Aug 02, 2022 16:19 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري د میاشتې یولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ قمری کال د محرم الحرام یا د مامانو دمیاشتې له ۴ نیټې او د۲۰۲۲ میلادي کال د اګست له دوهمې نیټې سره سمون خوري

   ۱۳۸۳ کاله اګاهو د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په څلورمه نیټه د کوفې ظالم واکمن عبیدا... بن زیاد د کوفې په جومات کښ وینا وکړه. عبیدا... په دغه وینا کښې خلک د کربلا په دښته کښې د پيغمبراکرم(ص) د خوږ لمسي حضرت امام حسین علیه السلام د مرستې په بڼه کښې په وژلو او اعدامولو وګواښل. ابن زیاد د امام حسین علیه السلام د وینې د روا والي په هکله د قاضي شُریح فتوا ولوستله او حکم یې ورکړ چې کوفې ته د ننوتو او وتلو ټولې لارې بندې کړې شي. بیا له منبره کوز شو او د کوفې د خلکو لپاره یې وظیفې او تنخواګانې وټاکلې او حکم یې ورکړ چې په ټول ښار کښې ډنډوره وکړي چې خلک د اسلام د پيغمبر له لمسي سره د جنګ لپاره د کربلا په لور تګ ته چمتو شي.

 

  ۹۵۹ کاله پخوا د ۴۸۵ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرام د میاشتې په څلورمه نیټه په ابن ناقیا مشهور د بغداد وتلی شاعر، کاتب او ادیب ابوالقاسم محمد بغدادي وفات شو. هغه د خپلې روانې طبعې په وجه ډیر تکړه شاعر شو او د نظر خاوندانو د هغه شعر په ښکلا او ښایست ستایلي دی او د (مقامات) په نامه ستر دیوان یې د هغه د شعرونو دیوان ګڼلی دی. ابن ناقیا په دغه دیوان کښې ټولنیز مفاسد د حکایت او طنز په چوکاټ کښې بیان کړي دي. د دغه مسلمان پوه د یو بل اثر نوم (الجمان في تشبیهات القرآن) دی چې د قرآن کریم یو ارزښتناک تفسیر دی. په دغه کتاب کښې د قرآن کریم د ۲۲۶ آیتونو تشریح شوې ده. لیکوال د دغه کتاب په ټولو څپرکیو کښې په نورو ورته تشبیهاتو باندې د قرآني تشبیهاتو د برترۍ د ثابتولو په لټه کښې دی او په دې لړ کښې د قرآن معجزه بیانوي.

 

۱۸۰ کاله مخکښې د ۱۲۶۴ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرام د میاشتې په څلورمه نیټه په ابن ادریس مشهور د مراکش مسلمان وزیر، کاتب او شاعر ابو عبدا... محمد عمراوي فاسي وفات شو.

هغه خپلې زده کړې د قرآن کریم په حفظولو سره پیل کړې او بیا یې د نحوې او ادب زده کړې ته مخه کړه. ابن ادریس د مکتب دارۍ شغل خپل کړ او د کتابونو نسخو لیکلو ته یې ملا وتړله او څخه موده هم د خپلې زمانې د مشهورو مورخانو په خدمت کښې د هغوي د کتابونو د لیکلو په کار لګیا و. هغه د دغو فعالیتونو په دوران کښې خپل تاریخي معلومات زیات کړل او ورو ورو یو مشهور کاتب شو.

ابن ادریس د الجزایر په خاوره د فرانسویانو د تیري په مناسبت په ۱۱۱ بیتونو کښې یوه قصیده ویلې او پکښې یې مسلمانان جهاد ته بللي دي. څه موده پس د هغه د مخالفانو د دسیسې په وجه د مراکش باچا هغه د بلواو اصلي محرک وباله او زنداني او شکنجه یې کړ. ابن ادریس له جیله له خلاصیدو وروسته ګوښه توب ته مخه کړه او شعر ویل یې پيل کړل. هغه په في البدیه شعر ویلو کښې مشهور شو او زیاتره شعرونه یې د رسول ا...(ص) په مدحه او د طبیعت په وصف کښې ویلي دي.

 

۱۱۳ کاله مخکې د ۱۲۸۸لمریز کال د زمري میاشتې په یولسمه نیټه یو مبارز او ژمن عالم آیت ا... شیخ فضل ا... نوري په تهران کې داستعمار په لاس دغولیدلو او تالي څټو عواملو په لاس پانسي شو . هغه دتهران د لومړۍ درجې فقیه ؤ او  داسلامی او عدالت پالو لیدتوګو په دودولو کې ئې ډيرې هلې ځلې وکړې . آیت ا....نوري دقاجار داستبداد په ضد دروحانیونو او خلکو په مبارزو او دمشروطه انقلاب  په رامینځةکیدونکي پړاؤ کې یو نامتو مشر شمیرل کید . خو دمشروطه انقلاب په وخت او دملی شورا له جوړیدا او داساسی قانون ترمیم په برابریدو پسې ، لکه څنګه چې  ئې دمجلس ځيني قوانین او مسودې له اسلام سره په توپير کې لیدلې ، ورسره ئې مخالفت ته مخه کړه  او له څونورو مبارزانو سره یو ځآي ئې دتهران په جنوب کې په شهر ری کې په حضرت عبدالعظیم  حرم کې پرلتۍ ووهلې . شیخ فضل ا... نوري له دې وروسته کلی پارلیمان ئې ومانه ، داسلام له شرعې سره توپيري قوانین تصویب نه کړي ، له پرلتیو وواته او تهران ته بیرته ستون شو . دتهران له فتح کولو او دصغیر استبداد له ختمیدا وروسته داستعمار عواملو له رامینځةشویو شرائطو څخه په ناسمې استفادې سره . شیخ فضل ا... نوري چې تر کلونو کلونو پورې ئې داستبداد دنسکورولو او داسلام دحاکمیَت لپاره مبارزه کړې وه ، له استبداده دملاتړ په پلمه ئې په دغې ورخې شهید کړ .

 

۱۰۰ کاله وړاندې ، د ۱۹۲۲کال داګست په دوهمه نیټه یو امرکائی او سکاټلیندی مخترع الیګذینډر ګراهم بل مړ شو . هغه په ۱۸۴۷کال کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې او په سل ناروغئ له اخته کیدو رووسیته له کورنۍ سره کنیډا او بیا امریکا ته لاړ . ګراهم بل په دغه هیواد کې دغږ  په منتقلولو کار پیل کړ  او ورپسې له :نوماس واټسن : سره له بلدتیا وروسته ئې ازمیښتونه لا جدي کړل  تر دې چې په ۱۸۷۶کال کې ئې ټيلیفون ایجاد کړ. البته د ګراهم بل  اختراع تر اوسه پورې ډير بدلونونو لیدلي دي  انسان دتار له استفادې پرته دغږ منتقلولو لپاره موبایل فون هم ترلاسه کړی دی .

 

۳۴ کاله مخکې  د ۱۳۶۷لمریزکال دزمري دمیاشتې  په یولسمه

ایران او عراق ته دملګروملتو  لیږل شوي څيړنیز  پلاوي   پخپلو دوو راپورونو کې وویل ، چې  دعراق دوخت رژیم  له ایران سره په جنګ کې ، د ایرانیو ځّواکو نو په ضد  له کیمیائي وسلو استفاده کړې ده .   دا     د ایران په ضد دعراق د صدام رژیم  په وسیله دکیمیائي وسلو دپراخې  کارونې په باب  دملګروملتو لومړنی جوت اعتراف ؤ .  په عین حال کې  امنیت شورا  له کیمیائي وسلو دصدام رژیم  دپوځیانو  داستفادې په غبرګون  کې  دعراق دبعثي رژیم په ضد کوم پریکړه لیک صادر   نه کړ   .  دغه رژیم  دایران په ضد په اته کلن تپلی جنګ کې  په ځلونو   دایران دعامو خلکو او مبارزانو په ضد  له کیمیائي وسلو استفاده کړې ده  ، خو  په هغه وخت کې  دلودیځي حکومتونو  دملاتړ په دلیل  چې   پخپله ئې  له صدام رژیم سره ددغو وسلو په تولیدولو کې مرسته  او ملګرتیا کوله ، ترنړیوالو دباؤنولاندې ورغلل . په همدې دلیل  دعراق درژیم په  وسیله  کیمیائي وسلو دکارولو په باب دملګروملتو دڅيړنیز  پلاوي راپورونو  له خپریدو لږه وخت وروسته ، دعراق جنګي الوتکو  بیا دایران په لودیځ کې  په : آشنویه ښار کیمیائي بمباري وکړه  چې په نتیجې کې ئې  ددغه ښار  کابو  دوه نیم زره کسان ټپیان شول . دملګروملتو څیړنیز پلاوي بلاخره هم  د عراق په وسیله دغه حمله چې   دایران په وسیله داوور بند له منلو وروسته وشوه ،تائيد کړه

 

 

ټیګونه