Jul 23, 2022 17:29 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه ۲۷

عزیزانو د اسلام له راتلو او د ایران په شان ځینو هیوادونو کښې د خلکو له مسلمانیدو وروسته ترټولو غوره او مهم کتاب چې د هنرمندانو د توجه وړ وګرځیده، قرآن کریم و.

د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې د کتاب د سنګارولو هنر د هغو هنرونو په ټولګې اطلاق کیږي چې د خطي نسخو په جوړولو، سنګارولو او برابرولو کښې کارول کیږي. په دغو هنرونو کښې د خوشخطۍ، تذهیب او نګارګرۍ په شان اصلي جرړې او د کاغذ سازۍ، جدول جوړونې او افشاګرۍ وغیره په شان فرعي څانګې شاملیږي. زیاتره محققان هغه د کتاب د هنرونو تر عنوان لاندې ډل بندي کوي.

د تذهیب نقشونه چې د هنري آثارو د ښکلا په لړ کښې کارول کیږي، په ختیځ هنر په تیره بیا ایراني هنر کښې یوه ډیره لرغونې او په عین حال کښې لطیفه سنګاري طریقه ده. دغه اصیل او پخوانی هنر د هنرمند له ژوند سره اړه لري او ټول نقوش یې انتزاعي دي البته له طبیعت سره په یو ظریف پیوند سره. د دغو تقشونو پراختیا د هغو سمبولیکو او ځلانده رنګونو مرکز دی چې د هنر مند د جان او جهان زیږونکي دي.

تذهیب د بدیع او ښایسته نقشونو یوه ټولګه ګڼلی شو چې مخینه یې ساساني پړاؤ ته رسیږي. په ایران کښې د اسلام له راتګ وروسوته د تذهیب هنر د کتابونو او خطي نسخو د ښکلې کولو په واک کښې راغی.

*/*/*/*

ترټولو مهم کتاب، د مسلمانانو اسماني کتاب قرآن کریم دی چې د خوشخطه هنرمندانو په لاس به لیکل کیده او د هنرمندانو په قلم سره به سنګاریده.  دغه اسماني کتاب د اسلامي هنر په رامینځته کیدو کښې ډیر مهم رول لوبولی او ښکلا پیژندنې یې له مختلو زاویو څخه د بحث وړ دي.

قرآني تذهیبونه به له یوې خوا د قرآن کریم د سنګارولو په وخه او له بلې خوا د معنویت د تجسم لپاره په لاس د لیکلو نسخو په صفحو باندې کښل کیدل او که څه هم د قرآنِ پاک د مخونو د ښکلې کیدو سبب به ګرځیدل خو تل کوشش دا و چې د قرآن آیتونو ته توجه وشي. په دې وجه به د تذهیب هنرمندانو هڅه کوله د تذهیب نقشونه په یو داسې ډول انځور کړي چې د کتونکي نظر د آیتونو په لور واړوي او د نقشونه ټولګه د متن د معنویت او الوهیت زمینه برابرونکې وي.

د اسلامي پړاؤ ډیرو محققانو او هنري کارپوهانو باور درلود چې د اسلام په ابتدايي پیړیو کښې ُمذَهِّب او خوشنویس یو کس و. خوشنویب به د کتابت له کار وروسته په خپل لاس د لیکلي قرآن کریم د تذهیب او سنګار کار ترسره کوه.

په ورپسې پیړیو کښې د لا زیات ډول والي لرونکو او پيچلو نقشونو په زیاتیدو او د لاپراخو تخنیکي طریقو په زیاتیدو سره، د تذهیب هنر وده پیل کړه او په هر پړاؤ کښې په دغه هنر کښې یو نوی نقش او فن ورزیات شو.

د تیرو سلیزو په اوږدو کښې د تذهیب هنر تل مخ په ودې او بشپړتیا و ځکه څومره به چې خوشخطۍ او خوشنویسۍ ته توجه کیدله دومره به د قرآن د سنګار او تذهیب فن هم د مشرانو او امراؤ د دلچسپۍ وړ ګرځیده تر دې چې د ایران په مختلفو سیمو په تیره بیا خراسان کښې له دغه فن او هنر سره د مینه والو د تعلیم او روزنې لپاره یولړ مرکزونه جوړ شول. اول خطاطانو د تذهیب کار هم په غاړه درلود خو ورو ورو د هنرمندانو ترمینځ د کار ویش دود شو.

تر ټولو پخوانی اثر چې د تذهیب له هنره پاتې دی، د دریمې هجري پیړۍ (د نهمې میلادي پيړۍ) یو قرآن دی. دغه نفیس قرآن او په ورپسې پیړیو کښې ورته آثار غالباً د وخت د باچاهانو او امراؤ په حکم تیاریدل او هنرمندانو په کوشش کوه چې په ډیره غوره توګه یې ښایسته کړي.

شاید د قرآن د تذهیب او سنګارولو تاریخ د هغه له لیکلو سره هم مهاله وبللی شو، په دې معنا چې پخوا د سورتونو د سر، آیتونو او د قرآن د متن د نورو تقسیماتو د نښو د ټاکلو په موخه به یې هغه ښایسته کولې. یا داسې ویلې شو چې د اسالمي پړاؤ په پیل کښې د تذهیب له هنر څخه زیاتره د قرآني نسخو د سنګارولو او ښایسته کولو لپاره ګټه پورته کیدله او الهي آیتونه به یې په ښایسته او حیرانونکي حصار کښې ساتل. د خط له بشپړیدو وروسته به یې د حرف ټکي او د آیتونو د ختمیدو علامتونه په ښایسته خط او د سرو زرو په اوبو لیکل.

*/*/*/*/

تذهیب په لغت کښې د زرین کولو او د طلاکارۍ معنا لري او د نسخې ښایسته کولو په اصطلاح کښې هغو منظمو نقشونو ته ویل کیږي چې په تورو خطوطو او د سرو زرو په اوبو کښل شوي او سنګار شوي وي او په کښې بل رنګ نه وي استعمال شوی. ممکنه ده کوم سره چې د تذهیب په کال کښې استعمالیږي، ډول ډول رنګونه لري داشان چې کله خالص سره زر له لږو سپینو زرو او زیړو یا مِسو سره استعمال شي نو رنګ یې زیړ او شین او سور کیږي. خو دا په دې معنا نه ده چې په تذهیب کښې له نورو رنګونو هم استفاده شوې ده، ځکه چې له سرو زرو نه علاوه که شَنګَرف، لاجورد، سپینې اوبه، زنګار او یا زعفران وغیره وکارول شي نو هغه نقش ته مرصّع ویل کیږي او کار ته یې ترصیع.

د تذهیب سنګارونه ډیر مختلف ډوله دي چې په دوام کښې یوازې یو څو نمونو ته یې اشاره کوو:

"شمسه" یو ګردي یا ګول شکل دی، د لمر عکس ته ورته دی چې شاوخوا یې وړانګې خپریږي، او د کتاب سنګارونکو به زیاتره وختونه د کتاب د سرلیک پاڼې وروسته د اول مخ شاته انځوروه او په مینځ کښې به یې د لیکوال د نوم په شان ځیني شیان ذکر کول.

 "ترنج" د قالین د مینځ په څیر پیچ و خم لرونکی شکل دی چې په مینځ کښې به یې په نقشونو سره سینګاروه او ځینې وختونه د کتاب نوم د هغه په تذهیب شوي پس منظر کې لیکل کیږي. "نیم تُرنج" په پراخه کچه د مرکزي ترنج د څرګندولو لپاره کارول کیږي  کوم چې ډیری وختونه بیضوي وي. "سرترنج" په حقیقت کې واړه الماسي شکلونه دي چې د ترنج په پورتنۍ او ښکته برخه کې ځای په ځای شوي او ځینې وختونه په کرښو سره له مینځني ترنج سره نښلول کیږي.

"کتیبه" د آریایی نسخو په اصطلاح کښې یو مستطیل شکل دی چې دواړه خواوې یې په کوچنیو نیمه حلقو او څلورمه برخه دایرو سینګار شوي دي. د تذهیب هنرمندانو به دا شکلونه (د قرآن د نسخو لپاره) د سورتونو په سر کښې او (د دیوانونو د نسخو لپاره) به یې د سرفصلونو یا د څپرکي د نوم لپاره کارول. ځینې ​​لیکنې په ګول او ګردي سر سره مستطیل شکل لري چې د"بازو بند" په نوم یادیږي او دواړه سرونه یې ترنج دي. دا ډول لیکنه یا کتبیه د "بازوبندي" په نوم یادیږي.

هنرمندانو د تذهیب ډول د خوشخطۍ له ځانګړتیاؤ سره سم په نظر کښې نیولی دی ترڅو د پاڼې ترتیب او ترکیب بندي په یو غږمله او موزون ترکیب بدل شي، همدارنګه د قرآن کریم د تذهیب د نقشونو د تنظیم کولو لپاره د جیومیټریک جوړښت کارول یو د پام وړ ټکی دی.

*/*/*/*/

په چاپ شویو قرآنونو کې د لیکل شویو نمونو سره د رنګونو ورته والی یو مهم ټکی دی چې باید یادونه یې وشي. په چاپ شوي قرانکریم کې د لاجورودو، سرو زرو، سپین، سور او شین رنګونه اوس هم د خطي نسخو یادونه کوي. ځکه چې زیاتره په لاس لیکل شوي قرآنونه، په ځانګړې توګه د صفوي  پړاؤ په نسخو کښې به وړومبني مخونه په دغو رنګونو ښایسته کیدل. په نتیجه کښې د رنګ د جوړولو له دودیزو طریقو او د طبیعي رنګونو له استعماله لرې کیدو ته په پام سره هنرمندان هم هغه شان د نفیسو قرآنونو صفحې په مصنوعي او کیمیايي رنګونو ښایسته کوي.

د تذهیب ډیزاینونه او طرحې به په هغو خاصو او سمبولیکو رنګونو رنګ کیدلې چې جرړه یې په لرغونې دنیا کښې ده. په حقیقت کښې په زیاتره تذهیبونو کښې د سرو زرو، سپینو زرو او لاجوردو درې رنګونه وینو. دغه درې رنګونه په اسلامي اسلامي هنرونو کښې ستر او ځانګړی رول لوبوي. شاید وویلی شو چې دغه درې رنګونه په اسلامي ایراني تفکر او ښکلا پيژندنې کښې یو داسې تعادل او انډول ته ورسیږي چې د نورو قومونو په ورته هنري نمونو کښې یې هیڅ نښه نه موندله کیږي.

د قرآن کریم یوه ډیرو ښایسته موجوده نسخه د ایران په ملي میوزیم کښې پرته ده. دا د قرآن کریم د نهویشتمې سیپارې نسخه ده چې په دریې او څلورمې هجري قمري پیړیو کښې د سامانیانو په دوره کښې په څرمنې باندې په کوفي خط لیکل شوې ده. دغه نسخه د اوو کرښو ۱۵۴ مخونه لري او په وزیري کټ cut سره په ۱۹*۲۸ سانټي میټره اندازه کښې لیکل شوې ده.

دغه قرآن په سورة الملک (تبارک الذي) سره پیل شوی دی او په پاې کښې یې د المرسلات سورې وروستی آیت دی. ځانګړي سنګارونه هره سوره له بلې څخه جلا کوي. په زرینو تزئیناتو سره یوه افقي پټۍ او د کجورې پاڼه چې د ښي اړخ په حاشیه کښې دوام مومي، د هرې سورې په اول کښې لیدل کیږي.

د هر آیت پاې د شپږو ټکو په شمول چې یو مثلث یې جوړ کړی، د یوې سنګاري نښې په وسیله معلومیږي. اِعرابونه په شین او تور یا سور بخن نارنجي رنګ سره څرګند کړی شوي دي. وړومبۍ صفحه یې تذهیب شوې او یوه سنګار شوې سرلوحه لري. وروستي دوه مخونه یې په جیومیټرک شکلونو مذهب او مزین شوي دي.

د کتاب جلد د صفویه پړاؤ په یوولسمې سلیزې پورې اړونده دی چې هغه هم د لیدو وړ دی.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه