May 07, 2016 14:27 Asia/Kabul
  • په اسلامی نړۍ کې وحدت (۱۲)

ګرانو دوستانو په اسلامی نړۍ کې د یووالی او وحدت نومې دلړۍ له ننني دولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .

په دغه مطلب کښې   په   ایران کې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني (رح)  له نظره  داسلامی وحدت دتحقق  د ځینو لارو چارو په باب  درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ 
دوستانو  ! په تیر مطلب کې مو دحضرت امام خمیني (رح)  په فیصلو او لیدتوګو کې  داسلامی وحدت او یووالي  دمقام په باب درسره غږسدلي او  او  ومو وئيل  چې  امام خمیني دمسلمانانو د روحدت  په  سټراټيژیک بللو سره ،   داسلامی وحدت عیني تحقق  دعملی کیدا  سټراټيژۍ   په دوو مرحلو کې ،یعني  په کلتوری او عقیدتي  سټراټيژۍ  او  په سیاسی او عملی سټراټژۍ  کې  مطر ح کوي  . هغه بزرګوار  پر مسلمانانو دواکمنو حکومتونو  او د اسلامی ټولنو    د هراړخیزو فکري  او  اخلاقي  مشکلاتو   او په عیني درک سره  ،  داسلام د لوي امت  د تحقق او  د  اسلامی امت  وحدت ته د رسیدو لپاره ،له هرڅه مخکې دمسلمانانو د دیني  اوسیاسی باؤرونو  سمولو ته مخه کړې  او دحقیقي اسلام   په  چورلیزکې  د هغوي د ټولیدو وړاندیز کوي .  همداراز  مو    امام خمیني (رح)  دسوچه محمدي اسلام او دامریکائي اسلام دبنیادي طبقه بندۍ  څخه استفاده کړې او  له اسلامه د  د دوهم ډول اخستون   ئې ناسالم  او د اسلامی  امت د وحدت دپوره کیدا  خنډ باله  او په سخته ئې و رسره مبارزه کوله .  په دې باب نیّت لرو  د حضرت امام خمیني  له نظره  داسلامی وحدت د پوره کیدا لارې چارې سره وسپړو ، نو هیله  ده ترپایه راسره ملګري ووسئ
                   دحضرت  امام خمیني (رح)  دلیدتوګې په اساس  په اسلامی ټو لنو کې اصولي بدلون   او  له یواړخیز پالنې او مریّتوبه  دمسلمانانو آزادول ، له اساسي پلانونو  او له فکري ریښو پرته  امکان نه لری؛ ځکه   داسلامی نړۍ په  ناخوښ وضعیّت کې ، د مسلمانانو  اعتقادي  ،کلتوري اوفکري ګډوډي او پر هغوي د استعمار ګرو قدرتونو دسلطې پشمول   ډير ناسم شرائط او  عوامل پکې شامل دي . هغه استعمار ګر  چې  تل  داسلامی امتونو  دفکري او  کلتوري هویّت دله مینځه وړلو  او هم دهغوی د  طبیعي سرچینو د چورتالان ا ونغرلو لپاره  ګام پورته کوي ،نوځکه  له دغه وضعیَته  خلاصیدل  او آئيډیال اوخوښ وضعیَت ته رسیدل،یوازې دفکري ،کلتور ي او عقیدتي    ګډوډیودجرړو  د وینځلو په سیوري کې  ممکن  دي .  داچاره  له هرڅه زیات ،   د یوې روښانه او مشخصې سټراټيژۍ په اساس  داسلامی  ملتونو او  حکومتونو دټولو امکاناتو دغونډولو  ضرورت   رابرسیره کوي .  پر دې اساس  اسلامی  نړۍ    د یوې واحدې ټولګې  په توګه ،  چې ګډې سیاسی ، عقیدتي  کلتوري  او تاریخي  مخینې لري ،  بایدکلتوری او تاریخي هویّت  خوندي ساتلوته بیرته ګرځیدا، دخپل حرکت سرخیل   وګرځوي  او دملی او دیني  هویت مولفې     په ښه ډول وپيژني او  ځان پرې ښکلی  کړي . . دحضرت امام له نظره ، د هغه فکری او کلتوري غورځنګ رهبري  چې بلاخره   په عامه افکارو کې  دګډو باؤرونو د بڼه موندنې لامل کیږي ،   دشخصیتونو ،یعني د دیني عالمانو  اومذهبی روڼ اندو  په غاړه  ده.
     حضرت امام خمیني (رح) په اسلامی نړۍ  کې تفرقه او ګډوډي  داسلام له حیاب بخښونکي  او  حیاتي تعلیماتو څخه  د اسلامی  ولسونو  او حکومتونو دلیرې کیدا   او دغه راز دختیځ او لو دیځ  په استکباري قدرتونو  د مسلمانانو  دتکیې له امله  ګڼي  او  له  دغو بلاګانو د ژغورنې یوازینۍ لاره  په درو اساسي مفهومونو کې یعني ، په اسلام ، آزادۍ او خپلواکۍ  کې  لټوي ، ځکه چې  دهغه  له نظره   د دغو درو مفهومونو   ترلاسه کول  ، دهغوي  د هیر شوي  اسلامی هویّت  دبیارغاولو امکان برابروي . په همد ې دلیل ،  حضرت امام   دټولو علمیه حوزو په تیره بیا دیني عالمانو اوشخصیتونو ته په بلنې ورکولو سره  له هغوي غواړي ، څو  د دیني تعلیماتو داحیاء    او په تیره بیا د  نوموړو درو مفاهیمو  د احیاء لپاره دې لاس په کار شي .  د حضرت امام خمیني په اند، داسلام پلي کیدل ،   داسلامی حکومت  په جوړیدا کې او   داسلامی ټولنو  د کړاؤنو  دحل کولو یوازینۍ لاره  ، دسوچه محمدي اسلام احیاء ده . سوچه اسلام ،  له هرمذهب ،  توکم ، ژبې  او قومیّت  لیرې  د مسلمانانو د وحدت بخښنې عامل دی . دحضرت امام خمیني  په لیدتوګې کې  سوچه اسلام ،   دهغې ټولنې  عملی او فکري ټولګه او منظومه  ده چې  د منطق له غنیمته برخمنه ده او  دانسان له ژوند سره  په ارتباط کې  دقیق او هراړخیز پروګرامونه لري .  سوچه اسلام دحضرت امام په قراءت  کې ،   د جامعیَت ، جذابیّت ،نړیوالیدا او  په ملتونو کې   دننه    له ژورو اعتقادي زمینو د استفادې په دلیل،داسلامی وحدت او یووالي  داحیاء لپاره له کافي قدرت ، توان او وړتیاؤ  برخمن دی  او  که  په ښه ډول وړاندې شي ، نو  ددې  جوګه  دی  چې مسلمانانو  ته داسلامی نړۍ په باب  بیا عظمت او میړنتوب  او احترام ورستون کړي .
خوږو دوستانو آزادي  د اسلامی  وحدت دپوره کیدا  په اجرائي او فکري بیلګې  کې د حضرت امام خمیني دفکری نظام دټولګې یو بنیادي  مفهوم دی. ځکه چې   اسلامی حکومتونه داسلامی نړۍ اساسي ارکان دي  او یا :ستر اسلامی حکومت : جوړوي ،   د هغوي دپروګرامونو  او موخو دپرمخ بیولو  او  جوړولو کې  چورلیزی  رول  په  غاړه لري .  د :ستر اسلامی حکومت:  په جوړیدا او د مسلمانانو د مخکیني عظمت او وحدت  په  احیاءکې ،  د ولسی   او غیراستبدادي اوغیر طاغوتي  حکومتونو په  رامینځةکیداکې  چې د آزادۍ د  پيغام رسونکي او بیلګه دي ، ډير مهم رول  لوبوي . ددې په اپوټه  ،   په اسلامی هیوادونو کې د مستبدو  رژیمونو  او حکومتونو شتون، داسلامی نړۍ دمصلحتونو په لاره کې  د وحدت پالو او غږمله خوځْښتونو اصلی خنډ وي . له دې امله   د ولسی ضد رژیمونو له باؤؤ  او بدماشیو څخه نجات ، د وحدت په نظرئې کې  دحضرت امام خمیني  د سیاسی لیدتوګې یو اساسی رکن دی .  حضرت امام دطاغوتي رژیمونو  د نسکوریدا د ضرورت په باب ،داسلامی  حکومت د رامینځةکولو لپاره د زمینې  دبرابرولو په موخې سره  فرمائي ؛: دطاغوت نسکو رول ،یعني  دهغو نارواؤ قدرتونو نسکورول چې  په درست اسلامی ټاټوبی کې واکمن دی ، د مونږ ټولو دنده ده .:د ولس ضد او جابرې حکومتي ادارې  باید خپل ځایونه  د عمومی خدماتو  موسسو ته ورکړي  او  داسلام دقانون په اساس اداره شي  او سوکه سوکه  اسلامي حکومت ټینګ شي .:::::::::
: خپلواکي :  داسلامی وحدت د پوره کیدا لپاره دحضرت امام خمیني  په فکری نظام کې  دریم چورلیزي  مفهوم د ی. خپلواکي ،له ځانه د خبریدا،ویښتیا، ځان پيژندنې  او د لودیځي او ختیځي قدرتونو له سلطې  د اسلامی امت  د نجات یادونه کوي .  حضرت امام خمیني ټينګار کوي ؛   خداوندمتعال  دیوه کافر لپاره   هم پر مسلمانانو سلطه نه ده ټاکلې  او باید مسلمانان  دغه سلطه ونه مني . دوي همداراز دخپلواکۍ تحقق ،   په دوو ډګرونو یعني په  داخلی او بهرني ډګرونو کې  ضروری ګڼي  او  په دې اند دي چې  په بهرني ډګر کې  خپلواکۍ ته  درسیدو   وارمخکې شرط، داخلی یا باطني خپلواکي ده .  ځکه  له باطني خپلواکۍ پرته  په نړیوال ډګر کې  خپلواکه نشي  کیدلی . دحضرت امام خمیني  له نظره،مسلمان ملتونه  د خپلواکۍغوښتنې په لور په  لومړني ګام کې باید  دملی  او اسلامی ارزښتونو  په سیوري کې دځان پيژندنې په لور حرکت  پیل او     هغه مهال  په دوهم ګام کې ،  له اسلامی ټاټوبو  داستعمار پاکونې ته مخه شي . دوي په دې اند   دي چې  دبې وزلو ولسونو ډير ستر  اړوندوالي پر ستر قدرتونو  او مستکرانو  او هغو فکري بهیرونو پيّلتوب دی  چې نور پيّلتوبونه  له دې سرچینه اخلي  او ترڅو چې   دیوه ملت لپاره فکري خپلواکي  ترلاسه نشي ،  په نورو اړخونو کې به خپلواکي ونه ویني .
  حضرت امام خمیني  (رح)  دفکری،مذهبی او ملی  رهبرانو،عالمانو،روڼ اندو او مخښکښانو  په وسیله  دتبلیغي  مرکزونو  پراختیا او پیاوړتیاپه مسلمانانو کې د وحدت دپوره کیدا لپاره  یوه لاره چاره  ګڼي ،  حضرت امام په دې اند دی چې  شخصیتونه باید  په اسلامی امت کې  دټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا  او پراختیا او دخلکو دفکري سوئې  د ودې لپاره  له شته ؤ ټولو امکاناتو او سرچینو برخمن شي . دمثال په توګه  ؛  په ملی سویه  د ؛جمعې لمانځّه :  له سیاسی او عبادي دستورو  او دغه راز په  نړیواله سویه د :حج :  د  دستورو دترسره کیدا  له ظرفیَته   پر استفادې   حضرت امام خمیني  ډیر ټينګار  کاوه .  امام بزرګوار ، له دې لامهمه  د اجتماع سازۍ  او فکر جوړونې  په اړخ کې  د دیني اجتماعاتو او غونډ و     د رول پر ژوروالي هم ښه خبر ؤ . دوي  پر دیني  دستورو او  غونډو    یوازې  په فکري  مقولو کې  دهغوي د  روزنیز کارندوالي  په خاطر  ټينګار نه کوي  بلکې له دې لامهم له دغو غونډو له لارې د نوو ټولنیزو  اړیکو په جوړیدا او اجتماع سازۍ او هم دمسلمانانو  د انساني  ارادي ځواک   او قدرته دهغو ي د خبریدا  رول ته هم اشاره  کوي . له دې امله،داسلامی نړۍد وحدت د دوو سمبولونوپه توګه،د: قدس  د نړیوالې ورځې :لمانځل  او د :وحدت اونۍ : په مناسبت د دستورو جوړول  ،چې یو انقلابی او  استعمار ضد پیغام هم لري ،  دهغه بزرګوار له خوا وړاندیز شوي  او یا ئې  هغه ملاتړ کړی دی . 
دمسلمانو ملتونو  او اسلامی هیوادونو  څخه  جوړ په نړیواله سو یه  دیوه واحد ګوند تاسیس  ، په مسلمانانو کې  د وحدت درامینځةکولو لپاره دامام بزرګوار  یوه سټراټيژي وه.حزب ا...  او دمستضعفینو  غورځنګ،داسلامی وحدت دپوره کیدا لپاره د حضرت امام خمیني (رح)  دلیدتوګې  په سیاسی ادبیاتو کې  دوه اساسي مفهومونه  دي  .دوي  داسلام دیوه واحدګوند جوړیدا ، دمسلمانانو په نننۍ بحران ځپلي نړۍ کې دمنظمو پرګنو  دقدرت د راپورته کیدا  ځاي   باله .حضرت امام خمیني (رح) په دې دلیل د :مستضعفینو غورځنګ : دیوه سیاسی  لوري په توګه مطرح  کړ،  څو مسلمان ملتونه  بلکې  دنړۍ ټول وروسته پاتي اومحرومه پرګنه ، ددغه نوي راپورته شوي  بهیر په داخل کې  خپل سیاسی هدفمند  فعالیتونه  غږمله کړي  او له دې لارې  خپله غږملتیا او پیوستو ن  لازیات پیاوړی کړي .  دهغه بزرګوار له نظره  ددغه شان ګوند ا و غورځنګ  دجوړیدا موخه،   د اسلامی امت  په سویه او وروسته دهراړخیزو باؤرونو پیاوړتیا،سپړل او  داسلامی نړۍ د مشکلاتو او ګډو وډو  حالاتو د ختمولو لپاره  دحل لارې ترلاسه کول دي . ا رواښاد امام په دې زمینې کې فرمائيلی دي ؛زه هیله مند یم  چې دمستضعفینو د غورځنګ په نامه   یو ګوند په درستې نړۍ کې جوړ شي  او ټول مستضعفین سره یو ځاي په دغه غورځنګ کې   ګډون وکړي او  هغه مشکلات او ستونزې چې دمستضعفینو په لاره کې موجودې دي ،  له لارې لیرې کړي   او د مستکبرینو او  دلودیځ او ختیځ د  نغرُونکو  په مقابل کې  پاڅون  وکړي  او  نوره اجازه ورنکړي  چې  مستکبران دنړۍ پر مستضعفینو ظلم و کړي .:::::::::: 
 دوستانو زمونږ دنننۍ  مطلب  وخت هم همدلته پاي ته رسیږي ، انشا ا.... په ورپسې  پروګرام کې به  د حضرت آ یت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په لیدتوګو او فیصلو کې  داسلامی وحدت په باب  درسره وغږیږو  نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو . 

ټیګونه