Aug 14, 2022 10:44 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن داتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو میاشتې له ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست له څوارلسمې نیټې سره سمون خوري

۱۸۴ کاله وړاندې د  ۱۲۶۰هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۶ ،امیر عبدالقادر جزایري د فرانسوي نیواکګرو پرضد له ۱۵ کلنې مبارزې وروسته ونیول شو .

د امیر عبدالقادر د ماتې یو دلیل دا ؤ چې په الجزایر کښې یې د اوسیدو او مبارزې لپاره کومه اډه نه درلوده   او دغه درست هیواد  د فرانسویانو په نیواک کښې ؤ .

بالاخره امیر عبدالقادر مجبوره شو  دالجزایر او مراکش په سرحدي پولو کښې  له فرانسویانو سره مبارزه وکړي .خو د مراکش واکمن هم چې د فرانسویانو تر سلطې لاندې ؤ له څه مودې وروسته امیر عبدالقادر ته د مراکش د سرحدي سیمو د کارولو اجازه ورنکړه  او هغه یې  له خپلي خاوري وویسته .

دغه موضوع د دې لامل شوه،چې فرانسویان وتوانیږي امیرعبدالقادر چې د آفریقا په شمال کښې د یوه خپلواکه او یوموټې حکومت د جوړولو  او الجزایر څخه د استعمارګرو د ویستلو په فکر کښې ؤ ماتې وخوري.

امیر عبدالقادر ۹ کاله د فرانسویانو په بند کښې ؤ  او وروسته یې هغه په دې شرط چې خپل هیواد ته ستون نه شي خوشي کړ .

 

۷۵  کاله مخکښې د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د اګست په څوارلسمه نیټه، د پاکستان هیواد له هندوستانه جلا شو او خپله خپلواکي یې اعلان کړه. د هند په لویې وچې کښې د اسلام دین په اتمې میلادي پیړۍ کښې واردشو او له دغه ټاټوبي یوه برخه چې نن پاکستان نوم لري د انګلستان په وسیله د نیواک تر وخته پورې د اتلسمې میلادي پیړۍ په وروستیو کښې د مسلمانانوپه واک کښې ؤ. د انګلستان د استعمار پر ضد د هند د خلکو د پاڅون له پیلیدا سره، په نولس سوه شپږم میلادي کال کښې د محمد علی جناح په مشرۍ کښې د مسلم لیګ ګوند جوړ شو چې د هغو مقصد د یوه اسلامي حکومت جوړول وو. دغه ګوند د هندوستان د مسلمانانو نظر ورو ورو خپل ارمان ته راواړاوه او بالاخره  د پاکستان هیواد جوړ شو. دغه هیواد په لومړیو کښې  د هند په ختیځ او لویدیځ کښې د سره بیلو  دوو ټاټوبیو جوړ ؤ. خو له مرکزي حکومته د ختیځ پاکستان د بنګالیانو نا خواښئ په نولس سوه یو اویایم کال کښې له پاکستانه د دی برخې د بیلتون او د بنګلادیش هیواد د جوړیدا لامل شو. د پاکستان حکومت تر نولس سوه اویایم کاله پورې ګورنر جنرلي ؤ او له هغه وروسته د پاکستان په اسلامي جمهوریت یې نوم بدل شو.

پاکستان له اته لکه درې زره مربع کلومیټره پراختیا سره په جنوبي اسیا کښې او د ایران، هندوستان، افغانستان او چین له هیوادونو سره ګاونډئ دی.

 

۵۱  کاله وړاندې د دیارلس سوه پنځوسم لمریز کال د زمري په درویشتمه نیټه، بحرین له ایران څخه خپلواکي اعلان کړه. د فارس خلیج په جنوب کښې پروت د بحرین ټاپو، د قاجار لړۍ په لومړیو کښې د ایران تر نظر لاندی فعالیت کاوه خو څو کاله وروسته انګریزانو په دی پلمه چې ایران دریایي ځواک نلري، له قاجار لړۍ سره په تړون پسی د بحرین او د فارس خلیج د امنیت د ساتنې مسئولیت پر غاړه واخیسته. دغه واکمني چې تر یو سلو پنځوسو کالو پورې اوږده وه،وروسته به د ایران د هغه وخت  د حکومتونو لخوا تل ورسره مخالفت کیده خو هر ځل به یې یو ډول ماته خوړله. په نهایت کښې کله چې ایران په دیارلس سوه شپږ دیرشم لمریز کال کښې د هیواد د ویشلو په طرحه کښې بحرین څوارلسمه صوبه اعلان کړه، په عربي هیوادونو کښې په څپو مخالفتونه راوپاریدل. په دی منځ و میان کښې محمد رضا شاه چې له ضروري میړنتیا برخمن نه ؤ او نه یې غوښته چې د عربي هیوادونو ملاتړ له لاسه ورکړي او او د دې تر څنګ چې وکولئ شي د تنب کوچک، تنب بزرګ او ابو موسی په څیر د فارس خلیج پر نورو ټاپوګانو د ایران واکمنۍ ټینګه کړي، سملاسي او ناڅاپه، پر بحرین د ایران پر پخوانیو ادعاګانو دسترګې پټولو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه او بیا یې په دی مسئله کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د مینځګړیتوب غوښتنه وکړه، نو ځکه امنیت شورا د نولس سوه اویایم میلادي کال د مئی په یولسمه نیټه، خپلواکی ته د بحرین د خلکو د غوڅ اکثریت د ګروهنې په باب بحرین ته د لیږل شوي پلاوي د راپور له مخې یو پریکړه لیک صادر کړچې د بحرین د خپلواکي د اړتیا په هکله د هغه پریکړه لیک مادې، د غوایي میاشت په څلورویشتمه نیټه د ایران  ملي شورا تصویب کړي. لا د بحرین خپلواکي په رسمي توګه اعلان شوي نه وه چې د ایران ښه نیت پلاوی بحرین ته ولاړ او له هغه ځایه هم یو پلاوی ایران ته راغئ، بالاخره ، د دیارلس سوه پنځوسم لمریز کا ل د زمري میاشتې په درویشتمه نیټه دغه مهمي، سټراټیژیکی او انرژي درلودونکي جزیرې خپلواکي اعلان کړه  او ایران لومړنې هیواد ؤ چې د خپلواکی له اعلانه یو ساعت وروسته یې بحرین هیواد په رسمیت و پیژانده.

 

۳۶  کاله مخکښې د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري لمریز کال د زمري میاشت په درویشتمه نیټه، د قرآن مفسر او نامتو عالم آیت ا... علی نجفی  کاشاني وفات شو. هغه په دیارلس سوم لمریز کال کښې د ایران په مرکزي ښار کاشان کښې و زیږید او دوه ویشت کلن ؤ چې د دیني علومو زده کړو لپاره د عراق نجف اشرف ښار ته ولاړ. آیت ا... نجفي د لسو کالو په اوږدو کښې د نجف علمیه حوزې له لویو استادانو استفاده وکړه او د اجتهاد درجه یې تر لاسه کړه. هغه له نجفه له راستانیدا وروسته د قم په سپیڅلي ښار کښې هم  تردریو کالو پورې  زده کړو او تدریس ته مخه کړه او وروسته خپل کاشان ښار ته ستون شو. دغه فاضل عالم په خپل زیږنځائ کښې تدریس ته او په تیره بیا د قرآن کریم تفسیر ته مخه کړه چې د هغه له تفسیره یوه برخه د یوه کتاب په شکل کښې موجود دی. آیت ا... نجفي کاشاني کتابونه هم لیکلي دي چې پکښې د (صدق، بزرګترین فضیلت)، (برداشتي از نماز) او (افسانه ها یا کرامات خیالي) کتابونو ته اشاره کولئ شو.

 

ټیګونه