Jan 09, 2023 19:48 Asia/Kabul
  • لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لوېدیځې آسیا په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په تېره اونۍ کې د عراق په بېلابېلو سیمو کې د جنرال حاج قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس د شهادت درېیم تلین مراسمو ترسره کېدل، د الاقصی جومات پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت د وزیر ګام او په اړه یې پراخ غبرګونونه او بلاخره سوریې ته د اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر سفر د لوېدیځې آسیا مهم بدلونونه وو چې په دې پروګرام کې څېړل کېږي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس سرتېرو ستر قوماندان سردار قاسم سلیماني او د حشدالشعبي د مشر مرستیال ابومهدي المهندس او د دوی ملګري، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د درېیمې په سهار د بغداد نړیوال هوايي ډګر پر لارې د امریکا د هوايي برید موخه وګرځېدل او په شهادت ورسېدل. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ اعلان کړی وو چې د دې ترور امر ده ورکړی وو.

د سردار سلیماني، ابومهدي المهندس او د دوی د ملګرو د شهادت درېیم تلین مراسم تېره اونۍ د عراق په بېلابېلو سیمو کې په پراخه توګه ترسره شول. عراقي بېلابېلو ډلو او شخصیتونو هم په ویناپاڼو کې د دې جنایت د عاملانو قضیو ته د رسېدنې پر لزوم ټینګار کړی دی.

د عراق فراکسیون پارلماني السند الوطني د بریا قوماندانانو د شهادت تلین په مناسبت په یوې ویناپاڼې کې اعلان کړی چې د دوی وینه د اور هغه لمبه ده چې د امریکا ناوړه  ځایونه به له منځه یوسي.

د عراق د فراکسیون پارلماني صادقون هم په یوې ویناپاڼې کې اعلان وکړ، بیاځلي د عراق له دولته غواړو چې په عراق کې د امریکايي پوځیانو، د دوی د اډو او همدارنګه د بهرنیو سرتېرو شتون پایته رسولو لپاره جدي او بېړني ګامونه واخلي ترڅو  د عراق بشپړه واکمني ترلاسه شي. موږ له قضايي برخې هم غواړو چې په بېړه د امریکايي جنایتونو د څېړلو بهیر پیل او دا عاملان، جنایتکاران او توطئه کوونکي مجازات کړي.

له دې جنایت څخه د درې کلونو په تېرېدو سره، د عراق د قضايي عالي شورا مشر فائق زیدان هم تېره اونۍ وویل: د عراق قضايي دستګاه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نیولو امر صادر کړی کوم چې د بریا قوماندانانو په ترور یې اعتراف کړی دی.

د عراق د قضايي عالي شورا مشر فایق زیدان د شهید سلیماني او ابومهدي المهندس د ترور درېیم تلین په مناسبت په مراسمو کې چې په بغداد کې ترسره شول وویل: د بریا قوماندانانو د شهادت ناورین، هغه بزدلانه جنایت وو چې هېڅ ډول قانوني اساس نه لري.

د دې حکم صادرېدل ثابتوي چې د عراق قضايي برخه، پرته له دې چې تر بهرني فشار لاندې راشي او پرته له دې چې د امریکا فشارونو په اړه اندېښنه ولري، ډونالډ ټرامپ یې جنایتکاره معرفي او د ده د نیولو حکم یې صادر کړی دی.

د صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت وزیر ایتمار بن ګویر د سې شنبې په سهار په سختو امنیتي تدابیرو کې پر الاقصی جومات تېری وکړ. دا د بنیامین تنانیاهو د کابینې له رامنځته کېدو راهیسې د فلسطینیانو پروړاندې د صهیونیستیانو یوازینی جنایت نه دی. له یوې اونۍ په کمه موده کې د نتانیاهو د نوې کابینې د کار له  پیله، ۶ فلسطینیان د اسرائیلي پوځیانو له لوري په شهادت رسېدلي دي.

پر الاقصی جومات د بن ګویر له تېري وړاندې، د ملګرو ملتونو او مصر چارواکو هم د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د یوه پیغام په لېږلو سره خبرداری ورکړی وو چې پر الاقصی جومات د ایتمار بن ګویر د تېري په صورت کې، نشي کولای د دې کار د ګواښوونکو پایلو مخه ونیسي.

دا ګام د فلسطین مقاومت ډلو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. فلسطیني ډلو اعلان کړی چې پر الاقصی جومات د اسرائیلي وزیرانو تېری د دې سپېڅلي ځای له حقوقي وضعیته د سرغړونې په مانا دی. دې ډلو د صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت د وزیر ګام په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې ګام په سیمه ایزه او نړیواله کچه هم غبرګونونه درلودل. د قطر پارلمان، عربي پارلمان او د عمان مجلس دا ګام یې غندلی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود  چاووش اوغلو هم له خپل صهیونیستي سیال کوهن سره په ټلفوني اړیکه کې اعلان کړی چې د الاقصی جومات پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت د وزیر ایتمار بن ګویر پاروونکی ګام د منلو وړ نه دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوق العاده ناسته هم د فلسطین او اردن په ګډې غوښتنې او د اماراتو او چین په ملاتړ سره ترسره شوه اوپه دې ناسته کې د امنیت شورا له غړو سربېره، د اردن، فلسطین او د صهیونیستي رژیم استازو خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د صهیونیستي رژیم ګام پاروونکی او د اندېښنې وړ یاد کړ او دا ګام یې وغانده. د لوېدیځې آسیا،آسیا او اقیانوسیه په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیال محمد خالد الخیاري هم د دې فوق العاده ناستې په پیل کې وویل: د بیت المقدس په سپېڅلو ځایونو کې وضعیت ډېر سخت ناوړه دی او په دې ځایونو کې هره پېښه او یا شخړه کولای شي پراخه شي او د فلسطین په نیول شویو سیمو، په اسرائیلو او په نورو برخو کې د تاوتریخوالي لامل وګرځي.

بېلابېل کورني، سیمه ایز او نړیوال فشارونه د دې لامل شول چې بنیامین نتانیاهو چې ټاکل شوې وه په خپل لومړني بهرني سفر کې اماراتو ته ولاړ شي دا سفر یې ځنډولی دی.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان تېره چهارشنبه د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په دمشق کې ولیدل. بشار اسد او عبدالله بن زاید د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو پراختیايي، سوداګریزو او اقتصادي برخو کې شته همکارۍ وڅېړلې. په دې ناسته کې آل نهیان، په سوریې کې له سیاسي لارې د نښتو پایته رسولو لپاره د اماراتو ملاتړ اعلان کړ.

دا په وروستیو ۱۰ کلونو کې سوریې ته د اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر دویم سفر دی. دا سفر په مسکو کې د روسیې، ترکیې او سوریې له درې اړخېزې ناستې څو ورځې وروسته ترسره شو. په دې ناسته کې، وټاکل شوه چې ترکي پوځیان له سوریې ووځي.

امارات یو هغه هېواد دی چې له ۲۰۱۱ کال او په سوریې کې له کورني ناورین وروسته، د دمش نظام له دښمنانو او همدارنګه له ترهګریزو ډلو ملاتړ وکړ. له دې سره، اماراتو په ځانګړې توګه په دوو ورستیو کلونو کې خپل سیاست ته بدلون ورکړی او له سوریې سره یې د اړیکو ښه کولو لپاره عملي ګامونه اخیستي دي. د سوریې ولسمشر بشار اسد هم له ۱۱ کلونو وروسته د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې اماراتو ته سفر او د دې هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې لیده او خبرې وکړې.

ژباړه: زماني