Feb 25, 2023 14:55 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې په تېره اونۍ کې د ایران مهمې پېښې او بدلونونه څېړو. له موږ سره واوسئ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د پنجشنبې په ورځ د رهبري د خبرګانو جرګې له غړو سره په لیدنه کې، دا ډېره لوړه او مهمه جرګه یې د جمهوریت او اسلاميت ګډه بېلګه یاده کړه او په بېلابېلو برخو کې د خلکو پراخو او حیاتي ګډون ته په اشارې سره وفرمایل: د نظام ولسي پیاوړی بنسټ، ملي شتمني ده چې خدای تعالی د هغې په وسیله پر علماوو او د نظام پر چارواکو یې حجت تمام کړی دی او ټول باید د دې سترې شتمنۍ ساتلو او ډېروالي لپاره، له ځنډ پرته هڅه وکړي.

حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌ يي وفرمایل : دا نظام د لوېدیځ په نسخې باوري کسانو په مقابل کې چې په ټولنیزو چارو کې د دین له هرډول دخالت سره مخالف دي او یا د ډموکراسۍ لیبرال مشرانو پروړاندې چې د ډموکراسۍ او آزادۍ دروغجن بیرغ ترشا، د نړۍ د سرچینو لوټلو په لټه کې دي، د دوی نقشه یې له منځه وړې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدرانګه د شنبې په ورځ د مبعث اختر په مناسبت، د نظام له چارواکو او د اسلامي هېوادونو له استازو او سفیرانو سره په لیدنه کې،د فلسطیني مظلومانو په ملاتړ د اسلامي جمهوریت ښکاره او غوره دریځونو ته په اشارې سره وفرمایل: په خواشینۍ سره هغه دولتونه چې دنده لري خپله هم د فلسطین له ملت سره مرسته وکړي، د اسلام له دښمنانو سره له ایران څخه د وېرونې په اړه همغږي کېږي.

حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلي خامنه‌ يي د فلسطین موضوع د اسلامي امت له کمزورتیاوو او ټپونو څخه یاد کړ  او وفرمایل: یو ملت او یو هېواد د یوه وحشي، خبیث او شرور رژیم له لوري هره ورځ د اسلامي نړۍ پر وړاندې پرې ظلم او تیری کېږي او اسلامي هېوادونه په دې ټولو شتمنیو، وړتیاوو او ظرفیت سره ورته ګوري او حتی ځیني هېوادونه په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې له دې ظالم رژیم سره ملګرتیا کوي.

د رهبرۍ معظم مقام همدارنګه د اسلامي دولتونو واقعي همکارۍ او د مسلمانو ملتونو د بعثت، یووالي او همپالنې ښوونو ته راستندېدل د ټول اسلامي امت د ستونزو حل لاره یاده کړه.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر چې عراق ته تللی،  د دې هېواد له چارواکو له هغې ډلې د عراق له ولسمشر او لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

«حسین امیرعبداللهیان» د پنجشنبې په ورځ له عراقي چاروکو سره د خپلو لیدنو په اړه وویل: زموږ خبرې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو متمرکزې وې، زیربنسټونه د بشپړېدو په حال کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو ډېروالي او پراختیا په اړه دي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د ایران لپاره د منلو وړ نه ده چې د عراق شمالي سیمو څخه بېلتون غوښتونکي او ترهګریزې ډلې وغواړي د ایران اسلامي جمهوریت امنیت پروړاندې ګواښ وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د ایران او روسیې پوځي او دفاعي اړیکې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په چوکاټ کې یاد کړل او وویل: د تهران – مسکو اړیکې د هېڅ درېیم هېواد پروړاندې نه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند«ناصر کنعاني چافي» زیاته کړه : د ایران اسلامي جمهوریت او روسیې پوځي او دفاعي اړیکې او همکارۍ په اوکراین کې د پوځي ناورین له پیل څخه مخکې وو.

ده دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین ناورین پر سیاسي حل ټینګار کوي وویل: د ایران پروړاندې د لوېدیځوالو تورونه په ځانګړې توګه د اوکراین ناورین په تړاو سیاسی انګېزې لري.

د سره صلیب او سرې میاشتې ملي ټولنو د فدراسیون مشر، د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو  سره د ایران سرې میاشتې ټولنې له ګټورو او بېړنیو مرستو مننه وکړه.

د ایران سرې میاشتې ټولنه په نړۍ کې لومړنۍ ټولنه وه چې د دوی د بشردوستانه مرستو او مرستندویه تخصصي ټیمونو لومړنۍ الوتګه د ترکیې او سوریې په زلزله ځپلو سیمو کې پرځمکه کیناسته او دواوړو کوربه هېوادونو د سرې میاشتې له ټولنې سره په همغږۍ یې د ژغورنې عملیات پیل کړل.

د سره صلیب او سرې میاشتې ملي ټولنو د فدراسیون مشر "فرانچسکو روکا "  د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند ته په یوه لیک کې ولیکل: د هماغه ناوړه او سختو شرایطو په لومړیو کې چې د ایران اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې کارکوونکو او رضاکارانو د زیانمنو کسانو د ژغورنې او ملاتړ لپاره هڅه وکړه، کلمات او الفاظ یې د مننې لپاره شتون نه لري.

د ایران پروړاندې د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو په ځواب کې، د ایران بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا او اروپايي ټولنې پرځينو بنسټونو او اشخاصو د بندیزونو نوی لړلیک خپور کړ.

دا بندیزونه چې پر ۵ اروپايي او ۸ انګلیسي بنسټونو ولګول شول د ویزو پر ورکړې بندیز، د ایران اسلامي جمهوریت خاورې ته نه ورتګ، په مالي او بانکي نظام کې د بانکي حسابونو تړل کېدل او ایران اسلامي جمهوریت ترواکمنۍ لاندې سیمو کې د شتمنیو او مالونو نیول شامل دي.

د ایران متقابل ګام وروسته له هغې واخیستل شو چې اروپايي ټولنې د دوشبنې په ورځ پر دوو بنسټونو او ۳۲ ایراني شخصیتونو له هغې ډلې د اسلامي ارشاد او کلتور پر وزیر، د ښووونې او روزنې پر وزیر، پر استخباراتي چارواکو او د اسلامي شورا مجلس پر استازو یې له بشرحقونو څخه د سرغونې په تور بندیز ولګاوه.

د ایران ولسمشر سیدابراهیم رئیسي د چین له CGTN شبکې سره په خبرو کې، د ایران پروړاندې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو په اړه وویل: په حقیقت کې دا هماغه جګړه ده، خو وسایل یې بدل شوي دي، پرون پوځي توکي وو، نن د بندیز توکي دي او دوی په ډېرې بېرحمۍ سره د بندیزونه په لټه کې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: د ایران ملت دښمنانو حتی پر درملو چې ناروغان ورته اړتیا لري، بندیز لګولی دی، حتی د EB ناروغانو او د دوی له کورنیو لپاره ډېر دردوونکی دی، د دوی د اړتیا پر درملو یې بندیز لګولی دی.

رئیسي د اټومي هوکړې ژغورلو بهیر په اړه وویل: ایران د ښې هوکړې په لټه کې دی خو لوېدیځوال دا ډول هوکړه نه غواړي، پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي او له برجامه ووتل، هم یې له خبرو ډډه وکړه او اعلان یې وکړ چې د خبرو پرځای غواړي په واټونو کې د ګډوډیو او ناامنیو په رامنځته کولو سره د ایران پر ضد موخي وڅاري.

د ایران دولت اقتصادي ویاند په دې هېواد کې د ۶.۷ سلنې تولیدي ودې خبر ورکړ. د ایران دولت اقتصادي ویاند او د اقتصادي چارو وزیر سید احسان خاندوزي" د سه شنبې په ورځ په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: په تېرو لسو میاشتو کې د ایران تولیدي وده، د تېرکال ورته وخت په پرتله، ۶.۷ سلنې وده کړې ده.

د ایران دولت اقتصادي ویاند همدارنګه پر دې په ټینګار سره چې له اصلي شریکانو سره په سوداګریزو چارو کې د دولت سیاست له سیمه ایزو اسعارو څخه ډېری کار اخیستنه ده، ترڅو ډالرو او یورو ته اړتیا صفر ته ورسېږي، څرګنده کړه، تر ننه ټولې راکړې ورکړې له چین سره په یوان ترسره کېدې او د ډالرو او یورو پرځای له سیمه ایزو اسعارو څخه له کارونې، چیني لورو هرکلی کړی دی.

ژباړه: زماني

ټیګونه