ایران په تیره اونۍ کې
د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د څه د پاسه څلور لسیزو تجروبه او په ټاکنو کې د خلکو ګډون د دې ټکی بیانونکې دې چی په هره اندازه خلکو په انتخاباتو کې پرتمین ګډون درلودلې دې ، د اسلامی جمهوری نظام د اقتدار او ولسواکۍ په غوړیدا کې د هغه اغیزې زیاتې لیدل شوی دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو سیالۍ له تیرې اونۍ راهیسې د اساسی قانون د ساتندویه شورا لخوا د صلاحیت تایید شویو کاندیدانو نومومونو په رسمی اعلانولو سره پیل شوی .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د اسلامي شورا د جرګې د مشر او استازيو په آنلائن کتنه کښې د انتخاباتو د وروستيو مسائلو په باره کښې په يوه مهمه وېنا کښې د نامزدو کسانو په انتخاباتي پروګرامونو کښې د خلکو د اقتصادي او معيشتي مشکلاتو په باره کښې د عيني او واقعي حل لارو بيانول په انتخاباتو کښې د ګډون کولو د انګېزې د زياتېدو عامل وبلۀ او د انتخاباتي سياليو د اوامر و نواهي په بيانولو سره تټینګار وکړ د انتخاباتو د نتيجې اغیز به کلونه کلونه د خلکو په ژوند او هېواد باندې سيورې ولري او هيله من يوو چې د غبرګولي د مياشتې د اتويشتمې انتخابات به د دښمنانو د غوښتنو په اپوټه د ايران د آبرو، عزت او سرلوړۍ سبب وګرځي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي همداراز په ساتندویه شورا ځینو اعتراضونو ته په اشارې سره زیاته کړه البته د دغو اعتراضونو انګیزه متفاوته ده . ځینې اعتراضونه د زړه سواندۍ او په انتخاباتو کښې د خلکو د کم ګډون په هکله د اندیښنې په دلیل مطرح کیږي او ځینې اعتراضونه هم په دې دلیل چې د دوې د خوښې وړ د کاندید صلاحیت نه دی تائید شوی او ګیله لري او خپه دي خو ځینې کسان د شورای نګهبان له اصل سره مخالف دي او دوې په اینټرنیټ پاڼو او مطبوعاتو کښې د خپلو مطالبو په خپرولو سره غواړي له دغه فرصت څخه له شورای نګهبان څخه د غچ د اخیستلو لپاره استفاده وکړي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
بی شکه په انتخاباتو کې شتون ستر اثار لری چی د نظام د مسولانو انتخاب د ټاکنو یو ذاتی هدف دې ، خو له دې مهم په اوږدمهال کې د هغو اقتصادی ، سیاسی او اجتماعی اغیزې دي . د رهبرۍ ستر مقام تل دغه شتون او په هرو انتخاباتو کې د ایران د اقتدار ، ساتلو او رعب د ساتلو په معنا بللې دې .
دوی په دغه حساس پړاو کې هم د ۲۸ په انتخاباتو کې د خلکو د کم ګډون د احتمال په اړه ځینو اندیښنو ته په اشارې سره وفرمایل زه باوري یم په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون له دغه نوم او هغه نوم سره هیڅ ارتباط نلري بلکې خلک داسې سړی غواړي چې د هیواد د مشکلاتو د حل کولو لپاره مدیریت او قوي اراده او لوړ کارندوالی ولري او د خلکو لپاره دغه خبره مهمه نه ده چې دغه سړی څه نوم لري او یا هغه د کومې ډلې دي البته شاید دغه موضوع د سیاسي ډلو لپاره مهمه ووسي د عامو خلکو لپاره دا ډول نه ده . مهمه خبره دا ده چې د انتخاباتو کاندیدان خلک قانع کړي چې د ټولنې مشکلات پیژندي او دوي مدیر ، مدبر او صداقت لرونکي دي او د هیواد د اداره کولو توان لري .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د څه د پاسه څلور لسیزو تجروبه او په ټاکنو کې د خلکو ګډون د دې ټکی بیانونکې دې چی په هره اندازه خلکو په انتخاباتو کې پرتمین ګډون درلودلې دې ، د اسلامی جمهوری نظام د اقتدار او ولسواکۍ په غوړیدا کې د هغه اغیزې زیاتې لیدل شوی دي .
د ایران ملت په خپل ډیر تر ډیره شتون سره هر ځل دغه اقتدار نړیوالو ته ښودلی دې او د رایو ورکولو په مرکزونو کې په شتون سره د نظام د ستنو د پیاوړتیا سبب شوی دی .
د رهبرۍ ستر مقام د انقلاب د بریالیتوب له پیله په تیره بیا د اساسی قانون له بدلیدا اوولسمشر ته د حکومت د اداره کولو د اجر ایی دندو له سپارلو وروسته د دښمنانو مخالفت ته په اشارې سره وفرمایل په تیرو دوه څلویښتو کلونو کښې د دښمانانو د تبلیغاتو اجنډا همدا ډول وه چې له انتخاباتو مخکې وايي خلک به ګډون ونکړي او په انتخاباتو کښې د ولس له ګډون کولو وروسته وايي انتخابات فرمایشي وو او د ولسمشر په توګه د انتخاب شوي سړي په هکله هم وايي چې هغه هیڅ واک نلري .
همدا اوس د دوښمن د تبلیغاتو اجنډا همدا ډول ده او هغوې هڅه کوي خلکو ته القا کړي چې انتخابات او د ولسمشر انتخابیدل هیڅ ګټه نلري .
د اساسی قانون ساتندویه شورا د تیرې اونۍ په نهې ورځ له لس ورځو قانونی جاجونو وروسته د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو نومونه اعلان کړل . سعید جلیلی، محسن رضایی میرقائد، سید ابراهیم رئیسی، علیرضا زاکانی، سید امیر حسین قاضی زاده هاشمی، محسن مهر علیزاده او عبدالناصر همتی د ایران ۱۴۰۰ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو په توګه معرفی شوي دي. د ایران د اسلامي جمهوریت دیارلسم پړاو ولسمشریزي ټاکنې به د غبرګولي د میاشتې په ۲۸تر سره شي.
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی ایران خارجه وزیر تیره اونۍ قفقاز سیمې ته په سفر کې په باکو کې له شتون او د دغه هیواد له چارواکو سره کتنې وروسته ایروان ته لاړ .
دا سفر په داسې حال کی ترسره شو چی د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت له جنګه چی په نهایت کې په ماسکو کې د اوربند په موافقې ختم شو ، څو میاشتې تیرې شوی دي ، خو هماغه راز دواړو هیوادونو ترمینځ اختلافات موجود دي .
اسلامی ایران په حساسیت او ځیرتیا سره د دو ګاونډیو هیوادونو په پولو کې د وروستیو اونیو بدلونونه تعقیبوی او د دغو اختلافاتو له سوله ایز اواری سره یې د مرستې لپاره چمتو والې اعلان کړی دی .
په وروستیو میاشتو کې په تیره بیا په قره باغ جنګ کې د ایران له پریکنده او عادلانه دریځونو وروسته تهران او باکو دد اړیکو د زیات پرمختګ په لاره کې راغلی او د متقابلو پلاویو تبادله او د ګډ اقتصادی کمیشن ترسره کیدا د دغه پرمختګ دلیل دی .
د نړیوالو مسلو کارپیژاندې ولی کالجی وایی د نویمې لسیزې له لومړیو د قفقاز سیمې په نسبت د ایران د بهرنی سیاست بیلګه دا وه چی له سیمط وراخوا قدرتونو له شتون پرته د سیمې مسلې د ګاوڼدیو هیوادونو له لوری اواری شی او نن دا مهمه بیلګه د قفقاز په سیمه کې د ایران په بهرنی سیاست کې تعقیبږی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران اصولی دریځ د ګاونډیو هیوادونو له مځکنی بشپړتیا ملاتړ او د جغرافیایی رسمی پولو له بدلیدا سره مخالفت دې . د دغه اصولی دریځ په اساس ایران د اذربایجان جمهوریت له مځکنی بشپړتیا او د دغه هیواد له ویشلو سره پریکنده مخالفت کړې دې .
اسلامی ایران د اذربایجان جمهوریت د ازادو شویو سیمو په بیا رغاونه کې اغیزمن رول درلودلی شی او د اقتصادی ملګرتیاو د پراختیا په څنګ کې په جنوبی قفقاز کې د سولې او ثبات په تثبیتدا کې هم رول ولوبوی . په پریکنده توګه په قفقاز کې د سولې او امنیت تثبتیدا د ارمنستان په ګټه هم وی او دغه هیواد چی کلونه کلونه د قره باغ د شخړې په خاطر له اقتصادی مشکلاتو سره مخامخ وو د د سیمې له هیوادونو حتی اذربایجان جمهوریت سره د اقتصادی پرمختګ په لاره کې راولی . په همدې چوکاټ کې د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف او د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف سره د نهې په ورځ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه کتنه او د نظر تبادله وکړه .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران خارجه وزیر په ارمنستان کې هم د دوه اړخیزه اړیکو ، سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو په اړه د نظر تبادله وکړه . د ایران خارجه وزیر د ارمنستان د لومړی وزارت له سرپرست نیکول پاشینیان سره په کتنه کې په سیمه کې د ثبات د ساتلو او د ارمنستان د مځکنی بشپړتیا له تضمین سره د ایران په دلچسپۍ په ټینګار سره له اذربایجان جمهوریت سره په پوله کې له رامینځته شویو تاوتریخوالیو خواشینۍ څرګنده کړه .
د ایران خارجه وزیر همداراز د ارمنستان د خارجه وزارت له سرپرست ارا ایوازیان سره په کتنه کې قفقاز حیاتی سیمه او د هغه امنیت او ارامښت ساتل د ایران د ملی امنیت مسله وبلله او د قره باغ د کړکیچ په وړاندې د ایران اصولی سیاست ته په اشارې سره د مځکنی بشپړتیا ، د سیمې د خلکو د ټولو حقوقو رعایتولو او د اختلافاتو د سوله ایز اواری باندې ټینګار وکړ .
ښاغلی ظریف د ارمنستان له ولسمشر ارمن سرکیسان سره کتنه او د دواړو ملتونو تاریخی او دوستانه اړیکو ته په اشارې سره په سیمه کې سولې او ثبات ته د ایران د ژمنې یادونه وکړه .
ظریف د ګاونډیو هیوادونو د اختلافاتو د اواری په لړ کې هلوځلو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره د سیمې د هیوادونو د مځکنی بشپړتیا د ساتلو او د نړیوالو حقوقو د رعایتولو په اهمیت ټینګار وکړ.
پای