ، د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په تیره بیا په درستو ایرانیانو کې   هیڅ ډول توکمیز توپیر  نشته او درست ایرنیان د اسلامی انقلاب د اساسي قانون او ښاریزو د قوانینو په اساس،له بشبړ یوشان حقوقو برخمن دي او دا تور زړوي او بې رحمه جنایتکار ترهه ګر دي چې د خپلو سپيرو موخو او څو پيټرو ډالرو په خاطر غیر اسلامی او غیر انساني اقدامات کوي،چې هیڅکله هم په یوه دین کې  د منلو وړ  نه دي. 

 د اهل تسنن دغه  لوړپوي  مذهبی مشران  وائي،ترهه ګرې ډلګې  په دې پسې دي چې  د ورورولۍ،پیوستون وحدت او یووالی سره ګډوډ کړي او له دې لارې خپلو سپيرو موخو ته ورسریږي،خو دوي دوکه شوي او چټي خوبونه ویني  او دتل په شان به پ خپلو سپيرو موخو کې  هماغه شان ناکام وي  او د خپلو تورتمو جنایتونو کې به نوره تورتمې پاڼې زیاتې کړي .دغه شان خلک د هیڅ ډول نرمښت  قابل نه دي او باید داسې جدي چلند ورسره وشي،چې  د ایران د اسلامی جمهوریت  دښمنان بیا په راتلونکي کې  ددغه شان دسیسو او نقشو د ا جرا کولو جراءت ونه لرل شي.

             ددغې جنایتکارې او ترهه ګرې ډلګۍ تورتمې کارنامې یوه برخې ته یوه کتنه  چې په دغه مطلب کې ورته اشاره شوې ده ، ښئ چې  دغه جنایتکاره ډله په ایران کې د بلوچ قوم او اهل تسنن لپاره  د عدالت او برابرۍ د تحقق په باب  خپلو  ظاهري  ادعاګانو په اپوټه  په ایران کې د ترهه ګرۍ،تکفیریّت او تاؤتریخوالي د بیلګې  دپراختیا  لپاره په هڅې کې دي .

 د ترور او تاؤتریخوالی  د پراختیا سیاست په  داسې حال کې د  جیش الظلم (جیش العدل) له خوا  تعقیبیږي  چې دغه اقدام هیڅکله هم د دټولنې د هغو  کسانو له خوا  دغه ډله  ئې  خپل مخاطبان ګڼي،نه یوازې  ئې نه مني ،بلکې په سخته ئې محکوموي هم .جیش الظلم چې  په دروغو ځانونه په ایران کې په تیره بیا په سیستان او بلوچستان کې د اهل تسنن ملاتړي  معرفي کوي، پخپلو جنایتونو کې ئې  حتی زیات شمیر اهل تسنن هم شهیدان کړي دي . په همدې دلیل ده په پاي کې مناسبه ده باید پوهه شئ چې  جیش الظلم ترهه ګره ډلګۍ د بشری ضده اقداماتو سره په یووخت  په سیستان او بلوچستان ولایت کې د قانوني او امنیتی اورګانونو او د سولې اوثبات په ضد د اهل تسنن  د لمسؤلو په هڅه  کې دي .دغه ډلګۍ  همداراز  د د خپلو عملیاتي  ځوا ک د پیاوړي کولو لپاره  د سونګو او نورو قاچاق کونکو  کسانو پشمول د ځينو ځاي  کسانو په جذبولو پسې  دی چې په هر دواړو  اقداماتو کې ډير زیات ناکام شوي دي .دغه ناکامي  ددې ښودنه کوي چې  جش الظلم یا هماغه تش په نامه جیش العدل  نومې ترهه ګره ډلګۍ  نه یوازې د سیستان او بلوچستان  په خلکو کې کوم ځاي نه لري ، بلکې  د  ددغه ولایت  اهل تسنن د اهل تشیَع  ترڅنګ  ددغې  ډلګئ  له سرغنو او وګړو سخته کرکه اونفرت لري.

             خوږو دوستانو  د جیش الظلم یا هماغه تش په نامه جیش العدل نومې ترهه ګرې ډلګئ د جنایتونو او ،سپيرو موخو او د راپنځيدا په باب مو د لړۍ  وروستی مطلب  واوریدۀ، هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځيدلی وي نو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو  په نیاؤمن خداي مو سپارو سوکاله ووسئ

(سیماب)

**********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه