Feb 12, 2023 13:13 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د امریکا مالیې وزارت د اعلان له مخې، د افغانستان بانک له شتمنیو څخه ۳ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه، په سوئیس کې د نړیوالو حسابونو تسویې بانک، د افغانستان اماني صندوق ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان بیارغونې په چارو کې د امریکا څېړونکې ادارې د دې خبر په اعلان سره ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر بایډن دولت لومړیتوبونه، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپلو ژمنو ته د طالبانو ژمن پاتې کېدو په اړه د ډاډ ترلاسه کول او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له رامنځته کولو ملاتړ دی. له دې وړاندې په سوئیس کې د افغانستان اماني صندوق د کمېټې غړي انورالحق احدي ویلي وو چې امریکا په سوئیس کې د افغانستان اماني صندوق ته هېڅ پیسې نه دې لېږدولي.

د سوئیس دولت د اعلان له مخې، په اوږد مهاله توګه د افغانستان اماني صندوق موخه، د دې هېواد مرکزي بانک ته د دې پېسو لېږدول ده، خو دا لېږدول په داسې حال کې ترسره شي، چې د افغانستان بانک وکولای شي په کره او رښتیني توګه وښيي، چې د طالبانو سرپرست دولت له سیاسي نفوذو څخه خپلواکه دی او وکولای شي ډاډ ترلاسه کړي، چې د پیسو له پاکوالي او د ترهګرۍ له مالي تامین سره د مبارزې لپاره مناسب کنټرولونه رامنځته او د اړتیا بهرنۍ تګلارې او مناسب نظارتي کارونه ترسره کړي . واقعیت دا دی چې امریکا واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، د افغانستان ټولې بهرنۍ شتمنۍ کنګل کړې. له هغې وروسته، د امریکا ولسمشر جوبایډن امر ورکړ چې د دې شتمنیو نیمايي د سپټمبر یوولسمې بریدونو د وژل شویو کورنیو په ګټه مصادره شي او نیمايي نوري پیسې چې په قانوني ډول د افغانستان خلکو پورې اړه لري، د هغه تګلارو له مخې چې واشنګټن یې ټاکي، د مرستې په توګه دوی ته ورکړل شي.

امریکا په داسې حال کې د افغانستان خلکو پیسې غلا کړې، چې نه یوازې د دې هېواد خلک دې پیسو ته سخته اړتیا لري، بلکې په افغانستان کې د ترهګرۍ د خپرولو لامل خپله امریکا ده او اوس غواړي د تېښتې سیاست په غوره کولو سره په دې لټه کې ده، چې وښيي د افغانستان د خلکو شتمني پرطالبانو د فشار راوړولو او په اصطلاح له ترهګرۍ سره په مقابله کې، د واشنګټن له سیاستونو سره په همغږۍ استفاده کېږي. په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، حسن کاظمي قمي په مسکو کې د افغانستان ناستې په څنډه کې اعلان وکړ، هغه رول چې اوسمهال داعش ترهګریزه ډله یې په افغانستان کې ترسره کوي، هماغه رول دی چې امریکايي نیواکګرو پوځیانو په افغانستان کې د امنیت رامنځته کولو په پلمه درلود. د ښاغلي حسن کاظمي قمي په خبره، امریکا او د هغه ملګري له داعش ملاتړ کوي. له دې امله هغه څه چې اوسمهال په افغانستان کې ښکاري، د ځینو خوځښتونو له هغې ډلې د داعش ترهګریزې ډلې د فعالیتونو ډېروالی دی.

هغه موضوع چې په دې وروستیو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین له لوري هم تأیید شوې ده. له دې مخې، امریکايي پوځیان که څه هم په فیزیکي ډول له افغانستان څخه ووتل، خو اوس هم په دې هېواد کې خپلو شرارتونو ته دوام ورکوي، چې د داعش ترهګریزه ډله دا رول ادا کوي. له دې سره، د افغانستان امنیتي ناسته چې تېره اونۍ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوه، وښوده چې سیمه ایزو ناستو افغانستان هېر کړی نه دی.

په تېره اونۍ کې د شیعه ټولنې څو تنو مخورو د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل. سراج الدین حقاني، د افغانستان یوشمېر مخورو له هغې ډلې"عبدالناصر بامیاني"،"سیدصوفي گردیزي" او "احمد حسین سنگر دوست"  سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې امنیتي سرتېري د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه د اهل تشیع امنیت ټینګښت لپاره هڅه کوي. د ښاغلي حقاني په خبره، امنیتي سرتېري د افغانستان په ټولنه کې د عمومي نظم او امنیت ساتلو دنده پرغاړه لري او د هېواد هزاره وګړو په ګډون د ټولو خلکو امنیت ټینګښت لپاره، شپه او ورځ کار کوي. سراج‌الدین حقاني زیاته کړه: تمه کېږي چې د هزاره محترم قوم په ګډون ټول خلک د تل په څېر د امنیت ټینګښت لپاره د امنیتي سرتېرو ترڅنګ ولاړ وي. تراوسه د طالب چارواکو له لوري د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه د اهل تشیع امنیت ټینګښت لپاره ډېری ژمنې ورکړل شوي دي، چې کومه پایله یې نه درلوده.

د سیاسي چارو کارپوه حسن حسیني مزاري په دې اړه وايي: اهل تشیع په افغانستان کې د دې هېواد ترټولو مظلومه طبقه ده، چې تل پر دوی ظلم او تیری کېږي او په دې ژمنو سره تل په کابل کې د مېشتو دولتونو له لوري ورکړل شوي دي، تراوسه په دې برخه کې کوم جدي ګام اخیستل شوی نه دی، له دې امله د شیعه ټولنې مخورو او شخصیتونو د طالبانو سرپرست دولت د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل.

په تېره اونۍ کې پاکستان هم له بېلابېلو خبرونو او پېښو سره مخ وو، چې ترټولو مهم یې د پیسو نړیوال صندوق د شرایطو ردېدل وو. د پاکستان د مالیې وزارت یوه لوړپوړي چارواکي حامد شیخ د دې پخلی وکړ چې د پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره له لسو ورځو خبرو وروسته، دا هېواد نه دی توانېدلی د هغه له سختو شرایطو سره موافقه وکړي.د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور ترلاسه کولو لپاره د پاکستان ترټولو مهمه هڅه، د اساسي توکو واردات، د پورونو ورکړه، د پیسو ثبات او د پیسو د پړسوب کنټرول دی، ځکه چې پاکستان د اسعارو د زېرمې له کمښت سره مخ دی او د دې هېواد مالیې وزارت د پیسو نړیوال صندوق څخه د پور ترلاسه کولو ته هیله مند وو، ترڅو وکولای شي خپل تېر پورونه هم ورکړي.

د اسعارو د زېرمو کمښت او د پیسو نه ملاتړ د دې لامل شوی، ترڅو د ډالرو پروړاندې د پاکستاني پیسو ارزښت په بې ساري توګه راټیټ شي. د پاکستان مرکزي بانک د اعلان له مخې، د دې هېواد د اسعارو زېرمه ۲ میلیاردو او ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په خصوصي بانکونو کې هم وضعیت ښه نه دی او په پاکستان کې د ټولو خصوصي بانکونو زېرمې ۵ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي. دا د پاکستان د مالي بنسټونو د ماتې په معنی ګڼل کېږي. بهرنیو برخو ته د پاکستان مالي تړلتیا ترهرڅه ډېر دا هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ کوي.

په داسې حال کې چې د افغان کډوالو موضوع د پاکستان دولت لپاره ستر خنډ ګرځېدلی دی، د خیبرپښتونخوا صوبې د پولیسو مشر، معظم جاه انصاري اعلان کړی، چې د پاکستان عالي کمېټې د پرېکړې له مخې، د افغان کډوالو په اړه  د پاکستان سیاست ته بیاکتنه کېږي. له دې مخې به پاکستان ته د افغان وګړو ورتګ تنظیم شي، ترڅو دوی د خپلو ویزو وخت له پایته رسېدو وروسته، افغانستان ته ستانه شي.

دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې په وروستیو اونیو کې، له افغان کډوالو سره د پاکستان دولت چلند د اسلام آباد دولت ته په یوې ستونزمنې موضوع اوښتې ده. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، سلګونه زره افغانان په ویزو سره پاکستان ته راغلي، خو خپل هېواد ته ستانه شوي نه دي. په همدې حال کې، د پاکستان دولت اعلان کړی چې له هغه کسانو سربېره، هغه ټول افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له پاکستان څخه به وایستل شي. د پاکستان دولت اعلان کړی چې هغه افغان کډوال چې په قانوني توګه ژوند کوي، وبه نه ځورول شي او کولای شي په پاکستان کې پاتې شي، ځکه چې دوی د ملګرو ملتونو ادارې د ثبت او یا نور کارتونه لري. له دې سره، د پاکستان دولت په دې لټه کې دی چې د افغان کډوالو وضعیت تنظیم کړي. په همدې حال کې، ځیني په دې باور دي چې د اسلام آباد دولت دا برنامه، پر طالبانو د ډېر فشار راوړلو له امله ترسره کېږي.

په تېره اونۍ کې د پاکستان نورې مهمې پېښې، د طالبانو تحریک پر وړاندې د دې هېواد د پوځ بریدونه وو. په همدې برخه کې د پاکستان پوځ په یوې ویناپاڼې کې اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت سیمه کې د استخباراتي عملیاتو په پایله کې، د طالبانو تحریک ۱۲ غړي ووژل شول. د دې ویناپاڼې له مخې، له ترهګرو څخه وسلې، مهمات او افغاني پیسې ترلاسه شوي دي. د طالبانو تحریک پروړاندې د پاکستان پوځ عملیات په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې اسلام آباد د پاکستان او د دې هېواد طالبانو تحریک ترمنځ د خبرو بیاځلي پیلېدو لپاره د افغانستان له طالبانو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.

په نوامبر میاشتې کې د طالبانو له تحریک سره د اسلام آباد د خبرو له بې پایلې کېدو وروسته، دې ډلې د عمومي ناستو او دولتي پوځیانو پروړاندې خپل بریدونه پیل کړل، چې د پاکستان دولت او پوځ یې د دې هېواد عمومي افکارو ته د ځواب ویلو په سختو شرایطو کې راوست.

د سیاسي چارو کارپوه محسن رویي صفت په دې اړه وایي: د طالبانو تحریک د افغانستان له طالبانو څخه په الګو اخیستنې، د پاکستان سیاسي چارو د سمون او د شریعت احکامو پلي کېدو په لټه کې دی او دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دولت دا ډله ترهګریزه بولي او دوی ته د هرډول امتیاز له ورکړې سره مخالف دی او د طالبانو تحریک او د پاکستان دولت د خبرو بې پایلې کېدو یو مهم لامل همدا موضوع ده،  له دې امله، د دواړو لورو له خوا د خبرو بیا پیلېدو لپاره هم کومې هیله مندۍ نه لیدل کېږي.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه