May 07, 2016 15:54 Asia/Kabul
  • وحدت په اسلامي نړۍ کښې
    وحدت په اسلامي نړۍ کښې

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره وحدت په اسلامي نړۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په تېر مطلب کښې مو د اسلامي وحدت د عملي کېدو لپاره د امام خمېني (رح) د نظر وړ ځينې لارې چارې بيان کړې او ومو ويل چې هغۀ په اسلامي نړۍ کښې تفرقه او تيت پرکوالے د اسلام له بنيادي او ژوند بخښونکو تعليماتو څخه د اسلامي حکومتونو او ملتونو د لرې والي او د لويديځ اوختيخ په استکباري قدرتونو باندې د مسلمانانو د تکيه په وجه ګڼلے او له دغو مشکلاتو څخه د خلاصون يوازېنۍ لاره د دريو بنيادي او اساسي مفهمونو يعنې د اسلام، آزادۍ او خپلواکۍ په بيا موندنه  کښې لټوي، ځکه چې د هغۀ له نظره د دغو  دريو مفهمونو بيا موندنه د هغوي د هېر کړې شوي اسلامي تشخص د بيا رغونې امکان رامنځته کوي.
همدارنګ مو اشاره  وکړه چې امام خمېني (رح) د اسلامي نړۍ په سطح او په ټوله دنيا  کښې د مذهبي او ملي مخکښانو، علماو،پوهانو ،روڼ اندو، او متفکرانو او همدارنګ د حزب ا... او حزب مستضعفين د جوړولو په ذريعې سره د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت د عملي کېدو لارې چارې بولي.
په دې پروګرام کښې غواړوو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د اوسني معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په نظرياتو او افکارو کښې اسلامي وحدت او يووالے بيان کړو، نو ښه ده پام ورته وکړئ.
آيت ا... العظمی خامنه اي اسلامي وحدت او يووالے په نننۍ نړۍ کښې د مسلمانانو ترټولو ضروري اړتيا بولي. دوي د وحدت د معنې په بيانولو کښې د فکري او تاريخي اختلافاتو د څتګه اېښودو په اړه مکانيکي نظريه ردوي او هغه د بهرنيو دښمنانو په وړاندې د مسلمانانو ملګرتيا او غږ ملتيا ته معطوف ګڼي. دوي د هغو کسانو چې استدلال د وحدت او يووالي د ساتنې په بهانه د مذهبي بحثونو د ور تړلو کوشش کوي څرګنده کړه، د مسلمانانو ترمېنځ وحدت د اختلافي مسائلو د څنګته اېښودو په معنا نۀ دے بلکه د مختلفو مذهبونو د  عالمانو ترمېنځ پکار دي علمي بحثونه موجود وي خو دغه بحثونه پکار نه دي د دښمنۍ حالت پېدا کړي بلکه تل پکار دي په استدلالي شکل کښې مطرح شي او په دغه ډول بحثونو کښې محور هم  پکار دي قران شريف، د خداے ګران رسول (ص) او برهاني عقل وي، ځکه چې قرآن شريف هم تعقل ته خلق رابللي دي، نو ځکه پکار دي نه د وحدت او يو والي په بهانه د مذهبي بحثونو ور و تړلے شي او نۀ د دا ډول بحثونو په بهانه د وحدت او يووالي لاره بنده کړې شي. که يوازې د نظر اختلاف د تفرقې سبب وي نو بيا په  داسې صورت کښې پکار دي يوه کورنۍ هم نه جوړېدې، څه لا يوه  ټولنه او هغه هم يوه ديني ټولنه، ځکه چې د يوې کورنۍ افراد هم په خپلو کښې د نظر اختلافات لري. نو بس هغه وحدت  او يووالے چې زمونږ د مشرانو د نظر وړ دے د اسلام د دښمنانو او کافرانو په مقابل کښې وحدت دے نه په کورنيو مذهبي اعتقاداتو او مسائلو کښې وحدت.
معظم رهبر تفرقه د اسلامي نړۍ لپاره هلاکوونکے زهر بولي او د استعمارګرانو لاس چې د اسلامي هېوادوو د سرچينو او سرمايو د لوټلو په لټه کښې دي د دغو ختلافاتو د رامنځته کولو عامل ګڼي. آيت ا... العظمی خامنه اي له سني او شيعه مسلمانانو سره د پرديو دښمني د يو هدف په لړ کښې ګڼي چې هغه هدف د اسلام له اصل سره مقابله ده. د شيعه او سني مسئله د اسلامي امت د کمزوري کولو لپاره د دښمانو يوه مهمه  وسيله ده. هم پکاردي سنيان پوه شي او هم شيعه پوه شي او په ايران او نړۍ کښې ټول پکار دي په دې پوه شي چې د شيعه او سني اختلافات د اسلامي امت په خلاف د دښمن يو اوزار او د ورته د ګوزار ورکولو يوه وسيله ده. هغوي چې هر ډول وکړې شي له دغې وسيلې څخه استفاده کوي. هغه ورځ چې سني فلسطينيان تر دباو لاندې وي يو شمېر کسان په دې شعار او دې تبليغاتو سره  چې هغوي سنيان دي تاسو شيعه يئ، کوشش کوي چې ورسره مرسته ونکړې شي. نن چې شيعه لبنانيان تردباو لاندې دے يو شمېر داسې وائي چې تاسو سنيان يئ او هغوي شيعه دي، ورسره مرسته ونکړئ. هغوي نه د شيعه ؤ احترام کوي او نۀ د سنيانو، هغوي د اصل اسلام په مقابل کښې دي. د اسلامي نړۍ هلاکوونکے زهر تفرقه ده. دغه تفرقه ملتونه له يو بله بيلوي، زړونه له يو بله جدا کوي.))
معظم رهبر د دوه عقيدو د پلويانو ترمېنخ اختلاف يوه طبيعي چاره بولي او د خلقو د پرګنو سطحې ته د تاريخي او مذهبي بحثونو د لمن غزول او په دغو موضوعاتو سره جذباتی، احساسي او غېر علمي مقابله د مسلمانانو د اختلافاتو د سختولو په لړ کښې د پرديو يوه وسيله  ګڼي. د تعصباتو له کبله د دوو عقيدو د پلويانو ترمېنځ اختلاف يوه طبيعي چاره  ده چې موجوده ده او طبيعي ده، او له شيعه او سني سره مخصوصه نه ده. خپله د شيعه فرقو او سني فرقو ترمېنځ په مختلفو زمانو کښې دغه اختلافات موجود وو. تاريخ چې وګورئ نو وبه  وينئ چې د اشاعره او معتزله  او حنبليانو او حنفيانو او شافيانو وغېره په شان  هم د سني د فقهي او اصولي فرقو ترمېنځ  او هم د مختلفو شيعه فرقو ترمېنځ يو لړ اختلافات موجود وو او دي. دغه اختلافات چې کله  د عامه خلقو او لاندې سطحې ته رسيږي نو تندو او خطرناکو ځايونو ته هم رسيږي او له يو بل سره لاس او ګرېوان کيږي. عالمان کښېني په خپلو کښې خبرې کوي او بحثونه کوي خو کله چې نوبت داسې کسانو ته رسيږي چې علمي وسله نه لري د احساساتو او جګړو له وسلې او مادي  وسلې څخه استفاده کوي چې دا خطرناکه خبره ده. دا چاره تل په دنيا کښې موجوده وه او ده، همېشه مومنان او خېرخواهان کوشش کوي چې يې مخه ونيسي، د عالمانواو پوهانو تل دا کوشش ؤ او دے چې اجازه ورنکړي چې دغېر علمي سطحو کسانو کار جنګ جګړو ته ورسي، خو له يوې مودې نه راپه دېخوا يو بل عامل هم ماجرې ته داخل شو او هغه استعمار ؤ. دا ويل غواړم نه چې د شيعه او سني اختلاف تل له استعمار سره اړوند دے ، نه، خپله د هغوي احساسات او جذبات هم پکې لاس لري، ځينو جهالتونو، ځينو تعصباتو، ځينو جذباتو او احساساتو او ځينو کوږ فکريو هم پکې لاس لرلے دے، خو چې کله  استعمار داخل شو نو له دغو وسيلو يې ډېره زياته استفاده وکړ.((
آيت ا... العظمی خامنه اي د ځينو شيعه او سني ډلو لخوا د يو بل سپکاوي د اسلام د دښمنانو د اهدافو د عملي کېدو په لړ کښې وبلل او دواړه خواوې دغو مسائلو ته له ننوتو څخه منعې کوي او فرمائي: ((سني او شيعه دواړه خپل خپل مذهبي مراسم ،خپل آداب، خپل عادتونه او خپل ديني دندې ترسره کوي او پکار دي چې ترسره يې کړي، خو سره کرښه دا ده چې پکار نه دي د هغوي ترمېنځ مطلقاً د مقدساتو د سپکاوي په خاطر که هغه د ځينو شيعه کسانو لخوا د غفلت له مخې صادريږي او که د سلفيانو وغېره په شان د سنيانو لخوا د غفلت له مخې صادريږي چې د يو بل نفي کوي څه وويل شي. دا هر څه هغه څه دي چې دښمن يې غواړي. دلته هم پکار دي بېداري وي)) دوي د پېغمبراکرم (ص) د مېرمن بي بي عائشې د سپکاوي په اړه د يوې استفتاء په ځواب کښې دغه عمل حرام وبلۀ او وې فرمايل: ((د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) په مېرمن بي بي عائشي باندې د تور لګولو په شمول د سني وروڼو د سېمبولونو سپکاوے حرام دے. په دغه موضوع کښې  د ټولو پېغمبرانو عليهم السلام په تېره بيا د پېغمبراکرم حضرت محمد مصطفی (ص) مېرمنې شامليږي.))
معظم رهبر له پرديو سره په پېېلو ځينو شيعه ډلو باندې چې د سنيانو د مقدساتو په سپکاوي سره د اختلافاتو اور ته لمن وهي سخته نيوکه وکړه او هغوي يې له بوډا استعمار يعنې برطانيې سره د پېېلو استخباراتي ادارو لاس پوسي بللي دي او فرمائي: ((مونږ  هغه تشيع چې د تبليغاتو مرکز او اډه يې لندن دے نه منو دا هغه تشيع نه دےچې  اهلبېتو امامانو عليهم السلام ترويج کړ او وې غوښتۀ. هغه تشيع  چې د اختلافاتو په ستنو ولاړ دے او د اسلام د دښمنانو د شتون لپاره د سريزې برابرولو او لار صفا کولو په ستنو  ولاړ دے. دا تشيع ،تشيع نه دے. دا انحراف دے. تشيع د سوچه اسلام بشپړه مظهر دے او د قران مظهر دے. مونږ له هغو کسانو څخه چې له وحدت او يووالي سره مرسته کوي ملاتړ کوو. له هغو کسانو سره چې د وحدت په خلاف عمل کوي مخالفت کوو.))
دوي همدارنګ د سني تکفيري ډلوجوړېدل او فعاليت هم د اسلامي امت په صفونو کښې د درز د رامنځته کېدو په لړ کښې وبلۀ او هغوي د امريکايانو لاس پوسي بولي او فرمائي: (( اسلامي نړۍ نن له بل هر وخت نه زيات وحدت ته ضرورت لري. تفرقه او تکفير د مسلمانانو لپاره بلا او مصيبت ګرځېدلے دےچې ټول د يوې قبلې لوري ته نمونځ کوي او يو اسماني کتاب لري. د يو خداے پاک پرستش کوي او زړۀ يې له خاتم الانبيا حضرت محمد مصطفی (ص) سره په مينې پورې تړلے دے. د اسلام دښمنان له بل هر وخت نه زيات د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې نغاره غږوي او په اسلامي هېوادونو باندې د تسلط خوبونه ويني. په داسې زمانه کښې وحدت او يووالے هغه شفا ورکوونکي درمل دي چې خداے پاک مومنان د هغو لوري ته رابللي دي. دغه الهي بلنې ته لبيک ويل به مومنانو ته د عزت او خوشبختۍ لاره خلاصه کړي. البته د دغه کار ماهران انګرېزان وو. هغوي د مذهبي اختلافاتو په رامنځته  کولو کښې مهارت لري او امريکايان هم له هغوي څخه زدکړه کړې ده  او خپل ټول وجود سره لګيا دي کار کوي. دغه تکفيري ډلې چې  يې وينئ، ټولې د هغوي جوړې کړې شوې دي.))
ايت ا... العظمی خامنه اي د اسلامي وحدت په عملي کېدوپورې د اړوندو فعاليتونو په لړ کښې دوه اصول ضروري او مهم بللي دي. يو د اختلافاتو، تناقضاتو، جګړو، تضاداتو او خنډونو ختمول دي او بل د اسلامي حاکميت لوري ته د فعاليتونو ترسره کول دي. دوي په  دې اړه فرمائي: ((د وحدت او يووالي په مسئله کښې دوه بنيادي ټکي او دوه تګ لارې  موجودې دي چې هره يوه په يوازې ځان اهميت لري. کله چې مونږ د وحدت شعار ورکوو نو پکار دي دغه دوه بنيادي ټکو ته پاملرنه وکړوو او همدغه دي چې د مسلمانانو د عملي ژوند لپاره کار جوړوونکي دي.))
له دغو دوو اصلونو څخه يو د اختلافاتو او تناقضاتو او جګړو او کارړنګونو رفع کول دي چې له پېړيو پېړيو راهسې د مسلمانانو د بيله بيلو قامونو او فرقو ترمېنځ يې شتون لرلے دے او تل هم دغه تناقضات د مسلمانانو په زيان تمام شوي دي.  دويم ټکے دا دےچې دغه وحدت دې د اسلام د حاکميت په خدمت کښې وي او که نه وي نو چټي او بي معنا به وي.))
--------------


ټیګونه