Dec 21, 2023 16:17 Asia/Kabul
  • اسلام ضده پروسه او د صهیونیسټي رژيم حکومتي ترهه ګري

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والوپه دې شیبو کې په اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې نومې لړۍ چې په لسو مطلبونو کې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي ستاسو خدمت ته حاضرشوي یوو،په لومړني مطلب کې په ایران او لویدیځي آسیا کې د صهیونیسټي رژيم د حکومتی ترهه ګري د نړیوالو حقوقي پلوه سپړو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو حکومتی ترهه ګري،یو جنجال رامینځةکونکې کلمه ده.په اوسنۍ نړۍ کې په ملګروملتو کې د ترهه ګرس په باب یو دقیق تعریف چې د ټول غړي هیوادونه ورسره موافق وي،وړاندې شوی نه دی.په حقیقت کې  حکومتی ترهه ګري یوه داسې اصطلاح ده  چې د ځينو حکومتونو په وسیله په نورو هیوادونو کې دترهه ګرو اقداماتو په لړ کې ترسره کیږي.حکومتی ترهه ګری، په نښه شوي هیواد کې د حکومت د کمزورولو،نسکورولو  او له مینځه وړلو  لپاره   له پوځي عملیاتو څخه په ملاتړ یا په ترهه ګرو عملیاتو کې د ګډون یا ا جرا له لارې پلان او اجرا کیږی.له تاریخي پلوه،ددغې اصطلاح ریښه د فرانسې او یونان دوو هیوادونو ته ورګرځي،ځکه دغه دواړو حکومتونو د خپلې واکوالۍ او حکومت د بنسټونو د تثبیت لپاره  تاؤترخوالی ته  مخه کوله. له دوهم نړیوال جنګه وروسته ، د نازي جرمني رژيم او د په شوروي کې د سټالین  دحکومت په وسیله هم له دغې رودې څخه  استفاده کیدله .خو په 1948 کال کې دصهیونیسټ رژيم  له تاسیسه وروسته  دغه روده لازیاته شوه او د حکومتی ترهه ګرۍ اصطلاح نړیوالو اوسیاسی ادبیاتو ته وارده شوه.په شلمې او یویشتمې پيړیو کې د مخکې پيړیو په نسبت د ترور او ترهه ګرۍ ټکي لازیات کارول شوي دي او دلیل ئې په یوه هیواد کې د مختلفو ډلو ټپلو ترمینځ د تاؤتریخجنو چلندونو رامینځةکیدایا د یوه بهرنی هیواد یا ډلې یا وګړي په وسیله د پرَدي هیواد په خاورې کې  د ورانکارو علمیاتو ترسره کیدا ده .

د ځينو نړیوالو څارونکو له نظره،حکومت دخپل  داخلی صلاحیّت په حوزې کې د ترهه ګرو عملیاتو اقدام نشي کولی .داپه داسې حال کې دي چې ځيني  څیړاند وائي،یو حکومت  ترهه ګر نشي ګنل کیدلی او یا باید ترهه ګر ونه ګڼل شي. دغو دواړو شکونو ته په ځواب او فکر کولو کې ځینی ترسره شوي ارزونې د غور وړ دی .دمګړئ .دې موضوع په باب د ترهه ګرۍ د ډیرو نظریه وړاندې کونکو ګډې لیدتوګې ددې ښودنه کوي چې ترهه ګري پر حکومت  پلي کیږي.په دې باب په یوې نظر سنجۍ کې  چې آیا پر هغو اقداماتو  چې په مستقیم دول  د قدرت دخاوندانو په وسیله  ترسره کیږي،د ترور  یا ترهه ګرس سټیکر لګیدلی شي،د ۸۶فیصدو ګډون کونکو ځواب مثبت ؤ. حکومتی ترهه ګري هغه مهال بڼه وموندله چې  د  امنیتي او استخباراتي  چینلونو د تاسیس او  جوړولو له لارې ځینو حکومتونو سیاسی موخو ته د رسیدا او د خپلو مخالفو ځواکونو د فیزیکي حذفیدا لپاره د ترهه ګرۍ ددغې رودې تنظیمونه جوړوي.

              د انګلستان  کنټ پوهنتون د نړیوالو اړیکو د استاد روټ بلیکلې  د تعریف په اساس؛په حکومتی ترهه ګرۍ کې څلور اساسی عناصر شاملیږي.د لومړي عنصر په اساس، باید د هغو کسانو په ضد یو قصدي  او تاؤتریخجن عمل  شته وي  چې د هغوی دساتلو دنده د حکومت ده.دوهم عنصر ځانګړنه دا ده  چې کونکی عمل ، باید  د حکومت د عاملانو یا دهغو عاملانو په وسیله  چې له حکومت سره په ارتباط کې دي،چې خصوصي وسلوالې ملیشیه وې او  امنیتی ماموران پکې شاملیږی،ترسره شي.د بلیکلې  د تعریف په اساس، دریمه ځانګړنه دا ده چې  په تاؤتریخوالی عمل کول او یا ګواښ ، د هغو کسانو د ویرولو  د القاء په خاطر  چې قربانی کیدونکی پيژني ، ترسره شي. آخری ځانګړنه هم دا ده چې  مخاطبان د خپلو ځينو  چلندونو  بدلولو ته مجبوره شي.

Image Caption

 

د فلسطین په ینواکي ټاټوبو کې د اسرائیلی رژیم له تاسیس وروسته ، دغه جعلی رژیم  له خپلو دښمنانو سره  په چلند کې ، حکومتی ترهه ګري د خپلې یوې سټراټژۍ په توګه  ټاکلې ده . فاریّن پالیسۍ  د ۲۰۲۲کال د جون په ۲۲ نیټه په یوې مقالې کې  د مقاومتي چورلیز د پوهانو او چارواکو په  ترور کې  د صهیونیسټ رژيم ددغه کړچار  ارزونې ته مخه کړې ده.د ا مریکن انټرپرايز تینک ټیَنک لوړپوړي غړي ډانیّل پلیټکا په یوې مقالې کې لیکلي دي  ، د ۱۹۶۲کال دستمبر به ۱۱ نیټه د جرمني توغندوي ساینس پوه هاینز  کروګ په میونیخ کې له خپل دفتره بې درکه شو  او نور هیڅکله هم ونه لیدل شو. کروګ د  جرمني  دتوغندي په پروګرام کې د څو نورو ریزرؤ عسکرو په څیر  د مصر د پخواني  رهبر جمال عبدالناصر د حکومت لپاره کار کاوۀ، هغه هیواد چې  د هغه  له برمته کیدا  مخکې  دوه ځله ئې له اسرائيلي رژیم سره  جنګ کړی ؤ.   

            ډانّیل  پلیټکا  په دوام کې روښانه کړې ده؛ترور  د اوږدمهاله مودې لپاره دی چې داسرائیلو په سله کوټ کې یو حیاتي آوزار دی .سم  هماغه وخت چې اسرائيل په ۱۹۴۸کال کې وپنځول شو،د ملګروملتو مرکچي  کاؤنټ فولک برناډټ  د؛ لیهي؛چینل دغړو په وسیله ترور شو.په دغه ترهه ګر سکواډ کې  اسحاق شامیر هم شامل ؤ  چې وروسته بیا د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر هم شو . شامیر په ډاموکلس  عملیاتو کې ګډون درلود. ډموکلَس  علمیات ، د اسرائيلی رژیم د موساد  جاسوسي ادارې داسې پټ عملیات وو چې د جرمني ساینسدانان او ټیکنیشیّنز ئې په ۱۹۶۲ کال کې ټارګټ  کړل .د هینز کروګ  په څير په ساینسدانان چې دجرمني په توغندوي پروګرام کې حاضر وو.

ډانیّل  پلیټکا  همداراز په خپلې مقالې  روښانه کړې ده  چې ددښمن د لوړپوړو   رهبرانو ټارګټ کول یوازې کوم تاکتیک نه دی،د اسرائیلی رژيم له نظره، یو منطقي او سټراټژيک اقدام دی.په حقیقت کې حکومتی ترهه ګری د صهیونیسټي اپارټائيډ رژيم یو په رکن باندې بدله شوې ده.فلسطینیان  له نورو زیات د صهیونیسټي رزیم د حکومتی ترهه ګرۍ له خطرې سره مخ دي . په ۱۹۹۵کال کې د فلسطین د ا سلامی جهاد غورځنګ بنسټګر فتحي شقاقي ترور ددغه  اورګان لپاره ویجاړونکی ؤ او له ترور میاشتو میاشتو وروسته داسرائیلو په یولړ  نورو پیچلو علمیاتو کې د حماس غورځنګ یو چارواکی  یحیی عباس  هم ترور شو.

Image Caption

 

          حکومتی ترهه ګري باید په کورني او نړیواله کچه وڅېړل شی. کورنۍ حکومتی ترهه ګري چی په مستقیمه توګه د دولتی فعالینو له خوا ترسره کیږی د ترهه ګرۍ تر ټولو وژونکی شکل ګڼل کیږی. په دې رودې کې حکومت د دولتي تګلارو د پلي کولو له لارې په ښاریزو کې  د ویرې  او وحشت د رامینځته کولو په موخه دغه ډول ترهګري رهبري او لارښونه کوي،څو ښاریز د حکومت د غوښتنو اوفرمان منلو ته اړ شي. نړيواله حکومتی ترهه ګری د بل حکومت د ټاټوبی په حدودو کې د يوه دولت تاوتريخجن اقدامات او لاسوهنې دي . په بله معنا، له ترهګرو ډلو څخه د دولتونو مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړ نړیواله ترهه ګری ده .هغه که  د تمویل په بڼه وي او یا که د پناه ورکولو په بڼه وي او، که د هغو د غړو د روزنې په بڼه وي. په دې لړ کښې په عراق، سوریې او افغانستان کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د امریکا ملاتړونو ته اشاره کیدلی شي.

 صهيونيسټ رژيم په داخلي او نړيواله كچه د دولتي ترهه ګرۍ يوه څرګنده بيلګه ده.دغه رژيم، په  نیواکي فلسطین کې دنیواک ضده ځواکونو او حتی ددغه رژيم ضده یهودیانو په ټارګټ کونکي وژنې  کوي. په بله معنا،د ترور له لارې،د ځپونکي رودې په تو؛ه استفاده کوي.دغه رژیم د وګړود منظمولو او تنظیمولو سره دوي په نورو هیوادونو کې د ترهه ګرو  اقداماتو  لپاره روزي او له هغوی سره مالي او ډیپلوماټیک ملاتړونه کوي.صهیونیسټ رژیم له خپلو مخالفانو سره په مستقیمه توګه د مقابلې د توان د نشتوالي له امله دغه ډول  رودو ته مخه کوي .

         د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو له دې مخکې چې درسره خدآي په آماني و کړو ،باید ووایو چې ان شاا...په راتلونکي مطلب کې به د صهونیسټ رژيم د حکومتي ترهه ګرۍ سره اړونده سندونو او مدرکونو ارزونې سره ستاسو په خدمت کې حاضر شو،نو د دغې لړۍ په باب مو له خپلو نظرونو او کرکتنو هم خبر کړئ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمنم خداي سپارو،سرلوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

**********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه