May 07, 2016 14:18 Asia/Kabul
  •    وحدت اسلامی  ۱۰

ګلونو دوستانو د اسلامي وحدت د مطالبو له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو . په تیرو څو مطالبو کې مو د مسلمانانو د تفرقې او کمزورۍ د عواملو او د اهل سنتو عالمانو له نظره له هغو سره د مقابلې په لارو چارو خبرې وکړې.

 
په راتلونکو یو دوومطالبو کې غواړو چې په شیعه عالمانو او  متفکرانو کې د اسلامي وحدت په مقام خبرې وکړو.لکه څنګه چې تاسو ته پته ده  د اسلامي وحدت په هکله بحثونه زیاتره یو نیم سل کاله پخواته ورګرځي.  او دا بحثونه   تر تر ډیره  د استعمار د فشارونو او هغو جګړو  په غبرګون  کې پیدا شوې چې  د اسلامي نړۍ او لویدیځ تر مینځ شوې دي.  خو د اهل سنتو او شیعیانو تر مینځ  اختلافات او  دهغو دختمولو لپاره  هڅې تر دې زیاده مخینه لري  د الغدیر کتاب مهم مقام او رول ته په پام سره  په دې پروګرام کې غواړو د شیعیانو او اهل سنتو ترمینځ  د  نظرونو د ځینو اختلافونو د څیړلو په ترڅ  کې  د دغه اختلافاتو د ختمولو لپاره  د ځینو شیعه عالمانو په تیره  بیاه  د الغدیر کتاب چې  د  اهل سنتو په روایت یې د غدیر خم  واقعه څیړلې ده  د لیکوال علامه امیني  هڅو ته یوه کتنه کوو .  تاسو ته بلنه درکوو چې په دغه پروګرام کې له مونږ سره ملګرتیا ولرئ.

  په تیرو پروګرامونو کې مو اشاره وکړه چې د اهل سنتو او شیعیانو تر مینځ اختلافات  د اسلام له هماغه لومړیو وختونو  به هغو بحثونو اومسایلو سره چې د پیغمبر اکرم د جانشینۍ په سر  رامینځته شوې وو پیدا شول.  خو د بني امیه قدرتمنیدو دغه اختلافاتو ته لمن ووهله. کابو د بني امیه وو د حکومت له  رامینځته کیدو مخکې دغه اختلاتفات د مسلمانانو تر منیځ د لویې شخړې د جوړیدو سبب نه وو ګرځیدلې خو بني امیه وه خپل اصل  له اهل بیتو او شیعیانو سره  په ښکاره او زیږې دښمنۍ کیښوده . او همدا سبب شول چې  اختلافات  لا ژور شي  او خونړۍ پیښې رامینځته شي . بني امیه  په حقیقت کې  دامامانو او شیعیانو د سپکاوي  او  توهین  بنسټ کیښودونکي وو. د عباسیانو په پړاو کې هم  سره له دې چې  هغوي ځانونه  د پیغمبر اوامامانو له کورنۍ بلل  په شیعیانو او  په یو تعبیر   په علویانو  فشارونه زیات کړل .  بني عباس  په علوی شعارونو او  له شیعه سره د موافقو لیدتوګو په اساس  حکومت ته ورسیدل خو له یوې مودې وروسته  یې دخپلو سیاسی تمو او لالچونو په  وجه  له شیعیانو سره مخالفت پیل کړ او علوي کشۍ ته یې مخه کړه .  همدا چاره  داختلافاتو سبب شوه او اختلافات له کوفې او بصرې ټولې اسلامي نړۍ ته وغځیدل. بني عباسو  د شیعیانو له مخالفو مذهبونو او دښمنانو سره  مالی مرسته کوله چې شیعیان وځوروي  البته دا اقدامات بې ځوابه هم پاتې نه شول او شیعیانو هم  په بدل کې ځینې کارونه کول سره له دې شیعه عالمانو هم د اهل سنتو د مصلح اندیشو عالمانو په شان    چې د اسلامی نړۍ د یو والي او یو هیړوالي هڅه کوله  سپارښتنه  کوله چې  د اهل سنتو  په امامانو پسې باید لمونځ وشي او  د هغوی د  ناروغانو پوښتنه وشي. او د دغه اختلافاتو د کمولو لپاره یې ډیره هڅه  کوله .
په همدې اساس ادعا کولی شو چې  له هغو ټولو ظلمونو سره سره چې  له شیعیانو سره شوې  هغوی همیشه  د مسلمانانو د اتحاد مدافع  و او شیعه عالمانو او متفکرانو  په ټولو پړاوونو کې هڅه کړې  له اهل سنتو متفکرانو سره یو ځای د ځینې تفرقه اچوونکي مسایل هم  له مینځه  یوسي  او د شیعه سني تر مینځ  وحدت او یووالی ټینګ کړي.  د مثال په توګه کله چې د څلورمې او پینځمې پیړیو کې  ځینو شافعي حنفی عالمانو هڅه وکړه  چې د امام حسین علیه السلام  په هکله د ځینو کتابونو په لیکلو سره  تیره ظلمونه  جبران کړي ( لکه د  خوارزمی  حنفی مقتل الحسین ) په شپږمه پيړۍ کې ځینو  شیعه متفکرانو لکه  عبدالجلیل قزویني رازي هم کوشش وکړ  د اهل سنت و په وړاندې د شیعیانو تندي کمه کړي. عبدالجلیل قزوینی رازي یو شیعه متفکر دی چې  کابو په  پینځه سوه شپیتم کال کې   په رئ  کې  چې  په هغه زمانه کې د شیعیانو یو لوی مرکز ګڼل کیده  ژوند کاوه  او یو له هغو لومړیو کسانو دی چې  په جدي او تیوریکه بڼه یې د شیعه او سني ترمینځ د وحدت خبره  مطرح او زیاته هڅه وکړه چې  د دغو مذهبونو تر مینځ فاصله کمه کړی.  هغه په النقض کتاب کې  د « بعض فضائح الروافض» کتاب کره کتنه کړې  او د شیعیانو په هکله د اهل سنتو ځینو افراطي عقایدو یې نیوکه کړې او د تشیع ځینې نظرونه یې  له سیاسی نظره معتدل کړې دي. له سیاسي نظره هم هغه هڅه وکړه  شیعه مذهب د هغه وخت واکمنانو یعنې سلجوقیانو ته نزدې کړي.
له فکري او نظري لحاظه  عبدالجلیل رازي د تولو اسلامی مذهبونو د وحدت د ضرورت او په تیره بیا  د ایران د تاریخ په مینځنیو پیړیو کې  د مسلمانانو د اتحاد د تحقق یو مهم  متفکر او نظریه ورکوونکی دی.  خو  هغه یوازینی شیعه عالم نه دی چې  دغه تفکر یې مطرح کړی . په دې اړه د پام وړ ټکی  په شپږمې اومې او  اتمي پیړۍ کې  د تصوف رامینځته کیدو هم  د دغه مذهبونو ترمینځ له وحدت سره زیاته مرسته  وکړه . صوفیانو د مذهبي حساسیت د نه لرلو په وجه د اهل سنتو او شیعیانو  د نزدې کیدو لپاره مناسبه زمینه برابروله . او سبب شول چې شیعه عالمان په دغو پیړیو کې زیات فعالیت ولري.  په اومه پیړۍ کې   د مغولو له حکومت سره  سم  خواجه نصیرالدین طوسی چې یو شیعه مذهبه عالم دی  وتوانیده  ځان  حکومت ته ورنزدې کړي  او  په مراغه کې  د خپل ترویتون له  جوړولو سره هم مهاله یې  یو شمیر شیعه او سنی عالمان  او پوهان راغونډ کړل  او  هر یو ته یې بې له توپیر او  زیاتي پرته  د خپلو افکارو د خپرولو زمینه برابره کړه . لوی شیعه عالم  علامه حلی  په یو ډول د خواجه نصیر الدین  شاګرد ګڼلی شو  چې افکار یې د شیعه فقې په تکمیل کې ډير ارزښتناک وو او یو له هغو کسانو و چې د دغه دوو مذهبونو تر مینځ د اختلافاتو کمولو لپاره یې ډيره هڅه وکړه .
  له هغو ټولو هڅو سره سره چې د ځیینو شیعه عالمانو او متفکرانو له خوا د مسلمانانو د اتحاد د تحقق لپاره شوې ځینو  کسانو د  تشیع له حقانیته د  علامه امیني په شان د لویو څټو  منطقي او مستنده دفاع د اسلامي امت د اختلافاتو  د سختولو په لړ کې ګڼلې ده .  الغدیر د حضرت علی  علیه السلام د ولایت د ثابتولو لپاره د علامه امینی په قلم  د  یو کتاب نوم دی . دا کتاب په عربۍ لیکل شوی  دی او ځینې یې د  تشیع د اثبات لپاره تر ټولو معتبر کتاب ګڼي. د دغه کتاب لیکوال په دې کتاب کې  د یو سل لسو اصحابو او  څلور اتیا  تابعینو نومونه راوړې چې  د غدیر حدیث یې روایت کړی  او  همداراز د دوهمې تر څوارلسمې  پیړۍ  د غدیر د حدیث  د کابو ۳۶۰  راویانو نومونو ته اشاره کړې ده .  په پای کې یې په دې اړه د مختلفو شاعرانو  شعرونه  ذکر کړې  دی. لیکوال د کتاب د لیکلو لپاره د مختلفو هیوادونو  منجمله عراق ، هندوستان ، پآکستان ، مغرب  مصر او  دنړۍ نوروی هیوادونو ته سفرونه کړې دي.
د مثال په توګه هغه د الغدیر په دریم ټوک کې   په شیعیانو د رشید رضا د   دې تور په ځواب کې چې  شیعیان له هرې هغې ماتې چې اسلامي نړۍ یې وخوري خوشالیږي  تر دې چې  په مسلمانانو د روسیې په بریالیتوب یې په ایران کې جشن جوړ کړ؛ لیکي:  دا دروغ خبرې د محمد رشید رضا په شان کسانو  جوړې شوې  دي.  د ایران او عراق شیعیان چې زیاتره دا تور په هغوی لګیږي. او مداراز د اسلامي  او غیر اسلامي هیوادونو  استازو ، سیلانیانو او  خیتځ پيژاندو  هم چې په ایران او عراق کې یې تګ راتګ کاوه  او کوي یې له دغه کیسې خبر نه دي. شیعه بې له استثنا د شیعه سني په شمول  د ټولو مسلمانانو د  سر او وینې لپاره د احترام قایل دي.  هر کله چې هر مصیبت په اسلامي نړۍ کې په هرې فرقې  او هرې سیمې کې راغلی  دی  د هغوی په غم کې شریک پاتې شوې دي.
شیعه هیڅ کله  اسلامي اخوت چې پّه قران او سنت کې پرې تصریح شوې  د تشیع په نړۍ پورې نه دی محدود کړی  او  په دې مساله کې دشیعه او سني ترمینځ هیڅ فرق نه ویني. 
  دوي همداراز  د دریم ټوک په پای کې  د قدماوو او  متاخرینو په یو شمیر کتابونو د نیوکې او کره کتنې وروسته  وایي:  ددغه کتابونو له نقل او  تنقیده زمونږ هدف دا دی  چې اسلامي امت ته د خطر اعلان وکړو  او هغوی بیداره کړو چې دغو کتابونه د اسلامي ټولنې لپاره ډير لوی خطر پیدا  کوي ځکه چې اسلامي وحدت لړزانه کوي  د مسلمانانو صفونه  ورانوي    تر دغو  کتابونو زیات بل هیڅ عامل  د مسلمانانو صفونه نه ورانوی  او وحدت یې  له مینځه نه وړي  او اسلامي اخوت نه ختموي.
علامه امیني  د پینځم ټوک په سریزه کې د   الغدیر په هکله    له مصره د یوې ستاین لیکن په مناسب  د « کریمه نظریه» په  نامه  خپل نظر د اسلامی وحدت پّه هکله په پوره توګه روښانه کړې او وایي : د مذهبونو په هکله عقیدې او رایې آزادې دي  او هیڅکله  د اسلامي اخوت لړۍ چې  د « انماالمومنون اخوة» په  جملې سره  پرې تصریح شوې  نه شلوي، که څه هم  د علمي مباحثې او کلامي  او مذهبي مجادلې کار خپل او ج  ته ورسیږي. د سلفو سیرت او  د صحابه و او تابعینو سیرت  همدا پاتې شوی دی.  نو د نړۍ په مختلفو  سیمو او ډلو کې لیکوالان او مولفان  له هغو ټولو اختلافونو سره سره چې  په اصولو او فروعو کې یې له یو بل سره لري  یو مشترک ټکی لري  او هغه په خدای او پیغمبر ایمان دی .  د ټولو مسلمانانو په کالبد کې یو روح او یو احساس  واکمن دی.  هغه د اسلام روح او د اخلاص کلمه ده .  علامه امینی  د د اتم ټوک په سریزه کې  د  الغدیر یوحد الصفوف فی‏ الملا الاسلامی” نیغه پّه نیغه په اسلامي وحدت کې  د الغدیر رول ته داخلیږي او د هغه کسانو تورونه چې وایي الغدیر د مسلمانانو د لا ډیرې تفرقې سبب کیږي  سخت ردوي  او ثابتوي چې  د دې په اپوټه  الغدیر ډیر ناوړه تفاهمات له مینځه وړي  او  یو بل ته د مسلمانانو دنزدې  کیدو سبب کیږي.
------


ټیګونه