Aug 03, 2022 12:54 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې ، د ۱۴۰۰۱ هجري لمریز کال د زمري دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا دامامانو د میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګست له څلورمې نیټی سره برابره ده

 

 

۱۳۸۳ کاله وړاندې د ۶۱ سپوږمیز کال د محرم په ۶مه نېټه، د اسلام د پيغمبر یو صحابي او د امام حسین علیه السلام وفادار یار، حبیب بن مظاهر، بني اسد طایفې ته بلنه ورکړه چې له امام حسین علیه السلام سره مرسته وکړي.

په دې ورځ حبیب بن مظاهر هغه حضرت ته عرض وکړ چې یا بن رسول الله په دې نږدې کې د بني اسد طایفه اوسېږي چې که اجازه راکړې زه هغوی ته ورځم او هغوی د تا لور ته رابولم.

ښايي خدای ج  په کربلا کې د بني اسد په شتون سره  له تاسوو څخه ددې ډلې شر دفع کړي.

امام اجازه ورکړه او حبیب بن مظاهر د شپې د باندې ووت او دې طایفې ته ورغی او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې له امام حسین ع سره مرسته وکړي او ویې ویل، دا چې تاسوو زما قوم او قبیله یئ، تاسوو د خیر دې لارې ته را بولم، نن زما په فرمان ولاړ شی او د هغه حضرت مرستې ته ور ودانګئ تر څو ددنیا او آخرت شرف ستاسوو په برخه شي.

په دې وخت کې د یادې قبیلې نارینه چې شمېر یې ۹۰ تنو ته رسېدو راپورته شول او د امام حسین ع مرستې ته روان شول.

په دې وخت کې یو کس عمربن سعد ته ورغی او هغه یې له دې خبرې خبر کړ او هغه د ارزق په نامه یوکس له څلور سوه سپرو کسانو سره ددې ډلې لوري ته واستاوه او د شپې په زړه کې د ابن سعد سپاره کسانو د فرات سیند پرغاړه هغوی ته کمین ونیو او په داسې حال کې چې له امام سره یې ډېره فاصله نه لرله.

د بني اسد قبیله دابن سعد له سپرو کسانو سره ونښتل، حبیب بن مظاهر په ارزق غږ وکړ چې افسوس دې پرتا وي، پرېږده چې نور دغه پړه پر غاړه واخلي.

کله چې د بني سعد قبیله پوه شوه له دې ډلې سره د مقاومت توان نلري، د شپې په تیاره کې تیت پرک شول او خپلې قبیلې ته بیرته وګرځېدل او د شپې یې له خپل ځایه وکوچېدل چې هسې نه عمر بن سعد د شپې پر دوی برید وکړ، حبیب بن مظاهر د امام خدمت ته ورغی او کیسه یې ورته وکړه: امام حسین (ع)وفرمایل : لاحول ولاقوه الا بالله.

 

۱۳۸۳  کاله وړاندې د ۶۱ سپوږمیز کال د محرم په ۶مه نېټه، امام حسین علیه السلام په همداسې ورځ  خپل ورور محمد بن حنفیه او په مدینه کې یوشمېر شیعیانو ته یو لنډ او په عین حال کې مهم لیک ولیک

د لیک مضمون په دې ډول دی. ((بسم الله الرحمن الرحیم: فان من لحق بي استشهد ومن لم یلحق لم یدرک الفتح)) . هرڅوک چې زما سره یوځای شي، شهید کېږي او هرڅوک چې سرغړونه وکړي، نه بریالي کېږي.

دغه لیک څو پيغامونه لري.

ددې لیک لومړی پیغام د یزید له ظالم حکومت سره په مبارزه کې پر خپل او د خپلو اصحابو پر شهادت د حضرت امام حسین علیه السلام د علم ښودنه کوي.

دویم دا چې ټولو ته یې د کار انجام روښانه کړ چې ټول وژل کېږي او هرڅوک چې د بلې موخې لپاره راغلي، له همدې ځایه دې وګرځي.

امام په مختلفو پړاونو کې له خپلو اصحابو څخه بیعت واخیست چې که هرڅوک غواړي لاړ دې شي.

درېیم پيغام، خپل ورور، محمد بن حنفیه ته د امامپه لیک کې دا ټکی نغښتی چې د حسین(ع) له شهادت وروسته د چا لپاره د فتح او بریالیتوب هیله نلري، ځکه وینو چې د کربلا له پېښې وروسته ډېر حرکتونه ترسره شول، خو بشپړ بریالیتوب یې ترلاسه نکړ.

 

۱۰۳۸ کاله پخوا د ۴۰۶ سپوږمیز کال د محرم په ۶مه نېټه،مشهور مسلمان عالم، پوه او ستر شاعر، سید محمد حسین موسوي بغدادي چې په سید رضی مشهور و، په ۴۷ کلنۍ کې وفات شو.

هغه له ماشومتوب څخه له خپل مشر ورور، سید مرتضی سره یوځای، دود علوم زده کړل او د شیخ مفید په شان د خپل وخت له پياوړو عالمانو څخه یې فقه، احکام او د عربې ګردود یې زده کړ.

سید رضی له زلميتوب څخه د شعر ویل پیل کړل او په دې برخه کې یې داسې پرمختګ وکړ چې د عربي شاعرانو سرخیل وبلل شو.

هغه د ځوانۍ په کالو کې د خپل وخت علوم په ښه توګه زده کړل او د خپل علم تدریس، تالیف او تصنیف يې پيل کړ.

سید رضی ژمن عالم و او د خپلې ځوانۍ ډېر وخت یې د خلکو خدمت ته بیل کړ او بالاخره ټولنیز فعالیتونه یې د سرښندنې بېلګه و.

 د سید رضی نورې پياوړې ځانګړنې، په ژوندانه کې د هغه قناعت او آزاد خیالي وه.

سربېره پردې، سید رضی دا ویاړ درلود چې په نني سبک یې لومړنی پوهنتون جوړ کړ.

له دې ستر مسلمان عالم څخه، د قرآن کریم په تفسیر، فقه، تاریخ، عربي ادبیاتو او د اسلام د مخ کشانو تاریخ کې له شلو ډېر کتابونه پاتې دي چې، حقایق التنزیل او مجازات القرآن کتابونو ته یې اشاره کولای شوو.

خو شک نشته چ-ې د سید رضی ترټولو مهم او ارزښتمن اثر، نهج البلاغه کتاب راټولېول او تالیف دی.

په دې کتاب کې، د حضرت علي (ع) لنډې جملې، لیکونه، وصیتونه، دعاګانې او خطبې شاملې دي.

نهج البلاغه تر اوسه پورې له قرآن کریم وروسته په مسلمانانو کې  د اسلامي معارف د یوې بډایه او قیمتي سرچینې په توګه موقعیت لري.

 

۱۰۰  کاله پخوا، د نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال د اګست په څلورمه نیټه،په هغو یوناني عسکرو د کمال اتاترک په مشرۍ د ترکیې د ملي پالو ځواکونو حمله چې هیواد یې نیولئ ؤ، پیل شوه. په لومړي نړیوال جنګ کښې د عثماني امپراتوري په دړې وړې کیدا پسی د دغې امپراتوري اصلي ټاټوبئ یعنی اوسنۍ ترکیه د متحدینو تر سلطې لاندی وراغله . په دی مینځو میان کښې یونانیانو چې په لسګونو کاله یې له عثمانیانوسره جنګ جګړې درلودې، فرصت غنیمت و باله اود ترکیې ځینې برخې یې ونیولې. خو د ترکیې ملي پالو هغوئ شاتګ ته اړ کړل او متحده حکومتونه یې دی ته کانی کړل څو د ترکیې حکومت په رسمیت و پیژني. اتاترک هم له دی موقعیته په استفادې او د لویدیځوالو په ملاتړ سره قدرت ته و رسید او خپل اسلام دښمنه او لویدیځ پاله اقدامات یې پیل کړل.

 

۹۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهم  هجري لمریز کال د زمري په دیارلسمه نیټه، د شیعیانو د تقلید مرجع او نامتو عالم او فقیه آیت ا... سید علی سیستاني د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په سپیڅلي ښار کښې و زیږید. پنځه کلن ؤ چې د قرآن تربیت یې پیل کړ او له یولس کلنۍ یې د خپل پلار په سپارښتنه د اسلامي مقدماتي درسونو زده کولو ته مخه کړه. هغه اته کاله وروسته د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره د قم علمیه حوزې ته ولاړ او د آیت ا... العظمی بروجردي له محضره یې پریمانه استفاده وکړه. آیت ا...سیستاني په دیارلس سوه یو دیرشم لمریز کال کښې د عراق نجف اشرف ته ولاړ چې خپل دیني معلومات نور هم زیات کړي. هغه په دی ښار کښې له لویو عالمانو په تیره بیا د آیت ا... خویي له محضره استفاده وکړه او پخپله یې هم په لوړو حوزوي کچو کښې تدریس ته مخه کړه. دغه فاضل عالم، تر اوسه په عراق کښې نه یواځی د شیعیانو د تقلید تر ټولو لوئ مرجع ګڼل کیږي بلکه په دی هیواد کښې د ارامښت او وحدت په رامینځته کولو کښې یو مهم رول درلودي. په دیارلس سوه دوه اتیایم لمریز کال کښې پر عراق د امریکا له حملې وخته آیت ا... سیستاني د تکفیري ډلګیو او امریکا په وسیله د دغه هیواد د نیواک ختمولو او د یوه متحد او باثباته عراق د رامینځته کولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي.

۳۵  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د زمري په دیارلسمه نیټه،په کاشف مشهور آیت ا... سید علی اکبر برقعي قمي وفات شو. هغه په دولس سوه اته اویایم لمریز کال کښې په قم کښې و زیږید. هغه د حوزوي مقدماتو له زده کولو وروسته نجف اشرف ته ولاړ او د لویو استادانو له محضره یې استفاده وکړه. آیت ا... برقعي د دویم نړیوال جنګ په وخت کښې د خلکو د مرستې لپاره د خیریه انجمن  جوړولو ته ملا وتړله او له جنګ وروسته یې په ګڼ شمیر غونډو کښې ویناوې وکړې. دغه رباني عالم په ویانا او پاریس کښې په نړیوالې کنګرې کښې د یوه روحاني پیشوا په توګه وینا وکړه چې له هغې وینا او د اروپاڅخه له راستانیدو وروسته، پهلوي رژیم هغه شیراز او وروسته یزد ته جلاوطن کړ او دغه جلاوطني، تر څوارلسو کالو پورې اوږده وه. د هغه په آثارو کښې کولئ شو په دریو ټوکو کښې راهنمای دانشوران، د حضرت امام علی (ع) په سیرت د مهر تابان او جلوه حق، د امام حسین (ع) د جنبش په اړه کانون احساسات، د امام حسن (ع) په اسرارو کښې بامداد روشن، د مرګ حقیقت په اړه  چرا از مرګ بترسم او سیاحت نامه حضرت علی (ع) ته اشاره وکړو.

 

 

ټیګونه