Mar 05, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې (رهبري،د شهیدانو له کورنۍاو د لومړي ځل لپاره راي ورکونکي)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې  لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، په دغه مطلب کې د شهیدانو له کورنیو او د لومړي ځل لپاره د راي ورکونکو په ټول کې د راهبرۍ د ستر مقام د وینا په باب درسره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

     د تیرې  چارشنبې په ورځئ یعني د کب یا هوت د میاشتې نهمه نیټه د ایران د اسلامی شورا  او د اسلامی انقلاب د رهبرۍ د خبرګانو شورا  د انتخاباتو په درشل کې حضرت آيت ا... العظمي سید علی خا منه اي د شهیدانو له کورنیو او  د ځوانانو له یوه ټول سره  ولیدل.

 د غونډې په پیل کې دوی د شعبان او رمضان المبارک  شپو ورځو ته په پام سره  چې د دعا ،مناجاتو، لمنځ او استغفار  فرصت دی، ځوانانو ته په خطاب کې وفرمائيل؛ د  خپلې ځوانۍ د روح له صفا لرونکي فرصت  څخه  استفاده وکړئ.استغفار  له تیروتنې او ګناه څخه  د بیرته ګرځیدا د لارې د ټاکلو په معنا دی. کله  وایوو، استغفرا... وَ اتوب الیه؛ نو په ګناه او تیروتنې سره له خداي پاک څخه لیرې شوو، اوس  دخداوندمتعال په لور ګرځو.  خداي  دغه بیرته ستنیدا قبلوي . د اسلامی  انقلاب ستر لارښود پر محمد او آل محمد  د صلواة استول  ترټولو  انساني بیلګې د یاد اوخاطرې ژوندي کول وبلل او وې فرمائيل؛ دغه بزرګواران ، د بشر ترټولو ښه پرګنه او وګړي ، د  پروردګار تر ټولو برلاسه مخلوق   ؤ. د دوي ژوند، د دوي درس ، ددوي ګفتار ، د دوي کردار  دمونږ لپاره بیلګه  دی.  اسوه دي . هغه دعاګانې چې له آئمه علیهم السلام څخه مونږ ته رارسیدلي ديۍ ،ضمانت ورکونکي ، لوړ مضمونونه، لوړ  اسلامي  معارف دي.د عرفې په ورځې د حضرت امام حسین علیه السلام  په دعا کې ، د صحیفه  سجادیّه په دعاګانو  کې د شعبانیّه په مناجاتو کې داسې مضمونونه او  معارف موجود دي چې  انسان  ئې  په هیڅ یوه دوهم ځای کې نشي پيدا کولی. له دعاګانو سره انس ، د مومن او مسلمان معرفت لا لوړوي.

 د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  دوینا بل اړخ ، د انتخاباتو موضوع او د هغو اهمیّت ته مخصوص ؤ. . دوی ددې خبرې په کولو سره چې د اسلامی انقلاب  وروسته په ځوانانو کې له استدلال، دقت او تحقیق، تفحص، تجسس او آزموینو سره ګروهنه، دوه برابره زیاته شوې ده، د انتخاباتو ولولناکې فضا ته اشاره وکړه او وې فرمائيل؛پياوړي او ولولناک انتخابات  د هیواد د پرمختګ  یو اصلي رکن او د پرمختګ د خنډونو دختمولو  یوه ترټولو مهمه وسیله ده . دوي ددې خبرې په کولو سره چې دا انتخابات  او د راي مرکزونه دومره په آ سانۍ سره د مونږ ملت او  هیواد  ته نه دی رسیدلي، د هیواد  دتاریخ هغو پړاؤنو ته اشاره وکړه چې مطلق استبداد او ظالم ورباندې واکمن ؤ او   یا انتخابات په ظاهري  ډول ترسره کیدل او د دربار  او ځیني حتی د بهرنیو سفارتونو پ هوسیله  برابریدل:: دوي په دې اړه هم وفرمائيل؛  دا هغه خبرې دي چې  د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ئې پخپله ورباندې اعتراف کړی دی. د دوي په کتابونو کې لیکل شوي دي. دا چې  خلک په انګیزې ، پيژندګلوۍ ،توقع ، امید سره  د رایو  اچونې مرکزونو  ته لاړ شي او رایې ورکړي، دا بهیر دومره په آسانۍ سره نه دی ترلاسه شوی، په هیواد کې ددې لپاره ډير زیات  مجاهدونه او زیارونه ویستل شوي دي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران  دملت د مبارزو تاریخ ته په اشارې سره  ووئيل،دغه مجاهدتونه  د مشروطه پړاؤ  څځه راپه دې خوا دي ، البته  د د مبارزو او مجاهدتونو زیاتره پیاوړی حرکت د حضرت   امام خمیني او د اسلامی غورځنګ   په پړاؤ کې  بڼه وموندله.  له ۱۳۴۱لمریز کال  څخه یعني له ۱۹۶۲کال څخه  مبارزه پیل شوه،د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې د  دوویشتمې نیټې په پورې یعني د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ پورې ئې  چې اسلامی انقلاب بریالی شو . په دغو شپاړسو کلونو کې  په هیوا د کې ډيرې هڅې وشوې ، مبارزان زندانونو ته لاړل، شکنجه شول،  تبیّیني  مجاهدتونه او زیارونه ترسره شول. څو زمینې تیارې شي،له ۵۶لمریز کال څخه ولسی عمومی  حرکت پیل شو ،ارواښاد امام  ګام په ګام  دغه غورځنګ  او دغه حرکت رهبري کاوۀ او هدایتوۀ ئې،راته ئې رازده کړه  او یادونه ئې وکړه چې په کوم ځاي کې باید حرکت وکړو،څه کار وکړو او څه ئې غوښتل؛رهبر؛ د کلمې په حقیقي معنا.

حضرت آيت ا... االعظمی سید علی خامنه اي  وفرمائيل؛د  اسلامی انقلاب د رهبر، امام بزرګوار کار ، او د هر هغه چا کار  چې دغه ادعا ولرل شي، یو صمیمي ،  فکري او ذهني کار دی ، د خلکو په زړونو ، د خلکو په فکر  اغیزې شیندي  او امام بزرګوار  اغیزې وشیندلې ، ولس صحنې او ډګر ته راووت تر دې چې اسلامی  انقلاب بریالی  شو.    

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دوام کې وفرمائيل؛د سیمه ایزو او نړیوالاو انقلابونو تاریخ ښئ  هغه مهال  انقلاب  رامینځةکیږي ،  چې تر مودو پورې   انقلابی دیکتاتوري واکمنه ده او  له خلکو  او  راي اخستنې کوم درک نه وي. دوي د فرانسې او شوروي دوو  انقلابونو ته  چې  له تاریخي پلوه  له اوسني پړاؤ سره نزدې دي ،  اشاره وکړه او وې وئيل،  د فرانسې انقلاب  د اتلسمې میلادي پیړۍ په  وروستیو کې  د خلکو په شتون او دهغوي په مبارزې سره بریالی شو، خو  له انقلابه وروسته  د چارو واګې  د دیوې ډلې په ګوته شمیر کسانو په اختیار کې ورغلې  تر کابو لسو او دولسو کلونو بورې  چې د نیپولیئن  دیکتاتوری حکومت رامینځةشو.  په دغو کلونو کې اصلا  د انتخاباتو  کوم بحث  نه ؤ.  د اسلامی انقلاب ستر لارښود  ددې خبرې په کولو سره چې  د شوروي انقلاب له دې لابدتر ؤ ووئيل؛ البته  په ایران کې ، د سلواغې په دوویشتمه نیټه انقلاب بریالی شو. کا سلواغې له دولسمې نیټې وورسته په   کابو پنځوسو ورځو کې  حضرت امام خمیني اعلان  وکړ چې باید عمومي ټولټاکنې یا ریفرنډوم  ترسره شي، ددې لپاره چې  دنظام ډول ولس وټاکي ، او وټاکل شو.؛  یعني سملاسي ولس  د رایو مرکزونو اوصندقونو ته لاړل. هغه ....د اساسی قانون   لپاره دخبرګانو  شورا انتخاباتو لپاره رای ورکړې ، بیا ورپسې د ولسمشرۍ انتخابات ، د مجلس انتخابات ، په یوه کال کې  څو انتخابات ترسره شول .دا د اسلامی انقلاب برکتونه دي.... په ځینو انتخاباتو کې  دخلکو ولوله ډيره زیاته او شتون هم ډير زیات  ؤ  او په  ځینو کې بیا  تر یوه کم شتون ؤ و خو  خلک ورغلل د رایو صندقونو ته .پوهه شئ چې زما خوږو وطنوالو،!دغه انتخابات ،  د رایو د صندقونو شوتن ، دتاسو انتخابول ، د تاسو  د رایو ورکول  داسې امتیاز دی چې  په آسانۍ سره نه دی  ترلاسه شوی؛په ډيرو ز حمتونو سره ،  په ډیرو مبارزو سره ، په ډيرو سرښیندنو سره ،  د ملت په عمومي خوځښت او غورځنګ سره ترلاسه شوی دی.::::

             د اسلامی انقلاب ستر لارښود ددې خبرې په کولو سره چې که وتوانیږو، دنیا ته وبریښوو،چې ملت د هیواد په ټاکونکو او مهمو صحنو کې شتون  لري،هیواد ئې ژغورلی او پرمخ  ئې بیولی دی،ووئيل،له دنیا مقصد، په دنیا کې هغه حکومتونه او  سیاستونه دي چې د اسلامی جمهوری نظام،د اسلامی ایران او ددغه خواږۀ هیواد د مسئلو خیال ساتي.امریکا پر اروپا غالب سیاستونه،د صهیونیسټانو سیاستونه،د پانګوالو او ددنیا د سترو کمپنیانو سیاستونه،په ډول ډول دلیلونو سره،د دنیا دغه سیاسی څارونکي او ناظران، د خلکو په لازیات شتون، او په ولسی قدرت ویره لري ، ځکه ولسی قدرت ئې لیدلی دی.:: لیدلي ئې دي ، چې که دغه ملت  په صحنې کې موجود شي، نو حتما پر مشکل غلبه پیدا کوي؛  داسې چې  په اسلامی انقلاب کې  ملت په دګر کې شون درلود،نو وتوانید، هغ رژیم ئې چې  امریکا او انګلستان او اروپا  او ټول ئې تر شا ولاړ وو، له مینځه یوسي. لیدلی ئې دي چې  دغه  ملت کله  په صحنې کې  شتون ولري، په دفاع مقدس او تپلی جنګ  په صحنو کې شتون، بر هغه صدام باندې چې امریکا او د هغه مهال  شوروي او ناټو  او عرب مرتجعیّنو او ټولو  ورڅخه ملاتړ کاوۀ،  غلبه پيدا کوي   او دوي له خپلې خاورې شړَي . ذلیل کوي ئې ؛؛ دا  ئې لیدلي دي،په صحنې کې د  ایران د ملت د شتون معجزه ، د ایران د ملت دښمنانو لیدلې ده .نو ځکه ... کله چې  تاسو درایو مرکزونو اوصندقونون په لور ځئ او هلته خپل ولولناک شتون پیدا کوئ ، نو   دوي پوهیږي چې  هو! د ایران ملت هماغه شان  په صحنې کې خپل شتون ساتلی دی :::

             د اسلامی انقلاب ستر لارښود په وینا،د انتخاباتو په صحنو کې  د ولس شتون ، د ملی قدرت په معنا دی  او ملی قدرت  د ملی امنیت تضمیونونکی او پشتوانه ده .  د هیواد د پیاوړو انتخاباتو نتیجه ، د هیواد پرمختګ او د مشکلاتو له مینځه وړل دي. انتخابات  د ګډون کونکو په تیره بیا د ځوانانو   سیاسی وده  په ځان پسې لري . یو  غنیمت دی  څو  ځوانان  د انتخاباتو په دوران کې په  بحثونو کې، په پرتله کولو کې ،قدرت  او سیاسی وده تحلیل کړي .ددښمن د تحلیل  د قدرت په بیداکولو سره ، ددښمن رودې ، له دښمن سره د مقابلې لارې پيژندي  او دا د انتخاباتو یوّ دیره مهمه بریا ده . بر دې اساس ، د ملت ټوله وګړي دې پوهه شي ،   د صندقونو په  په مرکزونو کې  د رایو اچول ،په دیرو لویو نتیجو سریه  یو آسان  کار دی.

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د خپلې وینا په پاي کې  یو ځل بیا دغزې  د موضوع اهمیّت  د اسلامی دنیا یوه اساسي مسئله وبلله او او  وې وئيل،  دغزې پيښه هم  اسلام دنیا ته معرفی کړ او  هم معلومه شوه چې   دهغو اسلامی ایمان داسې عامل دی چې  دغه اقتدار او مقاومت  زیاتوي  چې  خلک په بمباریو کې هم  مقاومت کوي او ودریږي او له هغو ټولو غمیزو سره چې دښمن  راپورته کړي دي، تسلیم نه شول  او هم  ئې لویدیځي   تمدن او کلتور معرفی کړ. یو داسې فرهنګ او تمدن  چې   له هغو څخه راپورته شوي سیاستونه  مجبوروي ، دغه جنایتونه وویني او  حاضر نه شي اعتراف  وکړي  چې دغه نسل وژنه ده .

؛هو! ژبه یو څه وائي ، البته  کله  دملګروملتو به امنیت شورا کې  ددغه جنایت ددریدا رارسیږي، نو ویټو کوي ئې .لویدیځي تمدن همدا دی . د امریکا او لویدیځوالو  دانسان  ضد بې شرمه او   ذلیل کار تر هغه حده رسیږي، چې  وامو وریدل چې  د امریکا د  هوائي  ځواک یو افسر ځان سوځوي،یعنی حتی  د هغه   ځوان لباره چې په هغه کې یو تربیّت شوی کلتوردرنیږي،حتی  دهغه  وجدان ځوَرَوي، البته د یوه کس په ځای پکار ده زرو کسانو ځانونه سوځولي  وائ ...خپل لویدیځي کلتور ئې معرفی کړ.چې څومره فساد ګر،منحرف، ظالم دی.هیله مند یم چې خداوندمتعال اسلام او مسلمانانو او فلسطینیانوپه تیره بیا دغزې اوسیدونکو ته  ته بشپړ  نصرت او کامیابي عطا کړي.

          دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالی و سوکاله ژوند ولرئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه