Oct 22, 2022 15:15 Asia/Kabul
  • قدرمنو لوستونکو د اسلامي وحدت په هکله د وینا لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ.

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ نیکې پیرزوینې ومنئ، لکه څنګه چې تاسو ته پته ده د ربیع الاول میاشته د رسول الله مبارک د نیمکرغه میلاد ورځ ده چې په کې د مسلمانانو د وحدت لپاره د وحدت اونۍ هم لمانځل کیږي د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ایت الله العظمی خامنه ای له نظره د اسلام وحدت او په مسلمانانو کې د تفرقې اچولو لپاره د امریکا او انګلستان د رول په اړه مو درته دوه د اوریدو فرصت یې ولرئ.

()

په قران کریم او د اهل بیتو په حدیثونو او روایتونو کې د مسلمانانون د وحدت او د هغې د اهمیت او مقام په اړه ډېر مطالب راغلې او پرې زیات ټینګار شوی دی.

له ایتونو استفاده کیږي چې  وحدت باید د الهي ارزښتونو او اصولو په بنیاد وي او مسلمانان باید د  مشترکو اهدافو او اصولو لپاره سره متحد شي.

 خدای تعالی فرمایي:

«إِنَّ هذِهِ أُمَّتُکُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَ أَنا رَبُّکُمْ فاعْبُدُونِ»:« دا( لوی پیغمبران او پیروان یې) ټول یو امت وو او او زه ستاسو پالونکی یم زما پرستش او عبادت وکړئ»

همداراز قران مجید په ټولو خلکو په تیره بیا مسلمانانو کې د رورولۍ د روحیې په  پیاوړې کولو پسې دی له همدې امله قران ټول مسلمانان په خپلو کې وروڼه ګڼلې او فرمایي: انما المومنون اخوة یعنې ټولو موملنان په خپلو کې وروڼه وروڼه دي.

سره له دې شاید د مسلمانانو تر مینځ د وحدت لپاره تر ټولو ممهم ایت هغه دی چې د آل عمران سورې په یو سل دریم ایت کې ورته اشاره شوې او پکې د دغه الهي نعمت د قدرونې او  پر وحدت ټینګار شوی دی هلته چې فرمایي:  «و اعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا و اذکروا نعمت الله علیکم اذ کنتم اعداء فالف بین قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخوانا و کنتم علی شفا حفرة من النار فانقذکم منها کذلک یبین الله لکم آیاته لعلکم تهتدون :« او ټول د خدای رسۍ کله ونیسئ او ډلې ډلې کیږئ مه، او پر ځان د خدای لوی نعمت یاد کړئ چې  تاسو څنګه د یو بل دښمنان وئ او هغه ستاسو په زړونو کې مینه محبت پیدا کړ ، او د هغه د دې نعمت په وجه وروڼه وروڼه شوئ، او تاسو د اور د ګړنګ په څوکه ولاړ وئ خدای تاسو له هغه ځایه وژغورلئ، او خدای دغه شان خپل ایتونه تاسو ته ښکاره کوئ، ښایي هدایت شئ»

 همداراز نور ډېر ایتونه د مسلمانانو د وحدت په اړه موجود دي همداراز روایتونه هم ډېر زیات دي مثلا امام علي علیه السلام د نهج البلاغې په  ۱۲۷ خطبې کې  له سواد اعظم یعنې دمسلمانو له لوی ټولګي سره په یو ځای کیدو  او له هر ډول یوازې تګ او خپل سر په ډډه کولو په ټینګار سره فرمایي:: «یَدُ اللهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ»:  « د خدای لاس  او مرسته له ټولګي او جماعت سره دی»

()

د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد بنسټ ګر حضرت امام خمیني هم په ځلونو په مسلمانانو کې د وحدت په ټینګښت او له تفرقې او اختلافه په ډډه کولو ټینګار کړی و. د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د غونډې عمومي منشی حجت الاسلام والمسلمین شهریاري په دې اړه وایي: « راحل امام به همیشه په وحدت او  په اسلامي امتونو کې له دښمنۍ او تفرقې په ډډه کولو ټینګار کاوه»

 د امام خمیني له نظره وحدت ډېر پراخه دایره لري چې پکې د داخلي ځواکونو او اسلامي امت وحدت شاملیږي. په بهرني اړخ کې د   نړۍ د مسلمانانو او مستضعفانو تر مینځ وحدت د هغوي یو پوخ ارمان و چې هم یې له انقلابه مخکې او هم وروسته پرې ډېر ټینګار کاوه. امام خمیني   وحدت د اسلامي نظام « محدثه ااو مبقیه» علت ګاڼه. اسلام هم  وحدت د مسلمانانو د بقا لامل ګڼلی  دی: که مسلمانان د اسلام د لومړیو وختونو هغه عظمت او عزت بیا لاسته راوړي، اسلام  او وحدت ته مخه کړي، هغه د اسلام په چورلیز اتفاق و چې دومره زیات قدرت او میړانه یې هغوي ته ورکړې وه»

()

 

 

د امام خمیني له رحلته وروسته ایت الله خامنه ای هم د هغوي د صالح ځای ناستي په توګه د مسلمانانو د وحدت او له  تفرقې او ډله ډله کیدو پرهیز په اړه پياوړې او څرګندوونکي دریځونه لرلي دي. منجمله د روان کال د تلې د میاشتې په دوه ویشتمه د جمعې په ورځ د اسلامي انقلاب ستر لارښود په اسلامي وحدت کانفرنس کې د ګډونکوونکو بهرنیو میلمنو او د نظام د چارواکو په ټول کې  د قدرت په نوې انجنیرنګ کې او لوړ مقام ته په رسیدلو کې درول لوبولو لپاره د اسلامي امت تر ټولو لوی ضرورت د مسلمانانو اتحاد او انسجام وباله.

حضرت ایت الله العظمی خامنه ای  د دغه لوی هدف د تحقق لباره د اسلامي نړۍ د روڼ اندو ځوانانو او خواصو او پوهه کسانو مهم مقام ته په اشارې سره  وویل:  اسلامي وحدت او په نوې نړۍ کې  اغیزشیندونکی شتون  ممکن دی  خو په دې شرط چې  عملي اقدامات او د  فشارونو او سختیو په وړاندې مقاومت وشي چې  څرګنده بیلګه یې  اسلامي جمهوري نظام دی چې د قدرتونو په وړاندې تسلیم نه شو او ودرید او اوس په یوې پیاوړې ونې بدل شوی چې حتی د ویستل کیدو تصور یې هم ممکن نه دی. د رهبرۍ د ستر مقام دغه خبرې دې واقعیت ته په پام سره دي چې   په نننیو ټولنو کې چې د نړیوال استکبار له هراړخیزو یرغلونو سره مخ دي د مسلمانانو لوړ مقام  ته رسیدل، د اسلامي وحدت او پیوستون به برکت ممکن دي.

په حقیقت کې د مسلمانو ولسونو د کامیابۍ او ترقۍ یو لامل وحدت او اتحاد دی او له همدې امله دښمنان هڅه کوي  په اسلامي تولنو کې خپلو استعماري موخو ته د رسیدلو لپاره د تفرقې په رامینځته کولو سره د مسلمانانو د یووالي مخه ونیسي . دا په داسې حال کې دي چې  به نړۍ کې تر یو نیم میلیارد زیات مسلمانان چې پریمانه طبیعي زیرمې په لاس کې لري ، کول شي د وحدت په ساتلو او د دښمنانو په وړاندې په ودریدلو سره نوي اسلامي تمدن ته د رسیدلو لپاره حرکت وکړي.

حضرت ایت الله خامنه ای د دې پوښتنې په مطرحولو سره چې  آیا په اوسنۍ نړۍ کې د مسلمانانو اتحاد او لوړ مقام ته رسیدل ممکن دي؟ وویل: هو، د اسلامي امتونو تر مینځ اتحاد ممکن دی  خو زیار او عمل او د فشارونو او سختیو په وړاندې ودریدو ته ضرورت لري.

مهم ټکی دا چې کلونه کیږي د اسلامي نړۍ اتحاد منجمله تر ټولو مهمه موضوع ده چې د رهبرۍ ستر مقام همیشه په خپلو بیاناتو کې  او د اسلامي  امت روڼ اندو او عالمانو ته په خپلو پیغاماتو کې  د اسلامي دولتونو او ټولنو په وحدت ټینګار کړی دی.  دا خبره له دې امله هم اهمیت پیدا کوي چې د نړیوال نظام شرایط په بدلیدو دي او د اسلامي انقلاب په شان بدلونونه  او په اسلامي بیدارۍ او په مسلمانانو او تر سلطې لاندې ټولنو کې یې اثرات،  نړیوال استکبار ورځ تر بلې کمزوری کړی او د نړۍ یو قطبي نظام اوس د څو قطبي کیدو په لور روان دی.

عزیزانو د دغه مطلب دوهمه برخه  په راتلونکي کښې  درته وړاندې شي.

 

ټیګونه