Dec 19, 2022 14:30 Asia/Kabul
  • د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس)
    د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لوېدیځې آسیا په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د حماس غورځنګ د رامنځته کېدو د ۳۵مې کلیزې جشن ترسره کېدل، په عراق کې د داعش ترهګرۍ د ماتې د ۵مې کلیزې جشن او همدرانګه د سوند توکو په اړه په اردن کې ولسي لاریونونه، په لوېدیځه آسیا کې د تېرې اونۍ مهمې پېښې دي، چې په دې پروګرام کې څېړل کېږي.

فلسطینیانو تېره اونۍ د فلسطین اسلامي مقامت غورځنګ(حماس) د رامنځته کېدو له ۳۵مې کلیزې نمانځنه وکړه. دا جشن د ۱۹۸۷م کال د ډسامبر میاشتې په ۱۴مه د شیخ احمد یاسین او د اخوان المسلمین ځینو مشرانو له لوري د غزې په تړانګه کې ترسره شو. حماس په تېرو ۳۵ کلونو کې ګړندی بهیر درلود. د ۲۰۰۶م کال وروسته، حماس نور یوازې له پوځي اړخه یو مقاومتي ډله نه ده، بلکې یوه سیاسي مقاومتي ډله ده، چې هڅه يې وکړه د ۲۰۰۶م کال د جنوري میاشتې ۲۵مې نیټې ټاکنو وروسته د واک په ترلاسه کولو سره، د مقاومت او سیاست دوه موضوعګانې سره یوځای کړي.

په همدې برخه کې، د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د دې غورځنګ د رامنځته کېدو ۳۵مې کلیزې په تړاو وویل: حماس د مقاومت او سیاست ترمنځ اړیکه ټینګه کړې او سیاست هېڅکله د مقاومت پر وړاندې نه وو او حتی کله چې موږ په ټاکنو کې بریالي شو او دولت مو رامنځته کړ، مقاومت مو وساته او مقاومت د حماس دولت تر سیوري لاندې ورځ تربلې پیاوړی شو، تر هغه ځایه چې د محمد ضیف په قوماندي د قسام پوځ رامنځته شو.

 اسماعیل هنیه؛ د حماس سیاسي دفتر مشر

د حماس لسګونه زره پلویانو د چهار شنبې په ورځ په غزې کې د حماس د رامنځته کېدو ۳۵مې کلیزې په جشن کې "د قدس په  لور په پراخه کچه درځو" شعار ویلو. په مراسمو کې اسلامي بیرغونه او د اسلامي جمهوریت بیرغ هم لیدل کېده. حماس اعلان وکړ چې د عربي او اسلامي هېوادونو د بیرغ نصبول د دې لپاره دي، چې الاقصی جومات باید د ټولو اسلامي هېوادونو، په ځانګړې توګه د فلسطین ملت مهم قطب نما وي او تل لومړيتوب ولري. په دې مراسمو کې د حماس مهمو غړو، بېلابېلو فلسطیني ډلو او د دوی پوځي برخو او د فلسطین د ولسي جرګې استازو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د حماس غورځنګ مشرانو او قوماندانانو د نیواګرۍ تر پایته رسېدو د مقامت پر دوام او د فلسطین پر بشپړې خپلواکۍ ټینګار وکړ. په غزې تړانګه کې د حماس غورځنګ قوماندان یحیی السنوار په خبرو کې ټینګار وکړ: حماس صهیونیستي نیواګرو ته د اسیرانو تبادلې هوکړې بشپړولو لپاره ټاکلی وخت ورکوي او د صهیونیستیانو له لوري د وخت ضایع کولو دوام په صورت کې، دا غورځنګ به د صهیونیستي پوځي اسیرانو دوسیه د تل لپاره وتړي او د اسیرانو خوشي کولو لپاره به بله لاره په مخ کې ونیسي. السنوار د غزې په تړانګه کې له فلسطیني خلکو څخه چې د دې سیمې ظالمانه کلابندۍ، د غزې خلکو اراده له منځه نه ده وړې او د صهیونیستیانو یرغلونو او جګړو د غزې خلکو پر فولادي ارادې کوم بدلون نه دی کړی، ستاینه وکړه. السنوار د الاقصی جومات او فلسطین دفاع لپاره د بشپړ چمتووالي پر اړتیا او له فلسطین څخه دنیواګرۍ پایته رسولو لپاره د مقامت ډلو او اسلامي امت پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ.

تېره اونۍ عراقي وګړو په دې هېواد کې د داعش ماتې له ۵مې کلیزې نمانځنه وکړه او د عراق په بېلابېلو برخو کې د دې ترهګریزې ډلې له پټو عناصرو سره پر مبارزې ټینګار وشو. داعش ترهګریزې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې پر عراق په بریدسره، د دې هېواد درېیمه برخه ونیوله، چې د دوی د سختو تاوتریخوالو له امله، د دې هېواد ډېری وګړي ګډوال شول او د عراق لپاره ستر انساني ناورین رامنځته شو. یوم النصر، هغه ورځ ده چې داعش په عراق کې له منځه ولاړ.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني، په دې هېواد کې د داعش ماتې ۵مې کلیزې په تړاو په یوه پیغام کې د مرجعیت پر رول ټینګار وکړ وویل: موږ د عراق حکیمانه او عالي مرجعیت څخه چې په خپل فتوا سره عراقي باغیرته کسان یې جګړې ته ولېږل، ستاینه کوو.

محمد شیاع السوډاني؛ د عراق لومړی وزیر

د حشدالشعبي سازمان مشر، فالح الفیاض هم د داعش له یرغل څخه د عراق آزادۍ ۵مې کلیزې په جشن کې وویل: پر ترهګرۍ بریا د شهیدانو په هڅو او زیار سره ترلاسه شوه، چې د بریا شهیدان(شهید جنرال حاج قاسم سلیماني او شهیدقوماندان ابومهدي المهندس) د دوی په لومړي سر کې دي. عراق د شهیدانو په وینو سره آزاد شو او همدې کار د عراقیانو ترمنځ هرډول تفرقه له منځه یوړه. ده ټینګار وکړ: موږ ټول له عراق څخه په دفاع کې، شهید قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس یو او د دوی په څېر به د جګړې ډګر ته ځو. الفیاض پر عراق باندې د پردیو هرډول واکمنۍ سره د مخالفت ترڅنګ، ټینګار وکړ: پر داعش په بریا کې د عراق ملت ټولو برخو رول درلود او دا ستره لاسته راوړنه په دې شرایطو کې، چې زموږ دښمنان په پټه توګه د خپلو ناوړه موخو په لټه کې دي، باید وساتل شي.

په عراق کې د داعش له ماتې ۵ کاله وروسته، د دې ډلې لپاره د تکفیري تفکر ګواښ اوس هم شته. اړینه ده عراقیان د دې ډول ناورین له تکرار څخه د مخنیوي لپاره ځینو ټکو ته پام کړي. د داعش له ماتې ۵ کاله وروسته،  اوس شونې ده عراقیان له ځانه وپوښتي، ولې په نړۍ کې د آمریکا ترټولو ستر سفارت په دې هېواد کې جوړ شوی دی؟ سپینه ماڼۍ همدارنګه عراق ته د نیول شوي هېواد په توګه ګوري او ترڅو چې په دې هېواد کې د امریکا پوځي شتون پایته ونه رسېږي د یوه آرام عراق تمه نشو درلودای.

د عراق خاورې د آزادۍ حماسه په نجف اشرف کې د شیعه عالي مرجعیت کفايي دفاع له فتوا  وروسته پیل شوه. د دې تاریخي فتوا وروسته وو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ولسي رضاکاره سازمان(حشدالشعبي) رامنځته شو چې له امله یې تکفیریانو او د دوی سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړو ته سخت زیانونه ورسېدل. نن هم چې عراق د امریکا او د دوی د لاسپوڅو د لاسوهنو تر اغېرې لاندې له ډېرو ګواښونو سره مخ دی، دا ستنه کولای شي دا هېواد له راتلونکو ګواښونو وساتي.

اردن په تېره اونۍ کې د دې هېواد اقتصادي ناورین په اړه د پراخو لاریونونو شاهد وو. اردني لاریون کوونکو واټونو ته په وتلو، د سوند توکو لوړو بیو په اړه اعتراض وکړ. د دولت اقتصادي سیاستونو وښوده، د وروستیو ورځو یو مهم اعتصاب، د سوند توکو لوړو بیو په اړه د عمومي تګ راتګ او د موټر چلوونکو اعتصاب وو.

په اردن کې په ۲۰۲۲م کال کې د غازو بیه له ۸ ځلې پرلپسې لوړوالي وروسته، ۴۵ سلنه لوړه شوې ده. دا موضوع په اردن کې د عمومي تګ راتګ موټر چلوونکو او د دې هېواد په نورو ښارونو کې د اعتصاب لامل شوه. د اعتصاب کوونکو اصلي غوښتنه، د سوند توکو په ځانګړې توګه د پټرولو او ډېزلو د بیو ټیټوالی ده، چې د عمومي تګ راتګ بسونو او ټکسۍ پوري تړلي دي. د اردن دولت د اعتصابونو د پایته رسولو غوښتنه وکړه، خو دا اعتصابونه د ایرو لاندې اور بللی شو، چې یوځلي بیا روښانه او د اردن په ځینو سویلي ښارونو کې د ولسي لاریونونو لامل شو.

 د اردن په سویل کې د سوند توکو په تړاو د اعتراضونو ډېروالي له امله، د دې هېواد عمومي امنیت سازمان، د پولیسو د یوه لوړپوړي افسر له وژل کېدو خبر ورکړ.  د پولیسو دا افسر د معان په سویلي ولایت او د الحسینیه په سیمه کې د لاریونونو مدیریت پر مهال، پر سر د مرمۍ لګېدو له امله ووژل شو. د امنیت عمومي سازمان په خپل راپور کې اعلان وکړ چې د دې پولیس افسر سربېره، ځیني نور کسان هم په هغه جریان کې چې اردني چارواکي یې غیرقانوني ورانۍ یادوي، ټپي شوي دي.

اعتراض کوونکو د اردن پادشاه کورنۍ پروړاندې شعارونه ورکول او د ملک عبدالله د پادشاهۍ نسکورېدو غوښتنه یې کوله. ځینو خبري سرچینو د عیني شاهدانو له خولې خبر ورکړ  چې د اردن دولت د اعتراضونو له منځه وړلو لپاره، رزهي ټاکونه واټونو ته ایستلي دي. په اردن کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې په اردن کې حاضره امریکايي کارکوونکي او وګړي الکرک، الطفیله، معان او العقبه ولایتونو ته له سفره ډډه وکړي.

ژباړه: زماني

ټیګونه