Aug 08, 2021 13:24 Asia/Kabul
  • ایران  د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د  اونۍ په هینداره نومې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران ځينو مهمو پیښو ته ځغلنده  کتنه کوو او ورپسې مو هم دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو، نو هیله ده د استفادې وړ  مو وګرځي .

   د ایران د دیارلسم ولسمشر  د لوړې دستورې

*/*/*/*/*/  په عمان سمندر کې د اسرائيلو پر یوې کشتۍ د  ډورن مشکوکه حمله

*/*/*/*/ 

او دوښنمنانو ته د سپاه پاسدارانو جدی خبرداری ، په تیرې اونۍ کې د ایران ځینی مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو،دځينو مورونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

*********************

 تیره اونۍ د ایران داسلامی جمهوریت د دیارلسم  ولسمشر دتنفیذ دستورې  د حضرت امام خمیني په حسینیې کې  په پرتم سره ترسره شوې .

په دغو د ستورو کې  د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي د ملت د رایو په تائيدولو سره سید ابراهیم ریئسي  د ایران د اسلامی جمهوریت په ولسمشرۍ منصوب کړ .

حضرت آيت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي د تنفیذ په دغه حکم کې په انتخاباتو کې د ولس عزتمند او له معنا ډک شتون او  دیوه ولسیي،پرهیز ګار او دمدیریّت دځلانده مخینو لرونکی شخصیت  ټاکل ،د اسلامی انقلاب دنوراني لارې پر کچ کونې،یعني د آزادۍ،پرمختګ او  عدالت پر لارې تلل،د ایران د ملت د کلک هوډ نښه وبلله .

Image Caption

 

همداراز د ایران د نوي ولسمشرد لوړې دستورې هم  دتیرې پنجشنبې په ورځې  دایران داسلامی شورا  په انګن کې  دسیمه ایزو او نړیوالولوړپوړو چارواکو ، دملګروملتو د سرمنشې دځانګړي استازي ، اوپک  موسیسې د مشر،داروپائي اتحادئې ، اورآسیا، داسلامی هیوادونو د بین المجالس دټولنې ، داکو موسیسې ، سیکا او د ډ ي اته ډلې د ځانګړو استازو پشمول د سلګونو بهرنیو میلمنو په شتون سره  ترسرسره شوې .

د ایران د اسلامی جمهوریت  ا تم ولسمشر سید ابراهیم د تنفیذ په دستورو کې  پخپلې وینا کې ، د غبرګولې دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې  انتخابات ، بدلون  غواړي ، عدالت غواړي ، له فقر، فساد، توپیر  او بډو رشتونو سره د مبارزې په هوډ مشتمل وو ،د موجوده حالاتو د بدلولوپه یوې کلمې کې او د مشکلاتو  دختمولو په ضروروت ټينګار وبالۀ.

                      د اسلامی ایران نوي ولسمشر  وئيلي،د تورم او انفلیّشن ، دنغدو پیسو د زیاتیدا د  ودې ، دحکومت دپورونو دزیاتیدا،د بودجې خسارې، بیروزګارۍ او د هستوګنې د ترینګلتیاؤ په شمول  هغه مشکلات چې  د دښمنیانو  په علت او همداراز د ځينو داخلی ناکارندوالو په وخه رامینځة شوي ، اصلاح ته اړتیا لري  او خلک هیله مند دي،د دوي تاواني شوی اعتماد ورغول شي .  سید ابراهیم ریئسي  روښانه کړې ده،د بندیزونو په ختمولو پسې به شو ، خو د خلکو دسترخوان  ته به له پردَیو  ارادې سره  غوټه ورنکړو . هغه همداراز  زیاته کړې ، دیارلسم حکومت   لسو فوري موضوعګانو ته په کتو سره د یدلون یو لنډمهاله پروګرام برابر کړی دی .د حکومت د بدلون څلورکلن پروګرام به هم ډير زر د نظر خاوندانو ته  وړاندې شي ، چې  د پراختیا د اوم پروګرام د اجرا زمینه جوړونکی شي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود

دوستانو د ایران  اسلامی انقلاب پخپلو آئيډیاؤ په کلکې دریدا سره، دینا ته وښودله چې یو ملت په ارادې سره دس ترو بدلونونو دبدلیداسرچینه،حتی د نړیوالو قدرتونو په معادلاتو او محاسباتو کې د بدلون سرچینه شي .  دایران دملت باؤر په دې دی چې  د عزتمن ژوند یوازینۍ لاره ، په ځان باؤری   او د پیوستون او اتحاد په سیوري کې هڅه ده . 

 اوس هم  د ایران ملت کلک هوډ لري ، په هماغه پیاوړي ارادې او اتحاد سره د اسلامی انقلاب دارزښتونو په ساتنې سره ټاکل شوي ویاړمنه لاره،لاروښانه  راتلونکي ته په امید سره دوام ورکړي .البته په دغې لارې کې خنډونه،سختیانې او کارړنګونې هم کمې نه دي . 

                 تیره اونۍ په عمان سمندر کې د اسرائیلو په ؛مرسرسټریټ ؛ نومې کشتۍ باندې  د ډرون په حملې پسې و  د صهیونیسټ رژيم  لومړی وزیر نفتالی بنټ  له کوم سند او مدرک وړاندې کولو پرته ، مدعي شو چې ایران په دغې حملې کې  رول درلودلی دی .د اسرائيلو خارجه وزیر یائير لاپيډ هم له امریکا او انګلستانه غوښتي دي ، دغې حملې ته دې سخت ځواب ورکړي .ددغه شان سناریو جوړونې په دوام کې ځینو خبري سرچینو،د اماراتو په سواحلو کې دڅو کشتیو لپاره د ځينو پيښو درامینځةکیدا خبر هم ورکړ . 

 ایسو شي ایټيډ پریس آژانس په دې زمینې کې مدعي شوی،د اماراتو په سواحلو کې د لږترلږه څلورو کشتیو د لارښونې کنټرول له اختیاره وتلی دی. ددغو خبرونو له خپریدا سره په یووخت،ځینو لویدیځي او صهیونیسټي رسندویو، په فارس خلیج او عمان سمندر کې تلونکو کشتیو ته  دایران د وسلوال ځواک د واریدیدو په باب یوشمیر پروپيګنډې  خپرې کړې .

د ایران دا سلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي په فارس خلیج او عمان سمندرکې د کشتیو لپاره د دوامدارو امنیتی پیښود رامینځةکیدا په باب خپرۀ شوي خبرونه بشپړ مشکوک بللی او د خاصو سیاسی غرضونو لپاره د کاذبو فضاجوړونو په نسبت  خبرداری ورکړ. 

په دغو سناریو جوړونو کې د امریکا،انګلستان،اسرائیلو او د سیمې د ځينو هیوادونو رول مطرح دی .

     د امریکا د پوځ د لوي درستیز جنرال جوزف ډنفرډ وروستۍ څرګندونې  په دې ارتباط  د پام وړ دي .هغه دتیرې سه شنبې په ورځې د امریکا ددفاع وزارت  له سرپرست سره د کتنې په باب دخبریالانو په ټول کې وئیلی دي،مونږ  یو شمیر نورو هیوادونو سره یوځاي هڅه کوو،په هرمز تنګي او باب المندب  سمندري حدودو کې د کشتیو دتګ راتګ د آزادۍ د تضمین لپاره  یو ائیتلاف  جوړ کړو. 

 دا یران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده  داسرائیلوپر تیلی کشتۍ  په حملې کې د ایران د لاس درلودلو په باب  دامریکا او صهیونیسټ رژیم  د تورونو په ځواب کې  وئيلي دي،دا  لومړی ځل نه دی چې صهیونیسټي رژيم د ایران په ضد دغه شان تورونه مطرح کوي . دایران دخارجه وزارت ویندوي  زیاته کړې،دغه رزيم هرچرته چې پښه کیښودلې،له ځان سره ئې ناکراري،بې ثباتي،تاؤتریخوالی،ترور او جنګ رامینځةکړی او په همدې خاطر،هغه کسان مسئول دي چې  ددغه رژيم پښې ئې دغې سیمې ته غزولي دي .

 د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان جنرال حسین سلامي زمونږ خبریال سره په خبرو کې د ښمنانو ته خبرداری ورکړی،باطلې لیدتوګې او فکرونه دې له مغزو وباسي،ځکه چې دمونږ ځوابونه ډير زیات پښمانه کونکي ، ورانونکي او ویجاړونکی دي  

                   په ملګروملتو کې د ایران دنمایندګۍ مرستیالې هم په فارس خلیج او ورآخوا سمندري حدودو کې  د جوړو شوو سمندری پيښو د رامینځةکولو لپاره د وروستیو مشکونو هلو ځلو په باب د ملګروملتو د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی او د سیمې د امنیت اوثبات لپاره  ئې د تاوان رامینځةکونکوغیرمسئولانه  اعمالو ددریدا غوښته کړې ده .

د ملګروملتو د امنیت شورا مشر ته د میرمن زهرا ارشادي د لیک په یوې برخې کې راغلي دي،د اسرائيلي رژيم  لمسونکو څرګندونو ته په پام سره چې د ملګروملتو دمشنور د دوهمې مادې په څرګندې خلاف ورزۍ کې، له زوره  د استفادې ګواښ ګواښ کړی دی ، لازمه ده  دغه رژیم ته یادونه وشي چې باید د خپلو ټولو ناسمو محاسباتو او بلاغوښتنو د احتمالي نتیجو په تمه دې ووسي.د ایران اسلامی جمهوریت  به  دخپل ولس ، دخپل حاکمیّت ددفاع  او د خپلو ملي ګټو د تامینولو لپاره د هرډول لازم اقدام په غوره کولو کې هیڅ شک ونه کړي . 

   د فارس خلیج د څنډې عرب هیوادونه باید دې ټکي ته  متوجه شی ،چې  په سیمې کې د  صهیونیسټي رژيم شتون و امنیت او سوله نه رامینځةکوي ،ځکه دغه رژيم په ترهه ګرۍ ، تیریو او جنګ سره پر سیمې  خپل ناروا موجود تپلی دی. نیواکګري ممکنه ده تر کلونو پورې دوام وکړي ، البته   دتل لپاره به نه وي .

د سیاسی چارو یو شناندی عبدالباري عطوان  دې ټکي ته په اشارې سره چې  په تیرو دوو کلونو کې د اسرائیلو سمندري کنډکونو د ایران پر دولسو تیلی کشتیو بریدونه  کړي،وائي،که د صهیونیسټ رژيم  ارواکي  وغواړي ،دغه جنګ  لاسخت شي ،نو خپله تر ټولو ستره تیروتنه به ئې کړي دي ،ځکه  دا یوه داسې بلاغوښتنه شمیرل کیږي،چې ممکنه ده،د صهیونیسټانو او حتی ددوي د متحد په توګه د امریکا   په ګټه  هم نه وي ، واشنګټن غواړي دوي په  یوه دغه شان جنګ کې ښکیل کړي ، په داسې حال کې چې په ورته موردونو کې ئې ،دوي پخپله په افغانستان او عراق کې ماته خوړلې ده او  او د ځان لپاره د تښتې  لاره نه مومي

***************************

خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې  تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي او سوکاله ووسئ  او نیکمرغه ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه