May 08, 2016 16:12 Asia/Kabul
  • وحدت په اسلامي نړۍ کښې (15)

ګرانو ا قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره وحدت په اسلامي نړۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په تېرو دوو برخو کښې مو د آيت ا... العظمی خامنه اي په افکارو او نظرياتو کښې د اسلامي وحدت او يووالي مقام بيان کړ او د سلامي وحدت د عملي کولو يعنې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د ټولنې د جوړولو څېړنه وکړه.
  په دې برخه کښې غواړوو چې د شيعه او سني عالمانو ترمېنځ  د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د ټولنې د جوړېدو د تفکر د رامنځته کېدو مخينه بيان کړوو او په مشخصه توګه يې د دوو بانيانو يعنې د  مصر د ستر مفتي او د الازهر د شېخ الجامع شېخ شلتوت او د تشيع د ستر مرجع آيت ا... العظمی بروجردي په اړه څېړنه وکړوو نو ښه ده پام ورته وکړئ.
د اسلامي مذهبونو د نزدېکت اصطلاح تقريباً اويا کاله مخکې په قاهره کښې د «دار التقریب بین المذاهب الاسلامیه» نومې موسسې لخوا مطرح شوه. دغه موسسه په ديارلس سوه اويشتم هجري نمريز کال کښې د يو شمېر ډېرو سترو سني او شيعه ديني عالمانو لخوا او د ارواښاد علامه شېخ محمد تقي قمي چې کلونه کلونه په لبنان او مصر کښې مېشته ؤ په زياتو کوششونو او د هغۀ په عمومي سېکترۍ سره يې بڼه ونيوه. په هغه وخت کښې په ټوله اسلامي نړۍ کښې زيات اهميت لرونکې وبللې شوه. غړي يې د شېخ عبدالمجيد سليم، شېخ محمود شلتوت، شېخ ابوزهره، حسن البناء په شان د الازهر استادان، د يمن يو زېدې عالم او له شيعه عالمانو څخه په نجف اشرف کښې شېخ محمد حسېن کاشف الغظا او په لبنان کښې سيد شرف الدين موسوي او شېخ محمد جواد مغنيه وو.
 د نزدېکت په تفکر کښې له مذهبونو څخه مراد د اسلام فقهي مذهبونه دي چې په عامه توګه له څلورو سني مذهبونو يعنې له امام ابوحنيفه سره منسوب حنفي مذهب، له امام مالک بن انس سره منسوب مالکي مذهب، امام محمد بن ادريس سره منسوب شافعي مذهب،  له امام احمد بن حنبل سره منسوب حنبلي مذهب او امامي او زېدي دوه شيعه مذهبونه دي. اسماعيلي مذهب هم د امامي مذهب فرعي مذهب او اباضي هم د سني مذهبونو فرعي مذهب دے. دغه مذهبونه هر يو ځانته فقهه لري چې له طهارته واخلې تر دياتو پورې د فقهي بابونو په اسلامي عملي احکامو مشتمله ده او په خپلو کښې په ځينو مسائلو کښې اختلافات لري چې د هغوي د فقيهانو له اجتهاد څخه رامنځته شوي دي.
دارلتقريب له زياتو څېړنو وروسته دې نتيجې ته ورسېد چې د خلافت او امامت د مسئلې په شمول په کلامي بحثونو کښې اختلافات څه ځاے ته نه رسيږي او د نزدېکت وړ نه دي بلکه د اختلافاتو د تازه کېدو سبب کيږي، نو خکه يې خپل کوششونه په فقهي اختلافاتو باندې متمرکز کړل چې بالاخره د هغه وخت د شېخ الازهر شېخ محمود شلتوت د فتوې په صادرېدو سره نتيجې ته ورسېد، هغه په دغه فتوا کښې دا خبره په ګوته کوي چې د څلورو واړو سني مذهبونو پېروکار کولې شي نورو مذهبونو منجمله اماميه اثني عشري يعنې دولس امامي مذهب ته واوړي، يعنې په احکامو کښې د دغو مذهبونو له فقهاو څخه پېروي وکړي. ځکه چې ټولو له کتاب او سنته استفاده کړې ده. د الازهر پوهنتون د مشرۍ په دوران کښې د شېخ محمود شلتوت له ډېرو مهمو اقداماتو څخه يو اقدام د سني مذهبونو د فقهي درسونو ترڅنګه د شيعه فقهې د تدريس اجازت ليک صادرول وو چې د الازهر د استادانو او محققانو مخې ته يې يو نوے افق خلاص کړ. د تطبيقي فقهې له مخې يو محقق  د اسلامي مذهبونو ټولې فقهي رائې او نظريات مطالعه کوي او هر هغه حکم چې دليل يې مضبوط وي اجرا کوي يې. هغۀ د مختلفو مذهبونو د عالمانو د دليلونو ترمېنخ په پرتله کښې يو اصل قبولوۀ او هغه دا ؤ چې هر دليل چې زيات مضبوط وي د قبول وړ دے اوس که هغه يې له خپل مذهبه وي يا له بل مذهبه وي او په دې باندې يې تاکيد کوۀ چې مسلمان فقيهان پکار دي له تعصباتو او نفساني خواهشاتو څخه لرې هره رائې او تفکر چې د اسلام د بنياد په مضبوطولو کښې زيات موثر دے او د کورنۍ او ټولنې د خېر ښيګړې سبب کيږي له يو بله يې قبول کړي.
آيت العظمی بروجردي هم له هغونامتو او سترو مراجعو څخه ؤ چې تل يې د مسلمانانو وحدت او د اسلامي مذهبونو نزدېکت ته خاصه پاملرنه کوله. هغه له ستر مرجع آيت ا... اصفهاني نه وروسته چې په ديارلس سوه پينځويشتم هجري نمريز کال کښې وفات شو د شيعه ؤ په عمومي مرجعيت غوره شو او د شيعه او سني احاديثو او رجالو په علومو کښې يو ډېر ماهر او تجربه کار عالم ؤ. آيت ا... العظمی بروجردي که له عمومي مرجعيته مخکې ؤ او که له هغۀ وروسته، تل يې په عامه توګه د مسلمانانو چارو او د هغوي د وحدت په چاره او د فرقو ترمېنځ د تفرقو د ختمولو او د هغوي د نزدې کولو او راغونډولو لپاره هلې ځلې کولې، د مسلمانانو ګډوډ حالات، په اسلامي هېوادونو باندې د کافرانو تسلط او د مسلمانانو ترمېنځ د دښمنۍ او بدګمانۍ د روحيې غلبه هغه مسائل وو چې د مسلمانانو د وحدت او يو زړۀ توب لپاره يې د هغۀ اراده لا کلکه کړه. په شيعي سرچينو باندې د هغۀ د پوره تسلط ترڅنګه د سني له حديثي، فقهي ، رجالي او تاريخي سرچينو څخه د دغه نوي  تفکر لرونکي مرجع د معلوماتو پراختيا هغۀ ته دومره قوت ورکړے ؤ چې کولې يې شول د مذهبونو ترمېنځ د تشابهاتو او تفاوتونو څېړنه وکړي او د مذهبونو د نزدېکت تفکر تر هغه ځايه چې د مذهبونو اصول او عقائد يې اجازه ورکوي مخ په وړاندې بوځي. له دارلتقريب څخه د آيت ا... بروجردي پرله پسې مادي او معنوي ملاتړ د مسلمانانو د وحدت او يووالي په اړه د هغۀ د هلو ځلو ښودنه کوي. دا ادعا کولې شوو چې له امام خمېني (رح) نه پس د شيعه مراجعو ترمېنځ  داسې ډېر کم يو مرجع موندلې شوو چې د هغۀ په اندازه يې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت په لاره کښې کوششونه کړي وي.
آيت ا... بروجردي په تطبيقي مسائلو کښې خلافي مسائلو ته اهميت ورکوۀ يعنې عقيده يې لرله چې فقهي مسائل نه يوازې د اماميه مذهبونو په سطح کښې بلکه د ټولو اسلامي فقهي مذهبونو په سطح کښې د بحث وړ وګرځي او د اختلاف وړ په هره مسئله کښې دې د ټولو مذهبونو دليلونه ومنلې شي. د همدې چارې په وجه هغۀ د شېخ طوسي  «مسائل الخلاف»  نومې کتاب د هغۀ په تصحيح کښې د يو لړ مشقتونو په زغملو سره چاب کړ او کله کله به يې دغه کتاب له ځان سره د درس غونډو ته وړۀ او د نظر وړ ځاے څخه به يې د شېخ طوسی عبارتونه لوستل چې طلاب لږ لږ له دې روش سره عادت شي. دغه نوښت د دې سبب شو چې شيعه مجتهدان له شيعه امامي فقهي کتابونو نه علاوه د نورو مذهبونو فقهي کتابونو ته هم مراجعه وکړي او په مهمو فقهي مسائلو کښې د هغومذهبونو پرله پسې دقت او کوششونه وويني او ورسره ورسره دې ټکي ته ورسي چې فقه د ټولو اسلامي مذهبونو ترمېنخ يو ګډ علم دے چې په خپلو کښې تړاو لري او په يو بل باندې يې متقابل تاثير لرلے دے او اوس هم کولې شي د يو بل له نظرياتو څخه په تېره بيا په نويو راڅرګند شويو مسائلو کښې ترې ګټه اوچته کړي.
 آيت ا.. بروجردي باوري ؤ چې د اهلبېتو د امامانو عليهم السلام په زمانه کښې د سنيانو رائجو فتوو ته په مراجعه کولو سره په ښه توګه د امامانو په روايتونو او اقوالو پوهېدې شي،ځکه چې د هغوي ګفتار هغو فتوو ته په پام سره صادر شوے دے. د هغوي شاګردان نقلوي چې کله کله به يې فرمايل: ((شيعه فقه د سني فقهې ترڅنګه ده)) ځکه چې په هغو وختونو کښې د مسلمانانو د عمل وړ احکام د هغوي د پېشوايانو هم هغه فتوې وې او د اهلبېتو امامانو شاګردانو به هغوفتوو ته په پام سره له امامونو پوښتنې کولې او معصومو امامانو به هم  هغو فتوو ته په پام سره ځوابونه ورکول.
د آيت ا... بروجردي د نزدېکت نظريه د شېخ محمود شلتوت د فتوې په صادرېدو کښې موثره وه. د شېخ محمود شلتوت له نظره د وحدت په رامنځته کېدو کښې يوه ترټولو مهمه مسئله هغه يو ګډ ټکي ته رسېدل دي چې ټولو مذهبونو ورباندې اتفاق لرلے وي. هغۀ دغه ګډ ټکے قرآن معرفي کړے او په دې باره کښې وائي: اسلام خلق وحدت او يووالي ته رابللي دي او هغه محور چې مسلمانان ورباندې پکار دي منګولې ولګوي او ترې چارچاپېره راغونډ شي له حبل ا... سره اعتصام ګرځولے دے. دغه مطلب د قران مجيد په زياترو مبارکو آيتونو کښې راغلے دے. چې ترټولو مشهور په  سورۀ آل عمران کښې خداے پاک فرمائي: (( (واعتصموا بحبل اللّه جميعاً و لاتفرقوا))
 خداے پاک په مطلقه توګه له تفرقې څخه نهي  کړې ده چې د تعصب په وجه تفرقه هم پکې شامليږي. په يو صحيح حديث کښې راغلي دي: : لا عصبيه فى الاسلام؛ يعنې په اسلام کښې تعصب وجود نه لري.
شيخ محمود شلتوت په يو بل ځاے کښې د خداے کتاب او د رسول اکرم (ص) سنت د ټولو مذهبونو ګډ ټکے معرفي کوي. هغه د هغو علمي اختلافاتو چې په علمي ټولنو کښې بڼه نيسي او د هغو تعصباتو ترمېنځ چې په عوامو کښې روان دي د فرق قائل دے او په دې باره کښې وائي: د رائي اختلاف يو اجتماعي ضرورت او طبيعي چاره ده چې ترې انکار نه شي کېدې. خو له هغه اختلاف سره چې د مذهبي تعصباتو او فکري جمود سبب کيږي فرق لري. تعصب د مسلمانانو د يووالي رشته پرې کوي او په زړونو کښې د دښمنۍ او کينې روزنه کوي خو د حقيقت څېړنې په وجه اختلاف د مخالفانو د رايو او افکارو په احترام سره د ستائنې او منلو وړ دے.
ګرانو او قدرمنو په راتلونکي پروګرام کښې به د ارواښاد آيت ا... بروجردي او ارواښاد شېخ  محمد شلتوت په افکارو کښې د مذهبونو د نزدېکت بحث ته دوام ورکړوو. نو تر هغه وخت ښاد او آباد اوسئ.
-------