د هندوستان او د پاکستان ترمینځ نن هم ډزې روانې وې
(last modified Thu, 08 May 2025 05:42:49 GMT )
May 08, 2025 10:12 Asia/Kabul
  • د هندوستان او د پاکستان ترمینځ نن هم ډزې روانې وې

زمونږ خبریال راپور راکړی د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کښې نن هم د پاکستان او د هندوستان پوځیانو په یو بل باندې ډزو ته دوام ورکړ.

د دواړو هیوادونو ګڼ شمیر ښاریز له سرحدي سیمو څخه نورو ځایونو ته کډه شوي دي او پاکستان پرون په اسلام اباد کښې د هندوستان د سفارت شارډز افیر خارجه وزارت ته احضار کړ او د پاکستان سخت اعتراض یې ورته اعلان کړ.

دغه راز د ایران اسلامي جمهوریت ، بریتانیا، ترکي او جرمني په شمول ډیرو هیوادونو له پاکستان او هندوستان څخه غوښتي دي چې دواړه هیوادونه دې زغم وښيي.

د پاکستان چارواکو د هندوستان شارډز افیر ته وویل چې د نوي ډیلي لخوا د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې په حملو کښې د ماشومانو او د ښځو په شمول یوشمیر ملکي وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي.

د ویلو ده چې هندوستان وړمه ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې په ځینو سیمو او دغه راز ازاد کشمیر کښې په یوشمیر  سیمو باندې حملې وکړې چې له کبله یې تراوسه اوه دیرش کسان مړه او اوه پنځوس نور ژوبل شوي دي.

پاکستان دغه راز ویلي دي چې د هندوستان پینځه جنګي الوتکې چې درې پکښې د فرانسې جوړې رافیل الوتکې دي نسکورې کړي دي.

پاکستان وايي  چې دوې د هندوستان څو بې پایلوټه الوتکې هم غورځولي دي.

د فرانسې د جاسوسۍ ادارې یوه چارواکي هم ومنله چې پاکستان د هندوستان یوه رافیل جنګي الوتکه غورځولي ده.

بل خبر دا چې د هندوستان په اترا کهنډ سیمه کښې د یوه هیلي کوپټر د نسکوریدا په پیښه کښې شپږ کسان وژل شوي او د پیښې علت تراوسه نه دی معلوم.