Feb 05, 2024 12:25 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

د غزې بدلونونه او همداشان د سوریې او اردن په سرحد کښې د امریکايي پوځیانو خلاف حمله د لویدیځې آسیا له ډیرو مهمو پيښو څخه وو.

د غزې تړانګې خلاف د صهیونیسټي رژیم له بریدونو سره هممهاله، ایل، بي، سي LBC)   ټي وي چینل د خبر سرچینو په حواله رپورټ ورکړ چې د اسرائیلو رژیم د لبنان په خاورې باندې حملې ته ځان تیاروي ترڅو حالات یې ګډوډ کړي. د صهیونیسټي رژیم رسنیو هم رپورټ ورکړی چې د ګولاني په نامه د اسرائیلو هغه زرګونه پوځیان چې له غزې وتلې دي، له لبنان سره شمالي سرحد ته رسیدلي دي او سلګونه ټانکونه هم د لبنان د پولو په لور روان شوي دي. د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر «یوآو ګالانټ» هم تیره سه شنبه په یوه وینا کښې مدعي شو چې دا کومې پیښې چې په غزه کښې رامینځته شوې دي، ممکنه ده په لبنان کښې هم تکرار شي.

لبنان ته د صهیونیسټي رژيم د خبرداریو اصلي وجه دا ده چې دغه رژيم په تیرو کابو څلورو میاشتو کښې له شمالي اړخ څخه درانه ګوزارونه خوړلي دي او د لبنان د حزب ا.... ځواکونو د نیواکي ټاټوبي خلاف ډیر بریدونه ترسره کړي دي چې په لسهاؤ کسان په کښې مړه او ژوبل شوي او همداشان یې دغه رژيم ته ډیر اقتصادي تاوان هم رسولی دی.

په دې هکله یدیعوت آحارانوت صهیونیسټي ورځپاڼې لیکلي دي چې حزب ا... د الجلیل په ټولو سیمو کښې د اسرائیلو د پوځ په سنګرونو او ښارګیو باندې درانه توغندي وروي، هغه توغندي چې د دغې ورځپاڼې په وینا، د لګیدو په وخت په ځمکه کښې لویه کنده جوړوي.

په دې وجه صهیونیسټي رژيم په هراړخیزو بریدونو باندې د لبنان په ګواښلو سره هڅه کوي چې له شمالي جبهې بریدونه بند کړي او یا د احتمالي حملې په بڼه کښې دا پیغام منتقل کړي چې د دغه رژیم خلاف جنګ کومې سختې پایلې لري او لبنان به هم د غزې په شان نابود کړي.

خو ځیني صهیونیسټان خبرداری ورکوي چې د لبنان خلاف احتمالي جنګ به نه یوازې د غزې په شان پایلې ونه لري بلکې د تل ابیب لپاره نورې درنې پایلې هم لرلې شي ځکه چې حزب ا... د اسرائيلو لپاره یوه نفسیاتي لوبه پر مخ بیايي او خپلې ټولې توانمنۍ یې په یو وار نه دي څرګندې کړې. پ دې وجه د نتانیاهو کابینې ته خبرداری ورکوي چې له حزب ا... سره د جنګ په لور لاړ نه شي.

*/*/*/*

د غزې د جنګ په لړ کښې د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پيښه هغه خبرونه دي چې د اوربند د ټینګښت لپاره د احتمالي موافقې په لړ کښې خپاره شوي دي. خبرونه وايي چې د اسرائيلو، امریکې، مصر او قطر مذاکراه کوونکي په پاریس کښې د جنګ د بندولو او د حماس په نزد د پاتې اسرائیلي اسیرانو د آزادولو لپاره د یوې لارې چارې په سر  موافقې ته ورسیدل.

این بي سي نیوز  ادعا کړې وه چې په دغې طرحې کښې د اسیرانو د تبادلې او په جنګ  کښې د دوه میاشتنۍ وقفې لپاره ځیني مفاد شامل دي. یو قطري چارواکي هم ویلي وو چې د پراخ اوربند ټینګښ، له غزې د اسرائیلي ځواکونو بشپړه وتنه، د کډوالو د هستوګنځیو د امنیت تامینول او د غزې بیارغونه او همداشان د اسیرانو د تبادلې نوي عملیات، د نوې طرحې له مفادو څخه دي.

اسرائیلو له غزې د اسیرانو آزادي او د حماس له مینځه وړل، په غزه کښې خپل جنګي اهداف ټاکلي دي. سره له دې، په دغو اهدافو کښې د هر یو پوره کیدل، له بندون سره مخامخ شوي دي.

نیویارک ټایمز ورخپاڼې څو ورځې مخکښې رپورټ ورکړی و چې د اسرائیلو د پوځ یوشمیر جګ پوړي قومندانان دې نتیجې ته رسیدلي چې په یو وخت د دواړو اهدافو پوره کیدل، ناشوني دي. پر دې سربیره، زیاتره شناندو حتی په نیواکي فلسطین کښې د حماس بشپړه نابودي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د اسرائيلو د پوځ پخواني چارواکي «ګاډي آیزنکوټ» چې دمګړۍ د بنیامین نتانیاهو د جنګي کابینې غړی دی، په یوې مرکې کښې د حماس د بشپړې نابودۍ لپاره د اسرائیلي چارواکو ژمنې «یوه کیسه» بللې وه. د صهیونیسټي رژیم پخواني وزیراعظم ایهود اولمرټ هم څو ورځې مخکښې په هاآتص ورځپاڼې کشې په یو یادداشت کښې لیکلي وو چې نتانیاهو خپله خم پوهیږي چې د حماس د ختمولو توان او وس نه لري.

دغو حالاتو او همداشان هغو دباؤنو ته په پام سره چې د نتانیاهو کابینه ورسره د نیواکي ټاټوبي دننه مخامخ ده، دې نتیجې ته ورسیدل چې یوځل بیا د مذاکراتو له لارې د اسیرانو د آزادولو کوشش وکړي. په هم دې وجه هم حماس تراوسه دغې طرحې ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی ځکه چې هغه د لنډمهاله نه بلکې د پایداره اوربند غوښتنه کوي.

*/*/*/*

د «کان» په نامه د اسرائيلو ټیلیویژن چنیل تیره جمعه خبر ورکړ چې د دغه رژيم کابو ۳ زره پوځیان د اکتوبر له اوومې نیټې وروسته یعنې د طوفان الاقصی عملیاتو له پیلیدو راهیسې، د نفسیاتي ناروغیو له امله تر معاینې او درملنې لاندې دي. د کان چینل د خبر له مخې، د اروا پيژندنې په برخه کښې فعال «عروان» نومې اسرائیلي تنظیم په دې وروستیو کښې په خپل خپور کړي رپورټ کښې ویلي دي چې د ارواپيژندنې طبي مرکزونو د اسرائیلي پوځیانو او ملکي وګړو له خوا د مرستې څه باندې یو لاک درخواستونه ترلاسه کړي دي چې یوازې درې زره یې د اکتوبر په اوومه نیټه ثبت شوي دي.

«هاآرټص» اسرائیلي ورځپاڼې هم د تیرې میلادي میاشتې په اوایلو کښې په هم دې لړ کښې خبر ورکړی و چې د اسرائيلو ډیر نفسیاتي ډاکټران له نیواکي ټاټوبي نه انګلستان ته تلې دي. دغو رسنیو اشاره کړې چې له فلسطین څخه د نفسیاتي ډاکټرانو وتنه، د جنګي پيښو په وجه د نفسیاتي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د غوښتنو د زیاتیدو په وجه زیاته شوې ده. هاآرټص ایشوا کړې وه چې په ټول نیواکي فلسطین کښې د نفسیاتي مرکزونو مشرانو په یو پیغام کښې اړونده اسرائیلي چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې د نفسیاتي سلامتیا نظام په بشپړه توګه په ړنګیدو دی.

دا مسئله په اسرائیلي پوځیانو کښې په دې وجه خوره شوې ده چې له یوې خوا دغو پوخیانو په یاد جنګ کښې د یوشمیر ډیرو همسنګرانو وژله لیدلې او له بلې خوا د اسرائیلي جنګي کابینه د جنګ د ختمولو لپاره هیڅ کوشش نه کوي او په دا موضوع هم د اسرائیلي پوځیانو د اندیښنې او ډیپریشن سبب شوې ده.

*/*/*/*

د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ یوه بله مهمهم پیښه د اردن او سوریې په سرحد کښې د امریکې د پوځ په سنګرونو باندې حمله وه. د امریکې د پوځ مرکزي قومندانۍ(سنټکام) تیره یکشنبه د سوری ېاو اردن په ګډه پوره کښې په خپلې یوې پوځي اډې باندې د سترې ډرون حملې خبر ورکړ، د هغې حملې چې په کښې ۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۳۴ ژوبل شوي دي.

دا ترټولو زیات تلفات دي چې امریکې پرې د غزې د جنګ له پيلیدو وروسته اعتراف کړی دی. هم دغه تلفات هم په امریکې کښې دننه د پراخو غبرګونونو د راپاریدو سبب شوي دي. په حقیقت کښې دې ته په پام سره چې ۲۰۲۴ کال په امریکا کښې د ولسمسریزو انتخاباتو د ترسره کیدو کیدو کال دی، دا حمله د جو بایډن د سیالانو لپاره د سیاسي ګټه پورته کونې لامل ګرځیدلې ده. 

 

جوبایډن او کابینه یې یادې حملې ته د غبرګون لپاره تر دباؤ لاندې راغله. په هم دې لړ کښې امریکې د شنبې په شپه په سوریې او عراق باندې د حملې خبر ورکړ. د امریکې ولسمشر جوبایډن په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د دغه هیواد پوځ په عراق او سوریې کښې په یوشمیر اهدافو باندې حمله کړې ده. هغه د خبرپاڼې په دوام کښې وویل: زمونږ ځواب به د خپلې خوښې په وختونو او ځایونو باندې په حملو سره دوام ولري».

بایډن په دام کښې مدعي شوی چې امریکا په مینځني ختیځ یا د دنیا په بل کوم ځاې کښې د نښتې په لټه کښې نه ده.

د امریکې د پوځ د مرکزي قومندانۍ مرکز(سنټکام) هم پّ یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې د سوریې او اردن په پوله کښې په «ټاور۲۲» اډې باندې په ملې کښې د دغه هیواد د دریو پوځیانو د وژل کیدو په غبرګون کښې یې، په عراق او سوریې کښې «د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو» په سنګرونو باندې حملې کړې دي. د دغې بیانیې له مخې، په یادو بریدونو کښې ۱۲۵ دقیق جنګي اوزار او وسلې کارول شوې دي.

مهم ټکی دا دی چې په امریکې کښې په بایډن باندې نیوکه کونکو ډیرو هڅه وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د تیرې یکشنبې په حمله کښې په لاس لرلو باندې تورن کړي، خو د بایډن د کابینې چارواکو اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کښې د ایران په لاس لرلو باندې دلالت کونکو هیڅ سندر یې نه دی موندلی او ایران تر خپل ملاتړ لاندې ډلو باندې بشپړ کنټرول هم نه لري.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه