Jun 09, 2016 11:28 Asia/Kabul
  • وحدت اسلامی
    وحدت اسلامی

ګرانو او قدرمنو دوستانو وحدت په اسلامي نړۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په تېره برخه کښې مو دا موضوع بيان کړه چې د حکومتونو استبداد او ملي پالنه په اسلامي نړۍ کښې د تيت پرکوالي د کورنيو علتونو دوه اصلي عاملان دي. په دې برخه کښې د اسلامي نړۍ څو هغو تجربو ته چې ښودنه کوي چې د اسلامي هېوادونو ترمېنځ نېشنلزم منفي او تفرقه اچوونکے رول لرلے دے اشاره کوو. بيا به دويمه موضوع يعنې په دې زمينه کښې د استبدادي حکومتونو رول بيان کړوو نو ښه ده له مونږ سره مل اوسئ.

د اسلامي دنيا په وحدت باندې د نېشنلزم او ملي پالنې د منفي تاثير وړومبنۍ تجربه په دريو برخو يعنې عربي، ايراني او ترکي باندې د اسلامي امپراطورۍ تقسيم ته ګرځي.په لويديځ کښې د کليسا او باچايانو په تعلقاتو کښې له بدلون او د حکومت او ملت له پېدائش سره په يو  وخت د اسلامي امپراطورۍ په سطح هم يو لړ ژور بدلونونه رامنځته شول چې د دغې امپراطورۍ د دړې وړې کېدو او د نړۍ په دغه برخه کښې د نېشنلېسټو غورځنګونود رامنځته کېدو سبب شول. تر دغه وخته پورې د اسلام مبين دين په عملي توګه د هغو کسانو لپاره چې مسلمانېدل د هيڅ پولې قائل نۀ ؤ او هر مسلمان به چې له خپل پلارني وطن څخه هر اسلامي هېواد ته سفر کوۀ نو هغه هېواد به يې خپل هېواد ګڼۀ خو د مغولو او تېمور له حملو او په بغداد کښې د عباسي خلافت د بنيادونو له نړېدو وروسته اسلامي امپراطوري په دريو يعنې عربي، ايراني او ترکي برخو ووېشل شوه.

يوه بله تجربه د نولسمې پېړې وړومبيو وختونو ته ګرځي. په دغه دوران کښې د فرانسې له انقلابه رازېږېدلي نېشنلزم او د هغۀ رومانټېک ادبيات د عثماني حکومت د کورنيو مخالفو بهيرونو اصلي سرچينه تشکيلوله. په کلي توګه تنظيماتچي اصلاح پالو يا نويو عثمانيانو د مسيحي کليساګانو او کاتولېکو تبليغيانو د تبليغاتو تر څنګه  د ترک نېشنلېزم عثماني پالو افکارو په وړاندې نيولو سره او همدارنګ د کورنيو ګډوډيو، د بهرنيو لښګر کشيو په وجه د عثماني حکومت د وېشل کېدو، دړې وړې کېدو او نسکورېدو زمينې برابرې کړې.د بلغاريې شورش، د روسيې او عثماني جنګ او د  بالکان له  مسيحي ولسونو سره تعلقات، له عثماني امپراطورۍ څخه د بلغاريې، صربيې، رومانيې او مونټې نګرو جدائي او د پان عربي  ازم رامنځته کېدل د عثماني حکومت د نسکورېدو ځينې نتائج وو. په دغه دوران کښې نېشنلزم که هغه د پان ترکي ازم په شکل کښې ؤ او که د پان عربي ازم په صورت کښې ؤ ورو ورو له فکري او کلتوري شکل څخه په سياسي او اجتماعي شکل بدل شو او پراختيا يې يوازې په خاصو مواردو کښې او په مقطعي شکل کښې او هغه هم په ناپېداره بڼه د لويديځ استعمار په خلاف غبرګوني اړخ لرۀ

يوه بله تجربه د دغې پېړۍ له ووروستيو وختونو سره اړونديږي. په دغه دوران کښې په داسې حال کښې چې په عثماني امپراطورۍ کښې دويم سلطان عبدالحميد د ديني اعتقاداتو او احساساتو په راپارولو سره کوشش کوۀ  چې په اسلامي نړۍ کښې وحدت او يووالے رامنځته کړي د ځوانو ترکانو غورځنګ د نويو عثمانيانو د تفکر او حرکت په دوام کښې په اتلس سوه نهۀ اتيايم کال کښې د اتحاد او ترقۍ د کمېټۍ په جوړولو سره د سلطان د نسکورولو لپاره خپل کوششونه منظم کړل او د مشورت ورځپاڼې په خپرولو سره يې د ترکانو د ملي احساساتو په تحريکولو او اتحاد او يووالي ته د هغوي په رابللو لاس پورې کړ.  هغوي له مطفی کمال پاشا  سره په پټو تعلقاتو کښې د عثماني حکومت د نسکورولو لپاره له زوره کار اخېستل تصويب کړل او  د سلطان عبدالحميد په خلاف يې په شورش لاس پورې کړ او په دا ډول  هغه د پان اسلامېسټو افکارو په تعقيبولو کښې ناکام شو او په نولس سوه اتم کال کښې نسکور شو.

د ترک نېشنلزم په غبرګون کښې د عربو ترمېنځ هم دا اندېښنه رامنځته شوه چې هسې نه د پان ترکي ازم په وړاندې د هغوي کلتوري تشخص له منځه لاړ شي په همدې دليل د عربو نړۍ مفکران د عربو له حقوقو او تشخص څخه د دفاع  او د پان عربي ازم د برقرار ساتلو لپاره د يو لړ تنظيمونو د جوړولو په فکر کښې شول او د عربي وطن د تعصب جمعيت په جوړولو کښې د نجيب عازوَري په شان کسانو  په کوششونو سره د توراني غورځنګ په وړاندې د عربي پالنې بنيادونه کېښودل شول. دغه غورځنګ د شلمې پېړۍ په دويمې نيمائۍ کښې د مېشل عفلق په افکارو، د عربي قوم پرستۍ په طرحې، په عربيت باندې په تاکيد او د ”امه عربيه واحده ذات رساله خالده“ په شعار سره دوام وموند.

په شلمه پېړۍ کښې هم د نېشنلزم څپې په اسلامي نړۍ کښې د تيت پرکوالي سبب شوې. د دغې پېړۍ په وړومبۍ نيمائۍ کښې په اسلامي نړۍ کښې هېوادونه يا ملي يونټونه رامنځته شول. عرب مسلمانان له وړومبني نړيوال جنګ نه راپه دېخوا ورو ورو په بيله بيلو ملي يونټونو ووېشل شول او د عراق، اردن، سعودي، لبنان، سوريې، مصر، لېبيا، تيونس، مراکش او الجزائر په شان هېوادونو په راپېدا کېدو سره له يو بل سره په جنګ  جګړو بوخت شول. له بلې خوا د کويت او قطر په شان د فارس خليج د غاړو واړۀ شېخ مېشته ټاټوبي له يو بله جدا شول. پاکستان له هندوستانه او بنګلا دېش له پاکستانه جدا شول. د آفريقا براعظم د ختيځو غاړو هېوادونه چې اکثريت يې مسلمانان وو هم په وړو وړو او خپلواکو هېوادونو بدل شول او په دا ډول اسلامي امت ټوټې ټوټې شو. همدارنګ د هېوادونو په دننه کښې قومي نېشنلزم مضبوط شو او ترک، کرد، عرب او بلوچ وغېر  قوميتونه په يو هېواد کښې دننه له يو بل سره په دښمنيو بوخت شول او له مرکزه په تښتېددونکو ځواکونو بدل شول او په دا ډول ملي او قومي تشخص په ديني تشخص برتري پېدا کړه او د اسلامي نړۍ اتحاد او يووالے يې ختم کړ.

د واکمنانو استبداد هم په اسلامي نړۍ کښې د قوم پرستۍ په شان د تفرقې يو بل عامل ؤ او دے. که مو په ياد وي په تېرو پروګرامونو کښې مو اشاره وکړه چې د اسلامي نړۍ د زياترو نظر خاوندانو  او مصلحانولکه سيد جمال الدين  اسد آبادي او عبدالرحمن کواکبي له نظره استبداد او غېر ولسي حکومتونه په اسلامي نړۍ کښې د وحدت او يووالي د عملي کېدو له خنډونو څخه وو. سيد جمال الدين دا عقيده لرله چې غېر استبدادي حکومتونه قومي او نژادي تعصبات چې د تفرقې او اختلافاتو سبب کيږي له ديني تعصب او په حبل ا... باندې له منګولو لګولو سره يوځاے کوي او په ټولنه کښې مينه او يووالے رامنځته کوي. کواکبي هم د سيد جمال الدين په شان د مسلمانانو ترمېنځ د سياسي پوهې نيشتوالے او د هغۀ نتيجه يعنې  د مستبدو حکومتونو جوړېدل د اسلامي هېوادونو د شاته پاتې والي عامل بلۀ. هغۀ د کورني استبداد په عامل باندې په تکيې سره هغه د اسلامي ټولنو اصلي مشکل بلۀ او په دا ډول د اسلامي نړۍ د تيت پرکوالي، تفرقې او شا ته پاتې والي عامل يې په واکمن استبداد کښې لټوۀ.

د اسلامي هېوادونو په تاريخ کښې زيات واقعات او نمونې موجودې دي چې دا ښودنه کوي چې د واکمنانو استبداد په اسلامي نړۍ کښې د اختلافاتو په رامنځته  کولو يا سختولو کښې رول لرلے دے خو له دې مخکې چې دغه واقعات او نمونې بيان کړوو ښه به دا وي چې دې ټکي ته پام وکړوو چې د استبداد مفهوم د سياست د علم د نورو مفاهيمو په شان لږ پېچلے او لانجه جوړوونکے دے په همدې وجه له دې نه د زيات بشپړه او د ټولو خوښ يو تعريف وړاندې کول اسانه خبره نۀ ده. د مثال په توګه دا معلومه نه ده چې څومره دباو، تشدد او تمرکز پالنه د استبداد د مفهوم بيانوونکے دے. ځکه چې په هر حال په هره ټولنه کښې حکومت موجود وی او د دباو او تشدد يو ډول د هر حکومت لازمه ده ځکه چې د هېواد د چارو چلول اقتدار او تشدد ته ضرورت لري. خوکوم څيز استبدادي حکومتونه له غېر استبدادي او ډېموکرېټکو حکومتونو څخه بيلوي؟

له ډېموکرېټکو څخه د استبدادي حکومتونو په بيلولو کښې پکار دي دوو بنيادي اصولو ته پاملرنه وکړوو. وړومبې دا چې استبدادي حکومتونه له تشدده په ډکو او غېر ولسي طريقو سره په اقتدار کښې راغلي دي. په نورو الفاظو سره په دغو نظامونو کښې اقتدار ته د رسېدو طريقه په عامه توګه له غېر انتخاباتي طريقو څخه ده. دويمه دا چې په دغو نظامونو کښې اقتدار  په عامه توګه د يو خاص کس يا ګوند په لاسو کښې وي نو ځکه زياتره غوره شوې فېصلې د واکمن کس يا ګوند له غوښتنې سره تړاو لري، په همدې دليل په دغو نظامونو کښې مدني، اجتماعي او سياسي حقوق څه دومره اثبات نه لري او کومې فېصلې چې کيږي زياتره له دې زياتې چې د خلقو له نظرونو رامنځته شوې وي د يو ډېکټاټور او مستبد کس يا واکمن ګوند له غوښتنو او ګټو څخه رامنځته شوې وي. د دنيا استبدادي نظامونه د آئيډيالوجۍ د ډول، د مستبد د فوځي يا غېر فوځي والي، د استبداد د سختوالي او اقتدار ته د رسېدو د اوزارو له لحاظه له يوبل سره فرق لري. خو تقريباً د دنيا په ټولو استبدادي نظامونو کښې دوه مهم اصول ليدل کيږي.

د تاريخ په ګواهۍ سره په اسلامي نړۍ کښې د دا ډول غېر سياسي او غېر ولسي استبدادي حکومتونو شتون د اسلامي هېوادونو د پېوستون د لارې خنډ ؤ او دے، ځکه چې په دغو نظامونو کښې وړومبې د واکمنانو غوښتنه او اراده د خلقو له غوښتنو سره سمون نه خوړۀ  او واکمنانو نور نو له اسلامي حکومتونو سره د رشتې مضبوطولو ته د ضرورت احساس نه کوۀ. بله دا  چې حکومتونه له ولسي مشروعيته محروم وو نو ځکه ائيډيالونه يې له ولسي  آئيډيالونو سره فرق لرلے دے. جوته ده چې په داسې نظامونو کښې که د ټولو اسلامي هېوادونو خلق هم د اسلامي سولې او ګټو لپاره ملګرتيا ته ګروهنه ولري نو واکمن حکومتونه د مشروعيت د نيشتوالي په کورني او نړيوال سياسي ډګر کښې د عامه خلقو د نظرونو د نه انعکاس په دليل له دغې آئيډيا سره ملګرتيا نه لري. دريمه دا چې په استبدادي نظامونو کښې د واکمنانو د مستبدانه او د خپلې خوښې او غېر اسلامي چلندونو په دليل د اسلامي هېوادونو خلق نور له هغوي سره په ملګرتيا اعتماد نه پېدا کوي نو په همدې دليل اسلامي وحدت او يووالے د اسلامي هېوادونو په واکمنانو باندې د بې اعتمادۍ په وجه له منځه ځي. اوس په دې توصيف سره په اسلامي نړۍ کښې د اختلافاتو په رامنځته کولو يا زياتولو کښې د استبدادي نظامونو د رول څو نمونو ته اشاره کوو.

هغه وخت چې قومي ، نژادي او ملي پالي تعصباتود عثماني خلافت په مرکز کښې پښې ټينګې کړې وې او له يوې خوا د عثماني امپراطورۍ په دننه کښې د مختلفو ډلو او قومونو ترمېنځ تفرقه موجوده  وه او له بلې خوا عثماني امپراطورۍ د اسلامي نړۍ له بل قطب يعنې صفوي  ايران سره تنازعه لرله، دويم سلطان عبدالحميد پان اسلامېسټي سياست د خپلو سياستونو په سر کښې راوستۀ او کوشش يې وکړ چې د يو لړ فعاليتونو په ترسره کولو سره چې وکړې شي د اسلامي هېوادونو ترمېنځ رشته مضبوطه کړي د اسلامي نړۍ د وحدت او يووالي زمينې رامنځته کړي او په دې لړ کښې يې د رېل پټلۍ په جوړولو او د بېت الحرام د حاجيانو د هرکلي په شان اقداماتو باندېلاس پورې کړ. خو يو تر ټولو مهم علت چې د دغې ائېډيا د پوره کېدو خنډ شو د عثماني امپراطورۍ په دننه کښې د هغه استبدادي سياستونه وو، په نورو الفاظو دويم سلطان عبدالحميد د دې په دليل چې په داخل کښې يې له مسلمانو خلقو سره مستبدانه سلوک کوۀ او د هغۀ کورنيو اقداماتو له اسلامي طور طريقو سره سمون نه خوړۀ ونکړې شول نور د اسلامي هېوادونو د خلقو او واکمنانو اعتماد ځان ته جلب کړي او دغه اقدامات د هغۀ د سياسي ګټو، ځان خوښونې او مقام غوښتنې په لړ کښې تعبير شول، په همدې دليل د هغۀ  پان اسلامېسټي نظريه له ماتې سره مخامخه شوه.

همدارنګ هغه وخت چې په نولس سوه اويايمه لسيزه کښې د فلسطين د مسئلې په محوريت سره په اسلامي نړۍ کښې اتحاد او يووالے جوړېدونکے ؤ او اکثر اسلامي هېوادونه له اسرائيلو سره د مقابلې لپاره په خپلو کښې سره يوځاے شوي وو د ايران د هغه وخت استبدادي رژيم په نولس سوه درې اويايم کال کښې له اروپا او لويديځ سره له تيلي بائيکاټ سره په نه يوځاے کېدو سره  دغه د اتحاد کړۍ له ماتې سره مخامخه کړه. په دغه مقابله کښې اسلامي او عربي هېوادونه په يوه متحده محاذ کښې د فلسطين په محوريت سره د صهيونېسټ  رژيم په مقابل کښې راغلل خو د ايران د باچا مقام غوښتنه او له صهيونېسټ رژيم او امريکې سره د هغه ښه تعلقات د يو پراخه اسلامي اتحاد په يو قالب کښې د دغه چلند د پرمختګ خنډ شول ځکه چې د ايران باچا يو هر اړخيز مستبد ؤ او د ايران د مسلمانو خلقوعامه افکارو د هغۀ لپاره څه اهميت نه لرۀ،نو ځکه يې له اسلامي هېوادونو سره له ملګرتيا ډډه  وکړه او په اسلامي نړۍ کښې د ملګرتيا او غږملتيا لپاره يې دغه زرينه موقع له منځه يوړه.

همدارنګ هغه وخت چې په ايران کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ او د محمد رضا شاه د استبدادي رژيم د نسکورېدو په وجه د اسلامي نړۍ د اتحاد او يووالي لپاره يو لړ مناسبې زمينې رامنځته شوې وې او ايران د يو اسلامي حکومت تر واکمنۍ لاندې د امريکې، شوروي او اسرائيلو د محاذ په مقابل کښې له اسلامي نړۍ سره اتحاد ته ګروهنه لرله،د صدام حسېن استبدادي رژيم په ايران باندې په حملې او  د ايران په خلاف د عربو د نېشنلېسټي احساساتو په راپارولو سره  په اسلامي نړۍ کښې د وحدت او يووالي د رامنځته کېدو خنډ شو او دواړه خواوې يې د يو اته کلن جنګ لوري ته ديکه کړې. له ايران سره د عربو د مقابلې په څه رنګوالي کښې دغه تيت پرکوالے او له عراق څخه د هغوي جانبدارانه دريځونه په بشپړه توګه څرګند وو.  اوس هم په عراق کښې د صدام د اقتدار پاله رژيم په دړې وړې کېدو او د يو ولسي حکومت په اقتدار کښې راتلو سره په اسلامي نړۍ کښې د ملګرتيا او غږملتيا زمينې مضبوطې شوې دي خو د اسلامي هېوادونو ځينې مستبد او مداخلت ګر واکمنان د مسلمانانو د ملګرتياو او يووالي د عملي کېدو په لاره کښې خنډونه اچوي.

ګرانو او قدرمنو ملګرو انشاء ا... په راتلونکي مطلب کښې به دغه بحث په اسلامي نړۍ کښې د اختلافاتو به بهرنيو عواملو باندې په تمرکز سره جاري وساتو تر هغه وخت ښاد او خوشحاله اوسئ.

-------

ټیګونه