Dec 19, 2022 16:21 Asia/Kabul
  • د ایران سیل (۱۲۴)

د محلات ولسوالۍ په کابو ۲۱۰۰ مربع کلومیټر مساحت سره د مرکزی ولایت په جنوب ختیځ کې پرته ده .

د محلات ولسوالۍ په کابو ۲۱۰۰ مربع کلومیټر مساحت سره  د مرکزی ولایت په جنوب ختیځ کې پرته ده . دغه ولسوالۍ سوړ اوړې او ساړه ژمي لري . دغه ولسوالۍ د سمندر له سطحې ۱۸۰۰ میټره لوړه ده . د دغې ولسوالۍ د رامینځته کولو انګیزه د هغو اوبو شتون دې چی له طبیعی چینو ترلاسه کیږی او ډیر مناسب ځای او ښه اب و هوا یې برابره کړی ده . دغه چینې پر دې سربیره چی د محلات د اړتیا وړ او څښاک خوږې اوبه تامینوي د محلات ښار او مرکزی ولایت د ټوریزم یو مشهور ځای دې چی داخلی او بهرنی سیلانیان ځانته جذبوي . د محلات چینې چی ډیرې ښکلی طبیعی جاذبې هم رامینځته کوي او د اوبو د زیاتوالی په وجه یو وړکوټې شانته سیند ته ورته والې لری او د محلات له اوچتو برخو د ښار په لور بهیږی . د دغو چینو په شاوخوا کې د هوساینې په ټولو امکاناتو سره یو ستر پارک او د ګلونو او بوټیو یو نندارتون هم جوړ شوی دی . د چینو اوبه له ټیټو هسکو په تیریدا سره د چنار زاړې ونې پڼه کوي او د محلات  د خاصې دودیزې معمارۍ ترڅنګ دغه ښار ته ښکلی جلوه وربخښي .

د ایران د دغې سیمې د خاورې مناسبت کیفیت او معتدله هوا په محلات کې د مختلفو ګلونو او بوټیو د ودې اوراټوکیدا عوامل دي . کابو پینځه لسیزې مخکې په دغه  ولسوالۍ کې د زینتی ګلونو کر او پالل دود شول او نن محلات د ۹۰۰ هیکټره مځکې تر کر لاندې راتلو سره د ایران د ګلونو او بوټیو د پللو او ویشلو په یوه مهم ځای بدل شوی دی  اوهرکال له دغې ولسوالۍ په سلګونومیلیون ډالرو ګلونو صادریږی .

دګلونو د پللو او د تولیدد پراختیا په خاطر د ایران د ګلونو لومړنې کلې  په دغه ښار کی جوړ شوی دی . په دغه کلی کی د ګلونو د مطالعاتو او تحقیقاتو مرکز ، سټوریج  او پیکنګ د تجهیزاتو په شان امکانات په نظر کې نیول شوي دي . دغه ولسوالۍ د ګلونواوتخمونو د تنوع  له نظره په ایران کی لومړنې ځای لري . محلات کابو ۳۵۰ ګلخانې لري او د هیواد د فصلی ګلونو زیاتره برخه له محلاتو تامینیږي .

په محلاتو کې ۷۰۰ ډوله کاکتوس تولیدیږي . همداراز د اته سوه رنګونو په چوکاټ کې ګل داوودي د جنیټیکی اعمالو په ترسره کولو سره تولیدیږي . د ژربرا )gerbera ښکلیو ګلونو صادرات د زینیتی ګلونو د تولید په زمینه کې د دغې ولسوالۍ خاص وسونه دي .

د اعلان شویو شمیرنو په اساس هر کال په سلګونو زره ګلونه د جاپان ، هالینډ ، جرمنی او د فارس خلیج ځینو هیوادونو په شمول مختلفو هیوادونو ته صادریږي .

Image Caption

 

د محلات ولسوالۍ نه یوازې د خپلو ښکلیو ګلونو په خاطر بلکې د خورهه  لرغونی معبد ، د محلات جامع جومات ، د فضل او یحیی امامزاده ، د ګرمو اوبو چینو او ډیرو غرونو په شان  ارزښتمنو تاریخی او طبیعی اثارو په دلیل هم ډیر مشهوره ده . مناسبه ده چی په دوی کې له ځینو ارزښتمنو اثارو سره بلد شو .

په پیل کې درته د خورهه لرغونې معبد معرفی کوو . د خورهه د لرغونی معبد د لیدو لپاره باید ۳۶ کلومیټره واټن تر خورهه کلی ووهو . هغه څه چی دغه کلې یې ډیر جذاب کړی دی ، په دغه کلی کی له سلوکی معبد پاتې اثار دي چی همدااوس یې ستنې پر ځای پاتې دي او د تاریخی کتابونو د روایتونو له مخې د سلوکی اواشکانی پړاوکم ساری اثار دی . محلات د هخامنشیانو په وخت کې د ماد صوبې وړکوټی برخه وه او اشکانیانو په پړاو کې هم د ستر ماد د والی میشته ایالت یوه برخه بلل کیده . مورخانو د خورهه له پاتې ټولګې او ستنو د اتشکدې ، معبد ، ماڼۍ او د ملی او مذهبي دستورو او جشنونو د ترسره کولو د مرکز ، ښې اب و هوا لرونکی تفریحی کور او هدیرې په توګه یاد کړی دی چی په لرغونو پړاونو کې ترې استفاده کیدله . خورهه په اوستا کې د لمرسترګې د راختو د ځای په معنا دی او له بل پلوه په دغه کتاب کی د خور ټکې د ښې اب و هوا لرونکی سیمې په معنا راغلی ده . د خورهه په لوړو او دښته کې د موندل شویو اثارو او تحقیقاتو جاج ښی چی د سیمې د استوګنیدا مخنیه او زړوالې له میلاده مخکی دوهمې زریزې  ته ورګرځي .

د خورهه تاریخي ودانۍ په ۳۵۵۰ مربع میټر کې جوړه شوی ده چی پکې درې برخې اصلی ایوان  ، شمالی برخې ټولګه او لویدیځه برخه شامل دی . اصلی ایوان په دو ردیفونوکې ۱۲ ستنې لري  .د ستنو لوړوالې څه د پاسه اوه میټرو ته رسي چی البته د ایوانونو د چت اندازې ته په پام سره د ستنو لوړوالې له نهو میټرو هم زیاتیږي . له دغې ټولګې دوې ستنې پاتې دي  . په دغه سیمه کی همداراز نور ډیر اثار هم موندل شوي دي . د خورهه تاریخي او لرغوني ټولګه چی د لرغون پیژاندو د مطالعې لپاره مناسب ځای دې ، د ایران د یوه ملی اثر په توګه ثبت شوی دی . د خورهه معبد په ختیځه برخه کی د رسول ا... مبارک له لمیسو امامزاده فضل او یحیی موجود دی چی د محلات نور ارزښتمن او تاریخی اثار بلل کیږی . دغه تاریخی ودانۍ ډیر پراخ غولې ، رواقونه ، محرابونه او ارزښتمنه  معنوی او هنری پانګه حسابیږی .

د اتشکوه اتشکده د محلات ولسوالۍ بل لرغونې اثر دې . دغه اتشکده چی تاریخی مخینې لري او ډیرو مورخانو د ساسانیانو له پړاو سره اړونده بللی ده او باوری دي چی نښې نښانې ښی چی څلورمې هجری قمری پیړۍ پورې سالمه وه  . د اتشکدې اصلی هال احتمالا د اتشکدې ختیځه برخه وه او مربع ډوله هال دی .

د ګرمو اوبو طبیعی او معدنی چینې د محلات ولسوالۍ نورې جاذبې دي . د محلات په ۱۵ کلومیټرۍ واټن کې د خاورې او کاڼیو په رنګ او حالت کی اوڅاره بدلون تر سترګو کیږی . دلته د محلات د ګرمواوبو چینې په لوړه کی موجودی دي . دغه چینې په خپلو ګرمو اوبو سره په زرګونو کلونو کی د مسافرانو مننونکي دي  چی له لیری او نږدې سیمو هلته ورځي تر څو دهغو له درملیزو خواصو ګټه پورته کړي .

د اوبو ترکیبات په دې ډول دي چی په نقرس ، د جګر ،ګردو ناروغیواو نورو ډیرو بیماریانو درملنه کی اغیزمنې دي .

دوستانو د محلات ډیر خلک په کرهڼې او د ګلونو او بوټیو په پللو او د دغه ښار د کاڼو په معدن کی په کار بوخت دي . په کلی ډول د محلات ښار اقتصاد د کاڼو په صنعت پورې تړلی دی . په دغه ښار کی څو وړکوتی کارخانې هم شته دي چی د ارده حلوه تولیدوی چی په اصل کې د دغه ښار اصلی او مهم سوغات بلل کیږی .

د محلات ښار له نورو سوغاتو درملیزو عرقیاتو ، د دریانو په شان لاسی صنایعو  ته اشاره کولی شو . البته هغه ټوریسټان چی دغه ښار ته سفر کوی معمولا د دغه ښار ښکلی ګلونه د سوغاتو په توګه اخلي .

پای

 

 

 

 

ټیګونه