د ایران سیل
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i93408-د_ایران_سیل
د کیش ښکلی ټاپو ته سفر
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2020 13:22 Asia/Kabul
  • د ایران سیل

د کیش ښکلی ټاپو ته سفر

د حریره ښار چی اته سوه کلن زوړ ښار دی ، او د کیش ټاپو  یوه ارزښتمنه تاریخی جاذبه حسابیږی . دغه لرغونې ښار په دې خاطر چی په ځان کی یې تاریخ او تمدن ته ځای ورکړی دی ، د ټوریسټانو ډیر خوښ دې . د ټاپو د شمالی ساحل په مرکز کې د حریره پاتې برخې چی درې کلومیټره پراخې دي ، د دغه مطلب بیتانونکی دی چی یو وخت په دغه سیمه کی یو ستر او اباد ښار موجود وو او ګڼ شمیر نفوس هم پکې اوسیدل . هغه څه چی نن سبا له دغه ښاره پاتې دي ، د ښار د معمارۍ یوه برخه ده او ډیرکم پکې  چتونه ، پوښونه  او نور ځایونه سالم پاتی دي . یوازې دکاڼو د طاقونو ځینې برخې له ړنګیدا پاتې دي . د بندرګاه د ودانیو په اوږدوکې  د حریره ښار پاتې برخی او د هغه دفترونه د لیدلو دي . د حریره ښار له بیلابیلو برخو جوړ شوی دی چی پکې حمام ، د ورکشاپ  او صنعتی برخه، تاریخی جومات ، د شتمنو کور ، د شیشې جوړولو ورکشاپ  او زاړو قناتونو ته اشاره کولې شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

کمتر ټوریسټ به وی چی کیش جزیزې ته لاړ شی او د کاریز ښار کتنه ونکړی . د کیش قنات چی ۲۵۰۰ کاله زوړ دې او د ټاپو د اوسیدونکیو د څښاک اوبه یې تامینوله  ، اوس په یوه حیرانونکی د مځکې لاندې ښار بدل شوی دی چی څه ډ پاسه۱۰۰۰۰ مربع میټره پراخوالې لری . شهر کاریز د کیش یوه ډیره ښکلی جاذبه ده چی هر کال د ایران له داخل او بهر زیات ټوریسټان دغه ټاپو ته ورکش وایی .

د دغه ۲۵۰۰ کلن ښار جوړښت چیپه ۱۶ میټرۍ ژورتیا کې قرار لری ، د کیش د ډیر ښکلی طبیعت او ایرانیانو د هنر یو ځای کیدا دی . د هغه چت اته میټره لوړ والې او زیاتره چت یې له سنګواره ، صدف  او مرجانونو دی چی په کارشناسی نظر سره له ۲۷۰ تر ۵۷۰ میلیون کالو زړوالې لری او یو ، یو یې شناسایی او رسمی پیژندپاڼه لری . دوې استثنایی ځانګړنې د کاریز د ډیر جذابیتسبب شوی دي . اول دا چی کاریز د دنیا د یوازنۍ مرجانی ټاپو په زړه کی دی ، دوهم دا چی یوازنۍ ودانۍ ده چی چټ یې له طبیعی مرجانونو او صدفونو ډک دی . هغه ثدفونه او مرجانونه چی لیدلو لپاره یې باید میوزیم ته مراجعه وشی  یا په ازادو اوبو کی لمبو ووهل شی ، خو په کاریز ښار کی په اسانتیا سره له نږدې لیدل کیدلط شی . په کیش کې د کاریز د مځکې لاندې ښار یوه مهمه ځانګړنه ، هغه یخه هوا ده چی په دایمی توګه پکې موجوده ده  او په اوړی کې د ټاپو له زیات درجه حرارت سره سره په کال کی پکې بدلون نه راځی .

د کیش د قنات د بیا رغاونې په پروژه کې  تجربه کارو کارګزارانو  چی اوس کاریز کیش بلل کیږی ، د هغه د تاریخی جوړښت د ساتلو په ترڅ کې  د مځکې لاندې  له دغه ښاره نوی کارندوالی ترلاسه کړی دي . د کاریزمځکې لاندې ښار  د ایران او نړۍ د لاسی صنایعو د غرفو ، بازارچو په شان له بیا بیلو برخو جوړ شوی  چی پکې نوی او دودیز ریستورانونه ، لرغون کوټ ، د کانفرنس هالونه ، هنری ګالریانې او انځور کورونه تر سترګو کیږی .

مناسبه ده چی پوهه شي له کاریز ترلاسه شوی خاوره زیات درملیز خاصیتونه لری چی په ګل درملنه کې  ډیرې استفاده لری .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د کیش یو امتیاز د هغه ارامه او ښکلی سواحل دی او تقریبا د ټاپو ټولې برخې د لمبو  او ډول ډول سمندری سپورټ لپاره برابر شرایط لری . د سیمې خلک له سپورټ ډیر تود هرکلی کوی . همدااوسپه کیش کې د جزیرې په ټولو سواحلو کې په تیت پرک امکاناتو سربیره د سمندری سپورټ او تفریح لپاره په پرمختللیو وسایلو او تجهیزاتو دوې سنبالې ټولګې د میناوالو په اختیار کی دي .

د سواحلو پراخوالې ، زلال او ارام دریاب ، په ارامه چاپیریال کی د جنوب مهربانه ګرمی او بی شوره ټاپوپه کیش کې د کب نیونې د میناوالو لپاره مطلوب شرایط برابر کړی دي   . په درست ټاپو کی کب نیونه ازاده ده او میناوال د کب نیونې په معمولی وسایلو سره کبان نیولې شی  او خپل وخت په دغه ارام بخښونکی تفریح تیرولې شی .

د سایکل چلونې یوه ښکلی او اوږده لاره په کیش ټاپو کی ده . دغه ۷۵ کلومیټره ښایسته ، ښکلی او ځانته جلا لاره  د ګاډیو له لارې جلا ده او یوه برخه یې د ساحلی تړانګې په خوا کی جوړه شوی ده . د ټاپو په جنوبی او غربی برخو کی لاس نه خوړلې طبیعت ، له دریابه په :لی لرلید  سره زړه خوشحالوی . په ځانګړی کرښه کی په سایکل سره حرکت ، ټوریسټانو ته دا امکان ورکوی چی په کم سزرعت سره او په سکوت کې دغه ښکلې او طبیعی منظره ووینی او خوند ترې واخلی .

تفریحی اسکله هغه ټولګه ده چی د جټ اسکی ، پډالی کشتیو ، د کب نیونې لانچونه ، پارو وهونکی کشتیانې  ، د لمبو وهلو امکانات وغیره  پکې موجود دي چی ټوریسټان ترې د فارس خلیج د اوبو دننه د حیرانونکیو موجوداتواو اب ژویو تماشا کوی  او خوند ترې اخلی . تفریحی لنګرګاه چی د څو نورو تفریحی ټولګیو په خوا کی ده ، ټوریسټان  او کورنۍ ترې ډیر تود هرکلی کوی . د میرمنواو سړیو  لپاره اختصاصی ځایونه هم د کیش د ټوریسټی جاذبې زیاتې کړی دي .

 

پای