Sep 04, 2021 15:18 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره  کې نومې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته په ایران کې د تیرې اونۍ ځیني مهمو بدلونونو خلاصه او ورپسې هم  درته د ځينو موردونو په باب تحلیلي برخه  آوروو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ

*******************

 نوی ولسمشر او ورسره دنوي حکومت کابینه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په حضور کې

*/*/*/*/*/  

 له اروپائي لورو سره  د ایران د خارجه وزیر ټيلیفوني خبرې

*/*/*/*/

 او د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت اونۍ ، په تیرې اونۍ کې ځيني مهمې پيښې وې ، چې اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته و.

*************************

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دتیرې اونۍ په شنبې ورځې  د اسلامی ایران  له نوي ولسمشر او حکومتي کابینې له غړو سره په کتنې کې  د هیواد د کاري لومړیتوبونو په بیانولو سره  د هیواد د یوه اصلي لومړیتوب په توګه  داقتصاد موضوع ته اشاره وکړه .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دې زمینې کې وفرمائيل ؛ د اقتصادي مشکلاتو  دحل لپاره  په موقتي حل لارو پسې  لاړ نه شئ  او  اساسی حل لارې ولټوئ .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  چارواکو ته په خطاب کې وفرمائيل ؛امریکایانو په ایټمي قضیې کې  واقعا په سپين سترګیتو ب سره له حده تیر شوي  او سره له دې چې  د درستو  په وړاندې  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ووتل ، اوس   داسې خبرې  او غوښتنې کوي ،ګواکې  د ایران اسلامی جمهوریت  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او له خپلو ژمنو په شا شوی دی ، حال دا چې  دامریکا له یو اړخیزې وتنې وروسته تر مودو مودو پورې  د ایران  له خوا هیڅ کار ونه شو  او  له یوې مودې وروسته  او   په اعلان کولو او پام اړولو سره ،  ئې درستې نه ،بلکې ځیني  ژمنتیاوې وځنډولې .

 داسلامی انقلاب ستر لارښود  په کارړنګونې او بداخلاقیو کې  له امریکا سره د ملګرو اروپائي هیوادونو  ونډه  هم  له امریکایانو کمه  ونه بلله او وې وئيل ، دوي  دامریکا په شان دي ،البته  په خبرو کولو او د ژبې په خوږلښت  سره،تل غوښتونکي دي،ګواکې  دا  ایران دی،چې  ترمودو پورې ئې پر  خبرواترو ملنډې وهلي ا و تر پښولاندې ئې کړي دي.

     دغه  شان  چلند د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا هیڅکله  هم د  منلو وړ نه دی او  د اسلامی نظام  مسئولان  به هیڅکله هم د لویدیځ د دوکو او سرزوریو په وړاندې تسلیم نه شي ، خو په عین حال کې  دمشکلاتو دحل  پر لارې ټينګار  او جدیّت   لري .       

     د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  په همدې باب د خپل جرمني  همڅنګ هایکو ماس سره  په ټيلیفوني خبرو کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د ویانا دخبرواترو اصل  دمنلو وړ دی او ترسره کیږي،اروپائي ټرائيکا ته ئې په سپارښتنې سره  په ډاګه کړې ده،خپل چلند دې بدل کړي او د جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې د مادو په اساس دې  د خپلو ژمنو په  ا جرا کې  بې عملي ختمه کړي . 

 امیر عبداللهیان  همداراز  د فرانسې  له خارجه وزیر ژان ایو لودریّن سره  په ټيلیفوني خبرو کې  په دې خبرې  سره چې  اروپا او امریکا باید  دنړیوالې  ایټمي موافقې  ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي روښانه کړې  ده ، ایران  په هغو خبرواترو کې  شتون پيدا کوي ، چې  د ایران د ولس دحقوقو او ګټو  په تامینولو کې  ملموسي  نتیجې  ولرل شي .

 د اروپائي  ټرائيکا په توګه ،جرمني ، بریتانیا او فرانسه  ، د ۲۰۱۸کال  دمئ په  اتمه نیټه ،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا  دغیر قانوني او یو اړخیزې وتنې  وروسته، ژمنه کړې  چې  د ا یران داقتصادي ګټو  په تضمینولو سره  دغه  نړیواله ایټمي موافقه ساتي .تلفن

Image Caption
Image Caption

 

  د ایران خارجه وزیر دغه راز  دایران له دوهم ټیلیویژني چینل سره په خصوصي خبرو کې  وئيلي دي ،د لوړې په دستورو کې   د اروپائي اتحادئې  له لوړپوړي مرکچي آنریکه مورا سره په لیدوکاتو کې ووئيل شول چې   د ایران د ملت لپاره به د ګواښ ادبیات  هیڅ نتیجه ونه لري .

 د ایران خارجه وزیر  په دې خبرې کولو سره چې  خبرې اترې باید د یاران دملت لپاره  ملموسي  بریا ولرل شي ، روښانه کړې ده ، خبرې اترې یو ډيپلوماټيک آوزار دی  او تمه  لرو ،دمونږ  مقابل لوری  وخت ضائع نه کړي  ،ځکه  دا هیڅوک نه مني .

امریکا د جوزف یایډن  په حکومت کې  هم وښودله چې   په ایټمي خبرواترو کې  هیڅکله  هم  دبندیزونو په لیرې کولو پسې نه ده  او تر هغه ځایه چې  توانیدلې ، د ایران لپاره ئې دمشکلاتو په زیاتولو  کې کوشش هم کړی دی . د ویانا په خبرو اترو کې د تمې وړ د پرمختګ د نه ترسره کیدا یو دلیل  همدغه ټکی دی .    

       د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  د خپلې وینا په یوې برخې کې افغانستان  د ایران یو ورور همپوله ، هم دین  او هم فرهنګه هیواد بللی او  د کابل دهوائي ډګر  د وروستیۍ پيښې  په شمول ئې د ولس د مشکلاتو په ژورتیا  دخواشینۍپه څرګندولو سره فرمائيلي دي؛ امریکا د افغانستان د پرمختګ لپاهر یو ګام هم نه دی پورته کړی  او  اوسنی افغانستان  که   دم دني او عمراني پرمختګونو له پلوه  له شل  کلونو پرمختګ  څخه وروسته پاتې نه وي ،نو  مخکې هم شوی نه دی .

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود امریکایان  د  ډيپلوماسۍ او  مُسکاتر شا  او  او داسې کسان بللي  چې غواړي وبریښودي  په حقه خبرې کوي ، وحشي ا و  دړونکي  لیوان  وبلل او وې وئيل ، البته  کله کله هم  دهیله ګرې  لومړۍ په شان هم دي چې  تر ټولو ښکاره بیلګه ئې  اوسنی افغانستان دی . دوي دغه راز وفرمائيل ؛  دایران اسلامی جمهوریت  په هر ډول حالاتو  او شرائطو کې  د  افغانستان د مظلوم او مسلمان ملت پلوی دی او  له حکومتونو  سره دمونږ اړیکې ،له ایران سره د دوي  له اړیکو او چلند سره اړه لري .

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان  تیره اونۍ  عراق او سورئې ته سفرونه وکړل . دا یران خارجه وزیر  عراق ته پخپل سفر کې  د بغداد په غونډې کې پر ګډون سربیره ،  ددغې غونډې ترڅنګ په لیدوکاتو کې روښانه کړې ده ،تهران ،دعراق د چارواکو د هرډول سیمه ایز عمل  له نوښته چې د سیمې د اوسیدونکو  په مشارکت سره وي،هرکلی کوي.دغه لیدتوګه او کړچارونه دهغه اهمیّت ښودنه کوي،چې ایران ئې په دغه ډګر کې د له درستو رسیمه ایزو هیوادونو سره  او همداراز  له ګاوندیو هیوادونو سره  د امنیت ، ملګرتیا او تعامل لپاره قایل دی.

     په بغداد کې د ایران سفیر ایرج مسجدي هم په دې باب وائي،مونږ باؤري یوو،په عراق کې د امنیت ، سولې او پراختیا  رامینځةکیدا د یوې کرارې سیمې له رامینځةکیدا سره مرسته کوي او په همدې چوکاټ کې  په دې زمینې کې د عراق د حکومت له موخو  ملاتړ کوو. 

 د ایران خارجه وزیر  دتیرې یکشنبې په ورځې عراق ته خپل سفر پاي ته ورساوۀ او  وروسته د سورئې  پلازمینې دمشق ته په سفر لاړ او د سورئې له ولسمشر بشار اسد او نورو لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته وکړل .

 دایران  خارجه وزیر روښانه کړې ده ،د ایران او سورئې  د دوو هیوادونو د تاجرانو او خصوصي برخې جدي ملګرتیاوې   هغه موضوعګانې وې چې په دغه سفر کې  دواړو لورو ورته جدي توجه درلودلې ده . 

 ایران او سوریه  د تجارتي او اقتصادي  ملګرتیاؤ دفعالې پراختیا دنقشې د انځورولو په حال کې دي ، په دې زمینې کې  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دګډو ملګرتیاؤ د پروژو او موافقو  په زمینې کې  ئې  پراخ او مهم ګامونه پورته کړي دي .

سوریه د جنګ د کنډوالو او ویجاړو شوو تاسیساتو  په بیا رغاونې بوخته ده .داپه داسې حال کې دي چې سورئې د ټیکنالوجۍ د وارداتو او نیمه صنعتي تولید او  لومړنیو موادو  دتامینیدا  لومړیتوب ، دوست هیوادونو په تیره بیا  ایران ته بیّل کړی دی .

د تیرې اونۍ په دوشنبې ورځې،یعني د وږي د میاشتې  اتمه نیټه،د صدراعظمۍ په دفتر کې  په یوې بوږنونکي چاودنې کې د  ایران د وخت  د ولسمشر محمد علی رجائي او لومړي وزیر  محمد جواد باهنر  او ورسره  د یو شمیر حکومتي  غړو  دشهادت  کلیزه وه .دغه ترهه ګره  چاودنه د منافقینو د ترهه ګرې ډ لګې د جنایتکارو په لاس  شوي وه .

 په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د منافقینو دترهه ګرې ډلګې او د نورو ترهه ګرو ډلګیو په لاس د ایران د اسلامی جمهوریت د څه دپاسه اولس زره مسئولان او ښاریز  ترور شول .

 منافقینو  له ۱۹۷۸کاله  رانیولې تر ۱۹۸۱کال پورې په مودې کې  د ایران ډیر زیات مسئولان ،انقلابي  ځواکونه او  عام ښاریز  ترور کړل .

 د هغو ترهه ګرو پيښو  او غمیزو لړۍ چې په ایران کې رامینځةشوي ،  که په امریکا  او یا په کوم اروپائي هیواد کې   رامینځةشوي واظ ، نو  په لسګونو پریکړه لیکونه او اعلامیې په  په چورلټ ډول صادرې شوي وې . 

 امریکا او ځينو اروپائي هیوادونو له سره له دې چې  پوهیدل ، ددغې ترهه ګرې ډلګۍ  لاسونه  دزرګونو بې ګناه  انسانانو په وینو ککړ دي ، هغه مهال چې منافقین له ایرانه وتښتیدل،نو د دوي ئې ملاتړونه وکړل او تر چترۍ لاندې ئې وساتل .  منافقین تر یوې مودې پورې په فرانسې کې وو او  د تپلي جنګ په بيلیدا سره  دعراق خاورې ته وارد شول څو   دایران په ضد د دښمن له تیریو سره ملګري شي .

 خوږو دوستانو   ایران د اونۍ په هینداره کې  نومې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.

(سیماب)  

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه