Feb 03, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • د سباوون د لسیزې دویم ځانګړی پروګرام

اسلامي انقلاب او په ایران کښې د دیني ولسواکۍ د ارمان پوره کیدل

د فجر یا سباوون د لسیزې په مناسبت  د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له دویمې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. لکه څنګه چې پوهیږئ د سباوون لسیزه له اوږدي جلاوطنۍ وروسته خپل وطن ته د حضرت امام خمیني(رح) د راستنیدو او د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په مناسبت د سلواغې له دولسمې نه د دغې میاشتې تر دوویشتمې نیټې پورې لمانځله کیږي..

*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب په دوران کښې د ایران د خلکو یو اصلي ارمان چې په شعارونو کښې یې بیابیا اوریدل کیږي، د هیواد د برخلیک په ټاکلو کښې ګډون او آزادي وه. هغوي د پهلوي رژیم په دوران کښې زبیښاک، ساډوبې او د آزادیو ځپنه په خپل پوره وجود سره احساس کړی و او د ډیموکراسۍ او د خلکو د حقوقو د احترام په بنیاد  د حکومت د جوړیدو غوښتونکي وو.

له بلې خوا د اسلامي انقلاب ستر او ولسي مشر امام خمیني(رح) هم چې ځان یې د خلکو خدمتکار ګڼه او د دغه غورځنګ په بریالیتوب کښې د ولس فعال شتون اغیزناک باله، د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره یې د خلکو د هوډ او غوښتنې په اهمیت یې ډیر ټینګار درلود.

د امام خمیني تکړه ځاې ناستي آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې هکله فرمايي: د مبارزې بیرغ امام د خلکو په لاس ورکړ. حقیقت هم، دغه و او له پیئلي پهلوي رژيم سره د مبارزې په ډګر کښې د خلکو پراخ او یوموټي شتون وکړې شول چې دغه ځپونکی رژيم نسکور کړي.

د نړۍ د مختلفو انقلابونو مشران د غورځنګ له کامیابۍ وروسته، خلک ورو ورو څنګته کوي او تیرې ژمنې هیروي او خپله لاره او طریقه غوره کوي چې معمولاً د خلکو په تاوان دي. خو امام خمیني(رح) چې د پاڅون په دوام او بریال کښې یې د خلکو په رول باندې ژور او جدي باور درلود، د ۱۹۷۹ کال په فرورۍ میاشتې کښې یې د ایران د اسلامي انقلاب له بریا سمدستي وروسته د حکومت د ډول د ټاکلو لپاره د یوې ټولپوښتنې د ترسره کولو حکم ورکړ. په دغې ټولپوښتنې یا ریفرنډم کښې څه باندې ۹۸ فیصده ګډونوالو د خپلو انقلابي او اسلامي آرمانونو په بنیاد د «جمهوري اسلامي» حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

څو میاشتې پس په یوې بلې ټولپوښتنې کښې خلکو اساسي قانون چې د هغوي نمایندګانو تدوین کړی و، تایید کړ. د دغه قانون په سریزه کښې راغلي دي: «اساسي قانون د هر ډول فکري او ټولنیز استبداد او د اقتصادي پیئلتیا د نفي ضامن دی او له استبدادي سیسټم څخه د لرې کیدو او خپله خلکو ته د هغوي د برخلیک د ټاکلو په لړ کښې کوشش کوي».

په هم دط لړ کښې د ایران د جمهوري اسلامي اساسي قانون په مختلفو اصولو کښې د نظرونو په بیان، د غونډو په جوړولو او د نشریاتو د خپرولو په شان کارونو کښې د خلکو د حقوقو او آزادیو څرګندونه شوې ده.

اوس د ایران خلک د انقلاب له دغې لاسته راوړنې په استفادې سره، په مختلفو اجتماعاتو کښې خپل سیاسي، کلتوري او صنفي اعتراضونه او نیوکې، د مسئولانو غوږو ته رسوي. همداشان د عقیدې د څرګندولو او په انټرنیټ او مجازي فضا کښې د مختلفو نظریو د بیانولو لپاره پراخې آزادۍ موجودې دي. په ډیموکراسۍ او په خپل راتلونکي کښې د خلکو د ګډون یوه مهمه نښه، د سالمو او آزادو انتخاباتو ترسره کیدل دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د اصولو له مخې او هم داشان د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د خلکو د آزادنه ګډون باندې د چارواکو په تیره بیا د حضرت امام خمیني او آیت ا... العظمی خامنه اي د ټینګار په وجه هغوي تراوسه په ګڼو انتخاباتو کښې ډیر فعال او زوږناک شتون لرلی دی. اوس ولسمشر، د اسلامي شورا(پارلیمان) استازي، د ښاري شوراګانو نمایندګان او د رهبرۍ د خبرګانو شورا غړي چې د رهبر په کړچار باندې د څارنې او ټاکنې دنده په غاړه لري، د خلکو په رایو او نظر سره غوره کیږي.

خو په ایران باندې د واکمنې ولسواکۍ په هکله مهم ټکی، د هغې دیني او اسلامي­والی دی. لکه څنه چې د اساسي قانون په ۵۶ اصل کښې راغلي دي: «په نړۍ او انسان باندې مطلقه واکمني، خدای لره ده او هم هغه، انسان په خپل ټولنیز برخلیک واکمن کړی دی...»

په بله وینا، په اسلام کښې آزادي او د انتخاب حق د خدای تعالی له اړخه انسان ته ورکړی شوی دی او د هغه حدود یې په خپل حکمت او نه ختمیدونکي حکمت سره ټاکلي دي. په دې وجه انسان کوې شي د دغو الهي حدودو په چوکاټ کښې د پرمختګ او تکامل سمه لاره غوره کړي. په ایران کښې ولسواکي هم د اسلام له مترقي تعلیماتو اخیستل شوې ده چې د واکمنانو په غوره کولو کښې یې د خلکو لپاره یو مهم رول په نظر کښې نیولی دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي، دا موضوع داسې بیانوي: «مونږ یوه نوې تجربه راوړې ده؛ مونږ ډیموکراسي له دین څخه واخیسته؛ زمونږ ولسواکي له معنویت او دین سره مل ده؛ په دې وجه دیني ولسواکي شوه، او جمهوري اسلامي».

د ایران خلک د یو داسې نظام په لرلو سره، د اسلامي احکامو او ارزښتونو په چوکاټ کښې چې په خپلې پرې باور لري، راې ورکوي او له مسئولانو هم تمه لري چې د دغو اصولو خیال وساتي. داشان، په خپل انقلاب کښې د ایارن د مسلمانو خلکو یو ډیر مهم هدف یعنې آزادي او په خپل برخلیک باندې واکمني، د جمهوري اسلامي نظام او د دیني ولسواکۍ د حاکمیت په ټینګیدو سره په ډیره غوره توګه عملي شوې ترڅو د ایران خلکو ته دا امکان برابر شي چې په آزاده توګه د امینو او کار بلدو کسانو په غوره کولو سره د یوې روغې ټولنې او آباد هیواد بنسټ کښیږدي.

*/*/*/*/*/*                                                      

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه