ایران سیل
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i90373-ایران_سیل
خوانسار د میلمه پالو ، د موسیقۍ او خوش نویسۍ د هنرمندانو او پوهانو ښار دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2020 10:39 Asia/Kabul
  • ایران سیل

خوانسار د میلمه پالو ، د موسیقۍ او خوش نویسۍ د هنرمندانو او پوهانو ښار دې .

ګرانو په اصفهان ولایت کې د سفر په دوام کې د ایران د شمال لویدیځ په لور حرکت کوو . د ایران له مرکزی دښتې له ۱۶۰ کلومیټره وروسته خوانسار ښار ته رسو . هغه ښار چی په ایران او اصفهان کې د یوه باغ ښار بشپړه سمبول دې . د واټونو په څنګ کې لوړې ونې ، چی یو شین ټونل یې جوړ کړې دې . پاکه او نشاط راوړونکی هوا او په اوږدو لارو د ونو سیوره چی واقعا د انسان روح تازه کوی .

خوانسار د سمندر له سطحې ۲۲۵۰ میټره لوړ یو ډیرې ښې هوا لرونکې ښار چی له غوزانو ، ساراونو ، او د الوچې ، سیبانو په شان د میوو له باغونو ډک دې او هغه هم له یوې دښتې سره په لږ واټن کې چی دغې چارې د ښار ښکلا څو برابره کړی ده . خوانسار د میلمه پالو ، د موسیقۍ او خوش نویسۍ د هنرمندانو او پوهانو ښار دې .همدارازدغه ښارد نجف ، قم او اصفهان په حوزو کې لوړرتبه مدرسان ، دینی عالمان او پوهان پاللی دي . صداقت ، دین پالنه ، په ځان باور ، د روح ارامښت او پیوستون د خوانسار د خلکو ځانګړنې دي .

«««««««««««««««««««««««««««

د خوانسار نوم له دو ټکیو خوان یعنی چینه او سار یعنی پریمن والی راوتلی ده ، یو جذاب او جادویی ښار چی له نوم یې هم معلوم دې ، له اوبو ډکې چینې او زړه راښلونکی ښکلا چی په ژبه یې بیانیدل ګران دي . خوانسار ته د باغونو ، د ښکلیو دودیزو کورونو ، د په څټ لاله ګلونو او د ښکلو باغونو ښار ویلې شو ، یو داسې ځای چی د ټوریسټانو لپاره یو بهشت ډوله طبیعت  او ښکلالری . د خوانسار ښار د اوبو اکثره سرچینې له چینو دي د ښار دننه کابو۴۵۰ چینې دي چی د دغه ښار د ښکلا یو عامل دی . د ښار په کوڅو او واټونو کی ګرځیدو وروسته مناسبه ده چی د ښار تاریخی اثاروهم کتنه وکړو .

Image Caption

 

خپله کتنه د د خوانسار له جامع جومات چی په مسجد چهار راه مشهور دې ، پیلوو چی د ښار په جنوب ختیځ کې پروت دې او ۳۵۰ کاله زوړ جومات دې او د صفویه په پړاو کې جوړ شوی دی . دغه جومات کابو درې زره مربع میټر مساحت او ډیرې ښکلی مینارې او ګنبد لری او پکې ډیر ښکلی او نفیس کار شوې دې . د جومات تاریخی اثر هغه د لرګی دروازه ده چی د جومات شمالی دروازه ده او پرې ډیر ښکلې او ظریف کار شوې دې . د جومات محراب هم د هنری صنایعو یوه ښکلی نمونه ده .

«««««««««««««««««««««««««««

د بابا پیر یا شیخ ابا عدنان قبر د صفوی پړاو یو بل یادګار دې . که څه هم شیخ عدنان  هغه عارف دې چی په شپږمې هجری پیوۍ کې یې ژوند کاوه ، خو په هغه ښکلی مقبره په صوفیه پړاو کې جوړه شوی ده . په دغه قبر کې چی د پارک سرچشمه په شمال ختیځ کې دې ، شپږ عارفان او لوړ علمی شخصیتونه خاورو ته سپارل شوی دي .

Image Caption

 

د سرچشمه پارک د خوانسار په جنوب کې د ۱۵ هیکټره په مساحت او د خوانسار د غره لمنو کې پروت دې او دټوریزم د بیلګه سیمې په توګه غوره شوی دی . دغه پارک د مرزنګوش ، شتر خون ، چشمه پیر په شمول د ډیرو چینو په دلیل ډیر ښکلی ځای دې . همداراز د ګڼو ونو د ځنګل ، د ارام کولو ځایونو ، او د مسافرانو او میلمنو  لپاره د مخصوصو ځایونو په دلیل د دغه ښایسته ښار ښکلا ډیره زیاته کړی ده . د دغه پارک اصلی چینه د دغه پارک د ښکلا په زیاتولو سربیره د خوانسار د کرهڼې اوبه هم تامینوی او د خوانسار یولس نهرونه ترې ګټه اخلي . د سرچشمه ملی پارک د کال په اوږدو کې او په بیلا بیلو فصلونو کې بهرنی او داخلی ټوریسټانو میلمه پالنه کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

عزیزانو  ډیر کم  به داسې څوک وی چی خوانسار ته سفر ولرلې شی اود ګلستان کوه حفاظت شوی سیمې ته ولاړ نشی . دغه حفاظت شوی سیمه ډیر ښایسته ده او پکې د لاله ګلونویوه ډیره کمیابه نمونه موجوده ده . ګلستان کوه  یوه داسې لیدونکی  سیمه ده چی ډیر ښایسته طبیعت لری . په سپرلی کې د ګلستان کوه سیمه له  ډول ډول ګلونو  لکه اشک مژګان ، لاله اتشی ، لاله بیشه زار ، لاله کوهی او وحشی پیازو ډکه وی . دغه کلونه په هر ځای او حتی په لوړو څوکو هم راټوکیږی او ډیر درملیز خواص هم لري . د دغې سیمې د ښکلا اوج له فروردین تر غبرګولی اخره پورې ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د خوانسار طبیعی او تاریخی جاذبې او ښکلاوې ډیرې دي خو زمونږ فرصت کم دې نو د سفر په پاې کې مناسبه ده چی خپل د دغه ښار د سوغاتونو په معرفی کولو سره پاې ته ورسوو .

د خوانسار مهم سوغات عسل یا شات دي چی په ایران کې مشهور دي . غوزان ، بادام ، الوچه د خوانسار نور سوغات دي . که څه هم د ګز شیرینی ، د اصفهان مشهور سوغات دی خو د خوانسار ګز هم ډیر لوړ کیفیت او د دغه ښار استثنایی سوغات دې .

البته خوانسار د لاسی صنایعو د تولید په زمینه کې هم ډیر مهشور دې . د قالین جوړول ، د خټینو لوخیو جوړول ، چیت سازۍ  او عصاری د دغې سیمې لاسی صنایع بلل کیږی چی په دې مینځ و میان کې د خوانسار قالین ځانګړې ځاې لری .د ساروق په نوم د ایران یوه اصیله قالینه د خوانسار ښار په ویست کلی کې اوبدل کیږی . دغه فرش یا قالینه په ذهنی ډول اوبدل کیږی او پکې روناس له طبیعی رنګونو استفاده کیږی . دغه قالین په ۲۴۰ کاله زړوالی سره یوازې په ویست  ، ارجنګ او کهرت کلیو کی اوبدل کیږی . دغه ډول قالین په ۱۳۹۱ کال کی د ناملموسو اثارو په لیسټ کې ثبت شوی دې .

پاې