د ایران دتیلی کشتۍ دریدا او د انګلستان غیر قانوني اقدام
(last modified Sat, 13 Jul 2019 11:26:16 GMT )
Jul 13, 2019 15:56 Asia/Kabul
  • د ایران دتیلی کشتۍ دریدا او د انګلستان غیر قانوني اقدام

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د انګریز سمندري ځواک په لاس د ایران د تیلی کشتۍ د دریدا د غیر قانوني اقدام نندارې ته د وړاندې کولو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ.

  د  انګریز سمندري ځواک  په وسیله  په جبرالټر یا جبل  الطارق تنګي کې  دایران دتیلي کشتۍ   درول  د سمندرونو د حقوقو د کنونشن  په اساس  نه دي  او یو ډول سیاسی  اقدام حسابیږي.

 د انګلستان سمندري ځواک د جولائي په پنځمه نیټه مدعي شوی ، چې  یوه ایرانۍ تیلی کشتۍ   چې  د سورئې په ضد ئې د اروپائي اتحادئې  د بندیزونو خلاف ورزي کړې ،  درول شوې ده .

 دغه ادعا په داسې حال کې   شوي ، چې  د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  د جولائي  په اوه مه نیټه  په تهران کې   دخبریالانو په ټولکې  وئيلي دي ، د ایرانۍ تیلی کشتۍ  په ادعا کې  چې  په جبل الطارق تنګي کې درول شوې ،  او دسورئې په لور روانه وه ،  سمه نه ده .

Image Caption

 

  همداراز د ایران دخارجه وزارت وینددوي عباس موسوي  هم  په جبل الطارق تنګي کې د ایرانۍ تیلی کشتۍ  ددرولو په ارتباط   ایران خارجه وزارت ته  په تهران کې د انګلستان دسفیر ورغوښتلو ته په اشارې سره وئيلي دي ،د ایران د تیلی کشتۍ دریدا ، غیر قانوني ، تاؤتریخجن  اقدام ، او یوډول خطرناک بدعت دی .

 دغه غیر قانوني اقدام په داسې حال کې لازیات مشخص کیږي،چې د اسپانیا  خارجه وزیر جوزف بورل  وئيلي دي،انګریز سمندري ځواک د امریکا په غوښتنې سره په جبل الطارق تنګي کې د ایران  دتیلو وړونکي کشتۍ درولې ده .

Image Caption

 

              د ایراني تیلو وړونکي کشتۍ  په نړیوالې سمې لارې روانه  وه چې په جبل الطارق تنګي یا جبرالټر کې  درول کیږي   او  هغه حکم ته په پام سره چې د امریکا  له خوا صادر شوی،ښئ  د انګلستان دغه اقدام  غیر حقوقي  او یوازې سیاسی اړخ درلودلی دی .

په ۱۹۸۲کال کې د سمندرونو دحقوقو  دکنونشن  ارزول په ښکاره توګه ښئ چې  په جبل الطارق   تنګي کې  دایران تیلی کشتۍ په درونې کې  د انګلستان اقدام  غیر قانوني  او ددغه  کنونش په خلاف دی .

Image Caption

 

 په آزاد سمندر کې  د آزادۍ په باب  په ۱۹۸۲کال کې  دسمندرونو دحقوقو د کنونشن ۸۷ماده  روښانه کوي ،   ددرستو  حکومتونو کشتۍ ، هغه که  جنګي ،حکومتي او یا تجارتي وي په آزاد سمندر کې د سمندرکچ کونې حق لري  او هیڅ یو حکومت  د بل هیواد  تجارتي کشتۍڅخه  نشي غوښتلی د جنګي کشتیو دې احترام وکړي .

 د دغه کنونش ۸۸ماده  هم روښانه کوي ، آزاد سمندر د سوله ایزې استفادې لپاره مخصوص دی .له  آزادسمندره ممکنه ده د سمندري ځواک لپاره هم استفاده وشي،خو د یرغلیزو موخو لپاره ورځيني استفاده،د ۱۹۸۲کال د کنونشن د ۸۸مادې او دملګروملتو د منشور  د دوهمې مادې دڅلورم بند خلاف ورزي ده .   

همداراز ددغه کنوننش په ۳۰۱مادې کې هم روښانه شوې ده چې  غړي هیوادونه باید په آزاد سمندر کې له هر ډول ګواښ یا  له زوره  استفادې  د ملګروملتو  له منشور سره توپير لري ،ډډه وکړي .

د  پلټنې او سپړنې  حق  هم خپل مخصوص حقوق لري  او د سمندري حقوقو په دغه کنونشن کې  راغلي دي ،  په آزاد سمندر کې جنګي کشتۍ د  په هغو موقعو کې  دنړیوالو حقوقو د قواعدو  داجرا لپاره  چې  کوم داسې خاص دلیل ولرل شي،چې یوه کشتۍ(یعني غیر حکومتي او غیرجنګي کشتۍ)د سمندري غلا، د مریَتوب دتجارت،د نشه ایزو موادو دټرانسپورټ، دغیر قانوني  ریډیو ئي او ټيلیویژني  پروګرامونون د خپرونې  او د  کشتۍ له خوا د بیرغ  له ښودلو د ډډه کونې پشمول  ځیني کارونه کوي،نوهغه د رولی  او ورځیني پلټڼې  کیدلی شي .

                 د سمندري تنګیو یا اوبلارو امنیت دهغو هیوادونو په غاړه دی،چې د هغو سمندري حدودو د امنیت مسئولیت لري او دهغوي دسمندري حدودو برخه  وي،د جبل الطارق  تنکي دامنیت تامینونکي هیوادونه  یوازې  دخپلو ټاټوبو په سمندري حدودو کې د نظر وړ کشتۍ څخه دقانون په چوکاټ کې د درونې نه،بلکې د پلټڼې او ارزونې  حق لري . 

 د ایران دتیلو وړونکي کشتۍ بار ته په پام سره  چې یوازې اوومۀ تیل  ئې بار کړي  وو،د هغې ددرولو علت سیاسی دی او دسمندر کچ کونې دخلاف ورزیو له پلوه ئې هیڅ مشکل او  ستونزه  نه ده  درلودلې .په همدې زمینې کې د جبل الطارق سمې  ځاي مسئولانو دجولائي په اتمه نیټه دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،ایرانۍ تیلی کشتۍ  چې د  انګریز سمندري ځواک په وسیله   درول شوې وه ، یوازې اوومۀتیل ئې بار کړي وو . 

 د انګلستان دغه سیاسی اقدام د ایران له پریکنده غبرګون سره مخامخ شوی او  په تهران د انګلستان سفیر هم  داسلامی ایران خارجه وزارت ته ورغوښتل شوی دی . د اسلامی ایران د خارجه وزارت  داروپائي چارو د ادارې مشر خارجه وزارت ته د انګریز سفیر په احضارونې کې ددې خبرې په کولو سره چې په جبل الطارق تنګي کې دایرانۍ تیلی کشتۍ درول یوه سمندري ډاکه یا دسمندري لارې وهل حسابیږي،وئيلی دي،د ایران تیلی کشتۍپه سمندري نړیوالو لارو  روانه وه  او هیڅ قانوني مشکل ئې هم نه درلود.

Image Caption

 

 انګلستان مدعي شوی،د ایران تیلی کشتۍ دسورئې په ضد اروپائي  اتحادئې د بندیزونو  خلاف ورزۍ په  دلیل درول شوې ده ، داپه داسې حال کې دي، چې داسلامی ایران د اړونده مسئولانو په ویناایرانۍتیلي کشتۍد  سورئې په لور نه ،بلکې پخپلې قانوني اونړیوالې آزادې لارې ئې حرکت کاوۀ.

په عین حال کې  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه  وزیر محمد جواد ظریف  د حولائي په اتمه نیټه په دوشنبې ورځې پخپل یوه ټولینز پیغام کې  یو ځل بیا  په جبل الطارق یا جبرالټر سیمې کې دایران دتیلی کشتۍ ددریدا په باب  لیکلي دي،ایران نه د اروپائي اتحادئې غړی دی او نه هم د اروپا دتیلو د خرڅلاؤ په بندیز کې شاملیږي،ترڅوچې زه پوهیږم،اروپائي اتحادیه له ټاټوبو د  ورآخوا بندیز په  خلاف  وه .

Image Caption

 

له ټاټوبي ورآخوا  دبندیزونو اعمالیدا،یو داسې غیر قانوني اقدام دی  چې  امریکا  د ایران په وړاندې  غوره کړی دی  او  په جبرالټر یا جبل الطارق سیمې کې د ایران دتیلي کشتۍ دریدا هم له دغه ورانکار سیاسته د انګلستان د پیروۍ ښودنه کوي .

د امریکا  له ټاټوبي د ورآخوا بندیزونو  په تائيدولو کې دانګلستان اقدام  په داسې حال کې دی ، چې  له دې مخکې ،  اروپائي  اتحادئې ورسره تل  مخالفت کړی دی .د یواړخیزو او ورانکارو اقداماتو تائيدیدا،په نړیوال ډګر کې د قانون له حاکمیّت سره هیڅ مرسته نه کوي  او یوازې  د تاؤتریخوالي  د زیاتیدا  لامل به شي .

                 د نړیوالو  مسئلوډیری کارپيژاندي باوري دي ،دایران  دتیلو وړونکي کشتۍ په درولو کې د انګلستان  اقدام  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په چوکاټ کې  دارزونې او شننې وړ دی .  ایران په همداوروستیو کې په دې سبب چې  اروپا په جامعې نړیوالې ایتمي موافقې کې  دایران داقتصادي ګټو په تضمین کې  لټي کړې ده ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې  ئې د دغې  نړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په اجرائي  ژمنتیاؤ  کې   دکمیدا سیاست ته  مخه کړه . 

 دایران د تیلی تجارت په بهیر کې  خار پار اچول ،   په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  ایران  داقتصادي  ګټو په تضمین کې  د اروپایانو  له اعلان شوي سیاست سره  سمون نه خوري .  د نړیوالې ایتمي موافقې  په اساس، ایران باید  خپل تیل  له کوم مشکل پرته  خرڅ کړي  او پیسې ئې  هم د ایران په حسابونو کې واچول شي .  اینسټکس نومې مالی نظام  یعني ،  له ایران سره د اروپا  د تجارت  دمالی چارو چینل  به هم په د اسې  شرائطو کې کارندوالی ولري ، چې  د ا مریکا د بندیزونو په اساس نه، چې  دایران تیلی صادرات ئې بائيکاټ کړي دي ، بلکې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس چې دوي ورته ژمن شوي دي ، پرې عمل وکړي .

په دغه شان شرائطو کې ، دایران  دتیلو وړونکی کشتۍ په درولو کې د انګریز سمندري ځواک اقدام د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو په باب  د اروپایانو له ادعا سره  په تضاد کې دی .ځکه  د  ایټمي موافقې د بقاء شرط د ایران د اقتصادي ګټو ،په تیره بیا د  ایران د تیلو خرڅلاؤ او بازارونو ته د هغو د  صادراتو تضمین هدف دی .

             د روسیې خارجه وزارت د جولائي  په شپږمه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، په جبل الطارق تنګي کې د ایران دتیلو دکشتۍ په درولو کې  د انګلستان اقدام،دجامعې نړیوالې ايټمي موافقې دساتلو په ضرورت مشتملو  د اروپایانو  له ادعاګانو سره په تضاد کې  دی .

Image Caption

 

 د ایران  اسلامی جمهوریت دخپلې نړیوالې  ایټمي موافقې دژمنتیاؤ د کمولو د دوهم ګام په اعلانولو کې وئيلي دي،د روانې جولائي میاشت له اوومې نیټې څخه وروسته به د یورانیمو دپخولو سویه د اړتیا په اساس ترسره کړي .که  په دوهم شپیته ورځني فرصت کې اروپایانو بیاهم  دخپلو ژمنتیاؤ په اجرا کې لټي وکړه،نو د ایران له خوا به دریم ګام په چټکۍ سره پورته شي .

یوازینی اقدام چې دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې  له ساتنې سره مرسته کولی شي ،د نړیوالې ایتمي موافقې  ددرستو لورو دژمنتیاؤ پابندي ده اود انګلستان پشمول د اروپایانو غیر قانوني او سیاسی اقدامات  دنړیوالې  ایټمی موافقط په ګټه  نه دي ،

 د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران د ایټمي موافقې د زمنتیاؤ دکمولو بهیر،له جامعې نړیوالې ايتمي موافقې د وتلو په معنا نه دی ،  وئيلی دي ،البته  ممکنه ده د  جامعې نړیوالې ا یتمي موافقې  دژمنتیاؤ د کمیدا بهیر په د غې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ایران دشتون  دپاي لامل شي .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه